د متحده ايالتونو د محرميت قوانين

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د متحده ايالتونو د محرميت قوانين له بېلابېلو قانوني مفاهيمو څخه بحث کوي. يو يې د محرميت تېری يا يرغل دی، چې په عمومي قانون کې د تاوان پر بنسټ يوې ځورېدلې ډلې ته د هغه شخص پر وړاندې د دعوې راوړلو کولو اجازه ورکوي، چې په ناقانونه ډول د دوی په شخصي چارو کې لاسوهنه کوي، د دوی شخصي معلومات ښکاره کوي، په ناسمه ډول يې خپروي يا دا چې د دوی له نوم څخه شخصي ګټه پورته کوي. [۱]

د قانون شتون د محرميت له حق څخه اخېستل شوی دی، چې په پراخ ډول د ځانته اوسېدلو د حق په توګه راپېژندل شوی دی. دا قانون په عادي ډول هغه شخصي فعاليتونه يا مسايل له مخې لرې کوي، چې ښايي په مناسب ډول د عامه ګټې لپاره وي. لکه: د نامتو شخصيتونو يا د خبر وړ پېښو کې ګډونوال. د محرميت د حق بريد يا يرغل له حق څخه د تېري کوونکي شخص يا هستۍ پر وړاندې د زيانونو لپاره د يوې دعوې بنسټ کېدلی شي. په دې کې د څلورم تعديل حق چې د ناقانونه پلټلو يا نيونې څخه خالي وي، د ازادې غونډې لپاره د لومړي تعديل حق، او د څوارلسم تعديل د غوښتنې له مخې د بهير حق شامل دي، چې د سترې محکمې له لورې ځکه پېژندل شوي دي، چې په کورنۍ، واده، مورولۍ، زيږونه او د ماشوم پالنې برخو کې د محرميت د عمومي حق ساتنه کوي. [۲][۳]

د ۲۰۱۷ کال د Equifax معلوماتو په راپورته کېدنه کې په متحده ايالتونو کې د مصرف کوونکي د محرميت ساتنو ته د ودې ورکولو هڅې، چې د متحده ايالتونو ۱۴۵،۵ ميليونه مصرف کونکي يې اغېزمن کړل؛ په کانګریس کې ونه منل شو. [۴]

د محرميت حق[سمول]

لومړني کالونه[سمول]

د محرميت د حقونو په پرمختګ کې لومړني کالونه په انګليسي عام قانون سره پيل شول، چې يوازې د ژوند او ملکيت د فزیکي لاسوهنې ساتنه کوي. د (Castle) اصول د يو شخص کور د هغوی کلا يانې هغې سيمې سره ورته کوي، چې شخصي ده او د څښتن له اجازې څخه پرته بايد د لاسرسي وړ نه وي. د عام قانون له لورې د تاوان درملنې يا چارې پرمختګ د محرميت قانون په تاريخ کې يو له خورا مهمو څپرکو څخه دی. دا حقونه د يو شخص د معنوي طبيعت د پېژندنې، د هغه د احساساتو او عقل د رانغاړلو په موخه پراخ شوي دي. په پای کې د يادو حقونو د عمل ساحه د ځانته اوسېدلو په موخه د اجازې ورکولو د يو بنسټيز حق د رانغاړلو په موخه ان زيات پراخ شوه او د ملکيت پخوانۍ پېژندنه يا تعريف به بيا د ملکيت هره بڼه (حس کېدونکې او نه حس کېدونکې) راونغاړي. د ۱۹ پېړۍ په وروستیو کې د چاپي رسنيو په ځانګړي ډول د ورځپاڼو د ودې په پايله کې د محرميت برخه کې لېوالتيا زياته شوه. [۵][۶]

د ۱۸۵۰ او ۱۸۹۰ ز کالونو تر منځ د متحده ايالتونو د د ورځپاڼو دوران ۱۰۰۰ سلنه وده وکړه. د ودې کچه يې د ۸۰۰۰۰۰ لوستونکو په درلودلو سره له ۱۰۰ پاڼو څخه له ۸ ميليون څخه د زياتو لوستونکو په درلودلو سره ۹۰۰ پاڼې وه. د دې تر څنګ د ورځپاڼې ژورنالېزم يو څه زيات پاروونکی يا حساس شو او د ژيړ ژورنالېزم اصطلاح ورته وکارول شوه. د صنعتي کېدو وده د پخوانيو سټوډيو کېمرو په خلاف د لاسي کېمرو په ګډون ټېکنالوژۍ کې د چټکو پرمختګونو لامل شو. د سټوډيو کېمرې د لاسې هغو په پرتله خورا درندې او لويې وې. په ۱۸۸۴ ز کال کې ايسټمېن کوډک (Eastman Kodak) شرکت خپل د “Kodak Brownie” په نوم کېمرې بازار ته وړاندې کړې، چې په ۱۹۰۱ ز کال کې د ډله ییز بازار کېمره شوه او د عامو خلکو لپاره پوره ارزانه وه. دې چارې خلکو او ژورنالېستانو ته په لومړي ځل عامه ځايونو کې د رښتينو انځورونو اخيستلو لاره هواره کړه. [۶]

محرميت په اړه به په دولتي کچه معامله کېدله. د بېلګې په ډول: په ۱۹۰۵ ز کال کې د “Pavesich” په نوم د ژوند د بيمې نوې انګلينډي شرکت (Pavesich v. New England Life Insurance Company)  د متحده ايالتونو په قانون کې له طبيعي قانون څخه د اخېستل شوي قانون په توګه د محرميت د حق له لومړنيو مشخصو تاييدونو څخه و. جوديت واګنر ډيسيو (Judith Wagner DeCew) وويل: «Pavesich هغه لومړنۍ قضيه يا حالت و، چې د طبيعي قانون، عمومي قانون او بنسټيزو اساسي قانوني ارزښتونو په مرسته يې محرميت د تاوان قانون کې د يو حق په توګه وپېژنده. [۷]

سمويل ډي وارن (Samuel D. Warren) او لويس ډي برېنډيس (Louis D. Brandeis) چې په يو نوي قانوني شرکت کې ملګري [شريکان] وو په دې وېره کې شول، چې د کوچنۍ کېمرې دا نوې ټيکنالوژي به د «پارونکو مطبوعاتو» له لورې وکارول شي. د دې په ليدلو سره چې دا به د شخصي حريم د حقونو پر وړاندې يوه شونې ننګونه شي، يادو دوه تنو په ۱۸۹۰ کې د «محرميت حق» تر سرليک لاندې (Harvard Law Review) ته يو لارماتوونکې مقاله وليکله. د قانونپوه روسکو پونډ (Roscoe Pound) په وينا يادې مقالې «زموږ قانون ته د يو څپرکي له ورزياتولو څخه پرته نو هيڅ هم ونه کړل» او په ۱۹۶۶ ز کال کې د قانوني درسي کتاب ليکوال هارري کالوين (Harry Kalven) ياده مقاله د قانون د بيا کتنې تر ټولو اغېزناکه وګڼله. د متحده ايالتونو پر وړاندې د کېللو “Kyllo” د سترې محکمې قضيه 533 U.S. 27 (2001) کې د مخالف او موافق دواړو ډېری قاضيانو له لورې له يادې مقالې څخه اقتباس (پرتله) وشوه. [۸][۹]

د برېنډېس “Brandeis” او وارن “Warren” مقاله[سمول]

د محرميت د تېري تاوان ته په پام سره د دوکتورين يا مفکورې وده «د محرميت حق» تر سرليک لاندې د وارن او برېنديس د مقالې په مټ خورا هڅول شوې وه. دوی په مقاله کې څرګندوي چې دوی ولې د مقالې په سريزه کې ليکلي دي: «سياسي، ټولنيز او اقتصادي بدلونونه د نوي حقونه رانغاړي او عمومي قانون په خپله تلپاتې ځوانۍ کې د ټولنې د غوښتنو پوره کولو په موخه وده کوي». په يو څه مشخص ډول، دوی پر ورځپانو باندې خپل تمرکز هم بدلوي: [۸]

مطبوعات په هر لوري کې د تناسب يا نزاکت او درنښت له څرګندو پولو څخه تېرېږي. بې بنسټه خبرې له دې وروسته د بېکاره او ناوړه [معلوماتو] سرچينه نه ده، مګر يوه سوداګري ګرځېدلې ده چې په صنعت او همدارنګه سپين سترګۍ (بې شرمۍ) سره په پام کې نيول شوي دي. د شهواني خوند د پوره کولو په موخه د جنسي اړيکو بشپړ معلومات د ورځنيو ورځپاڼو په کالمونو کې خپرېږي. ... د ژوند سختي او پېچلتيا چې د تمدن پر پرمختګ باندې ملتيا له نړۍ څخه يو څه شاتګ ته اړتيا رامنځته کړې ده او انسان د کلتور د چاڼولو تر اغېز لاندې د څرګندونې يا اعلان پر وړاندې يو څه زيات حساس شوی دی؛ د همدې له امله يو شخص لپاره يواځېتوب او محرميت يو څه زيات اړين شوی دی، مګر معاصر تشبث او نوښت د نوموړي پر حریم باندې د تېريو له لارې نوموړی د رواني درد او کړاو سره مخامخ کړی دی، چې دا حالت يوازې د بدني ټپ له لارې د مرګ ژوبلې په پرتله خورا سخت دی. [۸]

دوی بيا خپلې موخې روښانه کوي: «زموږ موخه د دې خبرې په پام کې نيول دي، چې ايا شته قانون داسې کوم اصل لري، چې د يو شخص د محرميت د ساتلو په موخه په مناسب ډول د کارونې وړتيا ولري او که داسې وي، نو د دې ډول خونديتوب طبيعت او اندازه څه ده». [۸]

سرچينې[سمول]

  1. "Invasion of Privacy Law & Legal Definition", US Legal. Retrieved October 17, 2013.
  2. "Right to Privacy Law & Legal Definition", US Legal. Retrieved 17 October 2013.
  3. "Results for '"the law of privacy explained"' [WorldCat.org]". www.worldcat.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۵ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Lazarus, David (5 January 2018). "Months after Equifax data breach, we're still no closer to privacy protections". د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جنوري ۲۰۱۸ – عبر LA Times. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Gormley, Ken. "One hundred years of privacy". Wis. L. Rev. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Solove, Daniel J., Marc Rotenberg, and Paul M. Schwartz (2006), Privacy, Information, and Technology, Aspen Publishers, pp. 9–11, کينډۍ:ISBN.
  7. DeCew, Judith Wagner (1997). In Pursuit of Privacy: Law, Ethics, and the Rise of Technology. Ithica, NY: Cornell University Press. د کتاب پاڼې 23. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0801484117. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ ۸٫۲ ۸٫۳ Samuel Warren and Louis D. Brandeis (1890), "The Right To Privacy", Harvard Law Review (Vol. 4, No. 193). Retrieved 17 October 2013.
  9. Mason, Alpheus Thomas (1946), Brandeis: A Free Man's Life, Viking Press, p. 70.