د مراکش او متحده ایالاتو اړیکې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د مراکش پاچاهۍ او د امریکا د متحده ایالاتو تر منځ اړیکې د امریکا د انقلابي جګړې ( له ۱۷۷۵ م کال څخه تر ۱۷۸۳ م کال پورې ) څخه پیل شوي او په ځانګړې توګه په ۱۷۷۷ م کال هغه وخت غښتلي شوي کله چې سلطان محمد بن عبدالله لومړی واکمن شو چې د متحده ایالاتو سره یې مرسته وکړه. نو له همدې امله مراکش په شمالي افریقا کې د متحده ایالاتو یو تر ټولو پخواني او نژدې متحد پاتې شو، چې دا موضوع په ښکاره ډول د القاعدې او د دوی سره تړلې ډلو پر وړاندې د مراکش د بې زغمه پالیسۍ لخوا تایید شوه. مراکش همداراز د متحده ایالاتو د ۴۳ ولسمشر ( جورج ډبلیو بوش ) د واکمنۍ پر مهال د متحده ایالاتو د استخباراتو له ادارې سره د القاعدې د ډلې د نیول شوي کسانو څخه معلومات اخیستل چې دا کسان په افغانستان، عراق او نورو ځینو کې نیول شوي و. د دې سربیره دا کار د دې لامل شو چې ډبلیو بوش مراکش د ناټو د غړیتوب پرته د خپل یو لوی متحد په توګه یاد کړي.

له مراکش سره د متحده ایالاتو رسمي اړیکې په ۱۷۸۷ م کال کې پیل شوي هغه وخت کله چې د کانګراس کنفدراسیون د دغو دوو ملتونو تر منځ د سولې او دوستۍ یو تړون تصویب کړ چې د ۱۷۸۶ م کال له لومړیو څخه پرې بحث روان و. په ۱۸۳۶ م کال کې دا تړون بیرته نوی شو او تر دې دمه دوام لري چې د متحده ایالاتو په تاریخ کې تر ټولو اوږد تړون دي چې تر اوسه پورې هم له منځه نه دي تللي. همدارنګه تانګیر په نړۍ کې د متحده ایالاتو تر ټولو پخواني ډیپلوماتیک مالکیت دي. نن ورځ د تانګیر امریکايي پخواني موزیم د متحده ایالاتو څخه بهر یوازینې ودانۍ ده چې د ملي تاریخي میراث په توګه شمېرل کېـږي. مراکش همداراز په افریقا کې یو له هغه هېوادونو څخه دي چې د امریکايي وګړو لپاره له ویزې پرته سفر برابروي. [۱][۲][۳]

متحده ایالات د مراکش په رباط کې یو سفارت لري، بل خوا بیا مراکش هم د متحده ایالاتو په واشنګټن، کې د شمال لوېدیځ لورته په ۱۶۰۱ بلاک او ۲۱ سړک کې خپل سفارت پرانیست.

تاریخچه[سمول]

له ۱۷۷۷ م کال څخه تر ۱۷۸۷ م کال پورې[سمول]

د ۱۷۷۵ او ۱۷۷۷ م کلونو تر منځ سلطان محمد بن عبدالله د پټو ادارو سره خپلې اړیکې ټینګې وساتلي. د ۱۷۷۷ م کال د ډسمبر په شلمه نېټه سلطان محمد بن عبدالله په سالې کې د هالنډ قونسلګرې څخه غوښتنه وکړه چې اروپايي واکمنانو او په تانګیر، سالې، لرچي او موګودر کې قونسلګریو ته لیکونو ولېـږئ او د بیان کړي چې د امریکا تر بیرغ لاندې لويې سوداګریزې کښتۍ د اروپایې هېوادونو تر څنګ د مراکش بندرونو ته ننوتي شي چې په دې کې هغه هېوادونه هم شامل و کومو چې له مراکش سره دیپلوماتیکي اړیکې نه درلودي لکه روسیه او پروس،  دا شرایط د هغه هېوادونو له اړیکو سره یو شان و کومو چې له مراکش سره د تړون له لارې اړیکې درلودي. [۴][۵]

د سلطان محمد بن عبدالله د غوښتنې په اساس بنجمین فرانکلن ( د امریکا د ډيپلوماتیکو اړیکو یو استازی ) د ‍۱۷۷۸ م کال د اپریل په میاشت کې پاریس ته د فرانسې د پاچاهۍ سره د دوستانه اړیکو د جوړولو په نیت ولېـږل شو خو دا غوښتنه او هیله یې رد شوه. په ۱۷۷۷ م کال کې مراکش د متحده ایالاتو سره په سوداګریزو اړیکو کې د بدلون راوستلو هڅه وکړه. د ۱۷۷۷ م کال د ډسمبر په شلمه نېټه مراکش په نړۍ کې لومړنۍ هېواد شو چې د متحده ایالاتو د خپلواکۍ له اعلان څخه یوازې نیم کال وروسته، د متحده ایالاتو خپلواکۍ په رسمیت وپېـژني . سلطان سدي محمد بن عبدالله هڅه کوله چې د امریکا سره یو رسمي ډيپلوماټیک تړون ولري، خو بل لورته بیا مراکشي سمندري غلو د امریکا د پاچاهۍ سوداګریزي کښتۍ د مدیترانې په سمندر کې وګوښلي. په پای کې، ټوماس برسلي،  ( په فرانسه کې د امریکا سفیر ) په ۱۷۸۶ م کال کې مراکش ته راغی. [۶][۷]

هغه په مراکش کې د امریکا او مراکش تر منځ د دوستانه اړیکو د تړون پر سر خبرې اترې وکړي چې دا تړون څه وخت وروسته په همدې کال کې په اروپا کې د امریکايي دیپلوماتونو جان ادم او ټوماس جیفرسن لخوا لاسلیک او د ګانګراس د کنفدراسیون لخوا ( د کنفدراسیون او د دایمي اتحاد د حکومت د مهایدو لاندې ) د ۱۷۸۷ م کال په جولاۍ کې تصویب شو. [۸]

د امریکا او مراکش تر منځ د تبدله شوي لیکونو له جملې یو د لومړنۍ ولسمشر جورج واشنګټڼ لخوا محمد بن عبدالله ته لېـږل شوي لیک و. د ۱۷۸۹ م کال د ډسمبر میاشتې په لومړۍ نېټه چې د هغه د ولسمشرۍ اتمه میاشت وه واشنګټن د خپل واک او د متحده ایالاتو د مشرۍ او همداراز د مراکش او امریکا تر منځ د غلطو اړیکو پر سر خبرې وکړي. په دې لیک کې واشنګټن د وخت د نشتون له امله خپګان څرګندوي خو دا واضح کوي چې بی وخته ځواب په حکومت کې د بدلون او د سختو شرایطو لاندې د اړیکو د ټینګولو له امله و. واشنګټن همداراز په دې لیک کې د محمد بن عبدالله د دیپلوماتیکو تکتیکونو د نوښتونو ستاینه کوي چې هغه په دې تکتیکونو د امریکا سوداګریزي بېړۍ د سمندري غلو څخه ساتلي. دا اقدامات ځکه ستایل شوي ځکه چې په هغه وخت کې متحده ایالاتو دومره ځواک نه درلود. مراکش لومړۍ امازی،عرب، افریقايي او مسلمان هېـواد و چې له امریکا سره یې تړون لاسلیک کړ. امریکا په هغه وخت کې د یوې مودې لپاره د سمندري ځواکونو د کمښت سره مخ و او په مدیترانې سمندر کې د خپلو سوداګریزو کښتیو ساتنه نشوای کولای.  

عبدالرحمن[سمول]

په ۱۸۲۶ م کال کې ، سلطان عبدالرحمن د عبدالرحمن ابراهیم سوري ( چې فولاني وګړي و او په متحده ایالاتو کې غلام و ) لخوا خپلې کورنۍ ته د لېـږل شوي لیک له لوستلو وروسته د هغه په استازیتوب مداخله وکړه او د هغه د حق غوښتنه یې وکړه. انډریو جکیسن د ولسمشر جوهام کوینسي ادمس پر خلاف په خپل کمپاین کې د دې موضوع څخه ګټه واخیسته او پر هغه یې نیوکې وکړي. [۹]

د امریکا کورنۍ جګړه[سمول]

د امریکا د کورنۍ جګړې پر مهال، مراکش د متحده ایالاتو ( اتحاد ) سره خپلې ډيپلوماتیکي اړیکې له ټینګې کړي. همدارنګه مراکش د بهرنیو اړیکو او د رنګارنګ سیاسي شخړو مرکز وګرځېده چې په دې کې د مراکش پاچاهۍ، د امریکا متحده ایالات، په امریکا کې شامل کنفدراسیوني ایالاتونه، لویه بریتانیا او فرانسه شامل و.

په ۱۸۶۲ م کال کې، دوه کنفدراسیوني ديپلوماتان هنري مایر او ټوم ټای ټونسټل په تانګیر کې د متحده ایالاتو د قونسلګرۍ څخه بهر ونیول شو ځکه چې د متحده ایالاتو او د متحده ایالاتو د بیرغ په اړه یې له سپکاوی ډکه تبصره کړې وه. کله چې امریکايي سفیر ( جمیس دی لونګ ) د دوي دا له سپکاوي ډکې خبرې واوریدې نو د مراکش له پولیسو څخه یې غوښتنه وکړه چې دا خلک ونیسي. کله چې د کنفدراسیون مشر روپایل سمیس ( چې په هغه وخت کې یې په دې سیمه کې د کنفدراسیوني ديپلومات په توګه دنده ترسره کوله ) له دې موضوع خبر شو نو ډېری بې طرفه ديپلوماتانو ته یې پیغام ولېـږه چې په دې جمله کې د مراکش لپاره د بریتانیا سفیر جوهان ډراموند های هم شامل و.

سمیس له های څخه غوښتنه وکړه چې په دې موضوع کې دخلت وکړي او مراکش دې ته وهڅوي چې دا زندانیان خوشي کړي، خو په ځواب کې های وویل چې هغه یوازې کولای چې دا پیغام ولېـږدوي خو نشي کولای چې د کوم اقدام غوښتنه وکړي ځکه چې د اقداماتو غوښتنه به د بریتانیا بې طرفۍ ته زیان ورسوي. سمیس همدا تاکتیک د فرانسې له کونسل سره هم ولوباوو خو دا هڅه یې هم ناکامه شوه.

په پای کې، هغو اروپايي وګړو چې په مراکش کې یې ژوند کاوو د دغو زندانیانو د خوشي کېدو لپاره د امریکا د قونسلګرۍ مخته لاریونونه جوړکړل. د لاریون د چټکتیا پر وخت، امریکايي قومندان ډګروال جوسیا کریسي خپله توره له تېکې څخه راویسته نو له همدې امله لاریونکونکو د تیـږو ګذارونه پیل کړل. له دې پيښې وروسته، د مراکش حکومت سمیس ته رسمي پیغام ولېـږه او ورته وویل چې دوی نشي کولای چې د حالتو په اړه له ده سره خبرې اترې وکړي، ځکه چې دا دوه هېوادونه له یو بل سره رسمي دیپلوماتیکي اړیکې نلري. په پای کې، اتحادیې پریکړه وکړه چې دا دوه زندانیان به په بوستان کې د فورت وارین زندان ته د ګیداځ، اسپانیايې له لارې ولېـږل شي. یوازې د فرانسې تر مداخلې وروسته، هغه وخت چې د زندانیانو کښتې په ګیداځ کې لنګر اچولې و نو ولسمشر ابراهیم لیکلون یو رسمي امر تصویب کړ او امر یې وکړ چې دا دوه زندانیان دې خوشي کړل شي. [۱۰]

د دې موضوع په پایله کې، لینکلون امریکايي کونسل  ( دی لونګ ) له وظیفې لېري کړ. د مراکش د غبرګون پر وړاندې تر پارېدو وروسته، د کنفدراسیون ایالاتونو بیا هیڅکله ونشوای کړي چې د مراکش سره خپلې اړیکې بېرته و رغوي. [۱۱]

سرچينې[سمول]

  1. "A Guide To The United States' History Of Recognition, Diplomatic, And Consular Relations, By Country, Since 1776: Morocco". state.gov. د لاسرسي‌نېټه March 26, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Avalon Project - The Barbary Treaties 1786-1816 - Treaty with Morocco June 28 and July 15, 1786". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Why a 200-Year-Building in Morocco Is the Only National Historic Landmark Outside the U.S." smithsonianmag.com. 17 May 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Brown Wells, Sherrilm. "Long-time Friends : Early US-Moroccan Relations 1777-87". US Department of State Bulletin. US Department of State (September 1987): 4–5. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جولای ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Tucker, Spencer C. (2014). The Encyclopedia of the Wars of the Early American Republic, 1783–1812: A Political, Social, and Military History (په انګلیسي ژبه کي). ABC-CLIO. د کتاب پاڼې 613. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781598841572. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مې ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (په 21 November 2013 باندې). Why Morocco Matters To The U.S.. Forbes.
  7. "Embassy of the kingdom of morocco in the USA". د اصلي آرشيف څخه پر اګست 12, 2015 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Priscilla H. Roberts and Richard S. Roberts, Thomas Barclay (1728–1793): Consul in France, Diplomat in Barbary (Lehigh University Press, 2008), pp. 189–223.
  9. Higgins, Abigail. "How an African Prince Who Was Kidnapped Into Slavery Outsmarted His Captors". HISTORY (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. For a detailed description of the event, see: Abu-Talib, Mohammed, “Morocco and the American Civil War” in The Atlantic Connection: 200 Years of Moroccan-American Relations 1786–1986, Bookin-Weiner and El Mansour eds. Rabat, Morocco: Edino Press, 1990, pp. 57–69
  11. Abu-Talib, Mohammed, “Morocco and the American Civil War” in The Atlantic Connection: 200 Years of Moroccan-American Relations 1786–1986, Bookin-Weiner and El Mansour eds. Rabat, Morocco: Edino Press, 1990, p. 65