د مزارشريف سقوط

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په 2001ز کال کې د مزارشريف سقوط د امريکايي يرغل څخه وروسته د افغانستان د جګړې لومړۍ ستره جګړه وه. د متحده ايالاتو د پوځ ځانګړو ځواکونو د هوايي بمبارۍ سره يوځای، د افغانستان د ستونزې حل لپاره متحد اسلامي محاذ (شمالي ټلواله) له خوا د بلخ ولايت د مزارشريف د ښار پر لور وړاندې تګ په پايله کې طالبانو شاتګ وکړ، څوک چې له 1998ز کال راهيسې په دې ښار واکمن وو. د لرې پرتو کلیو له سقوط او سختې بمبارۍ وروسته، طالبان او د القاعده ځواکونه له ښاره په شا شول. سلګونه طالب پلوه جنګيالي ووژل شول. شا اوخوا 500 پوندي ونيول شول، او نږدې 1000 نورو خپله لاره بدله کړه (له طالبانو جلا شول). د مزارشريف نيول د طالبانو لپاره لومړۍ ستره ماتې وه.

چمتوالی[سمول]

طالبانو د 1998ز کال د اګست د مياشتې په اتمه نېټه مزارشريف ښار ونيو، او له هغې وروسته يې په واک کې راوست. د ښار له نيولو وروسته، د طالبانو جنګيالیو د شيعه ګانو پر ضد ټولوژنه تر سره کړه. دا پېښه په نړيواله کچه وغندل شوه، او د طالبانو د رژيم د لا زيات ګوښه کېدو لامل وګرځېده. [۱][۲]

د مزارشريف د نيولو هڅې د 2001ز کال د اکتوبر په اولسمه نېټه پيل شوې، کله چې د امريکايي استخباراتو (CIA) الفا په نوم اته کسيز ټيم په دره صوف دره کې ښکته شو، کومه سيمه چې د مزارشريف سويل لور ته اتيا کيلو متره لېرې موقعيت لري، تر څو له جنرال عبدالرشيد دوستم سره اړیکه ټينګه کړي. وروسته له دوی سره ODA 595 (کوم چې وروسته د 12Strong  په نوم فلم کې هم وښودل شول) هم يوځای شو. د سي آی ای له افسرانو يو يې «جاني مايک سپين» و.[۳]

د جګړې د پیل کېدو په ورځو کې، د شمالي اتحاد سرتېرو د ښار سره نږدې نفوس لرونکو سيمو کې مخکې تګ وکړ، لکه شولګر، کومه سيمه چې د مزارشريف څخه پنځه ويشت کيلو متره واټن لري. د ښار پر لور غزېدلي د تلفون مزي پرې کړای شول، او امريکايي چارواکو د داسې روايتونو په راپور ورکولو پيل وکړ، چې د طالبانو مخالف ځواکونو ټانکونه د اسونو پر شاګانو ايښي دي. د 2001ز کال د نومبر په دویمه نېټه، له ODA (عملياتي الفا ډله) 543 څخه «ګرين بيريټس» او د سي آی ای «براوو» ټيم درې غړي تر څو ورځو پورې د موسم له امله له ځنډ وروسته بلخ درې ته ننوتل، د دوی دنده د جنرال عطا محمد نور او د هغه د مليشې څخه ملاتړ و. دوی په شریکه د دره صوف له درې څخه وجنګېدل، او له دوستم او د هغه له ځواکونو او ODA 595 او د سي آی ای له الفا ټيم سره وصل شول، چې هغوی هم له همدې درې څخه جنګېدلي وو.[۴][۵][۶][۷]

دوستم د نومبر په څلورمه نېټه د ښار سويل لوېديځ لور ته د کشينده پر کلي بريد کې د شمالي ټلوالې، جنبش ملي اسلامي افغانستان ازبک توکمه اکثريت څانګې مشري کړه، او دا کلی يې د خپلو اس سپرو سرتېرو په مټ ونيو. په ورته وخت کې جنرال نور، د 2000 تاجک توکمه اکثريت جمعيت اسلامي ځواکونو په مشرۍ سره نېغ په نېغه د ښار سويل لور ته د «اق کپرک» پر کلي بريد وکړ، له هغه سره شپږ ځانګړي ځواکونه او اوه نور ځواکونه هم مل وو، کومو چې د ښار شمال لور ته د طالبانو پر لیکو د هوايي بريدونو رهنمايي کوله. دا سيمه دوه ورځې وروسته ونيول شوه. د محمد محقق د حزب وحدت هزاره توکمو سرتېرو هم په دې جګړه کې برخه واخيسته.

له الوتکو څخه تبليغاتي پاڼې وغورځول شوې، په کومو کې چې يوه ښځه د یو سړي له خوا د وهل کېدو په حالت کې ښودل شوې وه، او پوښتنه شوې وه چې ايا افغانان داسې ژوند تېرول غواړي، همدا راز د راديو د هغو څپو (فريکوينسي) نوملړ هم پکې شامل و، له کومو به چې امريکايان د پېښو خپله برخه خپروی. په ورته وخت کې، د متحده ايالاتو ځانګړو ځواکونو د ښار په شا اوخوا کې د رهنمايي شويو وسلو لپاره د موخو په نښه کولو په هدف د رهنمايۍ د څراغونو په توګه ليزري نښه کونکي هم نصب کړل.[۸]

د نومبر په اومه نېټه، د نړيوالو همکاريو اړوند مطالعاتو د نيويارک پوهنتون رئيس «بارنيټ روبن» د افغانستان راتلونکي په اړوند د نړيوالو اړیکو په اړه د امريکا د استازو جرګه ګۍ د استماعيه کميټې په مخ کې راڅرګند شو. نوموړي ادعا وکړه چې پر مزارشريف د بريد په څنډه کې، متحده ایالات مسئوليت لري، څو ډاډ تر لاسه کړي چې د شمالي ټلوالي له خوا د طالبانو غړي د غچ په توګه نه وژل کېږي. نوموړي يادونه وکړه چې کله ښار ونيول شو (په 1997 او 1998 کې)، دواړو خواوو زرګونه انسانان وژلي وو.[۹]

د بمبارۍ عمليات[سمول]

د نومبر په اومه او اتمه نېټه، په داسې حال کې چې طالبانو د چمتوالي لپاره له کليوالو سيمو څخه 4000 جنګيالي د مزارشريف پر ښار مخ په وړاندې بېول، د امریکا بي-52 بم غورځونکو الوتکو د چشمه شفاء په تنګي کې د طالبانو په راټولو شويو مدافعينو بمونه وغورځول، کومه سيمه چې د ښار سويلي دروازه وه، همدا راز د حاجي ګک معبر، کوم چې د طالبانو په لاس کې د ښار یوازينۍ دروازه وه. دا تر دې وخت تر ټولو درانده عمليات و. په 2009ز کال کې، د طالبانو پخواني قوماندان مولوي عبدال اخندزاده د وېرې يو وحشتناک روايت شريک کړ چې دوی د بمبارۍ پر مهال په خپلو سترګو ليدلی و:[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

"کله چې بمبار پيل شو، ما د مزارشريف سره نږدې د شا او خوا 400 جنګياليو مشري کوله. بمونو زموږ سړي د غنمو د لو کونکي په توګه ورېبل. جسدونه ټوټه ټوته شول. د وېريدلو جنګيالیو له غوږونو او پوزو څخه د بمونو د ضربو له امله وينې بهېدې. موږ مړي نه شول خښولای. زموږ مرستندويه ځواکونه په خپلو خندقونو کې مړه شول".[۱۵]

له دې سره سره، طالبانو ادعا وکړه چې دوی ښار ته 500 سرتيري داخل کړي دي، تر څو د راتلونکې جګړې لپاره چمتو شي.[۱۶]

جګړه[سمول]

د 2001ز کال د نومبر په نهمه نېټه، د دوه ODA او سي آی ای ټيمونو غړيو د غرونو په پټو ځايونو کې سنګرونه ونيول، او د تنګي په معبر يې د طالبانو پر ضد د هوايي بريدونو غوښتنې پيل کړې-تنګی معبر د بلخ درې څخه د ښار پر لور دروازه ده، په کوم ځای چې متحده ايالاتو او شمالي اتحاد د بريد موافقه کړې وه. طالبانو د BM-21 ګراډ توغنديو په مټ غېر مستقيمو بريدونو سره ځواب ووايه، کوم چې ډېر ژر په فضا کې د څرخېدونکي ملاتړ په مټ وځپل شول. هوايي بريدونو طالبانو ته زيان ورساوه او په يوې اشارې سره د عطاء او دوستم شمالي اتحاد ځواکونو پلی، اس سپرو پيک پک موټرو، او يو شمېر نيول شوي BMP زری پرسونل لېږدونکو په مټ بريد پيل کړ.[۱۷]

لومړيو اوازو کې ادعا وشوه، هغه جنګيالي د امريکا د بمبارۍ تر اغېز لاندې نه و راغلي چې ښار يې په واک کې و او باور يې درلود چې د هغوی مخالفينو د ښار پر لور مخکې تګ څخه انکار کړی دی. د ماسپښين په دوه بجو د شمالي ټلوالې ځواکونه چې مشري يې دوستم او استاد عطاء محمد نور کوله، د امام بخاري له پول واوښتل، د ښار مرکزي پوځي مرکز او د مزاشريف نړيوال هوايي ډګر يې ونيول. د شمالي ټلوالې غېر منظم او بې یونيفارم ځواکونه په سوال غوښتل شويو، پور شويو او نيول شويو د نقل او حرکت وسايلو د بلخ درې له خوا ښار ته ننوتل، او يوازې د ډېر کم مقاومت سره مخ شول.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

وروسته له دې چې د لرې پرتو کليو د قوماندې او کنترول مهم مرکزونه تر کره هوايي بريدونو لاندې ونیول شول، شا او خوا 5000-12000 طالب جنګياليو، همدا راز د القاعده غړيو او نورو بهرنيو جګړه مارو د کندوز لور ته شاتګ پيل کړ، تر څو بيا سره يوځای شي، دوی په پيک اپ موټرو، SUV (جيپ) او لاريو کې سفر کاوه چې ZU-23-2  ډوله دافع هوا (الوتکو ضد وسلې) ورباندې نصب وې او د ځمکې د جګړې لپاره چمتو شوې وې. تر لمر پرېوتو پورې، د طالبانو ځواکونه شمال او ختيځ لور ته په شا شوي وو. له ځينو سره ويره وه چې دوی د دويم ځلي بريد لپاره سره راټوليږي. وروسته اټکل شوی و چې شا اوخوا 400-600 کسان په دې جګړه کې وژل شوي وو، خو نا شونې وه چې ملکيان او جګړه مار وژل شوي سره جلا کړای شي. شا اوخوا 1500 طالبان يا نيول شوي، يا يې خپله لاره جلا کړې وه. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

سرچينې[سمول]

  1. "Opposition troops closing in on Mazari Sharif". مؤرشف من الأصل في ۰۷ اپرېل ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Encarta Encyclopaedia Winkler Prins (1993–2002) s.v. "Afghanistan. §5.7 de Taliban". Microsoft Corporation/Het Spectrum.
  3. Harnden, Toby, First Casualty: The Untold Story of the CIA Mission to Avenge 9/11. Little, Brown, 2021. p. 78
  4. The Guardian, Taliban fall in Mazar-e-Sharif Archived 2016-03-07 at the Wayback Machine., November 9, 2001
  5. Independent Online, US, Taliban both claim success in offensives Archived 2020-04-14 at the Wayback Machine., November 8, 2001
  6. Harnden, "First Casualty," p. 116
  7. Neville, Leigh, Special Forces in the War on Terror (General Military), Osprey Publishing, 2015 کينډۍ:ISBN, p.38, p.41
  8. The Guardian, Taliban lose grip on Mazar i Sharif Archived 2018-09-17 at the Wayback Machine., November 7, 2001
  9. United States House of Representatives, The Future of Afghanistan Archived 2009-01-03 at the Wayback Machine., November 7, 2001
  10. Khan, M. Ismail. DAWN, Mazar falls to Alliance: Taliban says they're regrouping Archived 2010-11-10 at the Wayback Machine., November 10, 2001
  11. The Guardian, Taliban lose grip on Mazar i Sharif Archived 2018-09-17 at the Wayback Machine., November 7, 2001
  12. Rebels: Mazari Sharif is Ours - TIME
  13. Independent Online, Taliban braces for battle over Mazar-e-Sharif Archived 2020-04-14 at the Wayback Machine., November 9, 2001
  14. Independent Online, Taliban braces for battle over Mazar-e-Sharif Archived 2020-04-14 at the Wayback Machine., November 9, 2001
  15. Yousafzai, Sami (25 September 2009). The Taliban's Oral History of the Afghanistan War (په انګلیسي ژبه کي). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. The Guardian, Taliban lose grip on Mazar i Sharif Archived 2018-09-17 at the Wayback Machine., November 7, 2001
  17. Neville, Leigh, Special Forces in the War on Terror (General Military), Osprey Publishing, 2015 کينډۍ:ISBN, p.41
  18. The Guardian, Taliban fall in Mazar-e-Sharif Archived 2016-03-07 at the Wayback Machine., November 9, 2001
  19. Rebels: Mazari Sharif is Ours - TIME
  20. Independent Online, Taliban braces for battle over Mazar-e-Sharif Archived 2020-04-14 at the Wayback Machine., November 9, 2001
  21. Hess, Pamela UPI, "US forces on horseback fighting Taliban", November 16, 2001
  22. Cahlink, George. Building a Presence Archived 2008-09-05 at the Wayback Machine., December 15, 2002
  23. "Special Warfare journal", "The Liberation of Mazar e Sharif: 5th SF group conducts UW in Afghanistan", June 1, 2002
  24. "Chronology | Campaign Against Terror | FRONTLINE | PBS". PBS. مؤرشف من الأصل في ۲۵ جولای ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Harding, Luke. The Guardian, Fear of Bloodbath as Alliance advances on Kunduz Archived 2006-12-05 at the Wayback Machine., November 23, 2001
  26. Dolan, Chris J. "In War We Trust", 2005. p. 150
  27. Rebels: Mazari Sharif is Ours - TIME
  28. The New York Times, The Battle for Mazar-e-Sharif Archived 2020-04-07 at the Wayback Machine., November 10, 2001
  29. Los Angeles Times, Mazar i Sharif yields 400 to 600 bodies Archived 2012-10-10 at the Wayback Machine., November 23, 2001