د متحده ايالتونو تاريخ (۱۹۴۵ – ۱۹۱۸ز کال)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

له ۱۹۱۸ څخه تر ۱۹۴۵ ز کال پورې د متحده ايالتونو تاريخ له لومړۍ نړيوالې جګړې څخه وروسته دوره، ستره خواشيني (Great Depression) او دويمه نړيواله جګړه رانغاړي. له لومړۍ نړيوالې جګړې څخه وروسته متحده ايالتونو د ويرساليس تړون (Treaty of Versailles) ونه مانه او د ملتونو ټولنې سره يو ځای نه شول.

په ۱۹۲۰ ز کال کې د الکولو توليد، پېر، واردول او صادرول د متحده ايالتونو په اساسي قانون کې د يوه سمون له مخې منع شوي وو. د الکولي څښاکو ملکيت او څښل هيڅکله ناقانونه نه وو. د الکولو د استهلاک ټوله کچه بايد ټيټه شوی وی، که څه هم ايالتي او سيمه یيزو حکومتونو د نشه يې توکو کارکوونکو پر وړاندې د زور له مخې د قوانينو د پلي کېدنې مخنيوی وکړ. فدرالي حکومت په قضيو کې ډوب شوی و، چې له امله يې په هر ښار کې په ناقانونه ډول پېر او speakeasies وده وکړه. پېژندل شوې جرمي ډلې په شمېر، ماليو او ځواک کې راڅرګندې شوې او پر ښاري سياست يې اغېز وکړ. [۱]

د سمونپاله ډلې له لوري د يو څو سيمه یيزو تروريستي بريدونو، لکه: د ۱۹۲۰ ز کال Wall Street بم اېښودنې او د ۱۹۱۹ ز کال کې د متحده ايالتونو د انارشيست [ګډوډۍ پلوي] بم اېښودنو لومړنۍ Red Scare راپورته کړه. د بنسټپالو عيسويانو او معاصر پالو تر منځ کلتوري جنګونه يو څه سخت شول، لکه د KKK د مخنيوي او په لوړ عام شوي Scopes Trial په واسطه چې بيان شوي دي.

ملت له ۱۹۲۱ ز کال څخه تر ۱۹۲۹ ز کال پورې د پرله پسې نېک بختۍ له يوې دورې څخه خوند واخيست. کرنه د ځمکې په پورته کېدونکو بيو کې بې ارزښتي تجربه کړه، چې به پای کې په ۱۹۲۱ ز کال کې له منځه لاړه او ياده برخه ناخوښه پاتې شوه. د ډبرو سکرو کيندل ځکه لږ شول، چې تېل د انرژي اصلي سرچينه شوه. له کرنې پرته نورې برخې وغوړېدې. جوړښتي چارو ،ځکه وده وکړه، چې د دفترونو ودانۍ، فابريکې، پلي سړکونه او نوې کور جوړونه هر ځای دوام درلود. د موټرو توليد لوړ شو، کليوالي کور جوړونې پراختيا وکړه او د ولس کورونه، ښارګوټي او ښارونه د ځينو کروندو تر څنګ بريښنايي شوي وو. بيې ثابتې وې او کورنی ناخالص توليد تر ۱۹۲۹ ز کال پورې په ثابت ډول وده کړه، چې په دې وخت کې د مالي احتکار پوکڼۍ د Wall Street ټکر له امله وچوېدله.

په بانديني سياست کې ولسمشر ويلسن د ملتونو ټولنې په بنسټ اېښولو کې مرسته وکړه، مګر متحده ايالتونه ورسره هيڅکله ځکه يو ځای نه شول، چې کانګرس د جنګ په اعلان کې د خپل اساسي قانون ونډې ماته خوړل ونه منل. ملت يې پر ځای د نړۍ د بې وسلې کولو په موخه نوښت غوره کړ، چې د ۲۲-۱۹۲۱ ز کال واشنګټن کنفرانس يې د نورو په پرتله د خورا يادونې وړ دی. واشنګټن هم اروپايي اقتصاد د Dawes او Young پلانونو له مخې ټينګ کړل. د ۱۹۲۴ ز کال کډوالۍ قانون د دوديز لږه کيو توازن ټينګول او په کلکه د ټول دننني بهير محدودولو په نښه کړل. ياد قانون اسياسي کډوال په بشپړ ډول بند کړل او د ورننوتلو هيڅ لارې يې ورته برابرې نه کړلې. [۲]

د ۱۹۲۹ ز کال والسټريټ ټکر (Wall Street Crash of 1929) او ورپسې سترې خواشينۍ Great Depression د حکومت هڅو ته لاره هواره کړه، چې اقتصاد بيا له سره پيل او له قربانيانو سره يې مرسته وکړي. ترميم که څه هم ډېر بطي و. د Great Depression تر ټولو ښکته برخه ۱۹۳۳ ز کال و او ترميم يا بيارغونه تر هغې وخت پورې چټکه وه، چې په ۱۹۳۸ ز کال کې اقتصادي کړکېچ په شا تګ ثابت کړ. په ۱۹۳۰ ز لسيزه کې هيڅ ستر او نوي صنعتونه نه وو، چې اقتصاد ته، لکه: د موټرو، برېښنا او ودانۍ جوړولو چې په ۱۹۲۰ ز لسيزه کې ځواکمن وو، وده ورکړي. کورنی ناخالص توليد په ۱۹۴۰ ز کال کې له ۱۹۲۹ ز کال څخه غوره و.

په ۱۹۳۹ ز کال کې په امريکا کې ګوښه والي غوښتونکې عقيده بېرته وګرځېده او په ۱۹۴۰ ز کال کې نازي المان ته د فرانسې حېرانوونکې کښېوتنې (سقوط) څخه وروسته متحده ايالتونو د خپل ځان بيا وسله وال کول پيل او بریتانيې، چين او شوروي اتحاد ته يې د پيسو سترې ويالې او نظامي ملاتړ واستاوه. پر Pearl Harbor بندر باندې د جاپانيانو له ناڅاپي بريد څخه وروسته متحده ايالتونه د سترواک جاپان، فاشستې ايټاليې او نازي جرمني پر وړاندې جنګ ته دننه شوه، چې ياد هېوادونه د «محور ځواکونو» په نوم پېژندل کېدل. ايټاليا په ۱۹۴۳ ز کال او جرمني او جاپان په ۱۹۴۵ز کال کې له سترې کږېدنې او ژوند بايلنې څخه وروسته کلابند شول، په داسې حال کې چې متحده ايالتونه خورا شتمن او له لږو زيانونو سره راڅرګندشول.

۱۹۱۹ ز کال:  بريدونه، بلواګانې او ډار[سمول]

متحده ايالتونه د ۱۹۱۹ ز ټول کال ناکرارۍ کې وه. بېرته راستنېدونکو پراخ شمېر پخوانيو سرتیرو کار نه شو موندلی، چې ځيني وختونه ورته د ويلسن ادارې لږه پاملرنه وکړه. له جنګ څخه وروسته د ويجاړۍ ډار د Red Scares، په سترو صنعتونو (پولاد او د غوښې بسته کولو) کې سترو بريدونو او د توکم خونړي بلوا يا اړودوړ برخو کې دوام وکړ. سمونپالو Wall Street په بمونو والوزاوه او کارکوونکي په فبروري کې Seattle کې په اعتصاب راووتل. د ۱۹۱۹ ز کال پر مهال له ۲۰ څخه د زياتو بلوايي او پارېدلو تور او سپين توکم اړوند پېښو يوه لړۍ رامنځته شوه. په دې کې د شيکاګو، Omaha او Elaine توکم بلواګانې شاملېږي.

د Red Scare په نامه يوه ښکارنده په ۱۹۱۸-۱۹۱۹ ز کال کې پېښه شوه. په اروپا کې د پارېدلي کمونيستي اوښتونونو په راپورته کېدلو سره، کيڼ اړخي سمونپال غړي په روسيه کې د بلشويک اوښتون په واسطه زړ ور شوي وو او د نړۍ اوښتون لپاره يې د لينن غوښتنې ته د ځواب ويلو لېوالتيا لرله. د ۱۹۱۹ ز کال د می پر ۱ نېټه د Cleveland اوهايو کې د تېرېدو مراسم (رسم ګذشت) د سوسياليست ګوند د مشر Eugene Debs د نيونې په خلاف لاريون وکړ، چې د May Day Riots پارېدنه باندې واوښت. په ۱۹۱۹ ز کال کې د يو لړ بمونو ايښودلو او د وژنې هڅو حالت نور هم خراب کړل. لوی څارنوال A. Mitchell Palmer د Palmer Raids تر سره کړ، چې دې بريدونو او د غيرتبع سوسياليستانو، انارشيستانو، د راډيکالو اتحاديو پلويو او کډوالو د نيولويوه لړۍ وه. دوی د حکومت  د له منځه وړنې په موخه پلان جوړړونې باندې هم تورن دي. په ۱۹۲۰ ز کال کې ۱۰۰۰۰ تنو څخه زيات بنديان شول، چې ګډوډي پلوې Emma Goldman يې د يادونې وړ ده. نوموړي کلونونه وړاندې د صنعتپال Henry Clay Frick د وژنې هڅه کړې وه. [۳]

د لومړۍ نړېوالې جګړې پايله[سمول]

د Tin Pan Alley د ۱۹۱۹ ز کال مشهورې سندرې له لومړۍ نړيوالې جګړې څخه د متحده ايالتونو د راستنېدونکو ځواکونو په اړه وپوښتل: «موږ به څه ډول پر کرونده باندې ښکته وساتئ "How Ya Gonna Keep 'em Down on the Farm (After They've Seen Paree)?) . په حقيقت کې زيات يې «ښکته پر کرونده باندې» پاتې نه شول او له کروندو څخه نږدې ښارګوټو او يو څه کوچنيو ښارونو ته د ځوانانو يوه ستره کډوالي پيل شوه. حرکت کړای شوی منځنی واټن يوازې ۱۰ ميل يعنې ۱۶ کیلومتره و. له ۱۰۰۰۰۰ څخه د زياتو خلکو په ګډون ځيني يې ښارونو ته ولاړل. که څه هم کرنه د تراکتور او نورو پياوړ توکو په پراخه کارونې سره د پام وړ ميکانيزه شوه او د County Agents له لوري سترې ټيکنالوژۍ خپرې شوې. County Agents د ايالتې کرنيز پوهنځي له لوري ګومارل شوي وو او فدرالي حکومت يې مالي ملاتړ کاوه. [۴]

په ۱۹۱۹ ز کال کې Woodrow Wilson د متحده ايالتونو لپاره د ملتونو ټولنې سره د يو ځای کېدلو په پار مبارزه وکړه، چې د يادې ټولنې په رامنځته کېدنه کې ګټوره وه، مګر د يادې مسئلې په اړه يې د جمهوري غوښتونکو روغه جوړه ونه منله او د دوه پر درې ډيره کي (اکثريت) تر لاسه کول ناشوني وو. ټولنې ته د پرمختګ ورکولو په موخه  په ټول هېواد کې د يوه ستړي کوونکي ګرځښت پر مهال ويلسن يو لړ ګوزارونه او ژوبلېدل هم وزغمل. نوموړی په فزيکي ډول بېرته هيڅکله جوړ نه شو، د خپلې مشرۍ مهارتونه يې له لاسه ورکړل او د مذاکرې او روغې جوړې توان يې نه درلود. د مشرانو جرګې، د ملتونو ټولنې ته ننوتل رد کړل. [۵]

سرچینې[سمول]

  1. Okrent, Daniel (2010). Last Call: The Rise and Fall of Prohibition. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. https://history.state.gov/milestones/1921-1936/immigration-act
  3. Stanley Coben, "A Study in Nativism: The American Red Scare of 1919–20," Political Science Quarterly Vol. 79, No. 1 (Mar., 1964), pp. 52–75 in JSTOR
  4. Linda Lobao and Katherine Meyer. "The great agricultural transition: Crisis, change, and social consequences of twentieth century US farming." Annual review of sociology (2001): 103–124.
  5. John Milton Cooper, ''Woodrow Wilson (2009) ch 23–24