د مدني حقونو خوځښت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ۱۹۵۴-۱۹۶۸ کلونو د مدني حقونو خوځښت په متحده ایالاتو کې د افریقایی امریکایانو له خوا او د دوی د پلویانو د لسېزو اوږد کمپاین و چې موخه یی په متحده ایالاتو کې قانوني نژادي تبعیض، د اتباعو له حقونو سرغړونو او نژادي جلاتوب ته د پای ټکی اېښودل و. دا خوځښت د ۱۹ مې پېړۍ په وروستیو کې د بیارغونې له دورې څخه پیل شو، بیا هم دې حرکت د ۱۹۶۰ لسېزې په نیمه کې د کلونو مستقیمو ګامونو او د عامه وګړو د لاریونونو په پایله کې تر ټولو لویې تقنیني لاسته راوړنې درلودې. د دې ټولنیز خوځښت د عدم تشدد لوی مقاومت او د مدني نافرمانیو کمپاینونو بلاخره د ټولو امریکایانو ته په فدرالي قانون کې د بشري حقونو په برخه کې نوي خوندیتوبونه رامنځته کړل.

د امریکا د کورنۍ جګړې وروسته او په هغې پسې په ۱۸۶۰ لسیزه کې د غلامۍ په له منځه تلو سره، د متحده ایالاتو په اساسي قانون کې د بیارغونې تعدیلاتو، ټولو افریقایي امریکایانو ته د تابعیت د آزادۍ او اساسي حقوق ورکړل، چې ډیری یې په دې وروستیو کې غلام شوي وو. د لنډې مودې لپاره، افریقایی امریکایي نارینه وو رایه ورکړه او سیاسي دفتر یې پرانیست، مګر دوی په بې سارې توګه د مدني حقونو څخه د جیم کرو د قواننیو په بنسټ بې برخې شوي وو، او په سوېل کې افریقایي امریکایان د سپین پوستو  له خوا د تبعیض او دوامداره تاوتریخوالي سره مخ وو. په راتلونکې پیړۍ کې، افریقایي امریکایانو د خپلو قانوني او مدني حقونو د خوندي کولو لپاره بېلابېلې هڅې تر سره کړې (همدارنګه، د مدني حقونو خوځښت (۱۸۶۵-۱۸۹۶) او د مدني حقونو خوځښت (۱۸۹۶-۱۹۵۴) ته مراجعه وکړئ). په ۱۹۵۴ کال کې، بېله خو مساوي پالیسي، چې د جیم کرو قوانینو په پلي کولو کې یې مرسته کوله، په تدریج سره ضعیفه شوه او بلاخره د متحده ایالاتو د سترې محکمې د براون وي د ښوونې او روزنې د بورد د حکم او نورو پرلپسې حکمونو په بنسټ لغوه شوه.   [۱][۲]

د ۱۹۵۵ او ۱۹۶۸ کلونو ترمنځ، د عدم تشدد ډله ایزو لاریونونو او مدني نافرمانیو حالات کړکېچن کړل او د فعالینو او حکومتي چارواکو ترمنځ یې ګټورو خبرو اترو ته لاره هواره کړه. فدرالي، ایالتي او ځایي حکومتي چارواکو، سوداګرو، او ټولنو باید په سمدستې توګه نوموړو حالاتو ته غبرګون ښودلی وای، کوم چې په ټول هېواد کې د افریقایي امریکایانو سره د نابرابرۍ ښکارندوی ؤ. په میسیسیپی کې د یو شیکاګویي تنکي ځوان ایمیټ وژنې غوسه را وپاروله، لکه څرنګه چې له هغه سره ناوړه چلند شوی و او کله چې د هغه مور په پرانیستي تابوت کې د هغه د جنازې پرېکړه وکړه، په ټول هېواد کې د افریقایي-امریکایی وګړو قهر را و پارولو. د لاریونونو او یا مدني نافرمانیو له لارې تحریم، لکه په الاباما کې د مونتګمري د بریالي تحریم (۱۹۵۵-۱۹۵۶)، "ناستې" لکه په شمالی کارولینا کې د (۱۹۶۰) کال ګرینسبورو ناسته او په تینیسي کې د نشویل بریالي ناستې، ډله ایز لاریونونه، لکه په برمینګهم کې د ۱۹۶۳ کال د ماشومانو د جهاد تر نامه لاندې لاریون، او په الاباما کې د ۱۹۶۵ کال له سېلما څخه تر مونتګمري پورې لاریون، او د نورو عدم تشدد فعالیتونو پراخه لړۍ او مقاومتونه شامل وو.

د یوې قانوني ستراتیژۍ په پایله کې چې د افریقایي امریکایانو له خوا تعقیب شوه، د متحده ایالات سترې محکمې په ۱۹۵۴ کال کې د ارل وارن په مشرۍ ډېری هغه قوانین لغوه کړل کوم چې د اساسي قانون خلاف وو او په دې هېواد کې یې نژادي توپیر او تبعیض ته اجازه ورکوله. د وارن محکمې د نژادي تبعیض پروړاندې یو لړ تاریخي پریکړې وکړې، لکه د (۱۹۵۴) کال د براون وي د ښوونې بورد، د (۱۹۶۴) کال متحده ایالاتو د اتلانتا موټل هارټ انک، د (۱۹۶۷) کال د لوینګ ویرجنیا، چې په عامه ښوونځیو او عامه استوګنځیو کې یې جلا کول منع کړل، او د دولت ټول هغه قوانین یی لغوه کړل چې د بېلابېلو نژادونو د وګړو تر منځ یی واده ته اجازه نه وکوله. دې پریکړو د جیم کرو جلا کوونکي قوانین چې په سویلي ایالتونو کې حاکم وو، پای ته ورسول. په ۱۹۶۰ لسیزه کې، د خوځښت منځلارو غړو د متحده ایالاتو کانګرس سره کار وکړ ترڅو د هغو فدرالي قوانینو ډیری مهمو برخو په تصویب کې ونډه واخلي چې تبعیضي قوانین او کړنې یې له منځه وړي او فدرالي حکومت ته د یې د نظارت او تطبیق اجازه ورکوله.  

د ۱۹۶۴ کال د مدني حقونو قانون، چې د سترې محکمې د (۱۹۶۴) کال متحده ایالاتو د اتلانتا موټل هارټ انک کې یې ملاتړ وشو، په ګومارنه کې د نژاد، دین، جنس او ملیت په اساس هر ډول تبعیض منع، د رای ورکوونکو د نوم لیکنې په شرایطو یې غیر مساوي غوښتنلیک ختم، او په ښوونځیو، کار ځایونو، او عامه ځایونو کې نژادي توپیر منع کړ. د ۱۹۶۵ کال د رایې ورکولو د حق قانون د اقلیتونو لپاره د رایې ورکولو حقونه را ژوندي او خوندي کړل او په هغو سیمو کې چې د رای ورکوونکو د اقلیتونو نمایندګي یې کوله، د نوم لیکنې او ټاکنو لپاره یی فدرالي نظارت ته اجازه وکړه. د ۱۹۶۸ کال عادلانه هستوګنې قانون د کورونو په پلور یا کرایه کې تبعیض منع کړ.  [۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

افریقایي امریکایان په سویل کې بیا سیاست ته دننه شول، او په ټول هېواد کې يې ځوانان وهڅول چې رغنده ګامونه واخلي. له ۱۹۶۴ کال څخه تر ۱۹۷۰ کال پورې، د تورپوستو ټولنو په منځ کې د ښار دننه لاریونونو له هغوی څخه د منځنۍ طبقې د سپین پوستو ملاتړ کم، خو د خصوصي بنسټونو ملاتړ یې ډېر کړ. د تورپوستو د بلک پاور خوځښت په راڅرګندېدو سره چې له ۱۹۶۵ څخه تر ۱۹۷۵ کلونو پورې یې دوام وکړ، د تورپوستو مرستندویه چلند او د قانون څخه اطاعت او عدم تشدد کړنې یی وننګولې. د دې سربېره،  د هغوی مشرانو غوښتنه وکړه چې د عدم تشدد حرکت له لارې ترلاسه شوي نویو قوانینو سره، په تور پوسته ټولنې کې باید سیاسي او اقتصادي ځان بسیاینه رامنځته شي. د بلک پاور خوځښت ملاتړ کوونکي افریقایي امریکایان وو چې د ۱۹۶۰ لسیزې په نیمایي کې یې د مدني حقونو د خوځښت له پیل راهیسې لږ مادي پرمختګ کړ ؤ،  چې تر هغه وخته لاهم په دندو، کور، تعلیم او سیاست کې له تبعیض سره مخ وو. د مدني حقونو د خوخښت ډیری مشهور استازیتوب د مارتین لوتر کنگ جونیر په کاریزماتیکه رهبرۍ او فلسفه را څرخېږي، چې هغه د عدم تشدد مقاومت له لارې د نژادي نابرابرۍ سره د مبارزې لپاره د ۱۹۶۴ کال د سولې نوبل جایزه وګټله. خو، ځینې پوهان وایي چې حرکت دومره متنوع و چې کوم ځانګړي کس، سازمان یا ستراتیژۍ ته یې امتیاز ورکول سم کار نه دی.[۱۲] [۱۳]

شالید[سمول]

کورنۍ جګړه او بیارغونه[سمول]

د امریکا د کورنۍ جګړې نه وړاندې، اتو ولسمشرانو غلامان درلودل، نږدې څلور ملیونه تورپوستي په سویل کې غلامان وو، یوازې سپین پوستو سرمایه دارو کولی شو چې رایه ورکړي، او د ۱۷۹۰ محدود طبیعي کولو قانون (Naturalization Act ) د متحده ایالاتو تابعیت یوازې سپین پوستو ته منحصر کړی ؤ. له کورنۍ جګړې وروسته، د اساسي قانون دری تعدیلات تصویب شول، لکه د (۱۸۶۵) کال دیارلسم تعدیل چې غلامي یې پای ته ورسوله، د (۱۸۶۹) کال څوارلسم تعدیل چې تورپوستو ته یې تابعیت ورکړ، او د دوی څلور میلیونه نفوس یې د سویلي ایالتونو رسمي نفوس ته د کانګرس د انتصاب لپاره اضافه کړل او د (۱۸۷۰)) کال  پنځلسم تعدیل چې تورپوستو نارینه وو ته د رایې ورکولو حق ورکړی (په هغه وخت کې یوازې نارینه کولی شو چې په متحده ایالاتو کې رایه ورکړي). [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

له ۱۸۶۵ څخه تر ۱۸۷۷ کلونو پورې، متحده ایالاتو د بیارغونې یوه پارېدلې دوره پرمخ وړله چې په ترڅ کې یې فدرالي حکومت د غلامۍ له ختمېدو وروسته په سویل کې د آزاد کار او د آزاده شوو کسانو د مدني حقونو د رامنځته کولو هڅه کوله. ډیری سپین پوستو د ټولنیزو بدلونونو سره مقاومت وکړ، چې د یاغي حرکتونو د رامنځته کیدو لامل شو لکه کو کلوکس  کلان (KKK)، چې غړو یې د سپین پوستو د برتري ساتلو لپاره په تورپوستو او سپین پوستو جمهوریت غوښتونکو بریدونه کول. په ۱۸۷۱ کال  کې، ولسمشر اولیسیس ایس ګرنت، د متحده ایالاتو اردو، او متحده ایالات لوی څارنوال اموس ټي اکرمن، د قانون د پلي کولو لپاره د KKK د ځپلو په موخه کمپاین پیل کړ. ځینې ​​ایالتونه د قانون د فدرالي اقداماتو پلي کولو ته زړه نازړه وو. له دې سره، د۱۸۷۰ لسیزې په لومړیو کې، نورې سپین پوستې نژاد پرسته او یاغي اورپکې ډلې راپورته شوې چې د افریقایي-امریکایي حقوقي مساواتو او رایې ورکولو سره یې په کلکه مخالفت وکړ، تور پوسته رایه ورکونکي یې ګواښ او وځپل، او د جمهوري غوښتونکو د دفترونو کارکوونکي یې ووژل. خو، که ایالتونه د قانون په پلي کولو کې پاتې راغلي وای، قوانینو فدرالي حکومت ته اجازه ورکړې وه چې مداخله وکړي. د جمهوري غوښتونکو ډېری والیان د کلان په وړاندې د جګړې لپاره د تورپوستو اورپکو ډلو د استولو او د جګړې له پیل څخه وېره درلوده. [۲۱][۲۲]     

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. "Brown v. Board of Education". History.com. د لاسرسي‌نېټه November 12, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. . How 'The Blood of Emmett Till' Still Stains America Today. The Atlantic.
  3. Horwitz, Morton J. (Winter 1993). "The Warren Court and the Pursuit Of Justice". Washington and Lee Law Review 50. https://scholarlycommons.law.wlu.edu/cgi/viewcontent.cgi?article=1814&context=wlulr. 
  4. Powe, Jr., Lucas A. (2002). The Warren Court and American Politics. Harvard University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Swindler, William F. (1970). "The Warren Court: Completion of a Constitutional Revolution". Vanderbilt Law Review 23. Archived from the original on October 3, 2019. https://web.archive.org/web/20191003223936/https://core.ac.uk/download/pdf/73968804.pdf. Retrieved October 29, 2021. 
  6. Driver, Justin (October 2012). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Constitutional Conservatism of the Warren Court"]. California Law Review 100 (5): 1101–1167. 
  7. "Brown v. Board of Education of Topeka (1)". Oyez (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه October 3, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Heart of Atlanta Motel, Inc. v. United States". Oyez (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه October 3, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Loving v. Virginia". Oyez (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه October 3, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "The struggle for civil rights". Miller Center (په انګلیسي ژبه کي). January 5, 2018. د لاسرسي‌نېټه October 3, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Civil Rights Act of 1964 – CRA – Title VII – Equal Employment Opportunities – 42 US Code Chapter 21 – findUSlaw". د اصلي آرشيف څخه پر October 21, 2010 باندې. د لاسرسي‌نېټه July 29, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Haines, Herbert H. (1995). Black Radicals and the Civil Rights Mainstream, 1954–1970 (په انګلیسي ژبه کي). Univ. of Tennessee Press. د کتاب پاڼي 98–118. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-57233-260-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Timothy B. Tyson, "Robert F. Williams, 'Black Power,' and the Roots of the African American Freedom Struggle," Journal of American History 85, No. 2 (September 1998): 540–570
  14. (په August 30, 2015 باندې). How the end of slavery led to starvation and death for millions of black Americans. The Guardian.
  15. Schultz, Jeffrey D. (2002). Encyclopedia of Minorities in American Politics: African Americans and Asian Americans. د کتاب پاڼې 284. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-57356-148-8. د لاسرسي‌نېټه March 25, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Leland T. Saito (1998). Race and Politics: Asian Americans, Latinos, and Whites in a Los Angeles Suburb. p. 154. University of Illinois Press
  17. . Black voting rights, 15th Amendment still challenged after 150 years.
  18. Smith, Jean Edward (2001). Grant. Simon and Schuster. د کتاب پاڼي 244–247. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7432-1701-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Wormser, Richard. "The Enforcement Acts (1870–71)". PBS: Jim Crow Stories. د لاسرسي‌نېټه May 12, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Black-American Representatives and Senators by Congress, 1870–Present Archived January 1, 2009, at the Wayback Machine.—U.S. House of Representatives
  21. Klarman, Michael J.; 'The White Primary Rulings: A Case Study in the Consequences of Supreme Court Decisionmaking'; Florida State University Law Review, vol. 29, issue 55, pp. 55–107
  22. Walton, Hanes (junior); Puckett, Sherman and Deskins Donald R. (junior); The African American Electorate: A Statistical History, p. 539 کينډۍ:ISBN