د متحده ایالاتو کنفدریشن دوره

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د متحده ایالاتو په تاریخ کې د کنفدریشن دوره په ۱۷۸۰ مه ز لسیزه کې د امریکا له انقلاب وروسته د متحده ایالاتو د اساسي قانون تر تصویب پورې دوره ده. په ۱۷۸۱ ز کال کې متحده ایالاتو د کنفدریشن اصول تصویب کړل او ویې کولای شول چې بریتانوي ځواکونو ته د امریکا د انقلابي جګړې په وروستۍ لویه ځمکنۍ جګړه یا د یورک ټاون په جګړه کې ماتې ورکړي. په ۱۷۸۳ ز کال کې د پاریس هوکړې په لاسلیک کېدو سره د امریکا خپلواکي تائید شوه. نوي په پښو درېدلي متحده ایالات، له ګڼ شمېر ګواښونو سره مخامخ شول، چې ډېری هغو د ملي پیاوړي دولت او یو موټي سیاسي کلتور له نشتوالي سرچینه اخیسته. دغه دوره، وروسته له هغه چې په ۱۷۸۹ ز کال کې د متحده ایالاتو د اساسي قانون په تصویب سره نوی، پیاوړی او ملي دولت رامنځته شو، پای ته ورسېده.

د کنفدریشن د اصولو له مخې، د ایالتونو ترمنځ شیندلي کنفدریشن او کمزوری فدرال حکومت رامنځ ته شو. د استازو یوې جرګې د خپلو ایالتونو استازولي کوله. دغه یوه جرګه لرونکی جوړښت چې په رسمي ډول د متحده ایالاتو د کانګرس په نوم یادېده، لږ واک درلود او نه یې شو کولای، له خپلو ایالتونو نه په خپلواکه بڼه څه ترسره کړي. نه یې کوم اجرائیوي مشر درلود او نه هم قضايي سیسټم. کانګرس واک نه درلود چې مالیات وټاکي، بهرنۍ او یا د ایالتونو ترمنځ سوداګري تنظیم کړي او یا هم له بهرنیو قدرتونو سره اغېزمنې خبرې ترسره کړي.د کانګرس کمزورتیا د سیاسیونو د پیاوړتیا لامل وګرځېد، ځکه چې هغه مهال مخکښو سیاسي څېرو په ایالتي حکومتونو او یا هم بهرنیو بستونو کې کار کاوه. د متحده ایالاتو پر وړاندې د شته ستونزو په حل کولو کې د ملي حکومت ناکامي د دې لامل شوه، چې د اصلاحاتو او جلاتوب اړوند د پرله پسې خبرو غوښتنه وشي.

د پاریس د هوکړې له مخې په پراخه کچه قلمرو له اطلس سمندرنه تر مسي سي پي سیند پورې د متحده ایالاتو واک ته ورغی. د ټرانس-اپلاچین سیمو تصفیه تر ډېره د ځایي امریکایانو او ګاونډیو بهرنیو قدرتونو، لکه: لویې بریتانیا او هسپانیا د مقاومت له امله له ستونزو سره مخامخ وه. بریتانیا د متحده ایالاتو د قلمرو خوشي کول رد کړل، په داسې حال کې چې هسپانویانو هم د لوېدیځ له تصفیې نه د مخنیوي په موخه د مسي سي پي پر سیند خپل کنټرول وساته. په ۱۷۸۷ ز کال کې کانګرس شمال لوېدیځ فرمان تصویب کړ، چې له مخې یې د ملي حکومت تر کنټرول لاندې د لومړي منظم قلمرو په تاسیس کولو سره مهمه بېلګه رامنځته کړه.

د کنفدریشن په اصولو کې د تعدیل رامنځته کولو په برخه کې د کانګرس د هڅو له ناکامۍ وروسته، ګڼ شمېر ملي مشران په ۱۷۸۷ ز کال کې په فلادلیفیا کې د نوي اساسي قانون د جوړولو په موخه سره راغونډ شول. نوی اساسي قانون په ۱۷۸۸ ز کال کې تصویب او په ۱۷۸۹ ز کال کې د نوي فدرال دولت په کار پیل کېدو سره د کنفدریشن دورې پای څرګند شو.

مخینه[سمول]

خپلواکي او خپل حکومت[سمول]

د بریتانیا د واکمنۍ پر وړاندې د ۱۷۷۵ ز کال په اپریل میاشت کې د امریکا د انقلاب جګړه د لیکسینګټون او کانکورډ په جګړو سره پیل شوه. دویم قاره يي کانګرس د ۱۷۷۵ ز کال په مۍ میاشت کې غونډه وکړه او د ویرجینايي جورج واشنګټن تر مشرۍ لاندې چې د سورپوستو او فرانسویانو په جګړه کې یې برخه لرله، د کانګرس په بودیجه پوځ تاسیس کړ. په داسې حال کې چې جګړې دوام درلود، د ۱۷۷۶ ز کال د جولای په ۴ مه نېټه کانګرس د خپلواکۍ اعلامیه تصویب کړه. هم مهاله، کله چې کانګرس د خپلواکۍ اعلامیه تصویب کړه، د دغه نوي هېواد لپاره یې د اساسي قانون د جوړولو کمېټه وټاکله. په داسې حال کې چې په کانګرس کې یو شمېر غړو د پیاوړي مرکزي حکومت هیله لرله، خو ګڼ شمېر امریکایانو غوښتل چې د قانون جوړولو واک د ایالتونو په خپل واک کې وي او مرکزي حکومت ته یې اړتیا یوازې د جګړې پر مهال لیدله. په پایله کې نوی رامنځته شوی اساسي قانون چې د کنفدریشن د اصولو په نامه پېژندل کېده، په ایالتي حکومتونو باندې د لږ واک لرونکي ملي حکومت وړاندوینه وکړه. د دغه نوي اساسي قانون لومړۍ مادې د نوي کنفدریشن نوم کېښود – د امریکا متحده ایالات.[۱][۲][۳][۴]

د جان ډیکنسون له خوا د کنفدریشن د اصولو لومړۍ مسوده، د ۱۷۷۶ ز کال د جولای په ۱۲ مه نېټه کانګرس ته وړاندې شوه، خو کانګرس د اساسي قانون دغه وړاندیز د ۱۷۷۷ ز کال تر نومبر میاشتې پورې ایالتونو ته و نه لېږه. د اساسي قانون درېیو اصلي موضوعاتو کانګرس په درېیو برخو ووېشه: د آپالاچي غرونو په لوېدیځو ځمکو د ادعا په ګډون پوله يیز ایالتونه، په نوي کانګرس کې ایالتي استازولي او ایا په ایالتونو باندې د مالیاتو په برخه کې غلامان په نظر کې ونیول شي او که نه. په پایله کې، کانګرس پرېکړه وکړه چې هر ایالت په کانګرس کې د یوې رایې حق لري او غلامان د مالیاتو په لګولو کې کوم اغېز نه لري. په ۱۷۸۰ ز کال کې، په داسې حال کې چې جګړې دوام درلود، له مریلینډ پرته نورو ټولو ایالتونو دغه اصول تصویب کړل؛ مریلینډ تر هغه مهاله د دغه اساسي قانون تصویب رد کړ، کله چې په کانګرس کې ټولو ایالتونو په لوېدیځو ځمکو باندې په ادعا سترګې پټې کړې. د بریتانیا سویلي ستراتیژي او د امریکا د فرانسوي متحدینو فشار ویرجینیا اړ کړه، چې د اوهایو سیند په شمالي برخو له ادعا لاس پر سر شي. مریلینډ بالاخره دغه اصول د ۱۷۸۱ ز کال په جنوري میاشت کې تصویب کړل. نوی اساسي قانون د ۱۷۸۱ ز کال په مارچ میاشت کې نافذ شو او د کنفدریشن کانګرس له تخنیکي پلوه د ملي حکومت په توګه د دویم قاره يي کانګرس ځای ونیو، خو په عملي بڼه د نوي کانګرس جوړښت او پرسونل په بشپړ ډول پخواني کانګرس ته ورته وو. [۵][۶]

د امریکا د انقلاب پای[سمول]

د ۱۷۸۱ ز کال په سپټمبر میاشت کې په یورک ټاون جګړه کې د امریکا له بریا او د ۱۷۸۲ ز کال په مارچ میاشت کې د بریتانوي لومړي وزارت د شمالي وزارت له منځه تلو وروسته دواړه لوري د سولې هوکړې ته د رسېدو په لټه کې و. د امریکا انقلابي جګړه په ۱۷۸۳ ز کال کې د پاریس د هوکړې له لاسلیک کېدو وروسته پای ته ورسېده. دغې هوکړې د امریکا  د متحده ایالاتو خپلواکي او د لویو سیندونو (Great Lakes)  له سویلي غاړو نه د اپالاچین غرو په اوږدوالي کې، په لویدیځ لوري کې تر میسي سي پي سیند پورې د امریکا کنټرول خوندي کړ. په داسې حال کې چې د بریتانیا پارلمان په ۱۷۷۴ ز کال کې د کیوبیک د قانون د برخې په توګه ټرانس اپالاچین سیمه له کیوبیک سره اړونده وبلله، ګڼ شمېر ایالتونو په دغه سیمه کې د شاهي منشورونو او اعلامیو له مخې ځمکنۍ ادعاوې لرلې ،چې د دوی پولې یې له «سیند نه تر سیند» پورې تعریف کولې. یو شمېر امریکایانو بیا دا هیله لرله چې دغه هوکړه به فلوریدا هم د دوی په واک کې ورکړي، خو دغه قلمرو هسپانیې ته چې له بریتانیا سره په جګړه کې د امریکا او د هغو د فرانسوي متحدینو په خوا کې درېدلې وه او د غنایمو غوښتنه یې کوله، بېرته ورکړل شوه. بریتانویانو په سخت او بریالي ډول له کاناډا نه د ساتنې په موخه جګړه وکړه او له همدې امله یې دغه هوکړه تصدیق کړه.[۷][۸][۹]

په هغه مهال کې څارونکي او تاریخ پوهان د بریتانیا په ځمکني سخاوت ټینګار کوي. د آلورد، هارلو او ریچسون په څېر تاریخ پوهان ټینګار کوي چې د بریتانیا ځمکني سخاوتمندانه شرایط د بریتانیا او متحده ایالاتو ترمنځ د نږدې اقتصادي اړیکو له امله د دولتي لیدلوري پر بنسټ و. دغه هوکړه، د امریکا د نفوسو د ودې د اسانولو او د بریتانیا لپاره د هېڅ ډول نظامي او اداري لګښتونو پرته د انګلیسي سوداګرو لپاره د ګټمن بازار د رامنځته کولو په موخه طراحي شوې وه. لکه څرنګه چې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر کنت ورجنس وروسته څرګنده کړه:«انګلیسان د دې پر ځای چې سوله رامنځته کړي، ان هغه پېري».[۱۰][۱۱]

سرچینې[سمول]

  1. Ferling 2003، ص. 177–179.
  2. Ferling 2003، ص. 175–176.
  3. Ferling 2003، ص. 135, 141–144.
  4. Ferling 2003، ص. 128–129.
  5. Ferling 2003، ص. 230–232.
  6. Ferling 2003، ص. 179–182.
  7. Nugent (2008), pp. 23–24
  8. Charles R. Ritcheson, "The Earl of Shelbourne and Peace with America, 1782–1783: Vision and Reality." International History Review (1983) 5#3 pp: 322–345. online
  9. Ferling 2003، ص. 241–242.
  10. Quote from Thomas Paterson, J. Garry Clifford and Shane J. Maddock, American foreign relations: A history, to 1920 (2009) vol 1 p. 20
  11. Charles R. Ritcheson, "The Earl of Shelbourne and Peace with America, 1782–1783: Vision and Reality." International History Review (1983) 5#3 pp: 322–345. online