د محور قدرتونو له خوا د یونان نيواک (اشغال)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د محور قدرتونو له خوا د یونان نيواک (اشغال) د 1941ز کال د اپريل په مياشت کې له هغې وروسته پيل شو، چې نازي المان د 1940ز کال د اکتوبر په مياشت کې پيل شوې خپله روانه جګړه کې د خپل اتحادي هېواد ايټاليې د مرستې لپاره د يونان په پاچايۍ بريد وکړ. د کريټ له نيولو وروسته، د 1941ز کال د جون په مياشت کې په پيل سره ټول يونان ونيول شو. د مرکزي سيمو اشغال د 1944ز کال په لومړيو کې د متحدينو د فشارونو له امله د المان او د هغه د اتحادي بلغاريې تر وتلو پورې دوام وکړ، په داسې حال کې چې په اروپا کې د دويمې نړيوالې جګړې له پای ته رسېدو وروسته، کريټ او د ايجين ځينې نور ټاپوګان د 1945ز کال د مۍ او جون په مياشتو کې د الماني ګارنيزونونو له خوا متحدينو ته وسپارل شول.

په پيل کې فاشستې ايټاليې د جګړې اعلان کړی او د 1940ز کال د اکتوبر په مياشت کې يې په يونان بريد وکړ، خو د يوناني پوځ له خوا بېرته ګاونډۍ البانيې ته په شا کړای شوه، کومه چې هغه مهال د ايټاليې تحت الحماية و. نازي المان د خپل اتحادي په استازولۍ په سويلي اروپا بريد وکړ. په داسې حال کې چې ډير يوناني پوځ د المانيې د محاذ په ليکو کې مېشت و، تر څو د ايټاليې د ځوابي بریدونو په وړاندې دفاع وکړي، د 1941ز کال د اپريل څخه تر جون مياشتې پورې يو چټک الماني «بلټزکريګ» (يو الماني جګړه ييز تکتيک و) بريد پر مخ يوړ، چې په پايله کې يې يونان مات او اشغال شو. د يونان حکومت تبعيد شو، او پر ځای يې يو محور همکار حکومت جوړ کړای شو. د يونان خاوره په اشغالي سيمو ووېشل شوه چې د محور ځواکونو تر منځ وېشل شوې وه، داسې حال کې چې المان د اتنز، تيسالونيکي او تزويراتي ايجين ټاپوګانو په ګډون، د دې هېواد ډېرې مهمې سيمې خپله اداره کولې. د دې هېواد نورې سیمې د المان د شريکانو ايټاليې او بلغاريا له خوا اداره کېدې.

اشغال د يونان اقتصاد کم کړ، او د يونان ملکي نفوس يې له ستونزو سره مخ کړ. د يونان ډېره اقتصادي وړتيا ويجاړه کړای شوه، د 80٪ صنعت، 28٪ زېربنا (بندرګاوې، سرکونه او اورګاډي پټلۍ)، 90٪ پلونه، او 25٪ ځنګلونه او نورې طبيعي سرچينې. د اقتصادي وړتيا د زيان تر څنګ، د اټکل تر مخې د اشغال په پايله کې 7-11٪ د يونان ملکي نفوس مړ شو. په اتنز کې، 40000 ملکيان له لوږې مړه شول او لسګونه زره نور د نازي او د دوی د همکارانو د غچ اخيستنې په فعاليتونو کې مړه شول.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

يوناني يهودي ولس نږدې ټول له منځه وړل شوی و. له جګړې مخکې نفوس يې 75-7700 پورې و، شا اوخوا 11-12000 يې ژوندي پاتې شول، ډيری يې په پټه د مقاومت سره د يوځای کېدو له لارې ژغورل شوي وو. ډيری «اشوټز» ته تبعيد کړای شوي يې مړه شول، او هغه چې په «تريس» کې د بلغاريې تر اشغال لاندې اوسېدل، «تريبلنکا» ته وشړل شول. ايټالويانو هغه يهوديان ونه شړل چې د دوی تر واک لاندې سيمو کې يې ژوند کاوه، خو کله چې المانيانو دا سيمې له هغوی ونيولې، په دې سيمو کې مېشت يهوديان هم وشړل شول.[۸]

د دې اشغال پر مهال يوناني مقاومت جوړ شو. دې مقاومتي ډلو د اشغالګرو قدرتونو پر ضد چريکي بريدونه پيل کړل، د همکارو امنيتي لیواګانو پر ضد وجنګېدلې، او جاسوسي شبکې يې جوړې کړې. د 1943ز کال تر وروستيو پورې، مقاومتي ډلو په خپلو منځو کې نښتې پيل کړې. د 1944ز کال د اکتوبر په مياشت کې د مرکزي سيمو د اشغال پای ته رسېدو سره، يونان د سیاسي قطبي کېدو په حال کې و. کوم چې ډېر ژر د يونان په کورنۍ جګړه بدل شو. له دې وروسته کورنۍ جګړې، ډېرو پياوړو نازي همکارانو ته يوه موقع په لاس ورکړه چې د کمونزم د مخالفت له امله له سزاوو څخه خوندي شي، او بالاخره د کمونستانو له ماتې وروسته په يونان کې حکومت وکړي.[۹][۱۰]

يوناني مقاومت 21087 محوري سرتيري ووژل (17536 المانيان، 2739 ايټالويان، 1532 بلغاريايان)، او 6463 يې ژوندي ونيول (2102 المانيان، 2109 ايټالويان، 2252 بلغاريايان)، د دوی په پرتله 20650 يوناني چریکان ووژل شول او يو نامعلوم شمېر ونيول شول.[۱۱]

د یونان سقوط[سمول]

د 1940ز کال د اکتوبر د اته ويشتمې نېټې د سهار په لومړيو ساعتونو کې، د ايټاليې سفير «ایمانويل ګريزي» د يونان لومړي وزير «Ionnis Metaxas» له خوبه راوېښ کړ او هغه ته يې يو ضرب الاجل وسپاره. Metaxas دا ضرب الاجل رد کړ او ايټالوي ځواکونو د ايټاليې له خوا نيول شوې البانيې څخه د يونان پر خاوره له درې ساعتونو څخه هم کمه موده کې بريد وکړ. (د يونان د رد کاليزه اوس په يونان کې عمومي رخصتي ده). د ايټاليې لومړي وزير «بينيټو مسوليني» دا بريد په جزوي ډول د دې ثابتولو لپاره پيل کړ، چې ايټالويان د الماني پوځ سره په پوځي برياوو کې برابر دي، او تر يو بريده له دې امله چې مسوليني باور درلود سويل ختيځه اروپا د ايټاليې د اغېز په ساحه کې موقعيت لري.

د مسوليني د توقع خلاف، يوناني پوځ په برياليتوب سره د «ايپيرس» له غره ييزو سيمو ګټه واخيسته. يوناني ځواکونو ځوابي بريد وکړ، او ايټاليان يې شا تګ ته اړ کړل. د ډيسمبر تر نيمايي پورې، مخکې تر ې چې ايټالوي مرسته او سخت ژمی د يونان د وړاندې تګ مخه ونيسي، يونانيانو د البانيې نږدې څلورمه برخه نيولې وه. د 1941ز کال د مۍ په مياشت کې، د ايټالويانو يو ستر ځوابي بريد له ماتې سره مخ شو. د يونانيانو له خوا ابتدايي ايټالوي بريد ته ماتې ورکول په دويمه نړيواله جګړه کې په ځمکه د ايتلافي ځواکونو لومړۍ بريا بلل کېږي، که څه هم د المان د مداخلې له امله، بالاخره دا ماتې د محور قدرتونو په بريا بدله شوه. د يونانيانو له يو ويشتو پوځي فرقو څخه پنځلس يې د ايټالويانو پر ضد جګړې ته استول شوې وې، او په دې سره د اپريل په لومړيو ورځو کې د يونان او يوګوسلاويه/بلغاريه د پولو سره نږدې د «ميټاکساس» پر لیکه د المان د سرتېرو د بريد په وړاندې د دفاع لپاره يوازې شپږ پوځي فرقې پاتې وې. د ونسټن چرچل د فرمان پر بنسټ له ليبيا څخه استول شوي د برتانيې مشترک المنافع سرتيري هم د دوی د مرستې لپاره استول شوي وو.

د 1941ز کال د اپريل په شپږمه نېټه، المان د ايټاليې بريد ته راوړاندې شو، او بلغاريې او يوګوسلاويا له لارې يې پر يونان بريد وکړ، يوناني او برتانوي سرتيري يې لاندې کړل. د اپريل په شلمه نېټه، په شمال کې د يوناني مقاومت د پای ته رسولو څخه وروسته، د بلغاريې پوځ له کوم ډز کولو پرته د يونان «تريس» ته ننوت، موخه يې دا وه چې په لوېديځ «تريس» او ختيځه مقدونيه کې د ايجين سيند په څنډو کې خپلې سيمې بيا تر لاسه کړي. بلغاريايانو د «سټريمون» سيند او «ايوروس» سيند په لوېديځ کې د «اليګزينډروپولي» او «سويلين ګراډ» څخه تېرېدونکي پوله جوړونکې سيمې ونيولې. د يونان پلازمينه «اتنز» د اپريل په اوه ويشتمه سقوط وکړ، او د جون تر لومړۍ پورې، د «کريټ» له نيولو وروسته، ټول يونان د محور ځواکونو تر نیواک لاندې و. له بريد وروسته، پاچا دويم جورج لومړی کريټ او بيا قاهرې ته وتښتېد. یو يوناني ښي اړخي حکومت د نيواګرو ځواونو د ګوډاګي په توګه په اتنز حکومت وکړ.[۱۲][۱۳]

درې ګونی نيواک[سمول]

د يونان اشغال د المان، ايټاليې او بلغاريې تر منځ ووېشل شو. الماني ځواکونو تر ټولو ډېرې ستراتيژيکې مهمې سيمې ونيولې: چې هغه د کريټ د ډېرې برخې په ګډون، اتنز، تيسالونيکي، منځنۍ مسيډونيا او ګڼ ايجين ټاپوګان د. په ابتدايي ډول، الماني برخه د المان د بهرنيو چارو د دفتر د سفير «Günther Altenburg» او فيلډ مارشال «Wilhelm List» له خوا اداره کېدې. له 1942ز کال وروسته، د المان تر نيواک لاندې سيمې د سويل ختيځې اروپا لپاره د مختارې واکمنې دوه تنو هر يو «هرمن نيوباچر» او فيلډ مارشال «Alexander Löhr » له خوا اداره کېدې. د 1943ز کال د سپتمبر-اکتوبر يه مياشت کې، نوی ټاکل شوي د امنيت ځانګړو پوليسو اعلی قوماندان «Jürgen Stroop»، د «Neubacher-Löhr» حکومت وننګاوه، او په دنده کې له يوې مياشتې څخه کمه موده تېرولو وروسته په چټکۍ له دندې لېرې کړای شو. «Walter Schimana» د «Stroop» پر ځای په يونان کې د امنيت ځانګړو پوليسو اعلی قوماندان ځای ونيو، او د «Neubacher-Löhr» له حکومت سره يې د ښه کار اړيکې جوړې کړې. [۱۴][۱۵]

سرچينې[سمول]

  1. Martin Seckendorf; Günter Keber; u.a.; Bundesarchiv (Hrsg.): Die Okkupationspolitik des deutschen Faschismus in Jugoslawien, Griechenland, Albanien, Italien und Ungarn (1941–1945) Hüthig, Berlin 1992; Decker/ Müller, Heidelberg 2000. Reihe: Europa unterm Hakenkreuz Band 6, کينډۍ:ISBN
  2. "The Math of Mass Starvation and Murder: Germany in Greece During World War II". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ نومبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Τα ερείπια της γερμανικής κατοχής στην Ελλάδα (μέρος 2ο)". news247.gr. 26 October 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Οι μεγάλες καταστροφές και το γερμανικό χρέος στην Ελλάδα μέσα από ντοκουμέντα". Newsbeast.gr. 5 March 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Council for Reparations from Germany, Black Book of the Occupation (In Greek and German) Athens 2006 pp. 1018–1019" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۱ جولای ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جون ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Gregory, Frumkin. Population Changes in Europe Since 1939, Geneva 1951. pp. 89–91
  7. Mazower (2001), p. 155
  8. Munoz, Antonio J. The German Secret Field Police in Greece, 1941–44, Jefferson: MacFarland & Company, Inc., 2018, p. 95.کينډۍ:ISBN?
  9. Giannis Katris, The Birth of Neofascism in Greece, 1971 کينډۍ:ISBN? کينډۍ:Page?
  10. Andreas Papandreou, Democracy at Gunpoint (Η Δημοκρατία στο απόσπασμα)
  11. "Council for Reparations from Germany, Black Book of the Occupation (in Greek and German), Athens 2006, pp. 125–126" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۳۱ مارچ ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. K.Svolopoulos, Greek Foreign Policy 1945–1981
  13. Bamberry, Chris, Second World War: A Marxist History, 2014, Pluto Press (p. 182) کينډۍ:ISBN?
  14. Mazower, Mark Inside Hitler's Greece: The Experience of Occupation, 1941–44, New Haven: Yale University Press, 2001 p. 222. کينډۍ:ISBN?
  15. Mazower, Mark Inside Hitler's Greece: The Experience of Occupation, 1941–44, New Haven: Yale University Press, 2001 p. 223. کينډۍ:ISBN?