Jump to content

د متحده لیږد رالیږد چوپړتیاوي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د متحده لېږد چوپړتیاوي یا د یونایټډ پارسل خدمت ( UPS ) یو امریکایی څو ملیتي د بار وړلو او ترلاسه کولو او همدارنګه باربري مدیریتي شرکت دی چئ په 1907 کي رامنځ ته سوی دی. یو پي ایس چي د امریکا یو پرمختللې او مشهوره کمپنۍ ده؛ په 1907 کي د جیمز کاسي او کلاوډ ریان لخوا لومړی ځل د چاپي خدماتو د انتقال لپاره په واشنګټن ډي سي کي را پيل سوه، چي وروسته یې په 1913-1919 کي د اجناسو د لیږد او ډیلیوري برخه هم ور ګډه کړل.

یاده کمپنۍ په اوس وخت کي د پنځه لکه څخه د زیاتو کارکوونکو په درلودلو سره د نړۍ په ۲۰۰ هېوادونو کي د اجناسو، اسنادو او اموالو د لېږد را لېږد چوپړتیاوي او دروازه په دروازه رسولو خدمات لري.

یو پي ایس (UPS) ادعا کوي چي په اوسط ډول د ورځي ۲۲.۳ میلیونه د اجناسو د لېږد او را لېږد خدمات ترسره کوي چي تقریبا د کاله ۵.۷ بیلیونه ته رسېږي.