د مسلمانانو ځورونه
د مسلمانانو ځورونه ديني او سياسي ځورول دي، چې د اسلامی ګروهې پر پيروانو او يا هغو تپل شوې چې اسلامي پېژندګلوي لري. په دې پاڼه کې هغه پېښې رانغښتي دي، په کومو کې چې مسلمانان د غیرمسلمانو ډلو له خوا د اسلامي تاريخ په اوږدو کې، په ټوله نړۍ کې د ځورولو موخه ګرځېدلي دي، هغه تاريخ چې د منځنيو پېړيو او نوي تاريخ سره برابر دی.
په مکه معظمه کې د اسلام د خپرېدو په لومړيو ورځو کې، نوي مسلمانان ډېر ځله د مکې معظمې د بت پرستانو «چې مشرکان ورته ويل کېدل: د ګروهې نه لرونکي يا په ډېرو خدايانو عقيده لرونکي) له خوا ځورول شوي او ربړول شوي وو. په ننني پړاو کې په ځينو هېوادونو کې مسلمانان له مذهبي محدوديتونو سره مخامخ دي. له اسلام څخه د وېرې ډېرې پېښې هم رامنځته شوې دي، لکه د کريس چرچ جومات وسله وال بريدونه، د افغانستان نښتې (له ۱۹۷۸ز څخه تر اوسه)، د کشمير جګړه، د سينکيانک د قومي تصفيې او د بيا زده کړې په پنډغالو کې د خلکو ډله یيز بندي کول، په فلسطين کې د لوېديځې تړانګې يو ځای کول او داسې نورې ډېرې پېښې.
د روهينګيا روانه نسل وژنه کې له ۲۰۱۶ ز کال څخه تر اوسه پورې، له ۲۵۰۰۰ څخه زيات کسان وژل شوي، له ۲۰۱۷ ز کال څخه تر اوسه پورې ۷۰۰۰۰۰ له هېواده بهر اېستل شوي، د روهينګيايي ښځو او نجونو په وړاندې ډله ييز جنسي تيري او نور جنسي تاوتريخوالي رامنځته شوی، په دې پېښو کې تر ډېره بريده راخين بودايان او د برما پوځ ښکېل دی، د روهينګيا د کورونو او جوماتونو سوځول او د دې تر څنګ له بشري حقوقو څخه نورې سرغړونې.
د يوغور نسل وژنې له امله، له يو ميليون څخه زيات مسلمانان (زياتره يې يوغوريان دي) بې له قانوني بهير څخه په پټه بند خونو کې ساتل شوي دي، په د اسې حال کې چې په سينګيانګ کې د زېږېدو کچه ټېټه شوې ده، د نور چين په پرتله چې د زېږېدو کچه څلور اعشاريه دوه سلنه ده، په ۲۰۱۹ ز کال کې د يوغوريانو د زېږېدو کچه څلورويشت سلنه کمه شوې ده.
منځنۍ پېړۍ
[سمول]د اسلام لومړي کلونه
[سمول]په مکه معظمه کې د اسلام په لومړيو ورځو کې، نوي مسلمانان ډېر ځله د مکې د بت پرستانو «چې مشرکان ورته ويل کېدل: د ګروهې نه لرونکي يا په ډېرو خدايانو عقيده لرونکي) له خوا ځورول شوي او ربړول شوي وو. ځينې يې وژل شوي وو، لکه سمية بنت خباب څوک چې د اسلام منونکو له ډلې اومه وه، چې د عمر ابن هشام له خوا لومړی شکنجه شوې وه. ان د اسلام پېغمبر محمد(ص) هم د داسې ناوړه چلند موخه ګرځېدلی و. کله چې هغه د کعبې سره نژدې لمونځ کاوه، عقبة بن ابي معيط په هغه د يو حلال شوي اوښ کولمې غورځولې وې. د ابو لهب مېرمنې ام جميل به په منظم ډول، د هغه د کور مخې ته خځلې او د هغه د کور پر لاره به يې اغزي غورځول. [۱][۲]
له دې امله، که ازاد مسلمانان به تر بريدونو لاندې راتلل، هغه مريان چې اسلام يې منلی و، له زيات بد چلند سره مخامخ وو. د حبشي بلال ابن رباح مالک (څوک چې وروسته لومړی مؤذن شو) به هغه د ګرمې غرمې پر مهال سارا ته ايستلو او يوه درنده ډبره به يې د هغه په سينه کېښوده او له هغه به يې غوښتنه کوله، چې خپل دين هېر کړي او د مشرکانو خدايانو ته عبادت وکړي، تر دې چې ابوبکر هغه وپيره او آزاد يې کړ.[۳]
صليبي جګړې
[سمول]لومړۍ صليبي جګړه، د پاپ اوربان دويم له خوا په ۱۰۹۵ ز کال کې له مسلمانانو څخه د اورشليم مذهبي ښار او سپېڅلې خاورې د بېرته نيولو په موخه پيل شوې وه، چې مسلمانانو دا سيمې په ۶۳۸ ز کال کې له بيزانس څخه نيولې وې. د قاهرې فاطمي خليفه الحکيم، چې په ليوني خليفه پېژندل کېده، په ۱۰۰۹ ز کال کې د سپېڅلي مزار د قسطنطينيايي پړاو ښکلې او لرغونې کليسا او د دې تر څنګ په سپېڅلې خاوره کې نورې کليساوې او مزارونه ويجاړ کړي وو.[۴]
دا او تر څنګ يې له بيزانس څخه اورشليم ته د روانو الماني زیارت کوونکو وژل کېدلو د اروپايانو غوصه راوپاروله. پاپ اربن دويم يې وهڅواوه، تر څو په ټولو کاتوليکو واکمنیو، جنګياليو او مخورو يې غږ وکړ، چې له مسلمانو واکمنو څخه سپېڅلې خاوره بېرته ونیسي.
دا تر يو بريده د پانګونې اختلافاتو ته ځواب هم و، کوم چې د اروپا په منځنيو پېړيو کې د بې دينه او مذهبي ځواکونو تر منځ تر ټولو مهم جنګ و. دا شخړه د سپېڅلي رومي سترواک او ګريګوري پاپ تر منځ پيل شوې وه، چې په پايله کې يې د پاپ تر لارښوونې لاندې د ټولو واکمنانو او خلکو د اتحاد په توګه مسيحي نړۍ ته سياسی معنا ورکړه، له دې امله چې دواړو خواووهڅه کوله، عامه افکار په خپله ګټه عملي کړي، خلک په خپله په يوه ډرامايي مذهبي شخړه کې ښکېل شول. همدا راز، د ترکي سلجوقيانو د برياوو لړۍ چې، په اورشليم کې يې د عربانو واکمني پای ته ورسوله، د صليبي جګړو په پيل کې ستره ونډه درلوده.
د ۱۰۹۹ ز کال د مۍ مياشتې په اومه نېټه، صليبيان اورشليم ته ورسېدل، کوم ځای چې يوازې يو کال مخکې له سلجوقيانو څخه د مصر فاطميانو نيولی و. د جولای په پنځلسمه نېټه، صليبيان وتوانېدل چې د دېوال د ځينو برخو په ويجاړولو سره محاصره پای ته ورسوي او ښار ته داخل شي. په هغه ماسپښين، ماښام او سبا سهار کې، صليبيانو د اورشليم نژدې هر اوسېدونکی وواژه. مسلمانان او يهوديان يو شان. که څه هم ډېريو مسلمانانو د الاقصی مسجد په داخل کې د عبادتځای د غره پر سر پناه واخسته، صليبيانو د ډېرو لږو خلکو ژوند خوندي کړ. د نامعلوم ګيستا فرانکوروم سره سم چې ځينې فکر کوي د لومړۍ صليبي جګړې با ارزښته اوسنۍ سرچينه ده، «...دا ډلوژنه دومره ستره وه، چې زموږ د سړيو پښې تر ښنګرو پورې په وينو کې ډوبې وې....». د ګليلي شهزاده تانکرد عبادتځای، د خپل ځان لپاره ونيو او هلته شته ځينې مسلمانان يې خوندي کړل، خو هغه ونه شول کولای، چې د خپلو ملګرو صليبيانو په لاس د دې مسلمانانو له وژنو مخنيوی وکړي. د فولټر او چارټريس په وينا: «په حقيقت کې که ته چېرته هلته وې، نو تا به لیدلي وای، چې زموږ پښې تر ښنګرو پورې د وژل شوو خلکو په وينو رنګ دي. خو زه نور څه ووايم؟ هېڅوک ژوندی نه و پرېښودل شوي؛ نه ښځې ژغورل شوې وې او نه ماشومان». [۵][۶]
د لومړۍ صليبي جګړې او په اورشليم کې د ټولوژنې پر مهال، داسې خبر ورکړل شوی دی چې، صليبيانو چیغې وهونکي او په لمبو کې تر شکنجې لاندې انسانيت محاصره کړ او په داسې حال کې چې، خپل صليبي صليبونه يې پورته کړي وو، دوی دا سندره ويله چې: عيسی موږ په تا مين يو. مسلمانان بې توپيره وژل شوي وو او مسيحيان چا چې په خپلو عبادتځايونو کې پناه اخستې وه، هغه مهال ووژل شول، کله چې د دوی عبادتځای د صليبيانو له خوا وسوځول شو.[۷]
سويلي ايټاليا
[سمول]له يوې پېړې څخه له زياتو جګړو څخه وروسته، د سيسلي ټاپو په لسمه پېړۍ کې د اغالبه وو له خوا فتح شو او په دې سره په ۹۶۵ ز کال کې بيزانس سترواکۍ وروستی پياوړی سنګر له لاسه ورکړ. نورمنيانو په ۱۰۹۱ ز کال کې د عربانو وروستی مرکز ونيو. په تعقيب يې په مسلمانانو لږه کيو ماليې وتپل شوې، چې جزيه يې ورته ويله، کوم چې د نورمانو له بري مخکې په سيسلي کې د مسلمانو واکمنانو له خوا په يوولسمه پېړۍ کې په غیر مسلمانو د تپل شوې جزيې دوام و. نور ماليات چې د يوې مودې لپاره په دوی ټاکل شوي وو، د اګوستال و. د سيسلي د پاچا تانکرد د واکمنۍ پر مهال د مسلمانانو بغاوت پيل شو. په ۱۱۶۰ مو ز کلونو کې د مسلمانانو پر ضد د لمبارد عام وژنه پيل شوه. په سيسلي کې د مسلمانانو او يهوديانو ټولنې، له جغرافيايي نظره يو له بل څخه جلا شوې.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
سرچينې او ياداښتونه
[سمول]- ↑ "Muḥammad". Encyclopaedia of Islam (2nd) 7. (1993). Brill Academic Publishers. 360–376. ISBN 978-9004094192.
- ↑ "From the Beginning of Revelation". Archived from the original on 9 November 2005. نه اخيستل شوی 19 September 2005.
{{cite web}}
: سرچينه ساتل:ناسم تړ (link) - ↑ Sodiq, Yushau. Insider's Guide to Islam. Bloomington, Indiana: Trafford, 2011. Print. ISBN 1466924160 p. 23.
- ↑ Murphy-O'Connor, Jerome (23 February 2012). Keys to Jerusalem: Collected Essays. OUP Oxford. ISBN 978-0199642021.
- ↑ "King John of England: Royal Licenses to Export and Import, 1205–1206". Fordham.edu. نه اخيستل شوی 9 February 2016.
- ↑ "King John of England: Royal Licenses to Export and Import, 1205–1206". Fordham.edu. نه اخيستل شوی 9 February 2016.
- ↑ Rausch, David (1990), Legacy of Hatred: Why Christians Must Not Forget the Holocaust, Baker Pub Group, ISBN 0801077583, p. 27
- ↑ "Brief history of Sicily" (PDF). Archaeology.Stanford.edu. 7 October 2007. Archived from the original (PDF) on 9 June 2007.
- ↑ Faiths Across Time: 5,000 Years of Religious History [4 Volumes]: 5,000 Years of Religious History. ABC-CLIO. 15 January 2014. p. 713.
- ↑ Simonsohn, Shlomo. Between Scylla and Charybdis: The Jews in Sicily. Brill. p. 163.
- ↑ Luscombe, David; Riley-Smith, Jonathan. The New Cambridge Medieval History: Volume 4, c. 1024 – c. 1198. Cambridge University Press. p. 470.
- ↑ Grierson, Philip; Travaini, Lucia. Medieval European Coinage: Volume 14, South Italy, Sicily, Sardinia: With a Catalogue of the Coins in the Fitzwilliam Museum, Cambridge. Cambridge University Press. p. 184.
- ↑ A.Lowe: The Barrier and the bridge; p. 92.
- ↑ Aubé, Pierre (2001). Roger Ii De Sicile – Un Normand En Méditerranée. Payot.
- ↑ Julie Anne Taylor. Muslims in Medieval Italy: The Colony at Lucera. Lexington Books. p. 208.
- ↑ Nicolle, David. European Medieval Tactics (2): New Infantry, New Weapons 1260–1500. Bloomsbury. p. 28.
- ↑ Dariel, Norman. The Arabs and the Medieval Europe. UCD Library. p. 156.
- ↑ Metcalfe, Alex. Muslims of Medieval Italy. Edinburgh University Press. p. 294.
- ↑ Taylor, Julie (2003). Muslims in Medieval Italy: The Colony at Lucera. Lanham, MD: Lexington Books. (Press release)
- ↑ Taylor, p. 99