د متحده ایالاتو په ایالتونو کې د ښځو لپاره د رایو د حق غوښتنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په متحده ایالاتو کې د ښځو د رایو د ورکړې حق غوښتنه په بشپړه او یا هم په جزیي بڼه د نوولسمې پېړۍ په وروستۍ لسیزو او د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د ښارونو، سیمو او ایالتونو په کچه پیل شوه. له دې امله چې ښځو په یو شمېر برخو کې د رایو ورکولو حق ترلاسه کړ، دوی د ښوونیزو حوزو د مدیره پلاوي، د ښاري چارو د مخته وړونکو، د ایالتي قانون جوړونکو، قاضیانو او همدارنګه د ژانت رانکین قضیې ته ورته د کانګرس د څوکیو په څېر د دولتي ځایګیو د ترلاسه کولو په موخه ځانونه نوماند کړل.

د ښځو د رایو ورکولو د حق لپاره مبارزه په ټولو ایالتونو کې د اساسي قانون د اصلاح په موخه د مبارزې سره هم مهاله ترسره شوه چې له امله یې په ټولو ایالتونو کې ښځو دغه حق ته لاسرسی وموند. دغه مبارزه په ۱۹۲۰ زکال کې د متحده ایالاتو د اساسي قانون د ۱۹مې اصلاحیې په تصویب کېدو بریالۍ شوه.

ایالتونه او سیمې[سمول]

لویدیځ[سمول]

په ټولیزه بڼه د متحده ایالاتو لویدیځ ایالتونه او سیمې د ختیځو ایالتونو په پرتله د ښځو د رایو ورکولو د حق لپاره مساعد وو. له دې امله چې لویدیځې سیمې په سرحدي برخو کې د ښځو له کمښت سره مخ وې، وړاندیز دا وشو څو هغوی د ختیځو ایالتونو د ښځو لپاره ځانونه په غوره حالت کې وښيي «معامله لا پسې خوږه کړي» او دغو سیمو ته د ښځو کډوالي وهڅوي؛ همدارنګه دوی ته وښيي چې په دغو سیمو کې ورته د رایو ورکولو حق ورکول کېږي ځکه چې دلته له وړاندې څخه ښځو د رایو ورکولو حق درلود. سوزان بي آنتوني وویل چې لویدیځ نارینه له خپلو ختیځو وروڼو څخه ځوانمرده دي. په ۱۸۷۱ زکال کې آنتوني او الیزابت کډي سټانټون ګڼ شمېر لویدیځو ایالتونو ته سفر وکړ چې په دغو کې یې ځانګړی پام وایومېنګ او یوتا ته وکړ ځکه هلته ښځو له وړاندې څخه د رایو ورکولو حق درلود. په ختیځ کې د رایو د حق غوښتنې په موخه د دوی ویناوې تر ډېره پورې د افکارو جوړونکو: سیاستوالو، وزیرانو او مقاله لیکونکو له خوا له ملنډو سره مخ کېدې او یا یې هم غندلې. انتوني په ۱۸۷۷، ۱۸۹۵ او ۱۸۹۶ زکال کې بیاځلي لویدیځ ته سفرونه وکړل. د ۷۶ کلونو په عمر هغه مهال چې انتوني لویدیځ ته وروستي سفر وکړ د هغې نظریاتو پام وړ شهرت او ځایګی موندلی وو. [۱][۲]

فعالینو د رایو د حق په واحدې موضوع تمرکز درلود او په مستقیم ډول د نظر ورکوونکو لوري ته ورغلل څو هغوی متقاعد کړي څو د رایو د ورکړې له حق څخه ملاتړ وکړي.

په ۱۹۲۰ زکال کې هغه مهال چې په ټول هېواد کې ښځو د رایو د ورکړې حق ترلاسه کړ، د وایومېنګ ښځو له دوی څخه نږدې نیمه پېړۍ وړاندې په ټاکنو کې ګډون کاوه.

اریزونا[سمول]

په اریزونا کې د ښځو د حقونو لومړنۍ مدافعینې د ښځو د مسیحي اعتدال د اتحادیې (WCTU) غړې وې. دواړو جوزفین برولي هیوز او فرانسېس ویلارډ دغې اتحادیې ته د غړو د جذب په موخه د ۱۸۸۰مې لسیزې په نیمايي کې اریزونا ته سفر وکړ. WCTU د مقننه قوې له خوا د ښځو حقونو ته د اړوندو څو لایحو د تصویب په برخه کې بریالۍ وه. په ۱۸۹۱ زکال کې د اریزونا د اساسي قانون د کنوانسیون د جوړېدو پر مهال د دغه ایالت په نوي اساسي قانون کې ښځو ته په نږدې بشپړه توګه د رایو ورکولو حق ورکړل شو، خو دغه پرېکړه د دریو رایو په کمښت تصویب نه شوه. له کنوانسیون وروسته هیوز او مېرمن اي ډي ګارلیک د اریزونا د ښځو لپاره د رایو د حق غوښتنې ټولنه جوړه کړه. د ښوونیزو حوزو د پلاوو په ټاکنو کې ښځو ته د رایو ورکولو د حق لایحه په ۱۸۹۷ زکال کې تصویب شوه. د ښځو د عمومي رایو د ورکولو لایحې سیمه ییزې مقننې قوې ته په ۱۸۹۹ او ۱۹۰۱ زکال کې ولېږل شوې، خو تصویب نه شوې. له همدې امله له ۱۹۰۵ زکال وروسته د څو کلونو لپاره په اریزونا کې د ښځو لپاره د رایو د حق غوښتنې خوځښت خپل فعالیت بند کړ. [۳][۴][۵][۶][۷][۸][۴][۹][۱۰]

په دغه ایالت کې ښځو د لومړي ځل لپاره د رایو ورکولو په موخه په ۱۹۱۳ زکال کې نومونه ثبت کړل او د ۱۹۱۴ زکال په ابتدایه ایالتي ټاکنو کې یې ونډه واخیسته. اریزونا د اساسي قانون ۱۹مه اصلاحیه د ۱۹۲۰ زکال د فبروري په ۱۲مه نېټه تصویب کړه. له دې سره هم د اریزونا بومي امریکایان د خپل تابعیت د وضعیت له امله له رایو ورکولو محروم شول. په ۱۹۲۴ زکال کې د بومي وګړو د تابعیت قانون ټول بومي امریکایان د متحده ایالاتو تابعیت لرونکي وګړي اعلان کړل. خو بیا هم د دې اړوند چې ایا بومي امریکایان په اریزونا کې کولای شي رایه ورکړي او که نه، د نظر اختلاف شتون درلود. په ۱۹۲۸ زکال کې د اریزونا سترې محکمې حکم ورکړ چې سورپوستو ته په ځانګړو شوو سیمو کې استوګن بومي امریکایان نه شي کولای رایه ورکړي. دغه حکم په ۱۹۴۸ زکال کې لغو شو. ورته مهال د سواد دوامداره ازموینو بومي امریکایان د رایو له ورکړې څخه راګرځول. په ۱۹۶۵ زکال کې د رایو ورکولو د حق قانون مرسته وکړه چې بومي امریکایان د رایو په ورکړې کې له لا زیاتو حقونو برخمن شي. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

کالیفورنیا[سمول]

د کالیفورنیا رایو ورکوونکو په ۱۹۱۱ زکال کې ښځو ته د رایو د ورکړې حق وروسته له هغې ورکړ چې دوی د کالیفورینا په اساسي قانون کې د تعدیل ۴م وړاندیز ومانه. په کالیفورنیا کې ښځو ته د رایو د ورکړې د حق په مبارزه کې په سلګونو ښځینه او نارینه وو ونډه لرله. کلارا الیزابت چن لي لومړنۍ چینايي الاصله امریکايي مېرمن وه چې رایه یې ورکړه. نوموړې د ۱۹۱۱ زکال د نومبر په ۸مه په کالیفورنیا کې د رایې ورکولو په موخه نوم ثبت کړی و. [۱۹]

کلراډو[سمول]

سیمه ییز والي، جان ایوانز په ۱۸۶۸ زکال کې د دغې سیمې په مقننه شورا کې ښځو ته د رایو د ورکړې حق ترویج کړ. بیا ځلي د ښځو د رایو د ورکړې حق د ۱۸۷۰ زکال پر مهال په مقننه شورا کې د والي اډوارډ ام مک کوک له خوا وړاندې شو. په ۱۸۷۶ زکال کې د ښځو لپاره د رایو ورکولو حق غوښتونکې ډله (Territorial Woman Suffrage Society) رامنځته شوه او د ایالتي اساسي قانون کنوانسیون یې په نښه کړ. له دې سره هم ښځو د نوي اساسي قانون له مخې د مساوي رایې حق ترلاسه نه کړ او یوازې ورته د ښوونیزو حوزو د پلاوي په ټاکنو کې د رایې ورکولو حق ورکړل شو. د دغې چارې په موخه د ټول پوښتنې ترسره کول تصویب شول او د ۱۸۷۷ زکال د اکتوبر په ۲مه ټول پوښتنه ترسره شوه. د رایو غوښتونکو له هڅو سره بیا هم د دغې ټول پوښتنې پایله منفي وه. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

د کلراډو عمومي اسمبلۍ په ۱۸۹۳ زکال کې د بلې ټول پوښتنې د ترسره کولو پرېکړه تصویب کړه. په دغه ایالت کې د ښځو د رایو ملاتړو ډلو یوازې په ۲۵ ډالرو باندې خپله تبلیغاتي مبارزه پیل کړه. د امریکايي ښځو د رایو د حق ملي ټولنې کلراډو ته مالي مرستې او د کمپاین تنظیم کوونکي ولېږل. خبریالې میني رینولډز د دغه ایالت شاوخوا ۷۵ سلنه اخبارونه دې ته متقاعد کړل څو د رایو غوښتنکو د هڅو ملاتړ وکړي. هغه مهال چې د ۱۸۹۳ زکال د نومبر د اوومې نېټې ټول پوښتنې ښځو ته د رایو د ورکړې حق تصویب کړ، کلراډو دویم ایالت شو چې ښځو ته یې د رایو ورکولو حق ورکړ او همدارنګه لومړنی ایالت شو چې نارینه و د ښځو د رایو د حق په موخه رایه ورکړه. وروسته له هغه چې ښځو د برابرې رایې حق ترلاسه کړ، په ټاکنو کې یې برخه واخیسته او په دغه ایالت کې یې له اصلاحي چارو ملاتړ وکړ. د کارولین سپنسر په څېر د کلراډو فعالینو په نورو ایالتونو کې د ورته حق د ترلاسه کولو په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکړ او له کانګرېسنل اتحادیې (Congressional Union) سره مل شول. کلراډو د ۱۹۱۹ زکال د ډسمبر په ۱۵مه د متحده ایالاتو د اساسي قانون ۱۹م تعدیل هم تصویب کړ. له دې سره هم هغو بومي امریکايي مېرمنو چې د سورپوستو لپاره په ځانګړو شوو سیمو کې یې ژوند کاوه تر ۱۹۷۰ زکال پورې ونشو کولای رایه ورکړي. [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

ایداهو[سمول]

ایداهو د اساسي قانون اصلاحیه په ۱۸۹۶ زکال کې په ایالتي کچه د ټاکنو پر مټ تصویب کړه او ښځو ته یې د رایو د ورکړې حق ورکړ. ایداهو لومړنی ایالت و چې د دغې اصلاحیې پلي کېدو ته یې اجازه ورکړه.

مونتانا[سمول]

مونتانايي نارینه وو په ۱۹۱۴ زکال کې د ښځو پر وړاندې د تبعیض د له منځه وړو په موخه رایه ورکړه او په ۱۹۱۶ زکال کې یې د متحده ایالاتو کانګرس ته د دغه ایالت په استازولۍ ژانت راکین ور معرفي کړه چې د متحده ایالاتو د کانګرس لومړنۍ ښځینه غړې شوه.

نیو مکسیکو[سمول]

نیومکسیکو وروسته له هغه چې دغه سیمه په ایالت واوښته او اساسي قانون یې ولیکل شو ښځو ته یې اجازه ورکړه چې د ښوونیزو حوزو د مدیره پلاوي په ټاکنو کې رایه ورکړي. له دې وروسته په نیو مکسیکو کې د ښځو د رایو ورکولو حق غوښتونکو په فدرال کچه هغوی ته د رایو د حق د ترلاسه کولو لپاره په اساسي قانون کې د تعدیل په موخه مبارزې ته دوام ورکړ. [۳۸][۳۹]

واشنګټن[سمول]

په ۱۸۵۴ زکال کې واشنګټن یو له هغو لومړنیو سیمو څخه و چې ښځو ته یې د رایو ورکولو د حق د ورکړې په برخه کې هڅې وکړې. د قانون جوړونکو دغه اقدام یوازې د یوې رایې له امله ماته وخوړه. په ۱۸۷۱ زکال کې د واشنګټن د ښځو د رایو حق غوښتونکې ټولنه جوړه شوه چې مشري یې سوزان بي آنتوني او آبیګیل سکاټ ډانیوې کوله. په دغه برخه کې بریالۍ لومړنۍ لایحه په ۱۸۸۳ زکال کې تصویب شوه (په ۱۸۸۷ زکال کې لغو شوه)، بله یې هم ۱۸۸۸ زکال ته اړوند وه (چې دا همدغه کال لغو شوه). د ښځو د رایې د حق خوځښت هیله لرله چې دوی به وکولای شي دغه حق د ټول پوښتنې پر مټ تضمین کړي، لومړنۍ ټول پوښتنه په ۱۸۸۹ زکال (هغه کال چې واشنګټن ایالت شو) او دویمي په ۱۸۹۸ زکال کې ترسره شوه، خو د دواړو پایلې منفي وې. بالاخره په ۱۹۱۰ زکال کې د متحده ایالاتو د اساسي قانون تعدیل ښځو ته د رایو بشپر حق ورکړ. [۴۰][۴۱][۴۲]

سرچينې[سمول]

  1. Beeton, Beverly (April 1982). "Susan B. Anthony's Woman Suffrage Crusade in the American Wes". Journal of the West. 21 (2): 5–15. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Myres 1982، ص. 232.
  3. Cleere, Jan (14 March 2015). "Western Women: Meet crusader Elizabeth Josephine Brawley Hughes". Arizona Daily Star. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Anthony 1902، ص. 470.
  5. Hu, Joanna. "Biographical Sketch of Lida P. Robinson". Biographical Database of NAWSA Suffragists, 1890-1920 – عبر Alexander Street. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Harper 1922، ص. 11.
  7. Harper 1922، ص. 10.
  8. Osselaer 2009، ص. 15.
  9. Osselaer 2009، ص. 10.
  10. Osselaer 2009، ص. 8.
  11. Harper 1922، ص. 15.
  12. "Arizona and the 19th Amendment". U.S. National Park Service. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Ferguson-Bohnee 2016، ص. 1108.
  14. Ferguson-Bohnee 2016، ص. 1111.
  15. Ferguson-Bohnee 2016، ص. 1112.
  16. Ferguson-Bohnee 2016، صص. 1105, 1107.
  17. Ferguson-Bohnee 2016، صص. 1103-1104.
  18. Osselaer 2009، صص. 52, 54.
  19. Alexandra, Rae (26 August 2020). "The First Chinese-American Woman to Vote in the US Fought For Immigrants". KQED. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "The Road to the Vote". History Colorado. 7 November 2019. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Women's Suffrage Movement". Colorado Encyclopedia. Adapted from Carl Abbott, Stephen J. Leonard, and Thomas J. Noel in Colorado: A History of the Centennial State (2013) University Press of Colorado. May 6, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: آخرون (link)
  22. "The Road to the Vote". History Colorado. 7 November 2019. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Duncan, Elizabeth (April 9, 2020). "Caroline Nichols Churchill". Colorado Encyclopedia. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Frost, Jennifer; Chomic, Leslie; Goldstein, Marcia; Hunt, Rebecca; Voehringer, Heidi (2002). "Document 9: Caroline Nichols Churchill, "Women at School Elections," The Colorado Antelope, (March 1881)". Women and Social Movements. 2: 28 – عبر Alexander Street. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Beaton 2012، ص. 55.
  26. Brown 1898، ص. 8.
  27. Brown 1898، ص. 5.
  28. Moore 2020، ص. 10.
  29. Rounsville, Sarah. "The Non-Partisan Equal Suffrage Association of Colorado". Intermountain Histories. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Annals of the American Academy of Political and Social Science 1901، ص. 165.
  31. Harper 1922، ص. 60.
  32. "Caroline Spencer, MD". Colorado Women's Hall of Fame. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "What does Equal Suffrage mean?". History Colorado. 16 August 2020. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Beaton 2012، ص. 104.
  35. Anthony 1902، ص. 515.
  36. Anthony 1902، ص. 514.
  37. Brown 1898، ص. 18.
  38. "State-by-State Race to Ratification of the 19th Amendment - Women's History". U.S. National Park Service. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Strykowski, Jason (22 May 2020). "'Sphere of Usefulness': New Mexico and women's suffrage". Santa Fe New Mexican. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. "The History of Voting and Elections in Washington State". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ مارچ ۲۰۲۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ سپټمبر ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. "WOW Museum: Western Women's Suffrage - Washington". theautry.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ جنوري ۲۰۱۰ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. "Washington State History Society > Women's History Consortium". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ اپرېل ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ سپټمبر ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)