Jump to content

د مريخ ټولنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د مريخ ټولنه (Mars Society ) يو غېر انتفاعي سازمان دی، چې په مريخ کې د انسانانو د کشفياتو او مستعمره (ابادولو/نيولو) ملاتړ کوي. د دې ټولنې بنسټ په 1998ز کال کې د «رابرټ زوبرن» له خوا اېښودل شوی و، او اصول يې د « Zubrin's Mars Direct philosophy» پر اساس جوړ شوي دي، د کوم موخه چې د شونتيا تر بريده، مريخ ته د انسان د ماموریت اسانه او ممکن کول دي. د مريخ د ټولنې موخه د ولس د ملاتړ په تر لاسه کولو سره او د نفوذ د اعمال په مټ د مریخ په پروګرام کې لېوالتيا پيدا کول دي. د مریخ د ټولنې ډېری غړي او پخواني غړي تشيال ته د الوتنې په پراخه ټولنه کې اغېزناک شخصيتونه دي، لکه «بز ايلډرين» او «ايلن ماسک».

د بنسټ له اېښودو راهيسې، د مريخ ټولنه له يو شمېر مراسمو او څېړنيزو فعاليتونو سره فعاله ده. د مريخ ټولنې د کلني نړيوال کنوانسيون کوربه توب کړی، او څيړنيزې پروژې يې پر مخ وړي دي، لکه د «Flashline Mars Arcti» څېړنيز مرکز او د «Mars Desert» څېړنيز مرکز، چې دواړه څيړنيز مرکزونه مريخ ته استوګنځايونه کاروي. دواړه مرکزونه په لېرو موقعيتونو کې جوړ شوي دي، او موخه يې د څېړنې لپاره د يو واقعي مريخ ماموريت د نقل (نسخې) چمتو کول دي. د دې مرکزونو د عملې کارکونکي بايد له خپلې تشيالي بېړۍ څخه دباندې جعلي کړنې تر سره کړي، څېړنيز کارونه وکړي او په سختو محدودو وسايلو ژوند وکړي. دا سازمان همدا راز د سيالو پوهنتونونو سره د روباتي ننګونو کوربه توب هم کوي، چې د «University Rover Challenge» او «European Rover Challenge» په نوم يادېږي.

جوړښت[سمول]

د مريخ ټولنه يوه 510(C)(3) وړتيا لرونکی غېر انتفاعي سازمان دی، چې د بسپنو له لارې يې مالي مرسته کېږي او رضاکاران يې پر مخ وړي. هر څوک کولای شي چې د کم فيس په بدل کې د هغې غړيتوب تر لاسه کړي. د دې ټولې موخې د مريخ انساني ماموريتونو لپاره د ولسونو ملاتړ تر لاسه کول، په حکومتونو او تشيالي ادارو نفوذ اعمالول، او د مريخ سره په سمون کې د استوګنځايونو په مټ د مريخ پر عملې د اغېزو په اړوند څېړنې کول دي.[۱][۲][۳][۴]

د مريخ د ټولنې بنسټ اېښودونکی او اوسنی رئيس «رابرټ زوبرين» دی، او د دې سازمان د يادولو وړ غړيو او پخوانيو غړيو کې «بر ايلډرين، ايلن ماسک، ګريګوري بينفورډ» او «پيټر سميت» شامل دي. دا ټولنه د تشيال د پرمختګ د اتحاد غړې ده، او په کاناډا، استراليا، جاپان، اروپا او نورو ځايونو کې څانګې لري. په 1998ز کال کې د دې ټولنې له بنسټ اېښودنې راهيسې، دا ټولنه د مريخ ټولنې کلنی نړيوال کنوانسيون جوړوي، په دې کنوانسيون کې پريزينټيشنونه وړاندې کېږي چې په اساسي ډول د مريخ د کشف او نيواک (مستعمره کولو) په اړه دي.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

فلسفه او وړانديزونه[سمول]

د مريخ د ټولنې بنسټ اېښودونکی کنفرانس د Mars Direct پر طرحې او په حکومت د نفوذ د اعمال پر هڅو تمرکز کولو ټينګار کوي، او ټينګار لري چې داسې تخنيکي دليل نه شته چې په يوه لسيزه کې به مريخ ته د انساني ماموريت مخه ونيسي. د کنفرانس په دويمه ورځ، د مريخ د ځمکې د نقل جوړولو د اخلاقي قوانينو په اړه سخت بحثونه وشول، کوم چې د ساينس ليکوال «اوليور مورټن» "کرکه لرونکي" وبلل. د "Lebensraum" او "manifest destiny" اصطلاحات، کوم چې ډېرو ګډونوالو په بحث کې کارولي وو، په نورو کنوانسينيونو کې منع شول.[۱۱][۱۲][۱۳]

د مريخ د ټولنې د ډېريو غړيو په باور په يوه لسيزه کې به مريخ ته انساني ماموریت ورسېږي (لکه چې د "زبرين'  په Mars Direct کې توضیح شوي)، او دا ډول ماموريت به د مريخ د نيواک لپاره بنسټ وي. د Mars Direct فلسفه د دې ټولنې د نفوذ د اعمال د هڅو له لارې خپوره شوې ده. د 2009 «Augustine Commission» (تشيال ته د انسان د الوتنې د طرحو په اړه د متحده ايالاتو کمېټه) ته د يوې شاهدۍ پر مهال، کوم چې د اوباما د ادارې له خوا د امريکايي تشيالي پروګرام د راتلونکي لپاره د نقشې جوړولو په موخه يو پلاوی و، «زبرين» د Mars Direct په ډول د مريخ د نرم انساني پروګرام پيل کولو ملاتړ وکړ. داسې برېښي چې دې شاهدۍ په کمېټې کوم اغېز ونه کړ؛ په وروستي راپور کې، کمیسيون دې پايلې ته ورسېد چې دا ډول يو ماموریت به د لسيزو پانګونې وخت واخلي او انسانانو لپاره به د خونديتوب پام وړ ګواښ ولري.[۱۴]

«اوليور مورټن» په 2003ز کال کې د تبصرې ډول وويل چې د مريخ ټولنه په اساسي ډول يو غېر عملي او د خيالونو نړۍ ته تلونکی سازمان دی. د نوموړي په وينا د مريخ د ټولنې د کنوانسيون ډېر ګډونوال د حکومت د تشيالي پروګرامونو څخه خوښ نه وو. د پايلې په توګه، دوی د داسې بديلونو ملاتړ وکړ چې عموماً عملي نه دي، لکه د ملاتړ معاملې، خصوصي وګړپالنه، او د مريخ لپاره بانډونه (د راتلونکي د سرچينو او ګټو پر اساس).

د مریخ د ټولنې د 2015ز کال په کنوانسيون کې، د Mars One دوه استازو (مدير عامل باس لانسډورپ او بيري فنګر) او د ماساچوسټس د ټيکنالوژۍ د انسيتيوت (MIT) څخه دوه څېړونکو (سډني ډو او اينډريو اوونس) تر منځ يو بحث جوړ کړ. Mars One، چې په 2011ز کال کې جوړ شوی او غېر انتفاعي سازمان او اوس نه شته، موخه درلوده چې د يو اړخيز ماموريت په مټ به مريخ کې د انسانانو لپاره مېشت ځای جوړ کړي، چې دې ماموريت ته د «د استوګنې لپاره مريخ» (Mars to Stay) نوم ورکړل شوی و. د MIT څېړونکو په دې طرحه نيوکه وکړه، او ويې ول چې دا د عمل وړ نه او ځانوژنه ده. د «The Space Review»  د « Dwayne A. Day» په وينا، د ماساچوسټس د ټيکنالوژۍ د انستيتيوت ډلې د ټاکلو او واقعي دلايلو په وړاندې کولو سره دا بحث وګاټه. نوموړي همدا راز وويل چې د Mars One شهرت د مريخ د ټولنې شهرت کم کړی دی، او دا چې د Mars one پلان خلکو ناڅرګند بللی و، همدې د مريخ ټولنې بالقوه شهرت ته زيان رسولی و.[۱۵][۱۶]

مخينه او بنسټ اېښودل[سمول]

د مريخ د ټولنې سرخيل د تشيال د مينه والو يوه کوچنۍ شبکه وه، چې په عام ډول د «Mars Underground» په نوم پېژندل کېده، کومه چې د 1978ز کال په شا اوخوا کې راڅرګنده شوه. د دې شبکې غړي د مريخ د لټون په اړوند د متحده ايالاتو د ادارې د نه پاملرنې له امله ناهيلي شوي وو. د 1981ز کال د اپريل په مياشت کې، «Mars Underground» د کولراډو په پوهنتون کې د مريخ د لټون په اړه Case For Mars لومړی کنفرانس جوړ کړ. د Case For Mars کنفرانسونه په هرو درې کلونو کې تر سره کېدل، تر دې چې په 1996ز کال کې يې شپږم او وروستی کنفرانس تر سره شو.[۱۷][۱۸]

د «Martin Marietta» په نوم يو بل له منځه تللي شرکت کې، رابرټ زوبرين – چا چې به 1987ز کال کې د Case For Mars په درېیم کنفرانس کې ګډون کړی و – او انجنير «ډيوډ بيکر» مریخ ته د انساني ماموریت طرحه جوړه کړه چې د «Mars Direct» نوم ورکړل شوی و. دوی د 1990ز کال د لمړيو په شا اوخوا کې خپله طرحه د ناسا او عامو خلکو لپاره خپره کړه. د Mars Direct  طرحې بنسټيز اصول د شته ټيکنالوژيو کارول او د خطرناک تشيالي ځای ناستي يا زيات لګښت لرونکي تشيالي مرکز د اړتيا له منځه وړل دي. د Mars Direct يوې تعديل شوې طرحې (چې د NASA Design Reference Mission 3.0 په نوم پېژندل کېده) ته د ناساس له خوا شل ميليارده امريکايي ډالر بوديجه ځانګړې کړای شوه؛ کومه چې د ناساس د تشيالي لټون ابتکار کې د مريخ د ماموریت طرحې لپاره د ځانګړې شوې بوديجې (له 250 څخه تر 500 امريکايي ډالرو) يو په شله زياته وه.[۱۹][۲۰][۲۱]

په 1996ز کال کې، «زوبيرين» د Case for Mars (دا د کتاب په بڼه و) خپور کړ، دا هماغه کال و چې د Case for Mars شپږم او وروستی کنفرانس تر سره شو. په دې کتاب کې د مريخ د لټون د ماموريت په پخوانيو وړانديزونو په دې دليل نيوکې شوي دي، چې لګښت يې زيات او پېچلي دي، او د ماموريت لپاره يې د Mars Direct طرحې پر اساس يوه نوې طرحه وړاندې کړه، د دې طرحې لپاره يې فلسفي دلايل وړاندې کړل او په دې طرحه هر ډول انتقادونه يې رد کړل.[۲۲][۲۳]

د مريخ د ټولنې بنسټ د 1998ز کال د اګست د مياشتې په يوولسمه نېټه، د کولراډو په «بولډر» کې د مريخ ټولنې د لومړي کنفرانس پر مهال، د «زوبرين» له خوا کېښودل شو، په هماغه ځای کې چېرته چې اولس کاله مخکې د Case For Mars لومړی کنفرانس جوړ شوی و. د څلور ورځو په اوږدو کې، دې کنفرانس کې 750 کسانو ګډون وکړ، او دا د Case For Mars لپاره د پخوانيو کنفرانسونو د معنوي ځای ناستي په توګه بلل کېدای شي. ځينې رابلل شوي د «Mars Underground» څخه و، او ځينې نور هغه و چې «زوبرين» ته يې د Case For Mars لپاره ليکنې کړې وې.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

سرچينې[سمول]

  1. (په July 6, 2017 باندې). To Prepare For Mars Settlement, Simulated Missions Explore Utah's Desert. NPR.
  2. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  3. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  4. Markley, Robert (2005). Dying Planet: Mars in Science and the Imagination. Duke University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8223-3600-6. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  6. Vance, Ashlee (2015). Elon Musk: Tesla, SpaceX, and the Quest for a Fantastic Future. HarperCollins. OCLC 881436803. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-06-230123-9. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. Michaud, Jon (March 8, 2012). "James Cameron Goes Deep". The New Yorker. د اصلي آرشيف څخه پر December 16, 2017 باندې. لاسرسي‌نېټه ۰۷ اپرېل ۲۰۲۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  9. Morton, Oliver (2003). Mapping Mars: Science, Imagination, and the Birth of a World. Picador. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0312422615. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  11. (په 1998-08-18 باندې). Society Organizes to Make a Case for Humans on Mars. The New York Times.
  12. Rapp, Donald (2016). Human Missions to Mars: Enabling Technologies for Exploring the Red Planet (چاپ 2nd). Springer Science+Business Media. OCLC 927404673. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-319-22249-3. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  14. Markley, Robert (2005). Dying Planet: Mars in Science and the Imagination. Duke University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8223-3600-6. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. Morton, Oliver (2003). Mapping Mars: Science, Imagination, and the Birth of a World. Picador. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0312422615. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. Markley, Robert (2005). Dying Planet: Mars in Science and the Imagination. Duke University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8223-3600-6. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. Hogan, Thor (May 2007). "Mars Wars – The Rise and Fall of the Space Exploration Initiative" (PDF). NASA (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۵ جون ۲۰۰۹ باندې. لاسرسي‌نېټه ۱۷ جولای ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  19. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  20. Morton, Oliver (2003). Mapping Mars: Science, Imagination, and the Birth of a World. Picador. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0312422615. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  21. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  22. Spitzmiller, Ted (November 1, 2007). "Book Review: The Case for Mars". National Space Society. خونديځ د اصلي څخه ۰۱ جنوري ۲۰۲۳. لاسرسي‌نېټه ۰۱ جنوري ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  23. (په 1998-08-18 باندې). Society Organizes to Make a Case for Humans on Mars. The New York Times.
  24. (په 1998-08-18 باندې). Society Organizes to Make a Case for Humans on Mars. The New York Times.
  25. Hogan, Thor (May 2007). "Mars Wars – The Rise and Fall of the Space Exploration Initiative" (PDF). NASA (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۵ جون ۲۰۰۹ باندې. لاسرسي‌نېټه ۱۷ جولای ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  26. Morton, Oliver (2003). Mapping Mars: Science, Imagination, and the Birth of a World. Picador. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0312422615. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  27. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  28. Markley, Robert (2005). Dying Planet: Mars in Science and the Imagination. Duke University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8223-3600-6. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)