د متحده ایالاتو تاریخ (۱۹۶۴- ۱۹۸۰ زکال)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

له ۱۹۶۴ ز کال څخه تر ۱۹۸۰ ز کال پورې د متحده ایالاتو په تاریخ کې د مدني حقونو د خوښت اوج او پای، د ویتنام د جګړې زور اخیستل او پای، د جنسي آزادۍ او د نشه یي توکو څخه د ګټنې اړوند د نسلي یاغیتوب ډرامه، د سړې جګړې دوام او د سپوږمۍ سطحې ته د یوه انسان د رسولو پر سر فضايي سیالۍ شاملېږي. اقتصاد د ۱۹۶۹-۱۹۷۰ ز کال تر کړکېچ پورې وده لرله چې وروسته د بهرنۍ سیالۍ او په ۱۹۷۳ ز کال کې د نفتي کړکېچونو له امله له تزلزل سره مخامخ شو. امریکايي ټولنه د بې ګټې جګړې، د جګړې او په جګړه کې د ګډون ضد اعتراضاتو او هم  د واټرګېټ له لړزونکې پېښې وروسته چې د دولت په لوړو کچو کې یې د فاحش فساد او ناوړه چلن څخه لمن پورته کړه، په دوو برخو ووېشل شوه. په ۱۹۸۰ ز کال کې په ایران کې د امریکا په سفارت کې د یرغمل نیولو او له دغه یرغمل نیولو څخه د امریکايي دیپلماتانو د خلاصولو اړوند د امریکايي ځواکونو ناکامو هڅو په ملي کچه په مخ پر زیاتېدوني ډول د ناخوښۍ احساس رامنځته کړ.

دغه دوره، د محافظه کاره جمهوري غوښتونکي رونالډ ریګان په بریا سره پای ته ورسېده، د «ریګان دورې» په ملي کچه ډراماتیک بدلون ته زمینه برابره کړه. دیموکراتیک ګوند د ویتنام د جګړې او بهرنۍ پالیسۍ اړوند موضوعاتو پر سر، د ځوانو رایو ورکوونکو په عنصر باندې اتکا ته خپل لوری بدل کړ. د لیبرال دیموکراتانو ګڼ شمېر «هاواکان»/مخکښان له نوي محافظه کار خوځښت سره مل شول او له جمهوري غوښتونکو په ځانګړې توګه له ریګان څخه یې د هغه د بهرني سیاست اړوند ملاتړ پیل کړ. په ورته مهال، جمهوري غوښتونکي په ټولیزه توګه د جګړه غوښتونکې سختې امریکايي ملت پالنې، له کمونیزم سره د کلک مخالفت، د دیموکراسي او بشري حقونو د ترویج او له اسرائیلو څخه د کلک ملاتړ پر سر یو موټی شول.[۱][۲][۳]

د ۱۹۶۰ مې ز لسیزې د دویمې نیمایي او د ۱۹۷۰ مې ز لسیزې د لومړیو وختونو خاطراتو د راتلونکې نیمې پېړۍ سیاسي لیدلوری رامنځته کړ. هغه ډول چې د ارکنزاس والي بېل کلینټون په ۱۹۹۰ ز کال کې تشرېح کړ:«که چېرې شپیتمې لسیزې ته وګورئ او فکر وکړئ چې له بدو ښه ډېر و، تاسو کېدای شۍ یو دیموکرات وۍ. که چېرې فکر کوئ چې له ښو څخه بد زیات و، نو تاسو هرومرو جمهوري غوښتونکی یاست».

د جانسن اداره[سمول]

د مدني حقونو خوځښت[سمول]

۱۹۶۰ مه لسیزه په واټونو کې د لاریونونو، اعتراضاتو، بغاوتونو، مدني ناخوښۍ، جګړې ضد اعتراضونو او کلتوري انقلاب له مخې ځانګړې کېږي. د مدني حقونو اړوند په محاکمو کې له بریا وروسته افریقايي امریکایانو د ډاکټر مارتین لوتر کینګ، جیمز بیول او د رنګین پوستو د پراختیايي ملي ټولنې تر مشرۍ لاندې په واټونو کې په لاریونونو پیل کړ. کینګ او بیویل په ډېر مهارت سره د تاوتریخوالي نه کوونکو افریقايي امریکايي لاریون کوونکو پر وړاندې د وحشیانه ګامونو اخیستلو د ثبت په موخه له رسنیو کار واخیست، څو عامه وجدان را بیدار کړي. د یو شمېر زیانمنو ډلو، لکه: د افریقايي امریکایانو یا فیمنیسټانو او یا هم همجنس پلوو، چې له اوږد مهال څخه یې له دغوبدو پالیسیو د ناخوښۍ احساس کاوه او د هغو کسانو تحرکاتو، چې د پراخو اعتراضيه لاریونو او رسنیز کمپاین په مرسته یې د عامه لیدلوري او د محاکمو له خوا د پالیسو د بدلون هڅه کوله، په بریالي ډول سیاسي بدلونونو ته لار برابره کړه.[۴][۵][۶][۷]

په ۱۹۶۳ ز کال کې د جان اف کنډې ترور، د دغه هېواد د سیاسي لیدلوري په بدلون کې مرسته وکړه. نوي ولسمشر لینډون بي جانسون د ملي حالت او خپلې شخصي سیاسي پالیسي له ترکیب څخه په کار اخیستو سره، له دغه وضعیت ګټنه وکړه چې تر ټولو مهم ګام یې د ۱۹۶۴ زکال د مدني حقونو قانون و.په دې سربېره د ۱۹۶۵ ز کال کې د رایو ورکولو د حقونو قانون په فدرال، ایالتي او سیمه يیزو ټاکنو چټک اغېز درلود. د ۱۹۶۵ ز کال د اګست په ۶ مه د دغه قانون له تصویب یوازې څو میاشتې وروسته، یو پر څلور نویو تورپوستو رایو ورکوونکو د یو په درې فدرال نوم ثبتونکو پر وړاندې د رایو ورکولو په موخه ځانونه ثبت کړل. د څلورو کلونو په اږودو کې په سویل کې د ثبت شویو رایوورکوونکو شمېر دوه چنده شوه. په ۱۹۶۵ ز کال کې ميسي سیپي د ۷۴ سلنه تورپوستو رایو ورکوونکو د نوم ثبتونې او ټاکنو ته د ګڼ شمېر تورپوستو مشرانو د درېدلو له مخې له ټولو ایالتونو مخکښ و. په ۱۹۶۹ ز کال کې په ټینسیس کې ۹۲ سلنه ، په ارکنزاس کې ۷۷.۹ سلنه او په تکزاس کې ۷۷.۳ سلنه تورپوستو رایو ورکوونکو په ټاکنو کې ونډه واخیسته.[۸]

د ویتنام جګړه[سمول]

د مهارکولو سیاست په هر ځای کې د کمونیزم د پراختیا پر ضد د مبارزې په معنا و، کمونیستانو به هم هر هغه ځای چې امریکايي متحدین به په کې کمزوري وو، په نښه کاوه. داخلي سیاستونو د جانسون په لومړیتوبونو کې ځای درلود، له همدې امله هغه هڅه وکړه چې د جګړې د عملیاتو اړوند عمومي اګاهي او د کانګرس څار را کم کړي. د هغه ډېری سلاکارانو د دغو چارو له اوږد مهاله شونتیاوو وېره لرله، جانسون له دې وېریده چې که چېرې کانګرس کنټرول په لاس کې واخلي، د بري ګولډواټر په خبرې د کنټرول پرځای «ولې د بریا» په لټه کې نه شي. په داسې حال کې چې په دغه جګړه کې د امریکا ښکېلتیا ورځ تر بلې زیاتېده، خو جانسون اجازه ورنه کړه چې ریزرف ځواکونه او ملي ګارد دې په ویتنام کې خدمت وکړي، ځکه دغه چارې د کانګرس څار ته اړتیا لرله. د ۱۹۶۴ ز کال په اګست میاشت کې جانسون وکولای شول، په کانګرس کې د تونکین خلیج د پرېکړه لیک اړوند اکثریت رایې ترلاسه کړې، هغه پرېکړه لیک چې ولسمشر ته یې د اړتیا په حالت کې له نظامي ځواکونو څخه د هر ډول ګټنې اجازه ورکوله. [۹][۱۰]

د ۱۹۶۵ زکال په جولای میاشت کې جانسون له پراخه پټو سلا مشورو وروسته په پام وړ ډول جګړې ته زور ورکړ، هغه له ویټ کونګ سره د ځمکنۍ جګړې په موخه ځانګړي امریکايي ځواکونه ولېږل او په دې سربېره یې د متحده ایالاتو هوايي ځواک ته د هغه په اکمالاتي لارو باندې د بمبارد مسئولیت وروسپاره. په ۱۹۶۸ ز کال کې نیم میلیون امریکايي پوځیان په سویلي ویتنام کې و، په داسې حال کې چې د هوايي ځواکونو اضافي واحدونو په تایلنډ او نورو اډو کې ځای پرځای شوي وو. د ۱۹۶۸ زکال په فبروري میاشت کې ویټ کونګ د تت په برید سره د سویلي ویتنام پر ځواکونو هر اړخیز برید پیل کړ. د سویلي ویتنام ځواکونو په بریالي ډول د ویټ کونګ د بریدونو ځواب ورکړ او ویټ کونګ یې بې اغېزه ځایګي ته وغورځاوه، له دې وروسته یوازې د شمالي ویتنام ځواکونه د اصلي سیال په توګه پاتې شول. په داسې حال کې چې تت جګړې د جانسن لپاره د عمومي اړیکو یوه فاجعه رامنځته کړه او عامو وګړو په مخ پر زیاتېدونکي ډول دا درک کوله چې متحده ایالات په سخت ډول په جګړه کې ښکېل دي، هغه چاره چې یوازې ډېر لږ کسان لا له وړاندې ورباندې پوهېدل. جمهوري غوښتونکو، لکه: د کالیفورنیا والي رونالډ ریګان د بریا او یا د ځواکونو د اېستلو غوښتنه کوله، په داسې حال کې چې د کین اړخو له لوري بیا په کلکه سره د ځواکونو په اېستلو ټینګار زیات شو. تر ټولو د بحث وړ خو دا وه چې له هغو دوو میلیونو امریکايانو څخه چې په ویتنام کې یې خدمت وکړ، (د عسکري خدمت په شرایطو برابرو ۲۷ میلیونو کسانو څخه) ۸۰ سلنه یې د بېوزله او کاریګري طبقې مخینې لرونکي و. [۱۱][۱۲][۱۳]

د نیکسون اداره[سمول]

په داسې حال کې چې ولسمشر ریچارډ نیکسون په بشپړه توګه د یوه محافظه کاره په توګه په پام کې نیول کېده، خو هغه په ځانګړې توګه د روغتیا پالنې، د هوساینې د لګښتونو، چاپېریال پالنې او د هنرونو او انساني علومو څخه د ملاتړ په برخه کې ګڼ شمېر لیبرال درېځونه غوره کړل. هغه د نیوډیل د مهال لوړ مالیات اوسخت اقتصادي مقرارت وساتل او په کلکه سره یې په اقتصاد کې لاسوهنه کوله. د ۱۹۷۱ ز کال په اګست میاشت کې، هغه هېواد د بریټون ووډز سیسټم د سروزرو له معیارونو ویوست او د یو مهال لپاره یې د بیو او معاش کنټرول په لاس کې واخیست (نیکسن شاک). هغه د ولسمشر په توګه د خپلې دندې په وروستي کال کې د روغتیا پالنې د ملي سیسټم وړاندیز هم وکړ. [۱۴]

سرچینې[سمول]

  1. Steven F. Hayward, The Age of Reagan, 1964–1980: The Fall of the Old Liberal Order (2001)
  2. Seymour Martin Lipset, "Neoconservatism: Myth and reality." Society 25.5 (1988): pp 9–13.
  3. Colin Dueck, Hard Line: The Republican Party and U.S. Foreign Policy since World War II (2010).
  4. Arthur Marwick . The Sixties–Cultural Revolution in Britain, France, Italy, and the United States, c. 1958 – c. 1974 (excerpt from book). The New York Times: Books.
  5. Katy Marquardt (په August 13, 2009 باندې). 10 Places to Relive the '60s. U.S. News & World Report.
  6. Hugh Davis Graham, The Civil Rights Era: Origins and Development of National Policy, 1960–1972 (1990)
  7. Sanford D. Horwitt (په March 22, 1998 باندې). The Children. San Francisco Chronicle.
  8. Thomas E. Cavanagh, "Changes in American voter turnout, 1964–1976." Political Science Quarterly (1981): 53–65. in JSTOR
  9. Gary Donaldson, America at war since 1945 (1996) p. 96
  10. Niels Bjerre-Poulsen, Right face: organizing the American conservative movement 1945–65 (2002) p. 267
  11. Mark W. Woodruff, Unheralded Victory: The Defeat of the Viet Cong and the North Vietnamese Army, 1961–1973 (2006) p. 56
  12. John E. Bodnar (1996). Bonds of Affection: Americans Define Their Patriotism. Princeton University Press. د کتاب پاڼې 262. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-691-04396-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Herbert Y. Schandler, America in Vietnam: The War That Couldn't Be Won (2009)
  14. John C. Whitaker, "Nixon's domestic policy: Both liberal and bold in retrospect", Presidential Studies Quarterly, Winter 1996, Vol. 26 Issue 1, pp. 131–53