د متحده ایالاتو تاریخ (۱۷۸۹-۱۸۴۹ ز کال)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

جورج واشنګټن چې په ۱۷۸۹ زکال کې د متحده ایالاتو د لومړي ولسمشر په توګه وټاکل شو، د بهرنیو چارو، مالیې او جګړې د وزارتونو له مشرانو او لوی څارنوال (د عدلیې وزرات تر ۱۸۷۰ ز کال پورې نه و جوړ شوی) سره یې کار وکړ، هغه ډله چې وروسته د هغه د کابینې په توګه وپېژندل شوه. په نیویارک کې واقع نوي حکومت د هېواد د مالي نظام د جوړولو اړوند چټک ګامونه اوچت کړل. د مالیې د وزیر الکساندر همیلټون د پروګرام په منلو سره دولت د امریکا د انقلابي جګړې (۱۷۷۵-۱۷۷۸ زکال) پر مهال د ایالتي او ملي حکومت پورونه ومنل او هغه یې د فدرال ارزښت لرونکو پاڼو په مرسته بېرته تامین کړل. د دغه پروګرام لګښتونه یې د نوو تعرفو او مالیاتو له مخې پوره کړل، په ویسکي باندې مالیات په لویدیځ کې د اعتراضاتو لامل وګرځېدل، واشنګټن د هغوی د ځپلو په موخه پوځ ولېږه او هغوی یې کرار کړل. دغه هېواد د حقونو منشور په نوي اساسي قانون کې د لسو تعدیلونو په توګه تصویب کړ. د ۱۷۸۹ زکال قضايي قانون د قضایي قوې اړوند د اساسي قانون د ګټو په بشپړولو سره چې قضایه قوه یې سترې محکمې ته محدوده کړې وه، ټوله فدرال قضایه قوه رامنځته کړه. د قاضي القضات جان مارشال تر مشرۍ لاندې (۱۸۰۱-۱۸۳۵ زکال) چې یو فدرالیست ملت پالی و، پیاوړې سترې محکمه رامنځته شوه او ملي دولت یې پیاوړی کړ.

۱۷۹۰ مه ز لسیزه ډېره جنجالي لسیزه وه. د همیلټون د فدرالیست ګوند او د توماس جفرسون د جمهوري غوښتونکي ګوند ترمنځ د سیالۍ له امله د لومړي ګوند سیسټم رامنځته شو. واشنګټن او همیلټون د سوداګرو او پانګوالو په ملاتړ د پراخ مالي بنسټ لرونکي پیاوړي ملي دولت د رامنځته کولو په هڅه کې وو. جفرسونیان له نوي ملي بانک، سمندریز ځواک او فدرال مالیاتو سره مخالف و. فدرالیستانو له بریتانیا څخه چې له فرانسې سره په یو لړ جګړو کې ښکېل وه، ملاتړ کاوه. په ۱۸۰۰ ز کال کې د جفرسون بریا لار جفرسوني دیموکراسي ته پرانیسته او د لوړې کچې فدرالیستان یې په حاشیوي رول لوبولو محکوم کړل.

په ۱۸۰۳ ز کال کې له ناپلیون څخه د لوئیزیانا په پېرلو سره په لویدیځ کې په پراخه کچه حاصلخیزې سیمې ته لاسرسی پیدا شو، چې په کره ډول یې د هغو یومن کروندګرو مخ په زیاتوالي اړتیاوې پوره کولې چې جفرسون ترې ملاتړ کاوه.

امریکایانو له بریتانیا سره د جګړې (د ۱۸۱۲ زکال جګړه) اعلان وکړ، څو په سمندر کې د امریکا ځایګی رامنځته او په لویدیځ کې د سور پوستو د بریدونو مخه ونیسي، د لنډ مهال لپاره کاناډایي قلمرو د مذاکرې کولو په موخه په واک کې ولري. د بهرنیو چارو وزیر جیمز مونرو د ۱۸۱۲ ز کال په جون میاشت کې وویل: «دا اړینه ده چې په کاناډا برید وکړو، نه د جګړې د موخې په توګه، بلکې د دې لپاره چې د قناعت وړ پایلې ته لاسرسی ومومو». امریکایانو نوي جنرالان، لکه: اندرو جکسون، ویلیام هنري هریسون او وینفیلډ سکاټ وموندل، چې وه یې کولای شول، د بریتانیا د بریدونو مخه ونیسي، د سورپوستو او بریتانویانو ترمنځ ائتلاف مات کړي او په لرغوني شمال لویدیځ کې د استوګنې زمینه برابره کړي. فدرالیستانو چې له دښمن سره یې د معاملې تر کچې د جګړې مخالفت کاوه، په بریالي ډول د جګړې له پای وروسته وشیندل شول. د میسي سیپي په ختیځ کې پاتې سورپوستي د ریزرف په توګه وساتل شول یا هم د Trail of Tears تبعید له مخې هغو سیمو ته چې وروسته په اوکلاهاما واوښتل ولېږدول شول. [۱][۲]

د دیموکراسۍ پراختیا د رایو صندوقونو ته د نږدې ټولو سپین پوستو نارینه وو د لاسرسي زمینه برابره کړه او جکسوني دیموکراسي ته یې لار جوړه کړه، څو د دویم ګوندي سیسټم له مخې په سیاستونو واک ترلاسه کړي. ویګانو چې له بډایه ځمکې لرونکو، بډایه وګړو، پانګوالو او حرفوي کسانو څخه یې استازولي کوله، غوښتل چې د مالیاتو او فدرال داخلي ودې له مخې ټولنه معاصره کړي، د دوی مخه د جکسونیانو له خوا چې په ۱۸۳۰ مه لسیزه کې یې ملي بانک وتاړه، ونیول شوه. جکسونیانو په هغو سیمو کې د پراختیا – یعنې د «ښکاره برخلیک» - غوښتنه کوله چې د کروندګرو او ځمکې لرونکو له خوا تصرف کېدلې.

هاو (۲۰۰۷ زکال) استدلال کوي، هغه بدلون چې په امریکا کې رامنځته شو، په دومره کچه سیاسي دیموکراسیتوب نه و، هومره چې په چاودېدونکي ډول د تکنالوژۍ، شبکوي زیربنا او ارتباطاتو وده وه چې په کې د ټلګراف، رېل پټلۍ، پوسته خانو او د چاپ صنعت ورځ تر بلې پرمختګ شامل کېده. هغوی یوځل بیا د دویمې لویې بیدارۍ لپاره دیني انګېزه را ژوندۍ کړه، زده کړې یې پراخې کړې او ټولنیز اصلاحات یې رامنځته کړل. هغوی ګوندي سیاستونه نوي کړل او د توکو، پیسو او وګړو د چټک تحرک په رامنځته کولو سره یې د دغه مخ پر ودې هېواد سوداګرۍ ته چټکیا وروبخښله. هغوی د سیمه ئیزو کروندګرو د ټولنو ټولګه په یو ځواکمن هېوادني ملت واړوله. په سویل کې د پنبې د ګټمنو محصولاتو، په شمال ختیځ کې د نساجي او د هغو د ماشیني صنعت او د ټرانسپورت د زیربنا د چټکې ودې له برکته اقتصادي نوي توب چټکه وده وکړه.[۳]

د ۱۷۹۱ زکال او ۱۸۳۸ ز کال ترمنځ، ۱۳ نوي ایالتونه رامنځته شول.

امریکایانو له اروپايي موډلونو څخه په خلاصون په پام وړ ډول د ادبیاتو او لوړو زده کړو په برخه کې خپل عالي کلتور ته وده ورکړه. دویمې لویې بیدارۍ د ټول هېواد بېرته ژوندي کېدو ته زمینه برابره کړه، نوې ډلې رامنځته شوې او د کلیسا غړي په ځانګړې توګه د میتودیستانو او باپتیستاتو ترمنځ زیات شول. په ۱۸۴۰ مه لسیزه په مخ پر زیاتېدونکې توګه کډوال له اروپا په ځانګړې توګه له بریتانیا، آیرلنډ او جرمني څخه متحده ایالاتو ته راورسېدل. ګڼ شمېر یې په ښارونو کې میشت شول چې په اقتصاد او ټولنه کې د پراختیا په اصلي عواملو واوښتل. ویګانو خبرداری ورکړی و چې د تکزاس الحاق به د غلامۍ د کړکېچ لامل وګرځي، هماغه و چې د ۱۸۵۰ مې لسیزې ناکرارۍ د کورنۍ جګړې لامل وګرځېدې او د هغوی دغه خبرداری رښتیا شو. [۳]

فدرالیستي دوره[سمول]

د واشنګټن اداره: ۱۷۸۹-۱۷۹۷ ز کال[سمول]

د امریکا د انقلابي جګړې نامتو اتل، د قاره یي ځواک قوماندان او د اساسي قانون د کنوانسیون مشر جورج واشنګټن د متحده ایالاتو د نوي اساسي قانون له مخې د متحده ایالاتو د لومړي ولسمشر په توګه د رایو په اکثریت وټاکل وشو. د دغه نوي هېواد ټول مشران جمهوریت ته ژمن و چې د ۱۷۸۸ ز کال فدرالیزم ضد شکونه یې د ۱۷۹۱ ز کال په اساسي قانون کې د لومړیو لسو تعدیلونو له مخې له منځه یووړل.[۴]

لومړنۍ سرشمېرنه د بهرنیو چارو د وزیر توماس جفرسون له خوا ترسره شوه چې په هر مایل مربع سیمه کې د ۴.۵ وګړو په شتون سره یې د وګړو شمېر ۳.۹ میلیونه کسه وښود. یوازې ۱۲ ښارونو، له ۵۰۰۰ څخه زیات وګړي لرل، ډېری وګړي کروندګر وو.

په داسې حال کې چې اساسي قانون قضایه قوه د یوې سترې محکمې او نورو کوچنیو بېلابېلو محکمو له مخې چې کانګرس باید تعریف کړې وای، تعریف کوله، کانګرس د ۱۷۸۹ ز کال قضايي قانون تصویب کړ، چې له مخې یې په بشپړ ډول فدرال قوه قضایه رامنځته شوه. د دغه قانون له مخې سترې محکمې ۶ قاضیان او دوه نورې طبقې لرلې: درې سرکټ محکمې او ۱۳ ناحیوي محکمې. همدارنګه یې په هره فدرال قضايي سیمه کې د متحده ایالاو د مارشال، مرستیال مارشال او سیمه يیز څارنوال دفترونه هم رامنځته کړل.[۵][۶]

سرچینې[سمول]

  1. Risjord, Norman K. (1961). "1812: Conservatives, War Hawks, and the Nation's Honor". William and Mary Quarterly. 18 (2): 196–210. JSTOR 1918543. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Stagg, J.C.A. (1981). "James Madison and the coercion of Great Britain: Canada, the West Indies, and the War of 1812". William and Mary Quarterly. 38 (1): 4–34. JSTOR 1916855. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Silbey, Joel H. (2005). Storm over Texas: The Annexation Controversy and the Road to Civil War. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780195139440. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. McDonald, Forrest (1974). The Presidency of George Washington (American Presidency Series). د کتاب نړيواله کره شمېره 9780700601103. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Edling, Max M.; Kaplanoff, Mark D. (October 2004). "Alexander Hamilton's Fiscal Reform: Transforming the Structure of Taxation in the Early Republic". William and Mary Quarterly. 61 (4): 713-744. doi:10.2307/3491426. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Warren, Charles (1926). The Supreme Court in United States History. 1: 1789–1821. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781616405199. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)