Jump to content

د متحده ایالاتو د اساسي قانون یوولسم تعدیل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د متحده ایالاتو د اساسي قانون یوولسم تعدیل (یوولسمه اصلاحیه) هغه تعدیل دی چې د ۱۷۹۴ ز کال د مارچ په ۴ مه نېټه د کانګرس له خوا تايید او د ایالتونو له خوا د ۱۷۹۵ ز کال د فبروري په اوومه نېټه تصویب شو. یوولسم تعدیل په فدرال محکمه کې د ایالت پر ضد د وګړو د شکایت کولو وړتیا محدوده کوي.

یوولسم تعدیل د Chisholm v. Georgia (۱۷۹۳ ز کال) قضیې په اړه د سترې محکمې د پرېکړې د لغو کولو په موخه تصویب شو. په دغه قضیه کې سترې محکمې اعلان وکړ چې ایالتونه په فدرال محکمو کې د نورو ایالتونو د وګړو د ادعاو پر وړاندې له حاکمیتي خوندیتوب برخمن نه دي. په داسې حال کې چې یوولسم تعدیل څرګنده کړه چې فدرال محکمې د هغو ایالتونو پر وړانډې د هغو خصوصي ډلو د دوسیو د څېړلو واک نه لري چې د هغه ایالت اړوند نه وي، سترې محکمې حکم ورکړی و چې دغه تعدیل په ټولو هغو فدرال دعواوو کې چې د خصوصي ډلو له خوا د ایالتونو پر وړاندې کېږي، د پلي کېدو وړ دی. سترې محکمې اعلان کړی و چې کانګرس کولای شي، د څوارلسم تعدیل د ۵ برخې له مخې د خپلو واکونو نه د ګټې اخیستو له لارې د ایالتونو حاکمیتي خوندیتوب لغو کړي، د افلاس یا ورشکستګي په قضیو کې د افلاس (Bankruptcy) بند په خپله د ایالتي حاکمیت خوندیتوب لغو کوي. سترې محکمې څرګنده کړې وه چې فدرال محکمې کولای شي، ایالتي چارواکي د فدرال قوانینو نه له سرغړونې منع کړي.

متن

[سمول]

د متحده ایالاتو قضايي ځواک باید هېڅ یوه حقوقي او یا عدلي دعوا چې د متحده ایالاتو د وګړو له خوا د بل ایالت پر وړاندې کېږي او یا هم د بهرنیو هېوادونو د وګړو او یا تابعینو له خوا کېږي، پیل او یا هم وڅېړي.

مخینه

[سمول]

یوولسم تعدیل د اساسي قانون لومړنی تعدیل و چې د حقونو له منشور وروسته تصویب شو. دغه تعدیل د Chisholm v. Georgia, 2 U.S. 419 (۱۷۹۳ ز کال) قضیې په تړاو د سترې محکمې له پرېکړې وروسته تصویب شو. په چیشولم کې محکمې پرېکړه وکړه چې فدرال محکمې کولای شي، د ایالتونو پر وړاندې د خصوصي وګړو حقوقي او عدلي دوسیې وڅېړې او ایالتونه په فدرال محکمو کې د وګړو د دعواوو پر وړاندې له حاکمیتي خوندیتوب برخمن نه دي. له همدې امله دغه تعدیل د اساسي قانون د دویمې برخې درېیمه ماده روښانه کړه، چې قضایه ځواک ته یې د «د یوه ایالت او نورو ایالتونو د وګړو ترمنځ» د دعوا څېړلو په برخه کې بېلابېل واکونه ورکول.[۱][۲]

وړاندیز او تصویب

[سمول]

یوولسم تعدیل د ۱۷۹۴ ز کال د مارچ په څلورمه نېټه د درېیم کانګرس له خوا وړاندیز شو او هغه مهال د استازو د جرګې له خوا د ۸۱ – ۹ رایو له مخې تصویب شو، چې وړاندې له هغې د ۱۷۹۴ ز کال د جنوري په ۱۴ مه په ۲۳- ۲ رایو سره د سنا جرګې له خوا تصویب شوی و. دغه تعدیل د لاندې ایالتونو د ایالتي جرګو له خوا تصویب شو:[۳][۴][۵]

  1. نیویارک: ۱۷۹۴ ز کال، ۲۷ مارچ.
  2. روډي آیسلنډ: ۱۷۹۴ ز کال، ۳۱ مارچ.
  3. کانتیکات: ۱۷۹۴ ز کال، ۸ مۍ.
  4. نیوهمپشایر: ۱۷۹۴ ز کال، ۱۶ جون.
  5. ماساچوستس: ۱۷۹۴ ز کال، ۲۶ جون.
  6. ورمونټ: ۱۷۹۴ ز کال، ۹ نومبر.
  7. ویرجینیا: ۱۷۹۴ ز کال، ۱۸ نومبر.
  8. جورجیا: ۱۷۹۴ ز کال، ۲۹ نومبر.
  9. کنتاکی: ۱۷۹۴ ز کال، ۷ ډسمبر.
  10. مریلنډ: ۱۷۹۴ ز کال، ۲۶ ډسمبر.
  11. ډیلور: ۱۷۹۵ ز کال، ۲۳ جنوري.
  12. شمالي کارولینا: ۱۷۹۵ ز کال، ۷ فبروري.

هغه مهال ۱۵ ایالتونه موجود وو؛ د ۱۲ ایالتونو له خوا په تصویب سره په اساسي قانون کې یوولسم تعدیل شامل شو. (سویلي کارولینا د ۱۷۹۷ ز کال د ډسمبر په ۴ مه نېټه هغه تصویب کړ).[۶]

د ۱۷۹۸ ز کال د جنوري په اتمه نېټه، په کره ډول د یوولسم تعدیل له رښتیني تصویب درې کاله وروسته، ولسمشر جان آدامز کانګرس ته په خپل یوه پیغام کې وویل چې: دغه تعدیل د اړتیا وړ ایالتونو له خوا په تصویب رسېدلی او اوس د اساسي قانون برخه ګرځېدلی. نیوجرسي او پنسلوانیا هغه مهال د دغه تعدیل اړوند ګام اوچت نه کړ، ټنیسیس هم له دغې ډلې و چې د ۱۷۹۶ ز کال د جون په ۱۶ مه په ایالت واوښت. په داسې حال کې چې د ۲۰۱۸ ز کال د جون په ۲۵ مه نېټه، د نیوجرسي سنا د متحده ایالاتو د سنا جرګې ۷۵ مه ګڼه پرېکړه لیک، په سمبولیک ډول د یوولسم تعدیل د تصویب په موخه تصویب کړ.[۷][۸]

اغېز

[سمول]

له سره فعالیت

[سمول]

په Hollingsworth v. Virginia, 3 U.S. 378 (۱۷۹۸ ز کال) قضیه کې، سترې محکمې اعلان وکړ چې د چیشولم تر پرېکړې لاندې ټولې تعلیق شوې دعواوې د دغه تعدیل د تصویب له امله رد شي.

حاکمیتي خوندیتوب

[سمول]

د دغه تعدیل متن هغو شکایتونو ته چې د یو ایالت پر وړاندې د هماغه ایالت د وګړو له خوا کېږي نه اړوندېږي. په داسې حال کې چې په Hans v. Louisiana, 134 U.S. 1 (۱۸۹۰ ز کال) قضیه کې، سترې محکمې حکم ورکړ چې دغه تعدیل د حاکمیتي خوندیتوب پراخ اصل منعکس کوي. هماغه ډول چې وروسته قاضي انتوني کینېډې په Alden v. Maine, 527 U.S. 706  (۱۹۹۹ ز کال) قضیه کې څرګنده کړه:

حاکمیتي خوندیتوب له یوولسم تعدیل نه نه، بلکې د اساسي قانون له اصلي جوړښت سرچینه اخلي. ... همدارنګه نه شو کولای دا نتیجه ترلاسه کړو چې کانګرس ته په لومړۍ ماده کې سپارل شوي ځانګړي واکونه لزوماً د اړتیا وړ او مناسبو واکونو د بند له مخې دي او یا هم له بل پلوه هغه اختیاري واکونه چې په خصوصي دعواوو کې د ایالتونو تر شعاع لاندې راوستو په موخه ورکړل شوي موخو ته درسېدو لپاره دي او یا هم د واکونو په محدوده کې شمېرل شوي.

له بله پلوه، قاضي ډېوېډ سوتر، چې په آلدن کې یې د څلور اړخیز عدالت په مخالفت کې لیکنه کړې څرګنده کړې، چې ایالتونو د اساسي قانون په تصویب سره خپل حاکمیتي خوندیتوب تسلیم کړی. هغه د دغه تعدیل متن د حاکمیتي خوندیتوب د محدوډ ډول منعکس کوونکی وباله چې یوازې د فدرال محاکمو بدلون محدود کوي. هغه دې پایلې ته رسېدلی و چې په ځانګړي ډول نه یوولسم تعدیل او په کُلي ډول نه هم اساسي قانون ایالتونه د وګړو له شکایتونو نه خوندي ساتلي.[۹]

د Monaco v. Mississippi, 292 U.S. 313  (۱۹۳۴ ز کال) قضیې په لړ کې، سترې محکمې اعلان وکړ چې د دغه تعدیل له مخې خوندیتوب په فدرال محکمو کې ایالتونه د خارجي هېوادونو له دعواوو نه ساتي.

فدرال حقونو ته غوښتنلیک

[سمول]

په داسې حال کې چې یوولسم تعدیل ایالتونو ته د هغو له رضایت پرته د مالي زیان او یا هم عادلانه تاوان له ورکړي خوندیتوب ورکوي، په Ex parte Young, 209 U.S. 123 (۱۹۰۸ ز کال) قضیه کې سترې محکمې حکم ورکړ چې فدرال محکمې کولای شي ایالتي چارواکي د فدرال قوانینو نه له سرغړونې منع کړي. په Fitzpatrick v. Bitzer, 427 U.S. 445 (۱۹۷۶ ز کال) قضیه کې، سترې محکمې حکم وکړ چې کانګرس کولای شي، د څوارلسم تعدیل د پنځمې برخې له مخې ایالتي خوندیتوب لغو کړي. په Central Virginia Community College v. Katz, 546 U.S. 356 (۲۰۰۶ ز کال) قضیه کې حکم ورکړ چې د اساسي قانون د اتم فصل د لومړۍ مادې د څلورم بند له مخې د افلاس په قضیو کې ایالتي خوندیتوب لغو کېدلای شي. په Lapides v. Board of Regents of University System of Georgia, 535 U.S. 613 (۲۰۰۲ ز کال) قضیه کې، سترې محکمې څرګنده کړه، کله چې یو ایالت د فدرال محکمې د صلاحیتونو د لغو کولو په اړه استدلال کوي، په له منځه تللې قضیه کې په یوولسم تعدیل سترګې پټوي.

د قلمرونو له خوا غوښتنلیک

[سمول]

د متحده ایالاتو د لومړۍ حوزې د بیا کتنې (ایستناف) محکمې حکم ورکړی، چې پورتوریکو د یوولسم تعدیل له خوندیتوب نه برخمن دی.[۱۰]

امریکايي ساموای ټاپوګان، ګوام، شمالي ماریانا ټاپوګان او د ویرجین ټاپوګان د یوولسم تعدیل له خوندیتوب نه برخمن نه دي.[۱۱][۱۲][۱۳]

سرچینې

[سمول]
  1. "Annotation 1 – Eleventh Amendment – State Immunity". FindLaw. خوندي شوی له اصلي څخه په June 25, 2013. بياځلي په May 4, 2013.
  2. Susan Gluck Mezey, 2006. "The Eleventh Amendment Archived 2017-12-08 at the Wayback Machine.". Federalism in America: An Encyclopedia Archived 2017-11-25×× at the Wayback Machine..
  3. "4 Annals of Congress 477 (1795)". خوندي شوی له اصلي څخه په October 20, 2017. بياځلي په April 18, 2014.
  4. "4 Annals of Congress 30 (1795)". خوندي شوی له اصلي څخه په February 6, 2018. بياځلي په April 18, 2014.
  5. "The Constitution of the United States of America: Analysis and Interpretation, Centennial Edition, Interim Edition: Analysis of Cases Decided by the Supreme Court of the United States to June 26, 2013" (PDF). Washington, DC: U.S. Government Printing Office. 2013. p. 42. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په February 25, 2014. بياځلي په April 13, 2014.
  6. "U.S. Timeline 1790-1799". America's Best History. بياځلي په February 5, 2021.
  7. "7 Annals of Congress 809 (1798)". خوندي شوی له اصلي څخه په February 6, 2018. بياځلي په April 18, 2014.
  8. "New Jersey SCR75 | 2018–2019 | Regular Session". LegiScan (in انګليسي). بياځلي په 2020-07-10.
  9. "Dissenting opinion in Alden v. Maine". Legal Information Institute. بياځلي په June 23, 2020.
  10. "Ramirez v. Puerto Rico Fire Service and Office of Personnel (1st Cir. 1983)". Casemine. بياځلي په June 23, 2020.
  11. Guam Soc. of Obstetricians and Gynecologists v. Ada, 776 F.Supp. 1422 (D.Guam 1990)
  12. Norita v. Northern Mariana Islands, 331 F.3d 690 (9th Cir 2003)
  13. Tonder v. M/V The Burkholder, 630 F.Supp. 691 (D.Virgin Islands 1986)