د مساوي حقونو تعدیل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د مساوي حقونو تعدیل (Equal Rights Amendment) د متحده ایالاتو په اساسي قانون کې د تعدیل هغه وړاندیز شوې طرحه ده چې جنسیت ته له پام پرته د متحده ایالاتو ټولو وګړو ته د مساوي حقونو وړکړه تضمین کوي. پلویان یې ادعا کوي چې دغه تعدیل د طلاق، ملکیت، استخدام او نورو برخو په ګډون کولای شي د ښځینه او نارینه و ترمنځ حقوقي توپیرونو ته پای ټکی کېږدي. د دغه تعدیل لومړنۍ نسخه د الیس پاول او کریسټال ایسټمن له خوا ولیکل شوه او د ۱۹۲۳ زکال په ډسمبر میاشت کې کانګرس ته وړاندې شوه.  [۱][۲][۳][۴]

له دغې اصلاحیې څخه په لومړیو کې تر ډېره د منځنۍ طبقې ښځو ملاتړ کاوه، په داسې حال کې چې تر ډېره هغه کسان ورسره مخالف و چې د کارګري طبقې اړوند یې څرګندونې کولې، دوی اشاره کوله چې کارکوونکې ښځې د کاري شرایطو او ساعتونو اړوند ځانګړي ملاتړ ته اړتیا لري. د ۱۹۶۰مې لسیزې پر مهال په متحده ایالاتو د ښځو د خوځښت په رامنځته کېدو سره دغه تعدیل پام وړ ملاتړ وموند او هغه مهال چې استازې مارتا ګریفیث بیاځلي په ۱۹۷۱ زکال کې کانګرس ته وړاندې کړ د کانګرس د استازو جرګې د ۱۹۷۱ زکال د اکتوبر په ۱۲مه او ورپسې د متحده ایالاتو سنا جرګې د ۱۹۷۲ زکال د مارچ په ۲۲ مه نېټه تائید کړ، همدا و چې د متحده ایالاتو د اساسي قانون د ۵مې مادې له مخې ایالتي تصویب ته وړاندې شو.

کانګرس په پیل کې د دغه تعدیل د تصویب په موخه د ۱۹۷۹ زکال د مارچ تر ۲۲ مې وخت ورکړی و چې باید ایالتي قانون جوړونکي یې تر دې مهاله تصویب کړي، خو دغه تعدیل تر ۱۹۷۷ زکال پورې د ۳۸ اړتیا وړ ایالتونو له ډلې د ۳۵ له خوا تصویب شو. د پراخ او دوه ګوندي ملاتړ سره (چې د متحده ایالاتو دواړه لوی سیاسي ګوندونه، د کانګرس دواړې جرګې او ولسمشران ریچارډ نېکسون، جرالډ فورډ او جیمي کارتر په کې شامل و) داسې ښکارېده چې ستونزمنه ده تعدیل دې تصویب شي، ځکه چې محافظه کارې فیلیس شلفلی ښځې له هغو سره مخالفت ته راوبللې، دې استدلال کاوه چې دغه تعدیل په کور کې ناستو ښځو ته زیان اړوي، دا لامل ګرځي چې هغوی پوځي خدمت ته وغوښتل شي او همدارنګه د نفقې په څېر ملاتړونه له لاسه ورکړي همدارنګه نور به میندې نه شي کولای د طلاق په قضیو کې د ماشومانو مسئولیت اخیستنې ته زړه ښه کړي. ګڼ شمېر کارګرو فیمینېستانو هم له همدې امله له دغه تعدیل سره مخالفت وکړ او باور یې درلود چې دغه تعدیل د کار په قانون کې د ښځو تضمین شوي خوندیتوبونه له منځه وړي په داسې حال کې چې د وخت په تېرېدو سره د کارګري فیمینېستانو ګڼ شمېر اتحادیو او مشرانو له هغو څخه ملاتړ ته مخه کړه.[۵][۶]

د پنځو ایالتونو (ایداهو، کنټاکی، نبراسکا، ټنسی او سویلي ډاکوټا) قانون جوړونکو جرګو د دغه تعدیل د لغو کولو اړوند رایه ورکړه. د تصویب له لومړني ورکړل شوي مهلت (د ۱۹۷۹ زکال د مارچ ۲۲مه) څخه وړاندې د دغه تعدیل څلور لومړني موارد لغو شول، په داسې حال کې چې سویلي ډاکوټا د هغو د تصویب لپاره د ټاکل شوي مهلت په وروستیو شیبو کې د هغو د رد کولو رایه ورکړه. په دې سره دا یوه نا حل شوې حقوقي پوښتنه پاتې شوه چې آیا یو ایالت کولای شي د فدرال اساسي قانون د اصلاحیې تصویب کېدل لغو کړي.

په ۱۹۷۸ زکال کې کانګرس (د دواړو جرګو د ساده اکثریت پر مټ) د دغه تعدیل د تصویب موده د ۱۹۸۲ زکال د جون تر ۳۰مې نېټې وغځوله او ولسمشر کارتر هم د دغې پرېکړې اړوند ګډه اعلامیه لاسلیک کړه. له دې امله چې هېڅ ایالتي قانون جوړونکې جرګې دغه تعدیل د ۱۹۷۹ زکال د مارچ د ۲۲مې او د ۱۹۸۲ زکال د جون تر ۳۰مې تصویب نکړ، د هغو د تمدید اعتبار د بحثونو موضوع وګرځېد. له ۱۹۷۸ زکال راهیسې کانګرس ګڼې هڅې وکړې د هغو د تصویب په موخه ټاکل شوی مهلت تمدید او یا هم دغه ضرب الاجل له منځه یوسي.[۷]

په ۲۰۱۰مه لسیزه کې تر یوه بریده د فیمینېزم د څلورمې څپې او همدارنګه د مي ټو (Me Too) خوځښت له امله د مساوي حقونو د تعدیل د منلو اړوند بیاځلي لیوالتیا را پیدا شوه. په ۲۰۱۷ زکال کې نواډا لومړنی ایالت و چې دغه تعدیل یې د دواړو مهلتونو د اعتبار له پای ته رسېدو وروسته تصویب کړ؛ ایلینوی هم په ۲۰۱۸ زکال کې دغه چاره ترسره کړه. په ۲۰۲۰ زکال کې د ویرجینیا عمومي اسمبلۍ د یاد تعدیل د تصویب کولو په موخه یو پرېکړه لیک تصویب کړ او ادعا یې وکړه چې دوی به د اړتیا وړ تصویب کوونکو ۳۸ ایالتونو شمېر پوره کړي. له دې سره یو شمېر کارپوهان او مدافعین د ویرجنیا له خوا د دغه تعدیل په تصویب کېدو سره بیا هم د هغو اړوند د قانوني ډاډ د نشتون څرګندونه کوي ځکه چې د تصویب مهلتونه یې پای ته رسېدلي او پنځو ایالتونو آن لغو کړی دی. [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

ملاتړ[سمول]

د مساوي حقونو د تعدیل ملاتړي د متحده ایالاتو په اساسي قانون کې د جنسیت پر بنسټ د مساوي حقونو اړوند د کوم ځانګړي تضمین نه شتون ته نغوته کوي. په ۱۹۷۳ زکال کې روث بیدر ګینزبورګ چې بیا د سترې محکمې قاضي شوه د امریکايي وکیلانو د ټولنې په مجله کې یې د مساوي حقونو د تعدیل اړوند داسې ملاتړیز استدلال وړاندې کړ:[۱۴]

د مساوي حقونو تعدیل، په لنډو ټکو کې، وګړو ته د ښځو او نارینه و د حقونو او مسئولیتونو اړوند یو نوی لیدلوری ورکوي. په پرېکنده بڼه د دواړو جنسونو ترمنځ جلا کوونکې قانوني کرښې له منځه وړي او هغه د اساسي قانون پر بنسټ زغمل کېدونې کوي. پر ځای یې داسې یو حقوقي نظام رامنځته کوي چې په هغو کې هر کس د فردي وړتیاوو له مخې تر قضاوت لاندې نیول کېږي نه د زیږون د تغیر نه منونکې ځانګړنې پر مټ چې د اړتیاوو یا وړتیاوو سره هېڅ ضروري اړیکه نه لري.[۱۵]

د ۱۹۴۰مې لسیزې په لومړیو کې دواړو دیموکرات او جمهوري غوښتونکو ګوندونو د مساوي حقونو له تعدیل څخه ملاتړ په خپلو کاري پروګرامونو کې شامل کړ. [۱۶][۱۷][۱۸]

د ښځو ملي سازمان (NOW) او همدارنګه اي آر اې امریکا (ERAmerica) د مساوي حقونو د تعدیل څخه د ۸۰ سازمانو د ائتلاف هڅې رهبري کړې. له ۱۹۷۲ زکال څخه تر ۱۹۸۲ زکال پورې د مساوي حقونو د تعدیل پلویانو غونډې جوړې کړې، شعارونه یې ورکړل، د نه خوړو اعتصابونه یې وکړل او د مدني نافرمانیو چارې یې ترسره کړې. د ۱۹۷۸ زکال د جولای په ۹مه د ښځو ملي سازمان او نورو سازمانونو په واشنګټن ډي سي کې د لاریون کوونکو کوربه توب وکړ د لاریون په موخه د مساوي حقونو د تعدیل څه باندې ۱۰۰ زره ملاتړي راغونډ شوي و او راتلونکې ورځ یعنې د جون په ۱۰مه یې هغو ته لابي ګري وکړه. د ۱۹۸۲ زکال د جون په ۶مه د ښځو ملي سازمان په هغو ایالتونو کې لاریونونه سپانسر کړل چې دغه تعدیل یې نه و تصویب کړی په دغو کې د فلوریډا، ایلینوي، شمالي کارولینا او اوکلاهاما ایالتونه شامل و. د هغه مهال مخکښو فیمینېستانو لکه ګلوریا ستاینم د مساوي حقونو د تعدیل په ګټه څرګندونې وکړې او استدلال یې وکړ چې له دغه تعدیل سره مخالفت د جنسیتي افسانو پر بنسټ دی چې له کچې څخه پر زیاتو توپیرونو ټینګار کوي او د ښځو او نارینه و ترمنځ د نابرابرو چلنونو اړوند شواهد له پامه غورځوي. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

مخالفتونه[سمول]

د مساوي حقونو د تعدیل مخالفین په سنتي جنسیتي رولونو تمرکز لري، د بېلګې په توګه دا چې نارینه څه ډول د جګړې پر مهال مبارزه کوي. هغوی استدلال کاوه چې دغه تعدیل دا امکان تضمین کوي چې د تصویب په صورت کې به یې ښځې په جبري پوځي خدمت کې شاملېږي او اړې به وي چې په راتلونکو جګړو کې پوځي رولونه ترسره کړي. له سنتي جنسیتي رولونو څخه دفاع یو ګټمن تاکتیک و. په ایلینوي کې د محافظه کارې جمهوري غوښتنکې فیلیس شلفلی ملاتړو په کور کې د ناستو ښځو له سنتي سمبولونو ګټنه کوله. هغوی په دې باندې په ټینګار کاوه چې دغه تعدیل ملاتړیز قوانین لکه د نفقې ترلاسه کول باطل کوي او د طلاق په قضایاوو کې به بیا میندې د ماشومانو د مسئولیت اخیستو ته زړه نه ښه کوي. همدارنګه یې څرګندوله چې د دغه تعدیل په تصویب سره به تک جنسیتي ودونه له منځه ولاړ شي او همجنسه جوړې به کولای شي واده وکړي. په دې سره هغو ښځو چې له سنتي رولونو څخه یې ملاتړ کاوه د مساوي حقونو له تعدیل سره یې مخالفت ته مخه کړه. شلفلي وویل چې د دغه تعدیل تصویب په کور کې د ناستو ښځو ټولنیز خوندیتوبونه ګواښي. د دغه تعدیل مخالفینو همدارنګه دا استدلال کاوه چې په ۱۹۶۳ زکال کې د برابرو امتیازاتو د قانون او همدارنګه په ۱۹۶۴ زکال کې د مدني حقونو د قانون تصویب د ښځو او نارینه وو حقونه تر ډېره د مساواتو کچې ته رسولي دي.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

په ۱۹۸۰ زکال کې د جمهوري غوښتونکو په ملي کنوانسیون کې د جمهوري غوښتونکي ګوند کاري پروګرام ته بدلون ورکړل شو څو د مساوي حقونو له تعدیل څخه خپل ملاتړ ته پای ټکی کېږدي. [۳۱][۳۲]

سرچينې[سمول]

  1. Olson, James S.; Mendoza, Abraham O. (April 28, 2015). American Economic History: A Dictionary and Chronology (په انګلیسي ژبه کي). ABC-CLIO. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-61069-698-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "English: A newspaper article from 1923 talking about the ERA" (PDF). The Baltimore Sun. December 11, 1923. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په October 3, 1921 باندې). English: Newspaper article from 1921 talking about the ERA.
  4. "English: Newspaper article from 1922 talking about the ERA" (PDF). The New York Times. January 16, 1922 – عبر Wikimedia Commons. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Miller, Eric C. (June 19, 2015). "Phyllis Schlafly's "Positive" Freedom: Liberty, Liberation, and the Equal Rights Amendment". Rhetoric & Public Affairs. 18 (2): 277–300. doi:10.14321/rhetpublaffa.18.2.0277. ISSN 1534-5238. S2CID 142093355. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (په March 27, 2007 باندې). New Drive Afoot to Pass Equal Rights Amendment.
  7. (په January 5, 2018 باندې). Unbelievably, women still don't have equal rights in the Constitution. Los Angeles Times.
  8. . 'Me too' movement renews Equal Rights Amendment push.
  9. "Will the #MeToo movement lead to the Equal Rights Amendment?". Houston Chronicle (په انګلیسي ژبه کي). December 1, 2017. د لاسرسي‌نېټه November 5, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. . Nevada Ratifies The Equal Rights Amendment ... 35 Years After The Deadline. NPR.
  11. کينډۍ:Cite tweet
  12. Virginia becomes 38th state to ratify Equal Rights Amendment — but it may be too late, WTOP-FM
  13. (په January 15, 2020 باندې). Virginia Approves the E.R.A., Becoming the 38th State to Back It. The New York Times.
  14. "ERA: Why". equalrightsamendment.org. د اصلي آرشيف څخه پر April 19, 2017 باندې. د لاسرسي‌نېټه April 6, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Ginsburg, Ruth Bader (1973). "The Need for the Equal Rights Amendment". American Bar Association Journal. 59 (9): 1013–1019. JSTOR 25726416. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Millhiser, Ian (February 11, 2020). "Ruth Bader Ginsburg probably just dealt a fatal blow to the Equal Rights Amendment". Vox. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Justice Ginsburg calls for renewed effort to pass Equal Rights Amendment, ABA Journal
  18. (په February 10, 2020 باندې). Ruth Bader Ginsburg says deadline to ratify Equal Rights Amendment has expired: 'I'd like it to start over'. CNN.
  19. "ERA: History". EqualRightsAmendment.org. د اصلي آرشيف څخه پر April 10, 2017 باندې. د لاسرسي‌نېټه April 11, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "July 9, 1978: Feminists Make History With Biggest-Ever March for the Equal Rights Amendment | Feminist Majority Foundation Blog". feminist.org. July 9, 2014. د لاسرسي‌نېټه April 13, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "ERA: History". equalrightsamendment.org. د اصلي آرشيف څخه پر April 10, 2017 باندې. د لاسرسي‌نېټه April 13, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Grassroots Group of Second Class Citizens/Women Rising in Resistance: publications about, 1988-1992 | HOLLIS for". hollisarchives.lib.harvard.edu. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. ""All Our Problems Stem from the Same Sex Based Myths": Gloria Steinem Delineates American Gender Myths during ERA Hearings". History Matters. د لاسرسي‌نېټه April 13, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. (په June 7, 1982 باندې). THOUSANDS MARCH FOR EQUAL RIGHTS. The New York Times.
  25. Rosenberg, Rosalind (2008). Divided Lives: American Women in the Twentieth Century. Hill & Wang. د کتاب پاڼې 225. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8090-1631-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Rhode, Deborah L. (2009). Justice and Gender: Sex Discrimination and the Law. Harvard University Press. د کتاب پاڼي 66–67. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-674-04267-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "The Equal Rights Amendment". ushistory.org. Independence Hall Association. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. (په March 27, 2007 باندې). New Drive Afoot to Pass Equal Rights Amendment.
  29. "Digital History". digitalhistory.uh.edu. د لاسرسي‌نېټه April 13, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Rosenberg, Rosalind (2008). Divided Lives: American Women in the Twentieth Century. Hill & Wang. د کتاب پاڼي 225–26. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8090-1631-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Critchlow, p. 247
  32. (په May 17, 1984 باندې). Plan to omit rights amendment from platform brings objections. New York Times.