د متحده ایالاتو په استعماری تاریخ کې غلامی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دا مقاله د استعمار په دوره کې د غلامۍ په اړه ده. د متحده ایالاتو د را منځ ته کېدو وروسته، د غلامۍ په اړه، غلامي په متحده ایالاتو کې مقالې ته مراجعه وکړئ.

د ۱۵۲۶ کال نه تر ۱۷۷۶ کال پوری غلامي د متحده ایالاتو په استعماری تاریخ کې د پیچلو لاملونو له امله پراخه شوه، او څېړونکو د غلامۍ  او د غلام د سوداګرۍ  بنسټونو د پرمختګ د تشرېح کولو په اړه  ډېر نظریات وړاندی ګړې دي. غلامۍ په اروپایي مستعمرو کې د کار له تقاضا سره، په ځانګړې توګه په کارابین او جنوبی امریکا کې د بورې د مستعمرو د تشدیدي کار په بنسټ د اقتصادي نظامونو لپاره چې د بریتانیا، فرانسې ، اسپانیا، پرتګال او د هالینډ جمهوریت لخوا رهبري کېدل، دوه اړخیزه اړیکه درلوده.   

د اتلانتیک د غلامانو د سوداګرۍ بیړیو د غلامۍ لپاره له افریقا څخه امریکا ته بندیان لېږدول. د شمالی امریکا په مستعمرو کې بومي خلک هم غلامان شوی وو، خو په کوچنۍ کچه. د اتلسمې پیړۍ په وروستیو کې د هند غلامی په لویه کچه پای ته ورسېده. په جنوبی ایالتونو کې د بومي خلکو غلامۍ د ولسمشر ابراهام لېنکلن له خوا په ١٨٦٣ کال کې د آزادۍ د اعلامیې تر خپرېدو دوام وکړ. همدا رنګه غلامی د آزادو خلکو د جرمونو د سزا په توګه کارول کېده. د افریقایانو لپاره په مستعمرو کې د  د غلامانو حیثیت په استعماري  قانون کې د مدنی قانون په پلی کولو او تطبیق سره میراثی بڼه غوره کړه، چې په مستعمرو کې د زیږیدلو ماشومانو نسب مور ته منسوب کېږي - چې د partus sequitur ventrem په نوم یادېده. هغه ماشومان چې د غلامې ښځې نه پیدا شوی وو، د پلار د نسب په پام کې نه نیولو سره، غلام ګڼل کېدل. هغه ماشومان چې د ازادو ښځونه پیدا شوی وو، د قومیت په نظر کې نه نیولو سره، آزاد وو. اروپایي استعماری قدرتونو امریکا د انقلاب په وخت کې، د افریقایانو او د هغوی د اولادې لپاره په ټوله امریکا کې ، د امریکا د راتلونکې په ګډون، دودیزه غلامی ځای پر ځای کړه.    [۱][۲][۳][۴]

بومي امریكایان[سمول]

د اروپایانو تر رارسیدلو دمخه او وروسته په حملو او جګړو کې د بندیانو د نیولو په نتیجه کې، بومي امریکایانو د خپلو او نورو قبایلو غړي غلامان کول. دې کار ۱۸۰۰ کلونو ته دوام وکړ. په ځینو حالاتو کې، د امریکا بومي کورنیو د خپلو له لاسه ورکړل شوو غړو پر ځای اسیران په ځانګړې توګه ځوانی ښځی یا ماشومان د اولاد په توګه قبولول. غلامی په حقیقت کې میراثی نه وه. غلامان د جګړو او د غلام پیدا کولو د یرغلونو اسیران وو. اسیران په لری واټن کې د نورو قبایلو څخه کله نا کله جنس په جنس تبادله کېدل، ماشومان د خپلو والدینو لخوا د قحطی په وخت کې پلورل کېدل؛ اوهغو ښځو او نارینه وو به چې کله هیڅ نه درلودل، ځانونه به یې په قمار کې بند کړل چی په ځینو پیښو کې یی هغوی د ژوند لپاره د مریتوب په بند کې اچول.   [۵][۶] 

په دریو جګریزوسفرونو کې د ۱۵۱۴ او ۱۵۲۵ کلونو ترمنځ هسپانوی سپېړونکو د کارولینایانو څخه د لیدنې په مهال بومي امریکایان غلام کړل چې دوی یې د سانتو دومینګو خپلې اډې ته بوتلل. د ۱۵۲۶ کال مستعمرو لپاره د هسپانوی تاج تړون په کارولینا او جورجیا کې ډېر محدودیتونه راوړل. دا اړینه وه چې د بومي امریکایانو سره ښه چلند وشي، معاش ورکړل شی او عیسویت ته واړول شی، خو دا اجازه یی هم ورکړه چې هغه مخکینی غلام شوي بومي امریکایان که چېری د نورو بومي امریکایانو لخوا غلام شوي وي، واخستل شول او کارابین ته صادر شول. دې استعمار دوام و نکړ، نو دا څرګنده نه ده چې دوی کوم غلامان صادر کړل او یا نه. بومي امریکایان په فلوریدا کې د انکومېندا encomienda یا د کارګرانو د ساتلو د سیستم په بنسټ د هسپانویانو له خوا غلام شوی وو. نوی انګلیند او کارولینا بومي امریکایان په جګړه کې ونیول او هغوی یې د غلامانو په توګه وېشل.   [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

بومي امریکایانو  ځینې لومړنی اوروپایان او استعمارګر ونیول او غلام یې کړل.[۱۳]

لویې ټولنې د ملوک الطوایفي په څېر را منځ ته شوې او غلامان یی د بې معاشه د کارګرانو په توګه ساتل. په کمپ ډوله ټولنو کې، د اسیرو غلامانو در لودل د اسیر کوونکي په نظامي شجاعت دلالت کولو. ځینې جنګی اسیران د مذهبی شکنجه او اعدام سره مخ وو. الن ګالی او نور تاریخ لیکونکی د بومي امریکایانو د جنګی اسیرانو د غلامۍ او د اروپا د غلامانو د تجارتی سیستم تر منځ په توپیرونو ټینګار کوی چې په هغه کې ګڼ شمېر بومي خلک مدغم شوي وو. ریچارډ وایټ په خپل اثر کې چې د منځنی ډګر کې، تر نامه لاندې دی، د بومي امریکا د ډلو او د لومړیو امپراتوریو ترمنځ پیچلې ټولنیزې اړیکې جوتوی، چې په هغو کې د 'غلام' دود او د سر غوڅول شامل دي. رابی ایترایج وایی،   [۱۴] [۱۵] [۱۶] [۱۷]

"هېڅ شک شتون نه لري... دا چې د هند د غلامانو سوداګړي د مخکې موجود اسارت د ډولونو دوام او توافق نه وو. دا یو نوی ډول غلام و، چی یو نوی ډول کاری تخصص باید ولري ... منظم جګړمار غلامام کوونکي وو" [۱۸]

د جګړمار غلام کېدو یو مثال د ۱۶۷۰ کلونو په وروستیو کې په ورجینیا کې د ناتانیل بیكن په کړنو کې لیدل کېږي. د ۱۶۷۶ کال په جون کې د ورجینیا اسمبلې بیكن او د هغه کسانو ته د غلامانو د ښکار جواز ورته واک ورکړ په د هغه له لارې اجازه ورکړه چې هردوښمن بومي امریکایان چی ونیول شو د ټول عمر لپاره باید غلام شي. همدارنګه هغوی هغو عسکرو ته چې بومي امریکایان یې نیولی وو، د دې حق ورکړ چې د امریکا ټول بومي غلامان یا نور بومي امریکایي دارايي لکه څنګه چې دوی نیولي وو او یا یې هم وروسته ونیسي، له ځانه سره وساتي.  په دې امرسره، جرګې د بومي امریکایانو د غلامکولو لپاره عامه پریکړه کړې وه. په وروسته کلونو کې د نورو قوانینو پایله دا شوه چې بومي امریکایان د نورو هغو غیر عیسوی نوکرانو سره په ډله کې ګډ کړل شول چې مستعمرو د ټول عمر لپاره د غلام په توګه را وارد شوي وو (تورپوسته غلامان).  [۱۹]

پیوریتن نیو انګلینډ، ویریجینیا، هسپانوي فلوریدا، او د کارولینا مستعمرو ډېری وختونه د هندي استازو له لاری د بومي امریکایانو لوی تعداد غلامۍ ته اړ ایستل چی د جګړی اجوړه او غلامان ترلاسه کړي. په نیو انګلینډ کې د غلامانو د لاس ته راوړلو یرغلونه د پیکوټ جګړه او د فیلیپ پاچا جګړه را منځ ته کړه خو وروسته له هغه چې په ١٦٧٦ کال کې وروستۍ جګړه  پای ته ورسیده، دا یرغلونه په کمېدو شول. د مېشت کېدو له لومړیو کلونو څخه غلام شوي بومي امریکایان په جیمزټاون کې وو، مګر د انګلیسي غلام کوونکو او لویدیز او اوکانیچي خلکو ترمنځ په لویه کچه همکاري چې دوی یې په وسلو سمبال کړل، تر ۱۶۴۰ کال پورې پیل نه شوه. په اوسنۍ جورجیا، ټینیسي، شمالي کارولینا، جنوبي کارولینا، فلوریدا، او احتمالا الاباما کې دې ډلو د غلام کولو بریدونه ترسره کړل. د کارولینا د غلامانو تجارت، چې د استعمارګرانو لخوا تجارت او مستقیم بریدونه دواړه پکې شامل وو، په شمالي امریکا کې د برتانوي مستعمرو تر منځ ترټولو لوی و، چې د د ګالي لخوا د ۲۴۰۰۰ څخه تر ۵۱۰۰۰ پورې بومي امریکایانو اټکل شوي وو.   [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

د تاریخ لیکونکی الریچ فیلیپس وایي چې افریقیان د غلامانو په توګه او په نوې نړۍ کې د کار کمښت لپاره غوره ځواب ګڼل کېدل ځکه چې د امریکا بومي غلامان د چاپیریال سره ډیر آشنا وو، او ډیری وختونه به سرحدي بلدو سیمو ته په بریالیتوب سره تښتېدل. افریقیانو په نامعلومو سیمو کې ژوندي پاتې کېدو لپاره ډیرې ستونزې درلودې. همدارنګه، امریکا د استعمار په پیل کې د بورې په سوداګرۍ باندې تکیه درلوده. د هغې کښت او ناروغۍ لیږدونکي غوماشو د ملاریا ناروغۍ لامل کېدلې، چې افریقایان د اصلي امریکایی غلامانو په پرتله له دې ناروغۍ زنانمن کېدل. [۲۴]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. James A. Cox, "Bilboes, Brands, and Branks: Colonial Crimes and Punishments", Colonial Williamsburg Journal, Spring 2003.
  2. E.g., Alisha Ebrahimji, "Slavery as a punishment for crimes is in the books in Ohio and lawmakers have been trying to change that for years", CNN, June 24, 2020; accessed 2021.10.18.
  3. Oxford Journals کينډۍ:Subscription
  4. Botzer, Tally (2017-08-15). "Myths and Misunderstandings: Slavery in the United States". American Civil War Museum (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Lauber, Almon Wheeler (1913). "Enslavement by the Indians Themselves, Chapter 1 in Indian Slavery in Colonial Times Within the Present Limits of the United States". 53 (3). Columbia University: 25–48. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة)
  6. Gallay, Alan (2009). "Introduction: Indian Slavery in Historical Context". In Gallay, Alan (المحرر). Indian Slavery in Colonial America. Lincoln, NE: University of Nebraska Press. د کتاب پاڼي 1–32. د لاسرسي‌نېټه March 8, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Hoffman, Paul E. (1980). "A New Voyage of North American Discovery: Pedro de Salazar's Visit to the "Island of Giants"". The Florida Historical Quarterly. 58 (4): 415–426. ISSN 0015-4113. JSTOR 30140493. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Peck, Douglas T. (2001). "Lucas Vásquez de Ayllón's Doomed Colony of San Miguel de Gualdape". The Georgia Historical Quarterly. 85 (2): 183–198. ISSN 0016-8297. JSTOR 40584407. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Milanich, Jerald T. (2018). Florida Indians and the Invasion from Europe. Gainesville: Library Press at UF. OCLC 1021804892. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-947372-45-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Guitar, Lynne, No More Negotiation: Slavery and the Destabilization of Colonial Hispaniola's Encomienda System, by Lynne Guitar, د لاسرسي‌نېټه ۰۶ ډيسمبر ۲۰۱۹ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Indian Slavery in the Americas- AP US History Study Guide from The Gilder Lehrman Institute of American History (په انګلیسي ژبه کي), 2012-03-22, د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ مارچ ۲۰۲۱ باندې, د لاسرسي‌نېټه ۰۶ ډيسمبر ۲۰۱۹ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Lauber, Almon Wheeler (1913). "The Institution as Practiced by the English, Part 2 in Indian Slavery in Colonial Times Within the Present Limits of the United States". 53 (3). Columbia University. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة)
  13. Lauber, Almon Wheeler (1913). "Enslavement by the Indians Themselves, Chapter 1 in Indian Slavery in Colonial Times Within the Present Limits of the United States". 53 (3). Columbia University: 25–48. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة)
  14. Gallay, Alan. (2002) The Indian Slave Trade: The Rise of the English Empire in the American South 1670–1717. Yale University Press: New York. کينډۍ:ISBN, p. 187–90.
  15. Gallay, Alan. (2002) The Indian Slave Trade: The Rise of the English Empire in the American South 1670–1717. Yale University Press: New York. کينډۍ:ISBN, pg. 29
  16. White, Richard. (1991) The Middle Ground: Indians, Empires, and Republics in the Great Lakes Region. Cambridge University Press. کينډۍ:ISBN
  17. "Europeans did not introduce slavery or the notion of slaves as laborers to the American South but instead were responsible for stimulating a vast trade in humans as commodities." (p. 29) "In Native American societies, ownership of individuals was more a matter of status for the owner and a statement of debasement and "otherness" for the slave than it was a means to obtain economic rewards from unfree labor. … The slave trade was an entirely new enterprise for most people of all three culture groups [Native American, European, and African]." (p. 8) Gallay, Alan. (2002) The Indian Slave Trade: The Rise of the English Empire in the American South 1670–1717. Yale University Press: New York. کينډۍ:ISBN, pg. 29
  18. Ethridge, From Chicaza to Chickasaw (2010), p. 93.
  19. Morgan, Edmund (1975). American Slavery, American Freedom. New York: W.W. Norton and Company. د کتاب پاڼي 328–329. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-393-32494-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Ethridge, From Chicaza to Chickasaw (2010), pp. 97–98.
  21. Ethridge, From Chicaza to Chickasaw (2010), p. 109.
  22. Figures cited in Ethridge, From Chicaza to Chickasaw (2010), p. 237.
  23. Ethridge, From Chicaza to Chickasaw (2010), p. 65.
  24. Phillips, Ulrich. American Negro Slavery (1918)