د متحـده عربي اماراتو تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

متحده عربي امارات د عربي ټاپوزمې په ختیځ کې پروت هېواد دی چې د سویل ختیځ لور ته یې د فارس خلیج او شمال لوېدیځ لورته یې دعمان خلیج موقعیت لري. متحده عربي امارات اووه اماراته لري او د ۱۹۷۱ز کال د ډیسمبر په دویمه یې د یوه فدراسیون په توګه بنسټ کېښودل شو. له اووه څخه شپـږ اماراته یې ( ابوظبۍ، دبۍ، شارجه، عجمان، ام القوین او فجیره ) په هماغه تاریخ سره یوځای شول او اووم امارات (راس الخمیه) د ۱۹۷۲ ز کال د فبروري په ۱۰ له یاد فدراسیون سره یوځای شو. د اووه تنو شیخانو دغه ایالتونه پخوا د تروسیال (پخلاینې) ایالتونو په نامه یادېدل، چې په ۱۹ پېړۍ کې یې له بریتانیا سره اړیکې او تړونونه درلودل.

په متحده عربي امارت کې لاسته راغلې مصنوعي شیان دا څرګندوي چې دلته د انسان د اوسېدو تاریخ، لـېـږد رالېـږد او د سوداګري مخینه ۱۲۵۰۰۰ کلونو ته رسېـږي. دا سیمه پخوا د ماګان د خلکو د اوسېدو ځای و چې په سومریانو مشهور و، چا چې له دواړو ساحلي ښارونو او د برونز له کارګرو او داخلي ویلي کوونکي سره سوداګري کوله. د انډس په دره کې د هاراپا له کلتور سره د سوداګري غني تاریخ د زیوراتو او نورو اثارو له پیدایښت سره تړاو لري. همدارنګه داسې سترې اولومړنۍ نښې نښانې شته چې له افغانستان، باختر او شام سره سوداګري ترې جوتېـږي.  [۱][۲][۳][۴]

د اوسپنې د راپېـژندل شویو دریو دورو او له هغه وروسته د یوناني کلتور په دوران کې دا سیمه د یوې ارزښتناکې ساحلي سوداګریزي سیمې په توګه پاتې شوې ده. د حضرت محمد (ص) پیغام ته د الازد د ځواب له کبله، دا سیمه په ۷ مه پېـړۍ کې اسلامي شوه. دا سیمه د ردا او د دیبا د خونړیو او ویني بهوونکو جګړو په مټ غښتلې شوه او په اسلامي پېرکې یوځل بیا د سوداګرۍ یوه ارزښتناکه سیمه وګرځیده چې مرکزیې په ځانګړي ډول د جلفر، دیبا او خورفکان بندرونو په شاوخوا کې موقعیت درلود.هغوی چې د ختيځ عرب له پراخ سوداګریز بهیر سره چې د هرمز په پاچاهي کې موجود و، تړاو درلود، د ختیځ عرب او اروپا ترمنځ په روانه سوداګري یې په خپل کنترول کې اخیستې وه.د لیوا او العین دننه سیمو پراخوالی پیدا کړ او یوه داسې کوچي ټولنه جوړه شوه چې په ساحلي سیمو کې يې ګډ ژوند پیل کړ.

ځینې جګړې چې په ساحلي سیمو کې پیښې شوې، په تېره بیا کله چې پرتګالیانو د افونسودی البیوکیروکیو ترمشرۍلاندې دعربو د سوداګرۍ پر سیمه یرغل وکړ، د عربو سوداګریزې اړیکي یې پری کړي او په سوداګریزو چارو کې یې ګډوډي رامنځته کړه. همدارنګه سیمه ییزي جګړې ډېري شوې او د هرمزي واک ټوټي شو. وروستۍ جګړې سمندر ته د نژدې ټولنو ترمنځ د تروسیال د سواحلو او د بریتانیا ترمنځ وشوې چې راس الخمیه پکې چورشوه. دا جګړې چې د سمندر په ساحلي غاړو کې د تروسالي ټولنو او بریتانیايي ځواکونو ترمنځ په ۱۸۰۹ ز او ۱۸۱۹ ز کلونو کې رامنځ ته شوې، په پایله کې يې په ۱۹۲۰ ز کال کې د بریتانیا او تروسالي واکمنو ترمنځ څوماده ییز تړون رامنځ ته کړ. هغه ژمنې چې ۱۸۲۰ ز کال د عمومي سمندري تړون له مخې پیل شوې د سولي او نېکمرغۍ لامل شوې او په ساحلي سیمو کې یې د طبیعي قیمتي ډبرو سوداګري په لوړ کیفیت شروع شوه چې په نوره سېمه ييزه سوداګرۍ یې هم اغېز وکړ. په ۱۸۹۲ ز کال کې یو بل تړون دې ته لاره هواره کړه چې په په عوض کې یې د دې هېواد بهرنۍ اړیکې بریتانیا ته وسپارل شوې.

له بریتانیا سره یوه بل تړون په ۱۹۶۸ ز کال کې لاسلیک شو چې له مخې به یې بریتانیا په تروسیال ایالتونوکې له لاس وهنې ډډه کوي. پرېکړه وشوه چې یو ګډ فدراسیون جوړ کړي. دا تړون د تروسیال دوو اغېـز لرونکو واکمنانو، د ابوظبهۍ واکمن شېخ زاید بن سلطان النهیان او د دوبۍ واکمن شېخ راشد بن سیدالمکتم ومنله او دوی دواړو په ګډه د تروسیال نور برحاله واکمنان دې ته راوبلل چې په دې فدراسیون کې ورسره یو ځای شي. په لومړیو کې داسې ښکارېده چې بحرین او قطر به هم د متحده عربي اماراتو له فدراسیون سره یوځای شي مګر دواړو په اخېر کې د ازادۍ اخېستو پرېکړه وکړه.

نن ورځ متحده عربي امارات پرمختللی او د لوړاقتصاد په درلودلو سره د تیلو صادرونکی هېواد دی. همدارنګه دبۍ په ځانګړې توګه په نړیوال مارکېټ بدلېـږي. اوس دبۍ د ګرځندوی، پیراو پلور او اقتصاد په مرکز بدله شوې ده . چې د نړۍ تر ټولو لوړه ودانۍ او د انسان په لاس جوړ شوی لوی بندر په کې موقعیت لري.     [۵]

لـه تاریـخ وړاندې[سمول]

په ۲۰۱۱م کال کې پخواني تبرونه، همدارنګه څو رنګه لرغوني پرېکوونکي اوغارکېندونکې توکې د جبل فایا په لرغونې سیمه کې چې په متحده عربي اماراتو کې پرته ده، وموندل شول. دا څیزونه له هغو شیانو سره ورته والی لري کوم چې د لومړنیو عصری انسانانو له خوا په ختیځه افریقا کې کارول کېدل. د تودوخې د عملیې په مټ د دغو وسایلو لرغونتیا ۱۲۵۰۰۰ کاله ته رسېـږي، چې دا د  هغو ځینو نښونښانو څرګندونه کوي چې متمدینو انسانانو له افریقا څخه دباندې ژوند کاوو. څنګه چې موږ وړاندې  فکر کاوو تر هغه پخوا عصری انسانانو افریقا پرې ایښي وه. د دې څېړنو ځای د شارجه د ملیحه لرغون پېژندنې په مرکز کې، د هافیت، ام النار، وادي سق، اوسپنې دورې، هیلینیسټیک او اسلامي دورې د قبرونو او نورو موندنو په ګډون د وروستیو کلتوري نښو نښانو ترڅنګ ساتل کـېـږي.[۶]           

د ګنګل زمانه[سمول]

د ګنګل زمانې په اوږدو کې له ۶۸۰۰۰ نه تر ۸۰۰۰ کاله وړاندې تر میلاده داسې فکر کېدلو چې ختیځ عربستان د اوسېدو لپاره مناسب ځای نه دی. د ډبري د زماني موندنې چې د عربي او عبید کلتورونو پورې اړوند دي په هغه کې ( د ډبرو غشي د تبرونو سرونه همدارنګه د عبید کلتورخاورین لوښي موندل شوي) دا ښيي چې په دغه سیمه کې د انسان اوسېدنه له ۵۰۰۰ څخه تر ۳۱۰۰ کاله تر میلاد وړاندې وه چې د خلیج  او د بین النهرین د وګړو مېشتیدنه او اړیکې ښيي.  د لرغون پېژندني نښي نښاني دا ښيي چې ترميلاد ۳۸۰۰ کاله وړاندې دعربي اوعبید کلتورونو دوره یوناڅاپه په ختیځ عربستان او د عمان په ټاپو وزمه کې  پای ته ورسېده چې دا د جهیل د اوبو د ښکته کېدو او د شګو د غونډیو د بیرته جوړیدو څخه یو څه وروسته وشول. [۷]

د بینونه د سیمي په سیمه کې چې د ابوظبۍ د امارت په لوېدیځه سیمه کې ده، د اوښانو د حلالي یو ځای پیداشو چې شاوخوا ۶۰۰۰ کاله وړاندې له میلاد پورې تړاو لري.[۸]

د هفیت دوره[سمول]

د همدې اماراتو په لوېدیځو ساحلو کې د هفیت دوره د معماري اسنادو له مخې د «تورې زریزې» په نوم پېژندل کېږي، چې د اقلیمي بدلونونو له کبله دا را پېښ شو یدی. د هفیت دوره وروسته له هغه ونومول شوه کله چې پراخ او د مچۍ ځالو ته ورته قبرونه د جبل فایت په غرنۍ سېمه کې په العین کې پیداشول. اوهمداسي د بین النهرین سره د اړیکو نښو نښانو څخه یوه د جمادت ناصر خاورین لوښي وه . دا دوره دا ښيي چې د برونز د دوري انسانانو په متحده عربي اماراتو او عمان کې مېشتیدنه له ۳۲۰۰کاله څخه تر ۲۶۰۰ کاله وړاندې تر میلاده پورې وه. او دهفیت دوري قبرونه او پاتې شونې د متحده عربي امارات او عمان په سېمو کې لکه بیداء بنت سعود، جبل بوهیاس او بوریمي کې شتون لري. [۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د برونز دوره: ام النار او وادی ساق کلتورونه[سمول]

ام النار چې (ام اننار) هم ورته وايي د برونز د دورې یو کلتور و چې د لرغون پیژندونکو په اند د ۲۶۰۰ کاله څخه تر ۲۰۰۰ کاله وړاندې ترمیلاد په اوسني امارات او عمان کې یې وجود درلود. د ریښې پېژندنې له اړخه دا نوم د ورته ټاپو نوم نه اخیستل شوی چې له ابوظبۍ سره نږدې پروت دی. [۱۳][۱۴][۱۵]

سرچینې[سمول]

  1. "Early human may have left Africa earlier | Human World | EarthSky". February 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Digging in the Land of Magan - Archaeology Magazine Archive". archive.archaeology.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ سپټمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Heritage, Sharjah Directorate of Antiquities &. "Tell Abraq – Sharjah Directorate of Antiquities & Heritage". sharjaharchaeology.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۴ سپټمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. United Arab Emirates : a new perspective. Abed, Ibrahim., Hellyer, Peter. London: Trident Press. 2001. OCLC 47140175. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1900724470. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: آخرون (link)
  5. "IMF Data Mapper". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ اکتوبر ۲۰۰۷ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Early human may have left Africa earlier | Human World | EarthSky". February 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Parker, Adrian G.; et al. (2006). "A record of Holocene climate change from lake geochemical analyses in southeastern Arabia" (PDF). Quaternary Research. 66 (3): 465–476. Bibcode:2006QuRes..66..465P. doi:10.1016/j.yqres.2006.07.001. S2CID 140158532. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر September 10, 2008 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Annual Report 2017" (PDF), Department of Culture and Tourism – Abu Dhabi, 1: Culture, د کتاب پاڼي 28–119, 2017, د لاسرسي‌نېټه ۰۹ مارچ ۲۰۱۹ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Uerpmann, M. (2002). "The Dark Millennium—Remarks on the final Stone Age in the Emirates and Oman". In Potts, D.; al-Naboodah, H.; Hellyer, P. (المحررون). Archaeology of the United Arab Emirates. London: Trident Press. د کتاب پاڼي 74–81. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-900724-88-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Morton, Michael Quentin (15 April 2016). Keepers of the Golden Shore: A History of the United Arab Emirates (الطبعة 1st). London: Reaktion Books. د کتاب پاڼي 178–199. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1780235806. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ نومبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په 2011-12-30 باندې). Al Ain bears evidence of a culture's ability to adapt. GulfNews.
  12. Christopher P. Thornton; Charlotte M. Cable; Gregory L. Possehl (2016). The Bronze Age Towers at Bat, Sultanate of Oman. University of Pennsylvania Press, Inc. د کتاب پاڼي i–vi. doi:10.2307/j.ctv2t4ct6.1. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-9345-3607-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. UAE History: 20,000 - 2,000 years ago - UAEinteract Archived 2013-06-13 at the Wayback Machine.
  14. "UNESCO - Tentative Lists". Settlement and Cemetery of Umm an-Nar Island. UNESCO. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. The Archaeology of Ras al-Khaimah Archived 2009-03-07 at the Wayback Machine.