د مخالفت حل لار

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په کار ځای کې مخالفت د نظر د توپیر له امله رامنځته کیږي خو په شخصي اړیکو کې چې کله دوه کسان د ورځني ژوند په ټولنیزو چارو کې مخکې تګ نشي کولای مخالفت پیدا کیږي. انسانان د خپلو پرېکړو کولو خوښه لري که چېرې زمونږ پرېکړې مناسبې وي نو مخالفت ته پرې د حل لار لټولای شو.


د مخالفت مخنیوی

د ځینو خلکو هر ډول مخالفت ته غبرګون د مخالفت مخنیوي وي. د مخنیوي طریقه یې چپتیا غوره کول وي او یا مخالفت کې برخه نه اخیستل وي. دا طریقه د یو حالت ارامولو لپاره ښه طریقه ده خو دا ښه طریقه بل ته اجازه ورکوي چې ستاسې له پاسه وګرځي او هر حق مو ضایع کړي. کوم خلک چې دا چلند لري د شمشتۍ په څېر دي او کله چې مخالفت پیل شي نو په خپله کاسه کې ځان پټ کړي او کله چې پای ته ورسیږي بېرته سر راښکاره کړي.


ځینې خلک په داسې وخت کې له مخالفت ډډه کوي چې خبرې تودې وي. دا خلک انتظار کوي تر څو د تودو شوو خبرو دوړې کیني. کله چې دوړې کیني نو په مخالفت کې ونډه اخلي او په یو مناسب وخت کې له مناسب ځای څخه د خپل نظر اختلاف بیانوي. دا طریقه هم بده نه ده.


مستقیم برید

د ډېرو خلکو په اند که چېرې څوک برید پرې وکړي بېرته پرې مستقیم برید یوازې د حل لار ګڼي په ځانګړې توګه هغه وخت کې چې حقونه یې په خطر کې وي. دا ډول خلک چې یو مخالفت ته غبرګون یې برید کوونه مستقیم ځواب وي د نورو لرلید ورته اړین نه وي او نغواړي پوهه شي چې نور څه وایي یوازې خپل لرلید تر هر څه اړین ګڼي. دا ډول خک باور لري چې نړۍ کې یوازې بایلل او ګټل دي او دوي تل باید ګټونکي وي. که چېرې یو څه وبایلي نو ځان ورته کمزوری او بې ارزښته ښکاري.


غیرې مستقیم برید

که چېرې برید څرګند وي نو مخنیوی یې اسانه دی. غېرې مستقیم برید څو ډولونه لري لکه د یو چا د نظر توهین یا د لرلید په اړه یې ټوکې کول، بل ته لکچر ورکول، هغه مشورې پرې منل چې دوي یې نغواړي، یو کس ته نېغ کتل، په بل کې نیمګړتیا لټول او داسې نور…

د غېرې مستقیم برید ځینې نورې بېلګې لاندې وګورئ

– تر اوسه دې پای ته نه دی رسولی ؟

– پرون مې څوک درسره ولیده له هغه سره څه اړیکه لرې ؟

– داسې نه کیږي هخوا شه چې زه یې درته وښیم

– که چېرې زه ستا په ځای وای ….

– زه پوهیږم چې ته ښځه یې خو …


د بل په احساس برید کول هم یو ډول غېرې مستقیم برید ګڼل کیږي لکه معلول کس، لکه د چا فزیک پورې خندا اوداسې نور ….


د مخالفت د هوارولو لپاره ځینې خلک خبرې کوي او د خبرو له لارې یو څه تر لاسه کوي یو څه له لاسه ورکوي. ټول ګټل یا هر څه بایلل نغواړي. خو هر مخالفت په دې طریقه نه حل کیږي. په اروا پوهنه کې دا ډول خلک لکه ګیدړ داسې وي چې د زمري په ښکار خوله لګوي او هر څومره برخه یې چې ترې پرې کړای شوه قناعت پرې کوي خو له خوړولو وروسته بیا د زمري ښکار پسې راځي او نوره برخه ترې پرې کوي.


د پیاوړي شخصیت لرونکی

د پیاوړي شخصیت چلند د مخالفت د حل لپاره تر ټولو غوره لار ده. دا ډول خلک لکه څرنګه چې د خپل حق دفاع کوي همداسې د بل حق هم پېژني. دا ډول خلک په تکتیکي او ستراتیژیکه توګه په خپل ذهن کې داسې حل لار لري چې نه ځان ته زیان اړوي او نه بل ته د زیان اړونې هڅه کوي. دا ډول خلک یو حالت ته یوازې په خپل لرلید نه ګوري بلکې د دواړو ډلو له نظره حالت ویني. مخالفت ته یې غبرګون پوهې پر بنسټ وي.