د متحده ايالتونو تاريخچه (۱۹۱۸ – ۱۸۶۵ز)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

له ۱۸۶۵ ز کال  نه تر ۱۹۱۸ ز کال  پورې د متحده ايالتونو تاريخچه د بيارغونې دوره، د سرو زرو دوره او پرمختللې دوره تر پوښښ لاندې راولي او په متحده ايالتونو کې د صنعتي کېدنې راپورته کېدل او کډوالۍ اغېز لرونکی زياتوالی رانغاړي. دا مقاله پر سياسي، اقتصادي او ديپلوماتيکې تاريخچې باندې تمرکز کوي.

د چټکې اقتصادي ودې او په شمالي او لويديځو متحده ايالتونو کې د لوړې سوکالۍ په دې دوره کې متحده ايالتونه د نړۍ تر ټولو زيات واک لرونکی اقتصادي، صنعتي او کرنيز ځواب کړ. د نا کرنيزو کارکوونکو منځنی کلنی عايد له ۱۸۶۵ ز کال نه تر ۱۹۰۰  ز کال پورې ٪۷۵ او وروسته تر ۱۹۱۸ ز کال پورې ٪۳۳ وده وکړه. [۱]

متحده ايالتونه، د کورنۍ جګړې پر مهال پر سويلي بېلتون غوښتونکو باندې په ۱۸۶۵ ز کال کې په پرېکنده بريا سره، د يوه پياوړي ملي حکومت په لرلو سره يو واحد او ځواکمن ملت شو. بيارغونې  د پخوانيو مريیانو لپاره د قانوني مرييتوب پای ته رسول او تابعيت رامنځته کړ، مګر نوی رامنځته شوی سياسي ځواک يې د يوې لسيزې په موده کې بېرته وګرځول شو او په ژور ډول د خپرېدونکي بېلتون او توپير تر يو Jim Crow نظام لاندې دويم ټولګی (طبقه) اتباع شول، چې تر راتلونکو ۸۰-۹۰ کلونو لپاره به دوام وکړي. تر درېيمې او څلورمې ډلې نظامونو (Third Party System and Fourth Party System) لاندې يا د ملت په زياتره د جمهوري غوښتونکو (له دوه جمهوري غوښتونکو ولسمشرانو  نه پرته) له لوري اداره کېده. له ۱۹۰۰ ز کال او د ولسمشر William McKinley له وژنې  نه وروسته پرمختللې دورې Progressive Era سياسي، سوداګريز او ټولنيز سمونونه راوړل. لکه: د د زده کړو، د ښځو لپاره د لوړ درېځ، د ونډې زياتوالو کمښت او د حکومت او ټولنې د زياتو سيمو عصري کولو لپاره نوې ونډې. پرمختللې دورې د فساد او د پردې تر شا د تثبيت شوي ځواک، د حکومت د سياسي ډلې سازمانونو او سترو ښارونو «ماشينونو» پر وړاندې د مبارزې په موخه د نوي منځني ټولګي په واسطه کار وکړ. دوی له ۱۹۲۰  ز کال نه تر ۱۹۳۳ ز کال پورې د ښځو د رايې کارولو حق او د الکولو سرتاسري مخنيوي غوښتنه وکړه او بريالي شول.

د اروپايي کډوالۍ په يوه بې مخينې څپه کې له ۱۸۶۵ ز کال  نه تر ۱۹۱۸ ز کال پورې ۲۷.۵ ميليونه نويو رارسېدونکو کډوالو د صنعت او کرنې پراختيا لپاره اړين کاري بنسټ او هم د خورا ګړندۍ وده کوونکې ښاري امريکا لپاره د وګړو( نفوس) بنسټ برابر کړ. [۲]

د نولسمې پېړۍ په وروستيو کې متحده ايالتونه د نويو ټيکنالوژيو جوړولو (لکه: ټيلګراف او پولاد)، د اورګاډي پټلۍ يوه غځېدونکې شبکه او د پراخو طبيعي زېرمو، لکه: د ډبرو سکرو، لرګيو، تېلو او کرنيزې ځمکې په برخو کې مخکښ نړيوال صنعتي ځواک شو، چې دويم صنعتي اوښتون ته يې لاره هواره کړه.

دوه خورا مهم جنګونه هم وو. متحده ايالتونو په اسانۍ سره په ۱۸۹۸ ز کال کې هسپانيې ته ماتې ورکړه، چې د تمې خلاف يې يوه کوچنۍ سترواکي رامنځته کړه. کيوبا ته په چټک ډول او په ۱۹۵۶ ز کال کې فليپين ته خپلواکي ورکړل شوه. Puerto Rico او ځيني کوچني ټاپوګان د متحده ايالتونو تلپاتې سيمې شوې، لکه الاسکا چې په ۱۸۶۷ ز کال کې د پېرلو له ورته سيمو شوه. د Hawaii خپلواک جمهوريت، د متحده ايالتونو له لوري په ۱۸۹۸ ز کال کې د يوې سيمې او قلمرو په توګه ورپورې وتړل شو.

متحده ايالتونوهڅه وکړه چې د لومړۍ نړيوالې جګړې لپاره د سولې رامنځته کولو ته لاره هواره کړي، مګر ناکام شول او وروسته له هغې  په جنګ کې ورګډه شوه، چې جرمني د متحده ايالتونو د سوداګريزو بېړیو پر وړاندې د اوبتل مبارزه وکړه. يادو سوداګريزو بېړیو د جرمني دښمن هېوادونو ملاتړ کاوه. په عام ډول بيان شوې موخې د امريکا د عزت ساتل، جرمني ملېشې له منځه وړل او له جګړې  نه وروسته نړۍ ته بڼه ورکول وې. له يوه  ورو خوځښت نه وروسته متحده ايالتونو په خورا بد ډول د اړين تمويل، خوړو او د تازه او لېواله ميليونونو ځواکونو په ملاتړ د متحده ځواکونو (Allied Forces) د يوې پرېکنده بريا په راوړلو کې مرسته وکړه.

د بيارغونې دوره[سمول]

بيارغونه له ۱۸۶۳  نه تر ۱۸۷۷ ز کال پورې دوره وه، چې ايالتي حکومت په کې د لنډې مودې لپاره د يووالي (Confederacy) د سويلي ايالتونو يو په يو واک تر لاسه کړ. د ۱۸۶۵ ز کال په اپريل کې له خپلې وژنې  نه مخکې ولسمشر ابراهم لينکلن (Abraham Lincoln) په هر څومره شوني چټک ډول د پخوانيو اتحاديو (Confederates) د بيا يو ځای کولو په موخه د بيارغونې لپاره منځني پلانونه بيان کړي وو. لينکلن د پخوانيو مریيانو سره په زده کړې، روغتيايي پاملرنې او دندې موندلول کې د مرستې کولو په موخه د ۱۸۶۵ ز کال په مارچ کې د خپلواکو شويو وګړو اداره (Freedmen’s Bureau) وټاکله. د مرييتوب وروستۍ له منځه وړنه د ديارلسم سمون يا تعديل له مخې تر لاسه شوه، چې د ۱۸۶۵ ز کال په ډيسمبر کې تصويب شو. که څه هم سمون پال جمهوري غوښتونکو (Radical Republicans) د خپلې ډلې په دننه کې د Lincoln مخالف وو. دوی وېرېدل چې پخوانۍ اتحاديې به هيڅکله په ريښتيني ډول مرييتوب او د اتحاديې ملت پالنې ته ماتې ور نه کړي او تل به هڅه وکړي چې د پردې تر شا هغوی منصب ته ورسوي. د پايلې په توګه سمون پالو جمهوري غوښتونکو د قانوني محدوديتونو د نافذولو هڅه وکړه، چې پخواني خورا سرکښان به د رايې کارولو او ټاکل شوي مقام او دندې حقونو  نه بې برخې کړي. د Lincoln مرستيال ولسمشر او د هغه ځايناستي Tennessee ديموکرات Andrew Johnson د سمونپالو خلاف و. که څه هم سمونپالو د ۱۸۶۶ ز کال کړکېچنې ټاکنې او کانګرس کې د کافي چوکيو په ګټلو سره د ولسمشر Johnson د دې ډول قانون ايښودنې ويټو [د قانوني لايحې ردول] مخنيوی وکړای شو. دوی ان د استازو په مجلس کې ولسمشر جانسن تورن کړ او نوموړي يې (په سنا مجلس کې) په نږدې ۱۸۶۸ ز کال کې له دندې  نه لرې کړ. دوی په همدې وخت کې سويلي خپلواکو وګړو ته د نوي اساسي قانون او فدرالي حقوقي خونديتوبونه ورکړل. [۳]

د سمونپالو د بيارغونې پلانونه، په ۱۸۶۷ ز کال کې د متحده ايالتونو د پوځ تر څارنې لاندې پلي شول. خپلواکو وګړو يو جمهوري يووالي، بې ارزښته جمهوري غوښتونکو (سيمه ييز خواخوږي سپين پوستي) او خورجين لرونکو سوالګرو (Carpetbaggers) ته (چې نوي له شمال  نه راغلي وو) يې اجازه ورکړه، چې د سويلي دولت حکومتونو اداره تر لاسه کړي. څوارلسم سمون يې تصويب کړ، چې له مخې يې په ايالتي کچه د عدالت اړوند موضوعګانو کې فدرالي محکمو ته ګڼ نوي واکونه ورکړل. دې ايالتي حکومتونو د اورګاډي پټلۍ او دولتي ښوونځيو د جوړولو په موخه زيات پورونه واخېستل او د ماليې اندازې يې زياتې کړې. د دې سياستونو پر وړاندې د زياتېدونکي خونړي مخالفت غبرګون د جمهوري غوښتونکې ډلې زياتره بې ارزښته اشخاص ديموکراتيک ډلې ته واړول. ولسمشر Ulysses S. Grant د افريقايي الاصل امريکايانو لپاره د مدني حقونو خونديتوبونه پياوړي کړل، چې په سويلي کارولينا، ميسيسيپي او ليوزيانا کې ګواښل کېدل. پينځلسم سمون يا تعديل په ۱۸۷۰ ز کې افريقايي الاصل امريکايي وګړو ته د امريکا په ټاکنو کې د رايې کارونې حق په ورکولو سره تعديل شو.

د متحده ايالتونو استازی [د استازو مجلس غړی] Stevens د بيارغونې برخه کې يو له سترو پاليسي جوړونکو  نه و او د ولسمشر Andrew Johnson پر وړاندې يې مجلس په استازولۍ د استيضاح رايه ترلاسه کړه. د نوموړي لارښود ژوند ليکونکي Hans Trefousse دې پايلې ته ورسېد، چې «Stevens په کانګرس کې يو له تر ټولو اغېزناکو استازو نه و. نوموړي د پارلماني قانون برخه او د خپلې خوښې حساس او نازکه ځواک کې په خپلې پياوړې پوهې سره د استازو مجلس اداره کړ، ان که څه هم ډېری وختونه يې د خپرېدلو [نامتو کېدلو] وړتيا نه لرله. [۴]

بيارغونه، د ايالتونو له مخې په بېلابېلو وختونو کې پای ته ورسېده، چې وروستۍ هغه يې په ۱۸۷۷ ز کال کې هغه مهال وه چې جهوري غوښتونکي Rutherford B. Hayes په کې له خپل سيال Samuel J. Tilden  نه د ۱۸۷۶ ز کال کړکېچنې ولسمشريزې ټاکنې وګټلې. د کړکېچنو ټاکنيزو رايو د حل په موخه کانګرس يو ټاکنيز کميسيون وټاکه، چې يادې رايې يې Hayes ته ورکړې. د سويل سپين پوستو د ۱۸۷۷ ز کال روغه جوړه له دې پوهېدلو وروسته ومنله، چې Hayes د جمهوري غوښتونکو تر لاس لاندې پاتې درې ايالتې حکومتونو باندې د پوځ واک پای ته رسولو غوښتنه وکړه. د شمالي سيمو سپين پوستو ومنله، چې کورنۍ جګړه پای ته رسېدلې وه او سويلي سپين پوستو ملت ته کوم ګواښ نه دی رامنځته کړی. [۵][۶]

سرچینې[سمول]

  1. U.S. Bureau of the Census, Historical Statistics of the United States (1976) series D726 and D736 pp 164–5
  2. U.S. Bureau of the Census, Historical Statistics of the United States (1976) series C89
  3. William C. Harris, With Charity for All: Lincoln and the Restoration of the Union (1997)
  4. Hans L. Trefousse (1991). Historical Dictionary of Reconstruction. Greenwood. د کتاب پاڼې 214. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780313258626. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Eric Foner, A Short History of Reconstruction (1990) pp 217–37
  6. Peskin, Allan (1973). "Was There a Compromise of 1877". Journal of American History. 60 (1): 63–75. doi:10.2307/2936329. JSTOR 2936329. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)