د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ نړيواله ورځ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د می میاشتې ۱۷مه په نړۍ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د ورځ په توگه لمانځل کیږي دغه ورځ نن په هیواد کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د وزارت له خوا هم کله ناکله لمانځل کېږي .

داورځ ځکه لمانځل کیږي چې د نړیوالې ټولڼې تیلې کمونیکیشن اتحادیې ټول غړي هیوادونونه ، د دغې ورځ د اهمیت باره کې خلکوته معلومات وړاندې کوي ترڅو خلک د معلوماتي ټکنالوجۍ په اهمیت پوه او په خپل ورځني ژوند کې ور څخه گټه واخلي.

د احصایې له مخې د نړی تقریباً نمایي نفوس (۳) ملیارده خلک د ښارونو څخه د باندې په کلیو او بانډو کې ژوند کوي او د معلوماتي ټکنالوجۍ زیاته پراختیا په ښارونو کې شوی ده، او هغه کسان، چې په کلیو کې ژوند کوي په ډیرو هیوادونو کې د مخابراتي اومعلوماتي ټکنالوجۍ له اسانتیاو څخه محروم دي .