د متحده ایالاتو تاریخ (۱۷۷۶-۱۷۸۹ ز کال)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ۱۷۷۶ او ۱۷۸۹ ز کلونو ترمنځ د بریتانیا دیارلسو مستعمرو نوی خپلواک هېواد یا د امریکا متحده ایالات رامنځته کړل. په ۱۷۷۵ ز کال کې د استعماري ملیشو او بریتانوي ځواکونو ترمنځ د امریکا د انقلاب جګړه پیل شوه. د ۱۷۷۶ ز کال د جولای په ۴ مه نېټه د متحده ایالاتو دویم قاره یي کانګرس د خپلواکۍ اعلامیه صادره کړه. د جنرال جورج واشنګټن تر مشرۍ لاندې قاره يي ځواک او سمندریز پوځ بریتانوي پوځ ته ماته ورکړه او د دیارلسو مستعمرو خپلواکي یې خوندي کړه. په ۱۷۸۹ ز کال کې دیارلسو ایالتونو د کنفدریشن د اصولو پر ځای د امریکا د متحده ایالاتو اساسي قانون رامنځته کړ، چې د هغو د تعدیلونو په خوا کې د متحده ایالاتو اصلي اداره کوونکی قانون شو.

مخینه[سمول]

د اوولسمې او اتلسمې پېړۍ پر مهال، په امریکا کې د بریتانیا مستعمرات د بریتانوي واکمنۍ له خوا د شاهي پالیسۍ له پلي کولو پرته په سالم ډول په خپل سري ډول پرېښول شوي و. له همدې امله دغه مستعمرات په خپلو چارو کې خپلواک و، د بریتانیا د یو سلنه وګړو سره په پرتله نیمو امریکايي سپین پوستو وګړو کولای شول رایه ورکړي. دوی خپل سیاسي هویت او نظام ته وده ورکړه او د بېلابېلو لارو له مخې له بریتانیا جلا وو. نوې سیاسي ایډیالوژي په پرېکنده ډول جمهوري غوښتونکی لیدلوری درلود، چې د فساد تر نامه لاندې یې سلطنت او اشرافیت (ارستوکراسي) رداوه، د وګړو د واکمنۍ غوښتنه یې کوله او پر مدني مسئولیت یې ټینګار درلود.[۱][۲]

په ۱۷۶۳ زکال کې د فرانسویانو او سورپوستو په جګړه کې د بریتانیا په بریا سره د انزوا دوره رامنځته شوه چې د ۱۷۶۵ زکال په سټمپ قانون پای ته ورسېده. د بریتانیا دولت په داسې ډول د مالیاتو پر لګولو پیل وکړ، چې په قصدي ډول یې امریکایان وهڅول، څو هغوی شکایت وکړي چې دوی د نالیکل شوي انګلیسي قانون څخه پردي دي، ځکه په پارلمان کې استازي نه لري. پارلمان وویل چې: امریکایان په پارلمان کې مجازي ونډه لري او اړتیا نه شته چې په پارلمان کې استازي ولري. د ۱۷۶۵ ز کال له سټمپ قانون وروسته له لندن سره د دوی اړیکې ترینګلې شوې. په ۱۷۷۲ ز کال کې نیواک ګرو د سیاسي مشروعیت د ترلاسه کولو په موخه، د خپلو نیابتي حکومتونو (shadow governments) په جوړولو پیل وکړ او د ځواب ویونکو کمېټو له لارې یې اعتراضونه او مقاومتونه همغږي کول. دوی په ۱۷۷۴ ز کال کې لومړی قاره یي کانګرس راغوښت چې له بریتانیا سره سوداګریز بایکاټ اعلان کړي. ۱۲ مستعمرو په دغه کانګرس کې ونډه لرله. جورجیا د بریتانیا تر کلک کنټرول لاندې وه او وه یې نه شو کولای، په دغه کانګرس کې برخه واخلي.[۳]

هغه مهال چې په ۱۷۷۳ زکال کې په بوسټون کې د چایو د ډلې مقاومت په بندر کې د هغه چایو په چپه کولو سره چې مالیات ورباندې لګېدلي و، خپل اوج ته ورسېد، لندن په ماساچوستس مستعمرې د نه زغم وړ قوانین ولګول، د کنټرول په موخه یې ځواکونه ولېږل او د دغې مستعمرې خپلواکۍ او خپل سرۍ ته یې د پای ټکی کېښود. وطن پالو په ماساچوستس او نورو مستعمراتو کې ملیشې ډلې چمتو کړې او جګړې ته یې چمتووالی ونیو.[۴][۵]

د امریکا انقلاب[سمول]

د جورج واشنګټن رول[سمول]

جورج واشنګټن د جګړې پر مهال پنځه اصلي دندې پر غاړه واخیستې:[۶]

لومړۍ - هغه له کانګرس سره په همکارۍ د جګړې ټولیزه طرحه جوړه کړه. موخه یې یوازې خپلواکي وه. هغه مهال چې فرانسه په جګړه کې ښکېل شوه، هغه له نږدې له هغو سرتېرو سره چې فرانسې لېږلي وو، کار وکړ – د هغه دغه چاره په ۱۷۸۱ ز کال کې د یورک ټاون په بریا کې برخلیک ټاکونکې وه. د هغوی مرسته په جګړه کې د امریکا د بریا لامل وګرځېده.

دویم ـ هغه د ۱۷۷۵-۱۷۷۷ ز کلونو او بیا ځلي په ۱۷۸۱ ز کال کې د بریتانیا د اصلي ځواک پر وړاندې د ځواکونو مشري وکړه. هغه خپلې ډېرې جګړې وبایللې، خو هېڅکله یې د جګړې پر مهال خپل پوځ تسلیم نه کړ او د دغې بې رحمې جګړې تر پایه یې جګړې کولو ته دوام ورکړ. واشنګټن سختې هڅې وکړې، څو یو بریالی جاسوسي سیسټم رامنځته کړي، څو د بریتانویانو ځایونو او پلانونو ته لاسرسی ومومي. په ۱۷۷۸ ز کال کې، هغه کولپر کړۍ (Culper Ring) رامنځته کړه، څو په نیویارک ښار کې د بریتانویانو د تحرکاتو اړوند ورته جاسوسي وکړي. په ۱۷۸۰ زکال کې هغه وموندله چې بینډکټ آرنولډ خاین دی.[۷]

دریم- هغه د جنرالانو په ټاکلو او هغوی ته د لارښوولو مسئولیت پر غاړه درلود. د ۱۷۷۶ ز کال په جون میاشت کې کانګرس د جګړې په موخه خپل لومړۍ ګام د «جګړې او مهماتو د پلاوي» په نامه کمېټې جوړولو سره اوچت کړ، دغه کمېټه د ۱۷۷۷ ز کال په جولای میاشت کې بشپړه شوه، چې ګڼ شمېر د پوځ غړي په کې شامل و. د وسله والو ځواکونو د قوماندانۍ جوړښت د کانګرس له خوا د انتصاب پر بنسټ و (ځینې مهال کانګرس د واشنګټن سره له مشورې پرته ځینې کسان ټاکل) ایالتونو هم د پوځ ټیټې پوړۍ ډکولې. له همدې امله د هغه تر لاس لاندې چارواکي بېلابېل کسان و، ان د هغه یو شمېر پام وړ کسانو، لکه: جان سیولین هېڅکله د قوماندې ځایګي ته لاسرسی وه نه موند. په پایله کې هغه یو شمېر پیاوړي افسران، لکه ناتانیل ګرین، ډانیل مورګان، هنري ناکس (د توپخانې مشر) او الکساندر هیملتون (لوی درستیز) وموندل. دغه امریکايي افسران هېڅکله د جګړې د تاکتیک او مانور له مخې له خپلو بریتانوي سیالانو سره برابر نه و، همدا و چې ګڼ شمېر جګړې یې وبایللې، خو هغوی په بوسټون (۱۷۷۶ز کال)، ساراتوګا (۱۷۷۷ز کال) او یورک ټاون (۱۷۸۱ زکال) کې د بریتانویانو له اډو بهر د هغوی د زیات شمېر سرتېرو په شتون لویې بریاوې ترلاسه کړې. [۸][۹]

څلورم- د هغه له خوړو نیولې تر مهماتو او خیمو پورې د ځواکونو د روزنې او د هغو د سمبالښت مسئولیت پر غاړه واخیست. هغه په منظم ډول وګړي استخدام کړل او د پروس د پوځ پخوانی با تجربه جنرال فردریش ویلهلم وون شټوبن یې د هغوی د روزنې لپاره وګوماره. هغه د واشنګټن پوځ په یو منظم او اغېزمن ځواک واړاوه. د ځواکونو لپاره د تجهیزاتو د تدارک مسئولیت د کانګرس پر غاړه و، واشنګټن هم پر کانګرس فشار راوړ چې اړین توکي برابر کړي. [۱۰][۱۱]

د جګړې د هڅو په برخه کې د واشنګټن پنځم او تر ټولو مهم کار دا و چې د ولیعهد پر وړاندې د مقاومت رامنځته کړي، هغه د انقلاب د ریښتوني استازي په توګه خدمت وکړ. د هغه اوږد مهاله ستراتیژي د تل لپاره د جګړې په ډګر کې د ځواکونو ساتل و، چې په پایله کې دغې ستراتیژۍ کار ورکړ. د هغه پیاوړي شخصي او سیاسي ځایګي او د هغه سیاسي وړتیاوې د دې لامل شوې، څو کانګرس پوځ، فرانسویان، ملیشه ډلې او ایالتونه ټول یوې عمومي موخې ته سوق کړي. په دې سربېره، هغه په جګړې کې له بریا وروسته د خپل کمیسیون په داوطلبانه استعفا او د خپل پوځ په منحل کولو سره د دې پرځای چې ځان واکمن کړي، د تل لپاره یې په نظامي چارو د غیر نظامي لوړاوي اصل رامنځته کړ. [۱۲]

د خپلواکۍ اعلان[سمول]

د ۱۷۷۶ ز کال د جولای په دویمه، دویم قاره یي کانګرس چې لا یې په فلادلفیا کې غونډې کولې، په یوه خوله یې «د امریکا د متحده ایالاتو» په توګه د خپلواکۍ لپاره رایه ورکړه. د جولای په ۴ مه نېټه دوه ورځې وروسته کانګرس د خپلواکۍ اعلامیه تصویب کړه. د دغې اعلامیې د مسودې جوړولو مسئولیت د یوې پنځه کسیزې ډلې پر غاړه و چې په کې جان آدامز، توماس جفرسون، راجر شرمن، رابرټ لیونګسټون او بنجامین فرانکلن شامل وو.مسوده د جفرسون له خوا برابره شوه، چې بیا نورو غړو او ټول کانګرس پرې بیا کتنه وکړه. دغې اعلامیې څرګنه کړه چې: «ټول انسانان مساوي پیدا شوي» چې «یو شمېر نه بدلېدونکي حقونه له دې ډلې د ژوند کولو، آزادۍ او د خوشحالۍ د ترلاسه کولو حقونه» لري. له دغه مهال وروسته، د جولای ۴ مه نېټه، د متحده ایالاتو د زېږون د ورځې په توګه لمانځل کېږي. [۱۳]

سرچینې[سمول]

  1. Beatrice Brooks, Rebecca. "What Was the British Policy of Salutary Neglect?". historyofmassachusetts.org. د لاسرسي‌نېټه March 2, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Greene and Pole، ch. 15–17.
  3. Ryerson, Richard Alan; Ryerson, Robert A. (1978). The Revolution Is Now Begun: The Radical Committees of Philadelphia, 1765–1776. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780812277340. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Krull, Kathleen (2013). What was the Boston Tea Party?. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780448462882. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Greene and Pole، ch. 24.
  6. Higginbotham, 1985، ch. 3.
  7. Rose, Alexander. Washington's Spies. د کتاب پاڼي 258–261. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780553383294. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. William Gardner Bell (2005). Commanding Generals and Chiefs of Staff, 1775-2005: Portraits & Biographical Sketches of the United States Army's Senior Officer. د کتاب پاڼي 3–4. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780160873300. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Freeman, Douglas S. (1948). George Washington: A Biography. د کتاب پاڼې 42. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780678028346. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Carp, E. Wayne (1984). To Starve the Army at Pleasure: Continental Army Administration and American Political Culture, 1775-1783. د کتاب پاڼې 220. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780807815878. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Whitridge, Arnold (July 1976). "Baron von Steuben, Washington's Drillmaster". History Today. 26 (7): 429–436. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Lengel, Edward G. (2005). General George Washington: A Military Life. د کتاب پاڼي 365–371. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781588364807. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Greene and Pole، ch. 32.