د مریخ اتومسفیر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د مریخ اتوموسفیر د هغو ګازونو پوړ دی چی مریخ سیاره یې پوښلې ده. په جوړښت کې یې تر ډېره کاربن ډای اکسایډ (۵۹ سلنه)، مالیکولي نایتروجن (۲.۸ سلنه) او ارګون (۲ سلنه) شامل دي. کمه اندازه د اوبو بخار، اکسیجن، کاربن مونو اکسایډ، هایدروجن او نجیبه ګازونه هم په کې شته. د مریخ اتوموسفیر د ځمکې د اتوموسفیر په پرتله ډېر نازک دی. د سطحې اوسط فشار یې یوازې ۶۱۰ پاسکاله (۰.۰۸۸ پي اېس ای) دی چې ارزښت یې د ځمکې په پرتله ۱ سلنه کم دی. اوسنی نازک مریخي اتوموسفیر د سطحې پر مخ د مایع اوبو د موجودیت مخنیوی کوي، خو ډېری څېړنې څرګندوي چې مریخي اتوموسفیر پخوا ډېر ډبل و. د پسرلي او مني د موسمونو اعظمي تراکم د ژمي په جریان کې هغه مهال ۲۵ سلنې ته راټيټېږي چې کاربن ډای اکسایډ د قطبونو په څنډو کې څه ناڅه کنګل شي. په مریخ کې تر ټولو لوړ اتوموسفیري تراکم له هغه تراکم سره برابر دی چې د ځمکې له سطحې څخه ۳۵ کیلومتره (۲۲ مایله) لوړ موندل کېږي او کابو ۰.۰۲۰ کیلو ګرام پر متر مکعب دی. د دې سیارې د هستې له کمزوري کېدو راهیسې د مریخ اتوموسفیر فضا ته د خپلې کتلې د بایللو په حالت کې دی او د ګازونو لیکي یا وتنه یې لا هم دوام لري.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

د مریخ اتوموسفیر د ځمکې د اتومسفیر په پرتله سوړ دی. له لمر څخه د ډېر واټن له امله مریخ کمه اندازه لمریزه انرژي ترلاسه کوي او لږه اندازه مؤثره تودوخه لري چی شاوخوا ۲۱۰ کالوین (۶۳- سانتي ګراد؛ ۸۲- فارنهایټ) ده. د مریخ د سطحې متوسطه اندازه خپرېدونکې تودوخه ۲۱۵ کالوین (۵۸- سانتي ګراد؛ ۷۳- فارنهایټ) ده چې له انترکتیکا سره د پرتلې وړ ده. د مریخ په اتومسفیر کې د ګلخانه‌یي ګازونو کمزوری اغېز (۵ درجې سانتي ګرېد؛ ۹ درجې فارنهایت) او په مقابل کې د ځمکې پر مخ ۳۳ سانتي ګرېد درجې یا ۵۹ فارنهایټ د نورو ګلخانه‌يي ګازونو په لږوالي سره تشرېح کېدای شي. په لاندېني اتوموسفیر کې د تودوخې ورځنۍ اندازه د لږې تودوخې له کبله لوړه وي؛ په ځینو سیمو کې سطحې ته نږدې د تودوخې درجه له ۷۵ سانتي ګراد (۱۰۳ فارنهایټ) څخه پیل تر ۰ سانتي ګراد درجې (۳۲ فارنهایټ) پورې کېږي. د مریخ د اتوموسفیر د پورتنۍ برخې تودوخه هم د ځمکې په پرتله ډېره ټيټه ده، ځکه چې هلته سټراسټوسفیک اوزون نشته او په لوړو ارتفاعاتو کې د کاربن ډای اکساید وړانګو د سړولو اغېزې موجودې دي.[۹][۱۰][۱۱]

د دوړو بوړبوکۍ او د دوړو توپانونه په مریخ کې عام دي چې کله کله له ځمکې څخه د تلسکوپونو په مرسته هم لیدل کېدای شي او ان په ۲۰۱۸ کال کې د سیارې په رنګ او روښانتیا کې بدلون له تلسکوپ پرته په سترګو لیدل کېده. د سیارې په شاوخوا کې د دوړو توپانونه (د دوړو نړیوال توپانونه) په متوسط ډول په مریخ کې د ځمکې په هرو پنځه نیمو کلونو (او د مریخ په هرو ۳ کلونو) کې پېښېږي او ښايي د مریخ پلټونکو بېړیو عملیات وګواښي. د لویو دوړو توپانونو ته د غبرګون یا ځواب وینې میکانیزم لا تر اوسه پوره څرګند نه دی. ویل شوي چې دغه توپانونه د دواړو سپوږمیو له جاذبوي اغېزو سره یوه کمزورې اړیکه لري چې تر یوه حده په ځمکه کې د مد او جزر جوړېدو ته ورته ده.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د مریخ اتوموسفیر اکسیډایز کوونکی اتوموسفیر دی. په دغه اتوموسفیر کې فوټو کیمیاوي تعاملات د عضوي نوعو د اکسایډ کولو لامل کېږي او پر کاربن ډای اکسایډ یا کاربن مونو اکسایډ یې بدلوي. که څه هم په دې وروستیو کې د اېکسومارس په نامه تر ټولو حساسه توغول شوې ګاز پلټونکې فضايي بېړۍ ونه توانېده چې د ټولې مریخ سیارې په اتوموسفیر کې میتان ګاز پیدا کړي، خو څو پخوانیو ماموریتونو او ځمکنیو تلسکوپونو د مریخ په اتوموسفیر کې د میتان غیر متوقع کچه کشف کړې ده چې ښايي په مریخ کې د ژوند لپاره حیاتي نښه وي. له دې سره سره، د دغو ارزونو تشرېح لا هم ډېره ستونزمنه ده او په اړه یې کومه علمي اجماع نه‌شته.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

د اتومسفیري مشاهداتو تاریخچه[سمول]

په ۱۷۸۴ کې جرمني‌الاصله بریتانوي ستور پېژندونکي «ویلیم هرشل» د مریخ د اتوموسفیر په اړوند د خپلو مشاهداتو په اړه په «فلسفي تبادلاتو» مجله کې یوه مقاله خپره کړه او په مریخ کې یې د هغې روښانه برخې یادونه وکړه چې کله ناکله به یې حرکت کاوه. نوموړي دغه رڼا ورېځو او بخارونو ته منسوبه کړه. په ۱۸۰۹ کال کې فرانسوي ستور پېژندونکي «هونوري فلوګېرګېس» په مریخ کې د "زېړو ورېځو" په اړه په خپله کتنه کې لیکلي چې ښايي دا د دوړو توپانونه وي. په ۱۸۶۴ کال کې «ویلیم روټر ډاویس» ولیدل چې "د مریخ رنګ د دغې سیارې د کومې اتوموسفیري ځانګړنې له امله سور نه دی؛ دا په بشپړ ډول د دې حقیقت له مخې ثابت ښکاري چې سور رنګ تل مرکز ته نږدې ژور ځای دی چې هلته اتوموسفیر خورا نازک وي." په ۱۸۶۰مو او ۱۸۷۰یمو لسیزو کې سپیکټروسکوپي کتنې ډېری خلک په دې فکر کې کړل چې د مریخ اتوموسفیر ځمکې ته ورته دی. په ۱۸۹۴ کال کې د «ویلیم والیس کمپبل» تحلیل او نورو کیفیتي مشاهداتو وښوده چې مریخ سپوږمۍ ته ورته دی چې په اکثرو برخو کې د اندازه کولو وړ اتوموسفیر نه‌لري. په ۱۹۲۶ کال کې په لیک کتنځي کې د «ویلیم هامونډ رایټ» انځوریزو مشاهداتو «ډونالډ هاوارډ مینزیل» ته لاره پرانیسته چې د مریخ د اتوموسفیر کمیتي شواهد کشف کړي.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

اوسنی کیمیاوي جوړښت[سمول]

کاربن ډای اکسایډ[سمول]

کاربن ډای اکسایډ د مریخ د اتوموسفیر اصلي برخه ده. د اوسط حجم نسبت یې ۹۴.۹ سلنه دی. د ژمي په قطبي سیمو کې د سطحې تودوخه ښايي د کاربن ډای اکسایډ د یخ تر نقطې ټیټه وي. په اتوموسفیر کې موجود کاربن ډای اکسایډ ګاز ښايي پر سطحه متراکم شي او له ۱ تر ۲ مترو پورې ډبل جامد وچ یخ جوړ کړي. په اوړي کې قطبي وچ یخ له ویلې کېدو پرته پر بخار بدلېږي او کاربن ډای اکسایډ بېرته اتوموسفیر ته ازادوي. په پایله کې د مریخ د اتوموسفیر په فشار کې (۲۵ سلنه) او د اتوموسفیر په جوړښت کې لوی کلنی بدلون لیدلی شو. د کاربن ډای اکسایډ لپاره د تراکم پروسه د کلاسیوس – کلاپیرون د معادلې په مرسته اټکلولی شو.[۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

د مریخ په اتوموسفیر کې د کاربن ډای اکسایډ له لوړ غلظت سره سره په دې سیاره کې د ګلخانه‌يي ګازونو اغېز یو څه کمزوری دی (شاوخوا ۵ سانتي ګراد)، ځکه چې د اوبو د بخار غلظت کم دی او د اتوموسفیر فشار ټیټ دی. په داسې حال کې چې د ځمکې په اتوموسفیر کې د اوبو بخارات په ځمکه کې د ګلخانه‌يي ګازونو په اغېزو کې تر ټولو لویه ونډه لري، خو د مریخ په اتوموسفیر کې ډېر ټیټ غلظت موجود دی. د ټیټ اتوموسفیر تر فشار لاندې ګلخانه‌يي ګازونه په اغېزناک ډول ماورای بنفش وړانګې نه‌شي جذبولی، ځکه چې د فشار پراخولو اغېز یې کمزوری دی.[۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

نایتروجن[سمول]

نایتروجن د مریخ په اتوموسفیر کې دوهم پرېمانه ګاز دی. د اوسط حجم نسبت یې ۲.۶ سلنه دی. بېلابېلو ارزونو ښودلې ده چې د مریخ اتوموسفیر د نایتروجن په پنځلسم ایزوټوپ کې بډای شوی دی. د نایتروجن د درنو ایزوټوپونو د غني کېدو لامل ښايي د ګازونو د ډېرو انتخابي وتنو پروسې وي.[۴۰][۴۱][۴۲]

ارګون[سمول]

ارګون د مریخ په اتوموسفیر کې درېیم پرېمانه موجود ګاز دی. د اوسط حجم نسبت یې ۱.۹ سلنه دی. د مستحکمو ایزوټوپونو له مخې مریخ د ارګون د شپږ دېرشم ایزوټوپ په پرتله د ارګون په اته دېرشم ایزوټوپ کې غني شوی دی چې له هایدروډینامیک وتنې سره اړوند بلل کېدای شي.[۴۳][۴۴]

اکسیجن او اوزون[سمول]

د مریخ په اتوموسفیر کې د مالیکولي اکسیجن د حجمي نسبت منځنی اټکل ۰.۱۷۴ سلنه دی. دا د کاربن ډای اکسایډ، د اوبو د بخار او اوزون له فوټولیس محصولاتو څخه دي. دغه مالیکولي اکسیجن له اتومي اکسیجن سره تعامل کولی شي او بېرته اوزون جوړولی شي. په ۲۰۱۰ کال کې «هرشل فضا څارونکي» د مریخ په اتوموسفیر کې مالیکولي اکسیجن کشف کړ.[۴۵]

اتومي اکسیجن په پورتني اتوموسفیر کې د کاربن ډای اکسایډ د فوټولیس په مرسته تولیدېږي او د تجزیوي بیاترکیب یا ایون اخیستو له لارې له اتوموسفیر څخه وتلی شي. د ۲۰۱۶ کال په لومړیو کې د انفرارېډ ستور پېژندنې لپاره سټراټوسفیریک څارونکي (SOFIA) د مریخ په اتوموسفیر کې اټومي اکسیجن کشف کړ چې په ۱۹۷۰یمه لسیزه کې له ویکینګ او مارینر ماموریتونو راهیسې تر هغه مهاله نه و موندل شوی.[۴۶]

په ۲۰۱۹ کې د ناسا ساینس پوهانو چې د مریخ څېړنې د «کیوریاسیټي» فضايي بېړۍ پر ماموریت یې کار کاوه او ګازونه یې اندازه کول، وموندله چې د مریخ په اتوموسفیر کې د اکسیجن اندازه په پسرلي او اوړي کې ۳۰ سلنه ډېره شوې ده.[۴۷]

میتان[سمول]

میتان د یوې اتشفشاني او بایوجینکې نوعې په توګه د جیولوجېستانو او بیولوژيکو ستور پوهانو لپاره د پام وړ دی. میتان له ماورای بنفش وړانګو سره په اکسیډایز کوونکي اتوموسفیر کې په کیمیاوي توګه بې ثباته دی. د مریخ په اتوموسفیر کې د میتان ژوند شاوخوا ۴۰۰ کاله دی. د سیارې په اتوموسفیر کې د میتان کشف ښايي د وروستيو جیولوژیکي فعالیتونو یا ژوندیو موجوداتو شتون په ډاګه کړي. له ۲۰۰۴ کال راهیسې کمه اندازه میتان په بېلابېلو ماموریتونو او د مشاهدې په څېړنو کې موندل شوی دی. په مریخ کې د میتان سرچینه او د کتل شوي میتان په غلظت کې د لوی توپیر لپاره پر توضېحاتو لا هم فعال بحث روان دی.[۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲][۵۳][۵۴][۵۵][۵۶][۵۷][۵۸][۵۹][۶۰][۶۱][۶۲][۶۳][۶۴][۶۵][۶۶]

سلفر ډای اکسایډ[سمول]

په اتوموسفیر کې د سلفر ډای اوکسایډ شتون ښايي د اوسني اتشفشاني فعالیت ښودونکی وي. د میتان په اړه د اوږدمهالو بحثونو له امله په دې برخه کې هم بحثونو ته لېوالتیا ډېره شوې ده. که د مریخ په اوسني تاریخ کې اتشفشانونه فعال وي، نو تمه کېږي چې سلفر ډای اکسایډ به د مریخ په اوسنۍ فضا کې له میتان سره یوځای وموندل شي. هېڅ سلفر ډای اکسایډ ان د حساسیت په لوړه کچه کې هم په اتوموسفیر کې نه دی موندل شوی. د ناسا ګاډرډ فضايي الوتنو په مرکز کې د ساینس پوهانو په مشرۍ یوې ډلې د راکنیسټ خاورې په هغو بېلګو کې کې د سلفر ډای اکسایډ د کشف راپور ورکړ چې د ۲۰۱۳ کال په مارچ میاشت کې د کیوریاسیټي مریخ پلټونکې وسیلې په مرسته تحلیل شوې دي.[۶۷][۶۸][۶۹][۷۰][۷۱]

نور کم‌پيدا ګازونه[سمول]

کاربن مونو اکسایډ د کاربن ډای اکسایډ د فوټولیس په مرسته تولیدېږي او په چټکۍ سره د مریخ په اتوموسفیر کې له اکسیډانټونو سره غبرګون ښیې او بیاځلي کاربن ډای اکسایډ جوړوي. د مریخ په اتوموسفیر کې د کاربن مونو اکسایډ د حجمي نسبت منځنی اټکل ۰.۰۷۴۷ سلنه دی.[۷۲]

له هیلیوم او ارګون پرته نور نجیبه ګازونه د مریخ په اتوموسفیر کې په ټيټه کچه کې موجود دي. د مریخ په اتوموسفیر کې د هیلیوم، نیون، کریپټون او زینون غلظت د بېلابېلو ماموریتونو له لارې اندازه شوی دی. د نجیبه ګازونو ایزوټوپیک نسبتونه په مریخ کې د لومړنیو جیولوجیکي فعالیتونو او د اتوموسفیر د تکامل په اړه معلومات څرګندوي.[۷۳][۷۴][۷۵][۷۶][۷۷][۷۸][۷۹]

مالیکولي هایدروجن په منځني اتوموسفیر کې د هایدروجن د غیر عادي نوعو تر منځ د عکس‌العمل له امله رامنځته کېږي. هایدروجن د مخلوط یا خپرېدو له لارې پورتني اتوموسفیر ته لېږدول کېدای شي، د لمریزو وړانګو په مرسته اتومي هایدروجن تخریب او د مریخ له اتوموسفیر څخه وځي. فوټو کیمیاوي ماډل اټکل وکړ چې په ټیټ اتوموسفیر کې د هایدروجن د مخلوط نسبت د حجم د میلیونمې برخې شاوخوا ۱۵ ± ۵ دی.[۸۰]

د انسانانو له‌خوا د استفادې احتمال[سمول]

د مریخ اتوموسفیر د یوه داسې پېژندل شوي جوړښت سرچینه ده چې په مریخ کې د ښکته کېدو په هره ساحه کې موجوده ده. ویل کېږي چې که انسانان په مریخ کې سپړنې وکړي، د مریخ د اتوموسفیر کاربن ډای اکسایډ د میتان جوړولو لپاره کارولی شي او د دې تر څنګ کولای شي چې د بېرته راستنېدو پر مهال یې د راکټ د سون‌توکو په توګه هم وکاروي. هغه ماموریتي څېړنې چې له اتومسفیر څخه د دغه ډول استفادې وړاندیز کوي، د «رابرټ زوبرین» مارس ډایرېکټ او د ناسا ادارې څېړنیز ماموریتونه دي. د کاربن ډای اکسایډ د کارولو لپاره دوې لویې کیمیاوي طریقې شته چې یوه یې ساباټیر تعامل دی. دغه تعامل د اضافي هایدروجن تر څنګ د اتوموسفیر کاربن ډای اکسایډ بدلوي تر څو میتان او اکسیجن تولید شي. دویمه طریقه الکترولیز کول دي چې د دې لپاره پر اکسیجن او کاربن مونو اکسایډ د کاربن ډای اکسایډ د وېشلو لپاره د زېرکونیا د جامد اکسایډ یو الکترولیټ کارول کېږي.[۸۱]

په ۲۰۲۱ کال کې د ناسا فضايي بېړۍ «پرسیویرنس» وتوانیده چې په مریخ کې اکسیجن جوړ کړي. دا پروسه پیچلې ده او د لږې اندازې اکسیجن تولید ډېر وخت نیسي.[۸۲]

سرچينې[سمول]

  1. Franz, Heather B.; Trainer, Melissa G.; Malespin, Charles A.; Mahaffy, Paul R.; Atreya, Sushil K.; Becker, Richard H.; Benna, Mehdi; Conrad, Pamela G. et al. (2017-04-01). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Initial SAM calibration gas experiments on Mars: Quadrupole mass spectrometer results and implications"]. Planetary and Space Science 138: 44–54. doi:10.1016/j.pss.2017.01.014. ISSN 0032-0633. Bibcode2017P&SS..138...44F. 
  2. "Mars Fact Sheet". nssdc.gsfc.nasa.gov. مؤرشف من الأصل في ۲۳ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Haberle, R. M. (2015-01-01), "SOLAR SYSTEM/SUN, ATMOSPHERES, EVOLUTION OF ATMOSPHERES | Planetary Atmospheres: Mars", in North, Gerald R.; Pyle, John; Zhang, Fuqing (المحررون), Encyclopedia of Atmospheric Sciences (Second Edition), Academic Press, د کتاب پاڼي 168–177, doi:10.1016/b978-0-12-382225-3.00312-1, د کتاب نړيواله کره شمېره 9780123822253 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Catling, David C. (2017). Atmospheric evolution on inhabited and lifeless worlds. Kasting, James F. Cambridge: Cambridge University Press. Bibcode:2017aeil.book.....C. OCLC 956434982. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780521844123. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Weather, Weather, Everywhere?". Solar System Exploration. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ اپرېل ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Mars Fact Sheet". مؤرشف من الأصل في ۲۳ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جنوري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Jakosky, B. M.; Brain, D.; Chaffin, M.; Curry, S.; Deighan, J.; Grebowsky, J.; Halekas, J.; Leblanc, F. et al. (2018-11-15). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Loss of the Martian atmosphere to space: Present-day loss rates determined from MAVEN observations and integrated loss through time"]. Icarus 315: 146–157. doi:10.1016/j.icarus.2018.05.030. ISSN 0019-1035. Bibcode2018Icar..315..146J. 
  8. mars.nasa.gov. "NASA's MAVEN Reveals Most of Mars' Atmosphere Was Lost to Space". NASA's Mars Exploration Program (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۱۷ اگسټ ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Haberle, R. M. (2015-01-01), "SOLAR SYSTEM/SUN, ATMOSPHERES, EVOLUTION OF ATMOSPHERES | Planetary Atmospheres: Mars", in North, Gerald R.; Pyle, John; Zhang, Fuqing (المحررون), Encyclopedia of Atmospheric Sciences (Second Edition), Academic Press, د کتاب پاڼي 168–177, doi:10.1016/b978-0-12-382225-3.00312-1, د کتاب نړيواله کره شمېره 9780123822253 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Catling, David C. (2017). Atmospheric evolution on inhabited and lifeless worlds. Kasting, James F. Cambridge: Cambridge University Press. Bibcode:2017aeil.book.....C. OCLC 956434982. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780521844123. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Temperature extremes on Mars". phys.org (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۰۲ ډيسمبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Hille, Karl (2015-09-18). "The Fact and Fiction of Martian Dust Storms". NASA. مؤرشف من الأصل في ۰۲ مارچ ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. https://skyandtelescope.org/astronomy-news/is-the-mars-opposition-already-over/[Normally reddish-orange or even pink, Mars now glows pumpkin-orange. Even my eyes can see the difference. ALPO assistant coordinator Richard Schmude has also noted an increase in brightness of ≈0.2 magnitude concurrent with the color change.]
  14. Greicius, Tony (2018-06-08). "Opportunity Hunkers Down During Dust Storm". NASA. مؤرشف من الأصل في ۳۰ نومبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Kok, Jasper F; Parteli, Eric J R; Michaels, Timothy I; Karam, Diana Bou (2012-09-14). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The physics of wind-blown sand and dust"]. Reports on Progress in Physics 75 (10): 106901. doi:10.1088/0034-4885/75/10/106901. ISSN 0034-4885. PMID 22982806. Bibcode2012RPPh...75j6901K. 
  16. Toigo, Anthony D.; Richardson, Mark I.; Wang, Huiqun; Guzewich, Scott D.; Newman, Claire E. (2018-03-01). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The cascade from local to global dust storms on Mars: Temporal and spatial thresholds on thermal and dynamical feedback"]. Icarus 302: 514–536. doi:10.1016/j.icarus.2017.11.032. ISSN 0019-1035. Bibcode2018Icar..302..514T. 
  17. Vago, Jorge L.; Svedhem, Håkan; Zelenyi, Lev; Etiope, Giuseppe; Wilson, Colin F.; López-Moreno, Jose-Juan; Bellucci, Giancarlo; Patel, Manish R. et al. (April 2019). "No detection of methane on Mars from early ExoMars Trace Gas Orbiter observations". Nature 568 (7753): 517–520. doi:10.1038/s41586-019-1096-4. ISSN 1476-4687. PMID 30971829. Bibcode2019Natur.568..517K. http://oro.open.ac.uk/60547/2/2019%20Korablev%20TGO%20methane%20Nature_accepted.pdf. Retrieved 24 November 2019. 
  18. esa. "First results from the ExoMars Trace Gas Orbiter". European Space Agency. مؤرشف من الأصل في ۱۳ اکتوبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Weule, Genelle (2019-04-11). "Mars methane mystery thickens as newest probe fails to find the gas". ABC News (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۰۷ نومبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Formisano, Vittorio; Atreya, Sushil; Encrenaz, Thérèse; Ignatiev, Nikolai; Giuranna, Marco (2004-12-03). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Detection of Methane in the Atmosphere of Mars"] (in en). Science 306 (5702): 1758–1761. doi:10.1126/science.1101732. ISSN 0036-8075. PMID 15514118. Bibcode2004Sci...306.1758F. 
  21. Webster, Christopher R. (8 June 2018). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Background levels of methane in Mars' atmosphere show strong seasonal variations"]. Science 360 (6393): 1093–1096. doi:10.1126/science.aaq0131. PMID 29880682. Bibcode2018Sci...360.1093W. 
  22. Yung, Yuk L.; Chen, Pin; Nealson, Kenneth; Atreya, Sushil; Beckett, Patrick; Blank, Jennifer G.; Ehlmann, Bethany; Eiler, John et al. (2018-09-19). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Methane on Mars and Habitability: Challenges and Responses"]. Astrobiology 18 (10): 1221–1242. doi:10.1089/ast.2018.1917. ISSN 1531-1074. PMID 30234380. Bibcode2018AsBio..18.1221Y. 
  23. Zahnle, Kevin; Freedman, Richard S.; Catling, David C. (2011-04-01). "Is there methane on Mars?". Icarus 212 (2): 493–503. doi:10.1016/j.icarus.2010.11.027. ISSN 0019-1035. Bibcode2011Icar..212..493Z. https://zenodo.org/record/1259041. Retrieved 4 July 2019. 
  24. Mars. Kieffer, Hugh H. Tucson: University of Arizona Press. 1992. OCLC 25713423. د کتاب نړيواله کره شمېره 0816512574. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: آخرون (link)
  25. Herschel William (1784-01-01). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "XIX. On the remarkable appearances at the polar regions of the planet Mars, and its spheroidical figure; with a few hints relating to its real diameter and atmosphere."]. Philosophical Transactions of the Royal Society of London 74: 233–273. doi:10.1098/rstl.1784.0020. 
  26. Dawes, W.R. (1865). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Physical Observations of Mars Near the Opposition in 1864"]. Astronomical Register 3: 220.1. Bibcode1865AReg....3..220D. 
  27. Campbell, W.W. (1894). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Concerning an Atmosphere on Mars"]. Publications of the Astronomical Society of the Pacific 6 (38): 273. doi:10.1086/120876. Bibcode1894PASP....6..273C. 
  28. Wright, W. H. (1925). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Photographs of Mars made with light of different colors"]. Lick Observatory Bulletin 12: 48–61. doi:10.5479/ADS/bib/1925LicOB.12.48W. Bibcode1925LicOB..12...48W. 
  29. Menzel, D. H. (1926). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Atmosphere of Mars"]. Astrophysical Journal 61: 48. doi:10.1086/142949. Bibcode1926ApJ....63...48M. 
  30. "Seasons on Mars". www.msss.com. مؤرشف من الأصل في ۰۳ نومبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Soto, Alejandro; Mischna, Michael; Schneider, Tapio; Lee, Christopher; Richardson, Mark (2015-04-01). "Martian atmospheric collapse: Idealized GCM studies". Icarus 250: 553–569. doi:10.1016/j.icarus.2014.11.028. ISSN 0019-1035. Bibcode2015Icar..250..553S. https://authors.library.caltech.edu/53068/1/1-s2.0-S0019103514006575-main.pdf. Retrieved 30 August 2020. 
  32. Catling, David C. (2017). Atmospheric evolution on inhabited and lifeless worlds. Kasting, James F. Cambridge: Cambridge University Press. Bibcode:2017aeil.book.....C. OCLC 956434982. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780521844123. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Catling, David C. (2017). Atmospheric evolution on inhabited and lifeless worlds. Kasting, James F. Cambridge: Cambridge University Press. Bibcode:2017aeil.book.....C. OCLC 956434982. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780521844123. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "Greenhouse effects ... also on other planets". European Space Agency. مؤرشف من الأصل في ۲۹ سپټمبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Yung, Yuk L.; Kirschvink, Joseph L.; Pahlevan, Kaveh; Li, King-Fai (2009-06-16). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Atmospheric pressure as a natural climate regulator for a terrestrial planet with a biosphere"]. Proceedings of the National Academy of Sciences 106 (24): 9576–9579. doi:10.1073/pnas.0809436106. ISSN 0027-8424. PMID 19487662. Bibcode2009PNAS..106.9576L. 
  36. McElroy, M.B.; Donahue, T.M. (1972-09-15). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Stability of the Martian atmosphere"]. Science 177 (4053): 986–988. doi:10.1126/science.177.4053.986. ISSN 0036-8075. PMID 17788809. Bibcode1972Sci...177..986M. 
  37. Parkinson, T.D.; Hunten, D.M. (October 1972). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Spectroscopy and acronomy of Oکينډۍ:Sub on Mars"]. Journal of the Atmospheric Sciences 29 (7): 1380–1390. doi:10.1175/1520-0469(1972)029<1380:SAAOOO>2.0.CO;2. ISSN 0022-4928. Bibcode1972JAtS...29.1380P. 
  38. Stevens, M.H.; Siskind, D.E.; Evans, J.S.; Jain, S.K.; Schneider, N.M.; Deighan, J.; Stewart, A.I.F.; Crismani, M. et al. (2017-05-28). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Martian mesospheric cloud observations by IUVS on MAVEN: Thermal tides coupled to the upper atmosphere: IUVS Martian Mesospheric Clouds"]. Geophysical Research Letters 44 (10): 4709–4715. doi:10.1002/2017GL072717. 
  39. González-Galindo, Francisco; Määttänen, Anni; Forget, François; Spiga, Aymeric (2011-11-01). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The martian mesosphere as revealed by COکينډۍ:Sub cloud observations and general circulation modeling"]. Icarus 216 (1): 10–22. doi:10.1016/j.icarus.2011.08.006. ISSN 0019-1035. Bibcode2011Icar..216...10G. 
  40. Stevens, M.H.; Evans, J.S.; Schneider, N.M.; Stewart, A.I.F.; Deighan, J.; Jain, S.K.; Crismani, M.; Stiepen, A. et al. (2015). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "New observations of molecular nitrogen in the Martian upper atmosphere by IUVS on MAVEN"]. Geophysical Research Letters 42 (21): 9050–9056. doi:10.1002/2015GL065319. Bibcode2015GeoRL..42.9050S. 
  41. Avice, G.; Bekaert, D.V.; Chennaoui Aoudjehane, H.; Marty, B. (9 February 2018). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Noble gases and nitrogen in Tissint reveal the composition of the Mars atmosphere"]. Geochemical Perspectives Letters 6: 11–16. doi:10.7185/geochemlet.1802. 
  42. Mandt, Kathleen; Mousis, Olivier; Chassefière, Eric (1 July 2015). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Comparative planetology of the history of nitrogen isotopes in the atmospheres of Titan and Mars"]. Icarus 254: 259–261. doi:10.1016/j.icarus.2015.03.025. PMID 31118538. Bibcode2015Icar..254..259M. 
  43. Franz, Heather B.; Trainer, Melissa G.; Malespin, Charles A.; Mahaffy, Paul R.; Atreya, Sushil K.; Becker, Richard H.; Benna, Mehdi; Conrad, Pamela G. et al. (2017-04-01). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Initial SAM calibration gas experiments on Mars: Quadrupole mass spectrometer results and implications"]. Planetary and Space Science 138: 44–54. doi:10.1016/j.pss.2017.01.014. ISSN 0032-0633. Bibcode2017P&SS..138...44F. 
  44. Mahaffy, P.R.; Webster, C.R.; Atreya, S.K.; Franz, H.; Wong, M.; Conrad, P.G.; Harpold, D.; Jones, J.J. et al. (2013-07-19). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Abundance and isotopic composition of gases in the Martian atmosphere from the Curiosity rover"]. Science 341 (6143): 263–266. doi:10.1126/science.1237966. ISSN 0036-8075. PMID 23869014. Bibcode2013Sci...341..263M. 
  45. Hartogh, P.; Jarchow, C.; Lellouch, E.; de Val-Borro, M.; Rengel, M.; Moreno, R. et al. (2010). "Herschel / HIFI observations of Mars: First detection of Oکينډۍ:Sub at sub-millimetre wavelengths and upper limits on HCL and Hکينډۍ:SubOکينډۍ:Sub". Astronomy and Astrophysics 521: L49. doi:10.1051/0004-6361/201015160. Bibcode2010A&A...521L..49H. https://www.aanda.org/articles/aa/full_html/2010/13/aa15160-10/aa15160-10.html. Retrieved 6 February 2019. 
  46. "Flying Observatory Detects Atomic Oxygen in Martian Atmosphere – NASA". 6 May 2016. مؤرشف من الأصل في ۰۸ نومبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مارچ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. "Nasa probes oxygen mystery on Mars". BBC News. 14 November 2019. مؤرشف من الأصل في ۱۷ جنوري ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  48. Krasnopolsky, Vladimir A.; Maillard, Jean Pierre; Owen, Tobias C. (December 2004). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Detection of methane in the martian atmosphere: evidence for life?"]. Icarus 172 (2): 537–547. doi:10.1016/j.icarus.2004.07.004. Bibcode2004Icar..172..537K. 
  49. Geminale, A.; Formisano, V.; Giuranna, M. (July 2008). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Methane in Martian atmosphere: Average spatial, diurnal, and seasonal behaviour"]. Planetary and Space Science 56 (9): 1194–1203. doi:10.1016/j.pss.2008.03.004. Bibcode2008P&SS...56.1194G. 
  50. Mumma, M.J.; Villanueva, G.L.; Novak, R.E.; Hewagama, T.; Bonev, B.P.; DiSanti, M.A.; Mandell, A.M.; Smith, M.D. (2009-02-20). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Strong Release of Methane on Mars in Northern Summer 2003"]. Science 323 (5917): 1041–1045. doi:10.1126/science.1165243. ISSN 0036-8075. PMID 19150811. Bibcode2009Sci...323.1041M. 
  51. Fonti, S.; Marzo, G.A. (March 2010). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Mapping the methane on Mars"]. Astronomy and Astrophysics 512: A51. doi:10.1051/0004-6361/200913178. ISSN 0004-6361. Bibcode2010A&A...512A..51F. 
  52. Geminale, A.; Formisano, V.; Sindoni, G. (2011-02-01). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Mapping methane in Martian atmosphere with PFS-MEX data"]. Planetary and Space Science. Methane on Mars: Current Observations, Interpretation and Future Plans 59 (2): 137–148. doi:10.1016/j.pss.2010.07.011. ISSN 0032-0633. Bibcode2011P&SS...59..137G. 
  53. Webster, C. R.; Mahaffy, P. R.; Atreya, S. K.; Flesch, G. J.; Mischna, M. A.; Meslin, P.-Y.; Farley, K. A.; Conrad, P. G. et al. (2015-01-23). "Mars methane detection and variability at Gale crater". Science 347 (6220): 415–417. doi:10.1126/science.1261713. ISSN 0036-8075. PMID 25515120. Bibcode2015Sci...347..415W. https://authors.library.caltech.edu/52526/7/Webster.SM.pdf. Retrieved 24 June 2019. 
  54. Vasavada, Ashwin R.; Zurek, Richard W.; Sander, Stanley P.; Crisp, Joy; Lemmon, Mark; Hassler, Donald M.; Genzer, Maria; Harri, Ari-Matti et al. (2018-06-08). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Background levels of methane in Mars' atmosphere show strong seasonal variations"]. Science 360 (6393): 1093–1096. doi:10.1126/science.aaq0131. ISSN 0036-8075. PMID 29880682. Bibcode2018Sci...360.1093W. 
  55. Amoroso, Marilena; Merritt, Donald; Parra, Julia Marín-Yaseli de la; Cardesín-Moinelo, Alejandro; Aoki, Shohei; Wolkenberg, Paulina; Alessandro Aronica; Formisano, Vittorio et al. (May 2019). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Independent confirmation of a methane spike on Mars and a source region east of Gale Crater"]. Nature Geoscience 12 (5): 326–332. doi:10.1038/s41561-019-0331-9. ISSN 1752-0908. Bibcode2019NatGe..12..326G. 
  56. Vago, Jorge L.; Svedhem, Håkan; Zelenyi, Lev; Etiope, Giuseppe; Wilson, Colin F.; López-Moreno, Jose-Juan; Bellucci, Giancarlo; Patel, Manish R. et al. (April 2019). "No detection of methane on Mars from early ExoMars Trace Gas Orbiter observations". Nature 568 (7753): 517–520. doi:10.1038/s41586-019-1096-4. ISSN 1476-4687. PMID 30971829. Bibcode2019Natur.568..517K. http://oro.open.ac.uk/60547/2/2019%20Korablev%20TGO%20methane%20Nature_accepted.pdf. Retrieved 24 November 2019. 
  57. Zahnle, Kevin; Freedman, Richard S.; Catling, David C. (2011-04-01). "Is there methane on Mars?". Icarus 212 (2): 493–503. doi:10.1016/j.icarus.2010.11.027. ISSN 0019-1035. Bibcode2011Icar..212..493Z. https://zenodo.org/record/1259041. Retrieved 4 July 2019. 
  58. Yung, Yuk L.; Chen, Pin; Nealson, Kenneth; Atreya, Sushil; Beckett, Patrick; Blank, Jennifer G.; Ehlmann, Bethany; Eiler, John et al. (2018-09-19). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Methane on Mars and Habitability: Challenges and Responses"]. Astrobiology 18 (10): 1221–1242. doi:10.1089/ast.2018.1917. ISSN 1531-1074. PMID 30234380. Bibcode2018AsBio..18.1221Y. 
  59. esa. "The methane mystery". European Space Agency. مؤرشف من الأصل في ۰۲ جون ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  60. Formisano, Vittorio; Atreya, Sushil; Encrenaz, Thérèse; Ignatiev, Nikolai; Giuranna, Marco (2004-12-03). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Detection of Methane in the Atmosphere of Mars"]. Science 306 (5702): 1758–1761. doi:10.1126/science.1101732. ISSN 0036-8075. PMID 15514118. Bibcode2004Sci...306.1758F. 
  61. Yung, Yuk L.; Chen, Pin; Nealson, Kenneth; Atreya, Sushil; Beckett, Patrick; Blank, Jennifer G.; Ehlmann, Bethany; Eiler, John et al. (2018-09-19). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Methane on Mars and Habitability: Challenges and Responses"]. Astrobiology 18 (10): 1221–1242. doi:10.1089/ast.2018.1917. ISSN 1531-1074. PMID 30234380. Bibcode2018AsBio..18.1221Y. 
  62. Potter, Sean (2018-06-07). "NASA Finds Ancient Organic Material, Mysterious Methane on Mars". NASA. مؤرشف من الأصل في ۰۸ جون ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  63. Witze, Alexandra (2018-10-25). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Mars scientists edge closer to solving methane mystery"]. Nature 563 (7729): 18–19. doi:10.1038/d41586-018-07177-4. PMID 30377322. Bibcode2018Natur.563...18W. 
  64. esa. "The methane mystery". European Space Agency. مؤرشف من الأصل في ۰۲ جون ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  65. esa. "The methane mystery". European Space Agency. مؤرشف من الأصل في ۰۲ جون ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  66. Yung, Yuk L.; Chen, Pin; Nealson, Kenneth; Atreya, Sushil; Beckett, Patrick; Blank, Jennifer G.; Ehlmann, Bethany; Eiler, John et al. (2018-09-19). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Methane on Mars and Habitability: Challenges and Responses"]. Astrobiology 18 (10): 1221–1242. doi:10.1089/ast.2018.1917. ISSN 1531-1074. PMID 30234380. Bibcode2018AsBio..18.1221Y. 
  67. Krasnopolsky, Vladimir A. (2005-11-15). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "A sensitive search for SO2 in the martian atmosphere: Implications for seepage and origin of methane"]. Icarus. Jovian Magnetospheric Environment Science 178 (2): 487–492. doi:10.1016/j.icarus.2005.05.006. ISSN 0019-1035. Bibcode2005Icar..178..487K. 
  68. Hecht, Jeff. "Volcanoes ruled out for Martian methane". www.newscientist.com. مؤرشف من الأصل في ۰۸ جون ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  69. Krasnopolsky, Vladimir A (2012). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Search for methane and upper limits to ethane and SO2 on Mars"]. Icarus 217 (1): 144–152. doi:10.1016/j.icarus.2011.10.019. Bibcode2012Icar..217..144K. 
  70. Encrenaz, T.; Greathouse, T. K.; Richter, M. J.; Lacy, J. H.; Fouchet, T.; Bézard, B.; Lefèvre, F.; Forget, F. et al. (2011). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "A stringent upper limit to SO2 in the Martian atmosphere"]. Astronomy and Astrophysics 530: 37. doi:10.1051/0004-6361/201116820. Bibcode2011A&A...530A..37E. 
  71. McAdam, A. C.; Franz, H.; Archer, P. D.; Freissinet, C.; Sutter, B.; Glavin, D. P.; Eigenbrode, J. L.; Bower, H.; Stern, J.; Mahaffy, P. R.; Morris, R. V.; Ming, D. W.; Rampe, E.; Brunner, A. E.; Steele, A.; Navarro-González, R.; Bish, D. L.; Blake, D.; Wray, J.; Grotzinger, J.; MSL Science Team (2013). "Insights into the Sulfur Mineralogy of Martian Soil at Rocknest, Gale Crater, Enabled by Evolved Gas Analyses". 44th Lunar and Planetary Science Conference, held 18–22 March 2013 in The Woodlands, Texas. LPI Contribution No. 1719, p. 1751
  72. Franz, Heather B.; Trainer, Melissa G.; Malespin, Charles A.; Mahaffy, Paul R.; Atreya, Sushil K.; Becker, Richard H.; Benna, Mehdi; Conrad, Pamela G. et al. (2017-04-01). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Initial SAM calibration gas experiments on Mars: Quadrupole mass spectrometer results and implications"]. Planetary and Space Science 138: 44–54. doi:10.1016/j.pss.2017.01.014. ISSN 0032-0633. Bibcode2017P&SS..138...44F. 
  73. Owen, T.; Biemann, K.; Rushneck, D. R.; Biller, J. E.; Howarth, D. W.; Lafleur, A. L. (1976-12-17). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Atmosphere of Mars: Detection of Krypton and Xenon"]. Science 194 (4271): 1293–1295. doi:10.1126/science.194.4271.1293. ISSN 0036-8075. PMID 17797086. Bibcode1976Sci...194.1293O. 
  74. Owen, Tobias; Biemann, K.; Rushneck, D. R.; Biller, J. E.; Howarth, D. W.; Lafleur, A. L. (1977). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The composition of the atmosphere at the surface of Mars"]. Journal of Geophysical Research 82 (28): 4635–4639. doi:10.1029/JS082i028p04635. ISSN 2156-2202. Bibcode1977JGR....82.4635O. 
  75. Krasnopolsky, Vladimir A.; Gladstone, G. Randall (2005-08-01). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Helium on Mars and Venus: EUVE observations and modeling"]. Icarus 176 (2): 395–407. doi:10.1016/j.icarus.2005.02.005. ISSN 0019-1035. Bibcode2005Icar..176..395K. 
  76. Conrad, P. G.; Malespin, C. A.; Franz, H. B.; Pepin, R. O.; Trainer, M. G.; Schwenzer, S. P.; Atreya, S. K.; Freissinet, C. et al. (2016-11-15). "In situ measurement of atmospheric krypton and xenon on Mars with Mars Science Laboratory". Earth and Planetary Science Letters 454: 1–9. doi:10.1016/j.epsl.2016.08.028. ISSN 0012-821X. Bibcode2016E&PSL.454....1C. http://oro.open.ac.uk/47798/1/conrad%2B%2B2016_accepted.pdf. Retrieved 4 July 2019. 
  77. Owen, T.; Biemann, K.; Rushneck, D. R.; Biller, J. E.; Howarth, D. W.; Lafleur, A. L. (1976-12-17). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Atmosphere of Mars: Detection of Krypton and Xenon"]. Science 194 (4271): 1293–1295. doi:10.1126/science.194.4271.1293. ISSN 0036-8075. PMID 17797086. Bibcode1976Sci...194.1293O. 
  78. Conrad, P. G.; Malespin, C. A.; Franz, H. B.; Pepin, R. O.; Trainer, M. G.; Schwenzer, S. P.; Atreya, S. K.; Freissinet, C. et al. (2016-11-15). "In situ measurement of atmospheric krypton and xenon on Mars with Mars Science Laboratory". Earth and Planetary Science Letters 454: 1–9. doi:10.1016/j.epsl.2016.08.028. ISSN 0012-821X. Bibcode2016E&PSL.454....1C. http://oro.open.ac.uk/47798/1/conrad%2B%2B2016_accepted.pdf. Retrieved 4 July 2019. 
  79. "Curiosity finds evidence of Mars crust contributing to atmosphere". JPL. NASA. مؤرشف من الأصل في ۰۹ مارچ ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  80. Krasnopolsky, V. A. (2001-11-30). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Detection of Molecular Hydrogen in the Atmosphere of Mars"]. Science 294 (5548): 1914–1917. doi:10.1126/science.1065569. PMID 11729314. Bibcode2001Sci...294.1914K. 
  81. "NASA Wants to Make Rocket Fuel From Martian Soil - ExtremeTech". www.extremetech.com. مؤرشف من الأصل في ۲۶ سپټمبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  82. "NASA's Perseverance rover produces oxygen on Mars in historic first — water could be next, scientists say". 22 April 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)