Jump to content

د مریخ اکتشاف

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مریخ سیاره له لیرې څخه د فضایي بېړۍ په مرسته څېړل شوې ده. هغه څېړونکي وسایل چې د شلمې پېړۍ له وروستیو راهیسې له ځمکې څخه لېږل شوي دي، د مریخ د منظومې په اړه یې پوهه ډېره زیاته کړې ده چې دا پوهه تر ډېره په مریخ کې د اوسېدو پر وړتیا او جیولوژۍ متمرکزه ده. د سیارو تر منځ د سفرونو انجنیري پېچلې ده او د مریخ په اکتشاف یا سپړنه کې د پاتې راتلو کچه لوړه ده، په ځانګړي ډول لومړنۍ هڅې تر ډېره ناکامې وې. کابو شپېته سلنه مریخ ته تلونکې فضايي بېړۍ د خپل ماموریت تر پای ته رسولو وړاندې ناکامې شوې دي او ځینې هم د مشاهداتو یا کتنو تر پیل وړاندې پاتې راغلې دي. ځینې ماموریتونه د تمې خلاف بریالي شوي دي، د بېلګې په توګه د مریخ دوه اکتشافي وسایل «سپېرېټ» او «اپورچېنېټي» یادولی شو چې کلونه کلونه یې تر خپلو مشخصاتو لوړ کارونه وکړل. [۱][۲][۳]

اوسنی حالت[سمول]

د ۲۰۲۱ کال له مې میاشتې راهیسې درې مریخ څېړونکي وسایل د مریخ پر سطحه موجود دي چې په دې کې «کیوریاسيټي» او «پرسویرنس» دواړه د امریکا متحدو ایالتونو د فضايي ادارې یا ناسا له‌خوا اداره کېږي او «ژورانګ» چې د «ټیان‌ون ۱» ماموریت برخه دی، د چین د ملي فضايي ادارې (CNSA) له‌خوا اداره کېږي. اته مدار ګرځېدونکي وسایل د دغې سیارې د څېړنې په حال کې دي: «مارس اوډیسي»، «مارس اکسپرس»، «مارس ریاکنسنس اوربیټر»، «د مریخ مداري ماموریت»، «ماون»، «ټرېس ګس اوربیټر»، «هوپ مارس ماموریت» او «ټیان‌ون-۱» مدار ګرځېدونکې وسیله چې دې ټولو د مریخ په اړه ګڼ معلومات وړاندې کړي دي. د «اېن‌سایټ» په نامه روباټیک څېړونکی د مریخ داخلي ژوروالی څېړي. د «پرسویرنس» څېړونکې وسیلې په مرسته د راټولو شویو بېلګو د راوړلو لپاره د بېلګو د راوړلو بېلابېل ماموریتونه پلان شوي دي. یو دغه ډول ماموریت د مریخ د سپوږمۍ «فوبوس» (فوبوس-ګرنټ) لپاره و چې په ۲۰۱۱ کال کې د پیلېدو پر مهال ناکام شو. په ټولیز ډول دا مهال ۱۳ څېړونکي وسایل د مریخ پر څېړنه لګیا دي چې په دې کې یو «انجنیوټي» هیلیکوپټر دی چې د «پرسویرنس» وسیلې د څېړنې لپاره ځایونه پلټي.[۴][۵][۶][۷]

پخواني او اوسني ماموریتونه[سمول]

له ۱۹۶۰ کال راهیسې د شوروي فضايي پروګرام مریخ ته یو شمېر څېړونکي وسایل لېږلي دي چې د «Mars 1962B» فضايي بېړۍ په ګډون لومړنۍ الوتنې په کې شاملېږي. مریخ ته لومړنۍ بریالۍ الوتنه د ۱۹۶۵ کال د جولای میاشتې په ۱۴مه – ۱۵مه نېټه د ناسا ادارې د «مارینر ۴» فضايي بېړۍ په مرسته وشوه. د ۱۹۷۱ کال د نومبر میاشتې په ۱۴مه نېټه «مارینر ۹» لومړنۍ فضا څېړونکې وسیله وه چې د یوې بلې سیارې پر شاوخوا وڅرخېده او د مریخ په مدار کې ځای پرځای شوه. د ټکنالوژۍ په پرمختګ سره د څېړونکو وسایلو په مرسته د راوړل شوې ډېټا کچه په پام وړ ډول ډېره شوې ده.[۸][۹][۱۰]

لومړني دوه څېړونکي وسایل چې د مریخ پر سطحه ولګېدل، د شوروي دوه څېړونکي وسایل وو چې «مارس ۲» د ۱۹۷۱ کال د نومبر میاشتې په ۲۷مه نېټه او «مارس ۳» د همدغه کال د ډسمبر میاشتې په دویمه نېټه ناسته وکړه. په دې کې «مارس ۲» د ناستې پر مهال پاتې راغی او «مارس ۳» بیا تر لومړنۍ ارامې ناستې شل ثانیې وروسته ناکام شو. «مارس ۶» د کېناستو پر مهال پاتې راغله، خو په ۱۹۷۴ کال کې یې څه ناڅه اتومسفیري ډېټا راوړه. په ۱۹۷۵ کال کې د ناسا ادارې په «وایکېنګ پروګرام» کې دوه مدار ګرځېدونکي شامل وو چې هر یوه یې یوه یوه کېناستونکې وسیله لرله او په ۱۹۷۶ کال کې یې په بریالیتوب سره ناسته وکړه. «وایکېنګ ۱» شپږ کاله او «وایکېنګ ۲» بیا درې کاله فعاله وه. د وایکېنګ کېناستونکو وسیلو د مریخ د منظرو لومړني عکسونه واخیستل.[۱۱][۱۲][۱۳]

د شوروي «فوربوس ۱» او «فوربوس ۲» څېړونکې وسیلې د مریخ او د مریخ د دوو سپوږمیو د څېړنې لپاره په ۱۹۸۸ کال کې مریخ ته ولېږل شوې چې تمرکز یې د «فوربوس» سپوږمۍ پر څېړنه و. د «فوربوس ۱» اړیکه مریخ ته پر لاره پرې شوه. «فوربوس ۲» که څه هم د مریخ او فوربوس بریالۍ عکاسي کوله، خو تر دې وړاندې چې د فوربوس پر سطحه دوې کېناستونکې وسیلې خوشې کړي، پاتې راغله.[۱۴]

مریخ د فضايي اکتشاف د یوې ستونزمنې موخې په توګه مشهور دی. تر ۲۰۱۹ کال پورې د ۵۵ ماموریتونو له ډلې یوازې ۲۵ ماموریتونه یا په پله وینا یوازې ۴۵.۵ سلنه ماموریتونه بریالي شوي دي او درې نور ماموریتونه څه ناڅه بریالي او ناکام وو. له دې سره سره، له ۲۰۰۱ کال راهیسې د ۱۶ ماموریتونو په ډله کې ۱۲ بریالي وو او ۸ نور یې لا هم روان دي یا جریان لري.

د انساني ماموریتونو وړاندیزونه[سمول]

د اوسنیو راکټونو د ټکنالوژۍ له پیل راهیسې د مریخ انساني سپړنه یوه هیله ده؛ «رابرټ ګډارډ» وايي چې مریخ ته د رسېدو نظریې د فضايي الوت د فزیک او انجنیرۍ په برخو کې د څېړنو الهام را وباښه. د فضايي څېړنو د تاریخ په اوږدو کې په مریخ کې د انساني اکتشافاتو لپاره ځينې وړاندیزونه شوي دي؛ دا مهال ګڼ داسې فعال پلانونه او پروګرامونه شته چې په راتلونکو لسو تر دېرشو کلونو کې انسانان مریخ ته ورسوي، دا پروګرامونه په خصوصي او دولتي دواړو کچو موجود دي چې ځینې یې لاندې یاد شوي دي.[۱۵]

ناسا[سمول]

انساني سپړنې د متحدو ایالتونو له‌خوا د فضايي اکتشاف په هغه لیدلوري کې د یوې اوږدمهالې موخې په توګه پېژندل شوې دي چې په ۲۰۰۴ کال کې د متحدو ایالتونو ولسمشر «جروج ډبلیو بوش» اعلان کړ. د «اوریون» په نامه پلان شوې فضايي بېړۍ به تر ۲۰۲۰ کال پورې د ځمکې سپوږمۍ ته د یوه انساني اکتشاف د لېږلو لپاره وکارول شي چې دا به مریخ ته د سفر لپاره د پرمختګ یوه زینه وي. د ۲۰۰۷ کال د سپټمبر میاشتې په ۲۸مه نېټه د ناسا اجرایوي رئیس «مایکل ګریفین» وویل چې ناسا په پام کې لري تر ۲۰۳۷ کال پورې مریخ ته انسان واستوي.[۱۶][۱۷]

د ۲۰۱۴ کال د ډسمبر میاشتې په دویمه نېټه د ناسا د پرمختللي انساني اکتشافي سیستم او عملیاتو د برخې مدیر «جیسون کروسان» او د پروګرامونو مرستیال مدیر «جېمز رویتنر» مریخ ته د ارزانه ماموریت د ډیزاین یا طراحۍ لپاره د بويېنګ شرکت د ملاتړ خبر ورکړ چې په دې کې به د تشعشعاتو په مقابل کې خوندیتوب، د لېږد رالېږد پر مهال د مصرفي توکو بیا تأمینول او یوه داسې کېناستونکې وسیله شامله وي چې بېرته راګرځېدای شي. رویتنر وویل چې که کافي بودیجه موجوده وي، د ۲۰۳۰مې لسیزې په لومړیو کلونو کې د دغه وړاندیز شوي ماموریت وړاندوېینه کېږي. [۱۸][۱۹][۲۰]

د ۲۰۱۵ کال د اکتوبر میاشتې په ۸مه نېټه ناسا ادارې د مریخ د لاندې کولو او انساني اکتشاف لپاره خپل رسمي پلان خپور کړ. دغه پلان یې «مریخ ته سفر» نومولی دی چې په درېیو جلا جلا پړاوونو کې به پلی شي.[۲۱]

  • لومړی پړاو یې دا مهال د پلي کېدو په حال کې دی چې دا «پر ځمکه تکیه» پړاو دی. دا پړاو به د نړیوال فضايي سټېشن په مرسته تر ۲۰۲۴ کال پورې دوام وکړي چې په دې توګه به د ژورې فضا ټکنالوژۍ وازمایل شي او پر انسان به د اوږدمهالو فضايي ماموریتونو اغېزې وڅېړي.
  • دویم پړاو له ځمکې څخه د واټن پړاو دی چې د لا ډېرو کارونو لپاره بېرونۍ فضا ته دننه کېږي. دا هغه مهال دی چې ناسا غواړي یوه کوچنۍ اسماني سیاره ونیسي، د فضا په ژورو کې د مېشتېدو تأسیسات وازمایي او په مریخ کې د انساني اکتشاف لپاره اړینې وړتیاوې ثابتې کړي. بالاخره درېیم پړاو له ځمکنیو سرچینو څخه خپلواکۍ ته د لېږد پړاو دی.
  • وروستی پړاو له ځمکې څخه د خپلواکۍ پړاو دی. په دې پړاو کې د سپوږمۍ پر سطحه اوږدمهالي ماموریتونه شامل دي، په دې کې به داسې سطحي مېشت‌ځایونه کارول کېږي چې معمولي ساتنې ته اړتیا ولري او د سون، اوبو او ودانیز توکو لپاره به د مریخ سرچینې په کې ساتل کېږي. ناسا په پام کې لري چې مریخ ته انساني ماموریتونه په ۲۰۳۰مه لسیزه کې پیل کړي، که څه هم له ځمکې څخه خپلواکي ښايي څو لسیزې وخت ونیسي.[۲۲]

سپېس‌اېکس[سمول]

د سپېس‌اېکس خصوصي شرکت اوږدومهالې موخه دا ده چې د مریخ د لاندې کولو لپاره دغې سیارې ته معمولې الوتنې وکړي. دا شرکت د همدې لپاره د «سټارشیپ» په نامه د یوې فضايي بېړۍ پر جوړولو لګیا دی، دا فضايي بېړۍ مریخ او نورو اسماني اجرامو ته خدمه لېږدولی شي. سپېس‌اېکس په ۲۰۱۷ کال کې وویل چې غواړي تر ۲۰۲۲ کال پورې مریخ ته دوې بې‌خدمې سټارشيپ بېړۍ واستوي، ورپسې دوې بې‌خدمې الوتنې او بیا په ۲۰۲۴ کال کې دوه خدمه‌لرونکي پروازونه وکړي. په پلان کې ده چې سټارشيپ فضايي بېړۍ به لږ تر لږه ۱۰۰ ټنه بار ولري. دا فضايي بېړۍ په داسې ډول ډیزاین شوې ده چې د مریخ له تأسیساتو څخه د تولید شویو سون‌توکو په مرسته هوا او محرکه قوه کمه کړي. د ۲۰۲۱ کال له نیمايي را وروسته د سټارشیپ فضايي بېړۍ د جوړولو پروګرام د سټارشیپ د لومړنیو بېلګو ګڼ بریالي ازمېښتونه کړي دي.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

سرچينې[سمول]

  1. Grotzinger, John P. (24 January 2014). "Introduction to Special Issue – Habitability, Taphonomy and the Search for Organic Carbon on Mars". Science. 343 (6169): 386–387. Bibcode:2014Sci...343..386G. doi:10.1126/science.1249944. PMID 24458635. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  3. Society, National Geographic (2009-10-15). "Mars Exploration, Mars Rovers Information, Facts, News, Photos – National Geographic". National Geographic. خونديځ د اصلي څخه ۰۲ نومبر ۲۰۱۷. لاسرسي‌نېټه ۰۴ مارچ ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  5. (په 2021-05-14 باندې). China lands its Zhurong rover on Mars. BBC.
  6. "A Brief History of Mars Missions | Mars Exploration". Space.com. خونديځ د اصلي څخه ۱۱ اپرېل ۲۰۱۹. لاسرسي‌نېټه ۰۴ مارچ ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  8. NASA PROGRAM & MISSIONS Historical Log Archived 2011-11-20 at the Wayback Machine.. Mars.jpl.nasa.gov. Retrieved on 2012-08-14.
  9. "Mariner 4". NSSDC Master Catalog. NASA. خونديځ د اصلي څخه ۰۴ سپټمبر ۲۰۱۸. لاسرسي‌نېټه ۱۱ فبروري ۲۰۰۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. "Mariner 9: Overview". NASA. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۱ جولای ۲۰۱۲ باندې. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. Mars 2 Lander – NASA Archived 2020-06-15 at the Wayback Machine.. Nssdc.gsfc.nasa.gov. Retrieved on 2012-05-10.
  12. Mars 6 – NASA Archived 2017-02-27 at the Wayback Machine.. Nssdc.gsfc.nasa.gov. Retrieved on 2012-05-10.
  13. "Other Mars Missions". Journey through the galaxy. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ سپټمبر ۲۰۰۶ باندې. لاسرسي‌نېټه ۱۳ جون ۲۰۰۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. Sagdeev, R. Z.; Zakharov, A. V. (October 19, 1989). "Brief history of the Phobos mission". Nature. 341 (6243): 581–585. Bibcode:1989Natur.341..581S. doi:10.1038/341581a0. S2CID 41464654. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. Stern, David. "Robert Goddard and His Rockets". NASA Goddard Space Flight Center. خونديځ د اصلي څخه ۱۷ مارچ ۲۰۲۰. لاسرسي‌نېټه ۲۱ نومبر ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. Britt, Robert (19 September 2005). "When do we get to Mars?". Space.com FAQ: Bush's New Space Vision. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ فبروري ۲۰۰۶ باندې. لاسرسي‌نېټه ۱۳ جون ۲۰۰۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. . NASA aims to put man on Mars by 2037.
  18. K.Klaus, M. L. Raftery and K. E. Post (2014) "An Affordable Mars Mission Design" Archived 2015-05-07 at the Wayback Machine. (Houston, Texas: Boeing Co.)
  19. M. L. Raftery (May 14, 2014) "Mission to Mars in Six (not so easy) Pieces" [مړه لينکونه] (Houston, Texas: Boeing Co.)
  20. NASA (December 2, 2014) "NASA's Journey to Mars News Briefing" Archived 2015-05-17 at the Wayback Machine. NASA TV
  21. Mahoney, Erin (2015-09-24). "NASA Releases Plan Outlining Next Steps in the Journey to Mars". NASA. خونديځ د اصلي څخه ۱۲ اکتوبر ۲۰۱۵. لاسرسي‌نېټه ۱۲ اکتوبر ۲۰۱۵. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. "NASA's Journey To Mars: Pioneering Next Steps in Space Exploration" (PDF). www.nasa.gov. NASA. October 8, 2015. خونديځ (PDF) د اصلي څخه October 11, 2015. لاسرسي‌نېټه October 10, 2015. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  23. Chris Bergin (May 5, 2021). "Starship SN15 conducts smooth test flight and nails landing". NasaSpaceflight.com. خونديځ د اصلي څخه May 7, 2021. لاسرسي‌نېټه May 7, 2021. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  24. Elon Musk on Twitter: Aiming for 150 tons useful load in fully reusable configuration, but should be at least 100 tons, allowing for mass growth Archived 17 June 2019 at the Wayback Machine.
  25. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  26. Shontell, Alyson. "Elon Musk Decided To Put Life On Mars Because NASA Wasn't Serious Enough". Business Insider. خونديځ د اصلي څخه April 1, 2019. لاسرسي‌نېټه September 18, 2019. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  27. Kenneth Chang (September 27, 2016). "Elon Musk's Plan: Get Humans to Mars, and Beyond". The New York Times. خونديځ د اصلي څخه March 12, 2018. لاسرسي‌نېټه September 18, 2019. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)