Jump to content

د مريخ مستعمره کول

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د مريخ فرضي نېواک (په مريخ کې مېشتېدل) د دولتي فضايي ادارو او شخصي شرکتونو لېوالتيا جلب کړې او په خيالي ليکنو، فلمونو او هنر کې يې د پام وړ هرکلی شوی دی.[۱]

سازمانونو مريخ ته د انساني ماموريت د استولو طرحې وړاندې کړې دي چې دا به د هر ډول نېواک يا ابادۍ د هڅې پر لور لومړی ګام وي، خو تر اوسه هېڅ انسان په يادې سيارې کې پښه نه ده اېښې. په هر حال، په سياره کې ښکته کېدونکو او هلته پلټنه کوونکو وسايلو (روباتونو) د دې سيارې سطحه په برياليتوب سره څېړلې ده اوهلته شته شرايطو په اړه يې معلومات لېږدولي دي.

د مريخ د نيولو يا هلته د ابادۍ لپاره په دلايلو کې تجسس، د انسان د دې وړتيا درلودل چې د بې انسانه څېړونکو الو په پرتله به هلته ډېرې ژورې څېړنې او مشاهدات تر سره کړي، د مريخ په سرچينو کې اقتصادي لېوالتيا او په نورو سيارو کې ابادي به وکولای شي چې د انسانانو له منځه تللې شونتياوې کمې کړي. د دې کار په ستونزو او ګواښونو کې د مريخ سطحې ته د سفر پر مهال له وړانګو سره مخامخ کېدل، زهرجنه خاوره، د جاذبې کمه قوه، له ځمکې نه د مريخ د لرې کېدو له امله ځانته والی، د اوبو کمښت او سړه هوا شامل دي.

د نورو له منځه NASA, ESA, Roscosmos, ISRO, the CNSA دولتي فضايي ادارو او  د SpaceX, Lockheed Martin او Boeing په نومونو شخصي سازمانونو په مريخ کې د دايمي استوګنځايونو جوړولو د هڅو ژمنتيا څرګنده کړې ده.

د ماموريتونو مفاهيم او مهالويش

[سمول]

له شلمې پېړۍ راهيسې، د حکومتي او د شخصي شرکتونو له خوا مريخ ته د انساني ماموريتونو د استولو ګڼ وړانديزونه شوي دي.

د بشري ماموريت د استولو ډېری اندونه چې اوسمهال يې په اړه د ملي حکومتي فضايي پروګرامونو له خوا غور کېږي، موخه يې نېغ په نېغه په مریخ کې ابادي نه ده. هغه ډول طرحې چې د ناسا، سوسکوسموس او ESA له خوا په ازمېښتي ډول طرحه کېږي، يواځينۍ موخه يې څېړنيز ماموريتونه دي، د دې تر څنګ په مريخ کې د دايمي مرکز د جوړېدولو لپاره شونتيا رامنځ ته کول دي، خو دا اصلي موخه نه ده.

ابادي د دايمي استوګنځای رامنځ ته کولو ته اړتيا لري، کوم چې په خپله د پراختيا او خپله د پايدو وړتيا ولري. په مريخ کې د استوګنځايونو د جوړېدو لپاره دوه لومړي وړانديزونه د مريخ مستقيم (نېغ په نېغه) او  نیمه مستقيم نيولو تصورات دي، د  کومو ملاتړ چې په مريخ کې د ابادۍ د يو پلوي «ررابرټ زوبرين» له خوا کېږي. [۲]

د ۲۰۱۷ز کال د فبرورۍ په مياشت کې د نړيوالې حکومتې ناستې پر مهال، متحده عربي امارتو اعلان وکړ چې تر ۲۱۱۷ز کال پورې په مريخ کې د استوګنځايونو د جوړولو طرحه لري چې مشري يې د محمد بن راشد خلايي مرکز کوي.[۳][۴]

SpaceX مريخ ته د لېږد رالېږد د وسايلو د جوړولو وړانديز کړی دی، تر څو په مريخ کې د ابادۍ لپاره اسانتيا برابره کړي. د دې ماموريت په ودانيزو چارو کې په بشپړ ډول د بيا کاريدو نقليه وسايط، د انسان د لېږد وړتيا لرونکې فضايي الوتکې، په تيلو چلېدونکي مداري ټانکونه، په چټکتيا سره د ښکته کېدو او پورته کېدو وړتيا لرونکي لېږدونکي وسايلو او په هماغه ځای کې د شته سرچينو په کارولو سره په سيمه کې د توغندي د تيلو توليد شامل دي (ISRU). په ۲۰۱۷ز کال کې د SpaceX د هيله مندۍ موخه يوه دا هم وه چې ، تر ۲۰۲۴ز کال پورې په مريځ کې خپله فضايي بېړۍ ښکته کړي او په ۲۰۲۶ز کال کې مریخ ته لومړۍ هغه بېړۍ ورسوي چې انسانان په کې سپاره وي. [۵][۶]

د ځمکې او مریخ تر منځ پرتلنه

[سمول]

د جاذبې قوه او اندازه

[سمول]

د ځمکې په پرتله د مریخ د جاذبې قوه یواځې اته دېرش سلنه ده. که څه هم څرګنده ده چې شونې ده مايکرو ګريويټي (هغه حالت چې انسانان په کې داسې برېښي چې ګوندې وزن نه لري) د عضلو د لاسه ورکولو او هډوکو د موادو کمېدلو په ګډون د ځينو روغتيايي ستونزو لامل  وګرځي، دا نه ده معلومه چې ايا د مريخ د جاذبې قوه به هم همداسې اغېزې ولري، که نه. د مريخ استوګنيزه سپوږمکۍ یوه وړانديز شوې پروژه وه، د دې لپاره جوړه شوې وه ،تر څو معلومه شي چې د مريخ ښکتنۍ سطحې جاذبې قوه به په انسانانو کوم اغېز ولري، خو د مالي تمويل د کمښت له امله لغوه شوه.[۷][۸][۹]

د مريخ د سطحې سيمه د ځمکې په پرتله ۲۸.۴ سلنه ده، کومه چې د ځمکې له وچې برخې يو څه کمه ده (د ځمکې له سطحې ۲۹.۲ سلنه ده). مريخ د ځمکې نيماي قطر او د ځمکې لسمه برخه کتله لري (~۱۵%) له ځمکې نه کم منځنی ډبلوالی لري.

مقناطيسي پوښ

[سمول]

د مقناطيسي پوښ د کمښت له امله، د لمريزو بڅرو پېښې او اسماني وړانګې په اسانۍ سره د مريځ سطحې ته رسېدای شي.[۱۰][۱۱][۱۲]

اتموسفير

[سمول]

د مریخ د اتموسفير فشار د ارمسټرانګ له حد نه ډېر ښکته دی، په کوم کې چې انسانانو ته شونې ده، د فشاري لباسونو پرته ژوندي پاتې شي. له دې امله چې په ځمکه د مریخ اړول د تر ټولو نژدې حللارې په توګه نه شي اټکل کېدای، د دې اړتيا شته چې په مريخ کې د اوسېدو وړ جوړښتونه بايد د فضايي بېړيو په څېر د فشار لرونکو لوښو سره جوړ کړای شي، کوم چې د دېرش او سلو kPa فشار ساتلو وړتيا ولري، (kPa کيلو پاسکل د فشار د اندازه کولو مقياس دی). اتموسفير يې هم زهر لرونکی دی، ځکه چې ډېره برخه يې له کاربنډای اکسايډ  نه جوړه شوې (۹۵ سلنه کاربنډای اکسايډ، ۳ سلنه نايټروجن، يو اعشاريه شپږ سلنه ارګون او د اکسيجن په ګډون له نورو ګازونو نه چې له صفر اعشاريه صفر څلور سلنه نه يې هم کمې نښې موندل شوې دي).

دا نری اتموسفير نه شي کولای، د لمر زیاتې تېزې وړانګې (ماوراء بنفش) تفصيه کړي، کومې چې د اتومونو تر منځ د ماليکولي پيوندونو د ګډوډۍ لامل ګرځي. د بېلګې په ډول: اومونيا (NH3) د مريخ په اتموسفير کې پايدونکی نه دی او له څو ساعتونو وروسته ماتيږي. زيات نازک اتموسفير له امله، د ورځې او شپې تر منځ د تودوخې اندازه هم د ځمکې په پرتله ډېره زياته ده، په عمومي توګه، اويا درجه سانتيګراد (۱۲۵ درجه فارنهايت) وي. په هر حال، د شپې او ورځې د تودوخې توپير د ګردونو د توپانونو پر مهال ډېر ښکته وي، کله چې سطحې ته د دې ګرد له امله ډېره کمه رڼا رسېږي، ان د ورځې له مخې هم د رڼا رسېدل کم وي، له همدې امله بيا منځنی اتموسفير هم تودوي.[۱۳][۱۴][۱۵]

اوبه او اقليم

[سمول]

په مریخ کې اوبه ډېرې کمې دی، د «Spirit» او «Opportunity» په نومونو د تحقيقاتي وسايلو له خوا موندل شوې، چې اوبه ان د ځمکې د تر ټولو وچې صحرا نه هم کمې دي.[۱۶][۱۷][۱۸]

اقليم يې له ځمکې نه زيات سوړ دی، د تودوخې منځنۍ درجه يې له ۱۸۶ نه تر ۲۶۸ کلوين (-۸۷ او -۵ درجه سانتيګراد؛ -۱۲۵ او ۲۳ درجې فارنهايت) دی، (تر موسم او عرض البلد پورې اړه لري). پر ځمکه د تودوخې تر ټولو کمه ثبت شوې درجه ۱۸۴ کلوين (-۸۹.۲ سانتيګراد، ز۶ درجه فارنهايت) په انترکتيکا کې وه.[۱۹][۲۰]

له دې امله چې مریخ له لمر نه دوه پنځوس سلنه لرې دی، د يوه واحد په کچه (د لمر ثابت) د مريخ لوړ اتموسفير ته د لمر د رسېدونکې انرژۍ اندازه، د ځمکې لوړ اتموسفير ته د رسېدونکې انرژۍ په پرتله يواځې درې څلويښت اعشاریه درې سلنه ده. په هر حال،  د ډېر نازک اتموسفير د لرلو له امله، د لمريزې انرژۍ ډېره برخه د مريځ سطحې ته د تودوخې په بڼه رسېږي. پر مريخ د لمر د غورځېدونکو وړانګو تر ټولو زياته اندازه نږدې ۵۹۰ W/m2 (په يو متر مربع يو واټ) ده، د دې په پرتله، په ځمکه بيا دا اندازه ۱۰۰۰ W/m2 (په يو متر مربع يو واټ) ده، د مريخ د استوا پر ليکه تر ټولو غوره حالت د جون په میاشت کې د کاناډا په ارکټيکټ کې د «ډيون» ټاپو له حالت سره پرتله کېدای شي. د ځمکې په پرتله د مريخ مدار ډېر نا اشنا دی، د مريخ د کال په جريان سره يې د تودوخې درجه او لمريز ثبات بدلونونه مخ په پورته ځي. مريخ نه باران لري او نه هم وريځ، خو سره له دې چې يخ دی، بيا هم د تل لپاره لمريزه وي (یوازې د ګرد د توپان پر مهال نه). د دې مطلب دا دی چې لمريزې تختې په هغو ورځو کې چې د ګرد توپانونه نه وي، د تل لپاره کولای شي تر ټولو زيات عمل وکړي.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

نړيوال ګردجن توپانونه، د ټول کال په اوږدو کې عام دي او شونې ده چې د څو اونيو لپاره ټوله سياره وپوښی او سطحې ته د لمريزې رڼا د رسېدو مخه ونيسي. له توپان وروسته ليدل شوي، چې د څو مياشتو لپاره د تودوخې  درجه تر څلور درجې سانتيګراد (اووه درجې فارنهايت) ته راښکته شوې، خو له بلې خوا، په ځمکه له دې حالت سره پرتله کېدونکې پېښې يواځې کمې پېښېدونکې د اورشېندونکو چاودنې دی، لکه: د «کاراکاتو» پېښه چې په ۱۸۸۳ز کال کې يې ډېرې زياتې ايرې اتموسفير ته پورته کړې وې، کومه پېښه چې يو درجه سانتيګراد (دوه درجه فارنهايت) ته د ځمکې د تودوخې د راغورځېدو لامل وګرځېد. همدا د ګرد توپانونه له لمريزو تختو نه د اوږدې مودې لپاره د برېښنا پر توليد اغېز کوي او له ځمکې سره په اړیکه کې لاسوهنې منځ ته راوړي.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

سرچینې

[سمول]
  1. Bartels, Meghan (May 25, 2018). "People are calling for a movement to decolonize space-here's why". Newsweek. بياځلي په Oct 31, 2021. Robert Zubrin, said that the one word he shies away from is colony, preferring settlement because the first "confuses the issue with imperialism."
  2. Zubrin, Robert (1996). The Case for Mars: The Plan to Settle the Red Planet and Why We Must. Touchstone. ISBN 978-0-684-83550-1.
  3. https://www.khaleejtimes.com/news/general/uaes-mars-2117-is-put-in-action Archived July 16, 2021, at the Wayback Machine. UAE's Mars 2117 is put in action]
  4. "Mars 2117". خوندي شوی له اصلي څخه په July 16, 2021. بياځلي په July 16, 2021.
  5. Amos, Jonathan (September 29, 2017). "Elon Musk: Rockets will fly people from city to city in minutes". BBC. خوندي شوی له اصلي څخه په September 8, 2018. بياځلي په July 21, 2018.
  6. Etherington, Darrell (September 28, 2017). "Elon Musk shares images of "Moon Base Alpha" and "Mars City" ahead of IAC talk". TechCrunch. خوندي شوی له اصلي څخه په September 30, 2017. بياځلي په September 29, 2017.
  7. Fong, MD, Kevin (12 February 2014). "The Strange, Deadly Effects Mars Would Have on Your Body". Wired. خوندي شوی له اصلي څخه په March 25, 2014. بياځلي په 2014-02-12.
  8. "Gravity Hurts (so Good)". NASA. 2001. خوندي شوی له اصلي څخه په May 28, 2017. بياځلي په July 12, 2017.
  9. "Mars Mice". science.nasa.gov. 2004. خوندي شوی له اصلي څخه په May 16, 2017. بياځلي په July 12, 2017.
  10. Phillips, Tony (January 31, 2001). "The Solar Wind at Mars". NASA. خوندي شوی له اصلي څخه په August 18, 2011. بياځلي په July 12, 2017.
  11. "What makes Mars so hostile to life?". BBC News. January 7, 2013. خوندي شوی له اصلي څخه په August 30, 2013. بياځلي په October 5, 2016.
  12. Keating, A.; Goncalves, P. (November 2012). "The impact of Mars geological evolution in high energy ionizing radiation environment through time". Planetary and Space Science – Eslevier. 72 (1): 70–77. Bibcode:2012P&SS...72...70K. doi:10.1016/j.pss.2012.04.009.
  13. Whitehouse, David (July 15, 2004). "Dr. David Whitehouse – Ammonia on Mars could mean life". BBC News. خوندي شوی له اصلي څخه په October 31, 2012. بياځلي په August 14, 2012.
  14. "Mars Weather". Centro de Astrobiología. 2015. خوندي شوی له the original on اکتوبر 25, 2015. بياځلي په مې 31, 2015.
  15. "Opportunity Hunkers Down During Dust Storm". NASA. 8 June 2018. خوندي شوی له اصلي څخه په December 5, 2018. بياځلي په 26 November 2018.
  16. "Why is Mars So Dry?". Universe Today. 16 February 2004. خوندي شوی له اصلي څخه په November 27, 2018. بياځلي په 26 November 2018.
  17. Hecht, M. H. (2002). "Metastability of Liquid Water on Mars". Icarus. 156 (2): 373–386. Bibcode:2002Icar..156..373H. doi:10.1006/icar.2001.6794.
  18. Webster, Guy; Brown, Dwayne (10 December 2013). "NASA Mars Spacecraft Reveals a More Dynamic Red Planet". NASA. خوندي شوی له اصلي څخه په December 14, 2013. بياځلي په 2014-03-02.
  19. Hamilton, Calvin. "Mars Introduction". خوندي شوی له اصلي څخه په August 16, 2013. بياځلي په March 8, 2013.
  20. Elert, Glenn. "Temperature on the Surface of Mars". خوندي شوی له اصلي څخه په November 24, 2013. بياځلي په March 8, 2013.
  21. Kluger, J. (1992). "Mars, in Earth's Image". Discover Magazine. 13 (9): 70. Bibcode:1992Disc...13...70K. خوندي شوی له اصلي څخه په April 27, 2012. بياځلي په 12 June 2015.
  22. Sharonov, V. V. (1957). "1957SvA.....1..547S Page 547". Harvard.edu. 1: 547. Bibcode:1957SvA.....1..547S.
  23. Haberle, R. M.; McKay, C. P.; Pollack, J. B.; Gwynne, O. E.; Atkinson, D. H.; Appelbaum, J.; Landis, G. A.; Zurek, R. W.; Flood, D. J. (1993). Atmospheric Effects on the Utility of Solar Power on Mars (PDF). Bibcode:1993rnes.book..845H. خوندي شوی له the original (PDF) on 2016-03-05.
  24. "Sunlight on Mars – Is There Enough Light on Mars to Grow Tomatoes?". first the seed foundation. خوندي شوی له اصلي څخه په November 26, 2018. بياځلي په 26 November 2018.
  25. Viorel Badescu (2009). Mars: Prospective Energy and Material Resources. Springer Science & Business Media. p. 83. ISBN 978-3-642-03629-3. خوندي شوی له اصلي څخه په December 21, 2019. بياځلي په December 28, 2018.
  26. Tomatosphere. "Teachers guide – Sunlight on mars – Tomatosphere". tomatosphere.org. خوندي شوی له the original on 23 June 2015. بياځلي په 12 June 2015.
  27. Fenton, Lori K.; Geissler, Paul E.; Haberle, Robert M. (2007). "Global warming and climate forcing by recent albedo changes on Mars" (PDF). Nature. 446 (7136): 646–649. Bibcode:2007Natur.446..646F. doi:10.1038/nature05718. PMID 17410170. S2CID 4411643. خوندي شوی له the original (PDF) on جولای 8, 2007. بياځلي په فبروري 17, 2022. {{cite journal}}: More than one of |archivedate= and |archive-date= specified (help); More than one of |archiveurl= and |archive-url= specified (help)
  28. "Opportunity Hunkers Down During Dust Storm". NASA. 8 June 2018. خوندي شوی له اصلي څخه په December 5, 2018. بياځلي په 26 November 2018.