د مراکش تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په مراکش کې د انسان د استوګنې تاریخ له لاندنۍ پخواني ډبریزې زمانې څخه چې ترټولو لومړنی پېژندل شوی یې د جبل ایرهود سایت دی، تر پوښښ لاندې راولي. مراکش ډېر وروسته د تافوغالت په ګډون د ایبروماروس کلتور برخه وه. نېټه یې د موریطنیې او نورو لرغونو بربري پاچاهیو له تاسیس څخه نیولې، د ادارسې کورنۍ له خوا د مراکش د دولت تر رامنځته کېدو، ورپسې نورې اسلامي کورنۍ، د استعمار او خپلواکۍ تر دورو پورې رسېږي.   [۱]

د لرغون پېژندنې شواهد ښیې چې، هومیديانو لږترلږه ۴۰۰۰۰۰ کاله وړاندې په دې سیمه کې مېشت وو. د مراکش ثبت شوی تاریخ له میلاد نه مخکې د ۸مې او ۶مې پېړیو تر منځ د فنیقيانو له لوري د مراکش ساحل له استعمار سره پیل کېږي، که څه هم له هغې نه شاوخوا ۲۰۰۰ کاله پخوا اصلي بربران په سیمه کې مېشت وو. د کارتاج ښار دولت په پنځمه پېړۍ کې خپل واک په ساحلي سیمو کې پراخ کړ. دوی هلته د درېمې پېړۍ تر پایه پاتې شول، په داسې حال کې چې لرې پرتې سیمې د بومي پاچایانو له لوري اداره کېدې. بومي بربر پاچاانو له میلاد نه مخکې له درېمې پېړۍ څخه له میلاد نه وروسته تر ۴۰ کال پورې په دې خاوره باندې حکومت وکړ، چې بیا یې د روم سترواکۍ ونیوله. دا خاوره د پنځمې میلادي پېړۍ په نیمایي کې، مخکې له دې چې د بیزانس سترواکي یې په شپږمه پېړۍ کې بېرته ترلاسه کړي، د انداوالانو له خوا اشغال شوه.    [۲][۳][۴][۵]

مسلمانانو د اتمې میلادي پېړۍ په لومړیو کې دغه سیمه فتحه کړه، خو په ۷۴۰ ز کال د بربرانو له بغاوت وروسته د اموي خلافت څخه جلا شوه. نیمه پېړۍ وروسته د ادارسي کورنۍ د مراکش دولت بنسټ کېښود. مراکش د المرابطون او الموحدون د کورنیو تر واکمني لاندې په مغرب او مسلمانه هسپانیه باندې مسلط ؤ. د سعديانو کورنۍ له ۱۵۴۹ څخه تر۱۶۵۹ ز کال پورې او ورپسې د ۱۶۶۷ ز کال څخه وروسته علويانو، چې له هغه وخت راهیسې د مراکش واکمنه کورنۍ ده، په هېواد باندې حکومت وکړ.   [۶][۷][۸][۹][۱۰]

له تاریخ پخوا مراکش[سمول]

د لرغون پېژندنې کیندنو په مراکش کې د هغو خلکو شتون چې د انسانانو نیکونه وو او هم د انسان د لومړنیو نوعو شتون ښودلی دی. د انسان د ۴۰۰۰۰۰ کلن لومړني نیکه فوسیل شوي هډوکي په ۱۹۷۱ ز کال کې په سلا کې وموندل شول. په ۱۹۹۱ ز کال کې د ډېرو لومړنيو انسانانو هډوکي په جبل ایرهود کې په کیننو کې رابرسېره شول، د دې هډوکو نېټې د عصري تخنیکونو په کارولو سره په ۲۰۱۷ ز کال کې وټاکل شوې او څرګنده شوه چې۳۰۰۰۰۰ کاله عمر لري، چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د موندل شوو انسانانو ترټولو پخوانۍ بېلګې دي. په ۲۰۰۷ ز کال کې، په تافوغالت کې کوچني سوري لرونکي سمندري صدفونه وموندل شول، چې د۸۲۰۰۰ کاله عمر لري، چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د موندل شوو شخصي سینګار ترټولو لومړني پېژندل شوي شواهد دي.    [۱۱][۱۲]

په منځني ډبریز دوران کې ، د ۲۰۰۰۰ او ۵۰۰۰ کلونو وړاندې تر منځ، د مراکش جغرافیه د اوسنۍ وچې منظرې په پرتله ډېره سوانا یا شنې دښتې ته ورته وه. په داسې حال کې چې د مراکش په هغه دوره کې د مېشت ځایونو په اړه لږ معلومات شته دي، د مغرب سیمې په نورو ځایونو کې کیندنې د ښکار او ځنګلونو زیاتوالی په ګوته کوي، چې د منځني ډبریز دوران د ښکارکوونکو او راټولوونکو، لکه: د قبصیه کلتور لپاره مساعد ځای و.    [۱۳][۱۴]

د نوي ډبریز دوران  په اوږدو کې چې په منځني ډبریز دوران  پسې دی، سوانا د ښکارکوونکو او شپنو له خوا اشغال شو. د نوي ډبریز دوران د دغو ښکارکوونکو او شپنو کلتور تر هغه وخته وغوړېد، چې له میلاد نه مخکې ۵۰۰۰ کاله وروسته سیمه د اقلیم د بدلونونو له امله په وچېدو شوه. د نوي ډبریز دوران په لومړیو کې د اوسني مراکش ساحلي سیمې د کارډیم کلالیو په کلتور کې چې د مدیترانې په ټولې سیمې کې عام و، برخه درلوده. د لرغون پېژندنې کیندنو ښودلې، چې په هغه دوره کې د غویانو اهلي کول او د محصولاتو کښت دواړه په سیمه کې ترسره شول. د جام کلتور یا بیکر کلتور په کالکلېثیک دوره یا د مسو په دوران کې د مراکش شمالي ساحل ته ورسېد.    

لومړنی تاریخ   [سمول]

کارتاج (له میلاد مخکې شاوخوا ۸۰۰ - شاوخوا۳۰۰)[سمول]

د مراکش سواحلو ته د فنیقیانو راتګ، د مراکش په شمال کې د بهرنیو ځواکونو د څو پېړیو واکمنۍ ښکارندوی ؤ. د فنیقیانو سوداګرو له ۸ پېړۍ مخکې له میلاد  نه لوېدیځې مدیترانې ته نفوذ وکړ او لږ وروسته یې د اوسني مراکش خاورې د ساحل اوږدو کې او سندونو په سر د مالګې او معدني کاڼو زیرمه ځایونه رامنځته کړل. د فنیقیانو لومړني لوی مېشت ځایونه په شاله، لیکسوس او موګادور کې وو. موګادور د شپږمې پېړۍ په لومړیو کې د فنیقیانو مستعمره وه.    [۱۵][۱۶][۱۷]

د کارتاج دولت له میلاد نه مخکې په پنځمه پېړۍ کې د شمالي افریقا په ډېرو برخو کې خپل تسلط پراخ کړی ؤ. کارتاج د بربرانو کورنۍ له قبیلو سره سوداګریزې اړیکې جوړې کړې او دوی ته یې کلنۍ جزیه ورکوله، چې د خامو موادو په ګټه اخیستنه کې د دوی د همکارۍ له اړخه ډاډ ترلاسه کړي.  [۱۸]

سرچينې[سمول]

  1. "Moroccan dynasticshurfa'‐hood in two historical contexts: Idrisid cult and 'Alawid power". The Journal of North African Studies. 6 (2): 81–94. 2001. doi:10.1080/13629380108718436. S2CID 219626270. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Hublin, Jean Jacques (2010). "Northwestern African middle Pleistocene hominids and their bearing on the emergence of Homo Sapiens". Human Roots: Africa and Asia in the middle Pleistocene. Bristol, England: Western Academic and Specialist Press. 
  3. Pennell 2003, p.5
  4. Pennell 2003, pp.7–9
  5. Pennell 2003, pp.9–11
  6. "tradition (...) reaches back to the origins of the modern Moroccan state in the ninth century Idrisid dynasty which founded the venerable city of. Fes", G Joffe, Morocco: Monarchy, legitimacy and succession, in : Third World Quarterly, 1988
  7. "The Idrisids, the founder dynasty of Fas and, ideally at least, of the modern Moroccan state (...)", Moroccan dynastic shurfa’‐hood in two historical contexts: idrisid cult and ‘Alawid power in : The Journal of North African Studies Volume 6, Issue 2, 2001 [۱]
  8. "The CBS News Almanac", Hammond Almanac Inc., 1976, p.783: "The Alaouite dynasty (Filali) has ruled Morocco since the 17th century"
  9. Hans Groth & Alfonso Sousa-Poza, "Population Dynamics in Muslim Countries: Assembling the Jigsaw", Springer, 2012 (کينډۍ:ISBN). p.229: "The Alaouite dynasty has ruled Morocco since the days of Mulai ar-Rashid (1664–1672)"
  10. Joseph L. Derdzinski, "Internal Security Services in Liberalizing States: Transitions, Turmoil, and (In)Security", Ashgate Publishing Ltd., 2013 (کينډۍ:ISBN). p.47: "Hassan in 1961, after the death of his father Mohammed V, continued the succession of Alaouite rule in Morocco since the seventeenth century"
  11. (په 7 June 2017 باندې). 'First of our kind' found in Morocco. BBC News.
  12. "World's Oldest Manufactured Beads Are Older Than Previously Thought". Sciencedaily.com. 7 May 2009. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ نومبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. 1984 D. Lubell. Paleoenvironments and Epi Paleolithic economies in the Maghreb (ca. 20,000 to 5000 B.P.). In, J.D. Clark & S.A. Brandt (eds.), From Hunters to Farmers: The Causes and Consequences of Food Production in Africa. Berkeley: University of California Press, pp. 41–56.
  14. D. Rubella, Environmentalism and Pi Paleolithic economies in the Maghreb (c. 20,000 to 5000 B.P.), in, J.D. Clark & S.A. Brandt (eds.), From Hunters to Farmers: Causes and Consequences of Food Production in Africa, Berkeley: University of California Press, pp. 41–56
  15. "North Africa - Ancient North Africa". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "C. Michael Hogan, Mogador: Promontory Fort, The Megalithic Portal, ed. Andy Burnham". Megalithic.co.uk. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ جنوري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Sabatino Moscati, The Phoenicians, Tauris, کينډۍ:ISBN
  18. The Cambridge history of Africa. Vol. 2, From c.500 B.C. to A.D. 1050. Fage, J. D. Cambridge: Cambridge University Press. 1978. د کتاب پاڼې 121. OCLC 316278357. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781139054560. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: آخرون (link)