د مزلو د اړتیاوو د مرتبو سلسله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د مزلو د اړتیاوو د مرتبو سلسله یا په لنډ ډول د مزلو هرم هغه نظریه ده چې د امریکايي ارواپوه ابراهم مزلو له خوا په کال ۱۹۴۳ کې په یوې مقاله کې وړاندې شوه. دغه نظریه د انسانانو د اړتیاوو په هکله ده. د مزلو هرم پنځه پوړه لري او په هر پوړ کې یې د انسان غوښتنې له د مزلو په نظر د گېډې مړول او جنسي غوښتنې (فیزیولوژیکې اړتیاوې) د لومړي پوړ اړتیاوې دي. دا غوښتنې په حیوان او انسان کې شریکې دي، نامحدودې نه دي او لـه پوره کېدو څه موده وروسته یو ځل بیا راولاړېږي. د گېډې لـه مړېدلو وروسته بنیادم په امن پسې گرځي او د سلامتۍ په لټه کې وي. په دریم پوړ کې اجتماعي تعلقات ځاى لري. انسان غواړي یوازې نه وي، په یوه اجتماعي گروپ کې شامل وي. کلـه چې دا ټولې اړتیاوې لږې یا ډېرې پوره شي، بنیادم ته په ټولنه کې د امتیاز لرلو شوق ورولاړېږي. غواړي نور یې احترام وکړي او په درنه سترگه ورته وگورٍي. غواړي د ده کور، د ده جامې او د ده موټر تر نورو زیات وي. په برلاسۍ پسې گرځي. خو انسان تر دې لوړه اړتیا هم لري. انسان د خپلو غوښتنو په تر ټولو لوړه مرحلـه کې یو ځل بیا په ځان کې ډوبېږي. د مین غوندې شي. د نورو ښو یا بدو تبصرو ته اهمیت نه ورکوي، یوازې پخپلو لوړو اجتماعي مقصدونو پسې گرځي. غواړي حقیقت ته ورسیږي، غواړي تلپاتې اثارو ولیکي، غواړي دنیا بدلـه کړي او په ټولنه کې نوى روح وپوکي.