د متحده ايالاتو په ايالتونو کې د حمل غورځولو قانون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په متحده ايالاتو کې د حمل د غورځولو (اسقاط حمل يا سقط جنين) قانونيت او په دې عمل تحميل شوي ګڼ محدوديتونه د هر ايالت تر قوانينو يا نورو قضايي واکونو ته په کتنې سره د پام وړ توپير لري. ځينې ايالتونه د يو څو استثناءاتو سره د حمل په هر پړاو کې د جنين سقط ممنوع ګرځوي، په داسې حال کې چې ځينې نور ايالتونه بيا د ښځې د حمل پر مهال تر يو بريده د حمل د ضياع اجازه ورکوي، خو ځينې نور ايالتونه بيا د حمل په ټوله موده کې د جنين د ضياع اجازه ورکوي. په هغو ايالتونو کې چې د جنين سقط قانونی دی، شونې ده چې په دې عمل د محدوديتونو جلا جلا ډولونه وضع کړای شوي وي، لکه د والدينو رضا يا د خبر ورکولو قوانين، داسې شرايط چې بايد له سقط مخکې ناروغانو ته الټراساونډ (تلويزيوني معاينه) وښودل شي، د اړين انتظار موده، او د مشورې شرايط.

له 1973ز کال څخه تر 2022ز کال پورې، د «رو» په وړاندې د «ويډ» (1973) او په خپله خوښه اولاد زېږولو پر وړاندې د «کيسي» (1992) په قضيو کې په ترتيب سره د سترې محکمې پرېکړو، د حامله مېرمنو لپاره د حمل د ضياع د حق په موخه فدرالي خونديتوب جوړ او وساتلو، او دا يې ډاډمنه کړه چې ايالتونه له هغې نقطې مخکې د حمل سقط نه شي بندولای، په کومه نقطه کې چې جنين د ژوندي پاتې کېدو وړ بلل کېدای شي. په هر حال، د «رو» او «کيسي» قضيې دواړه د «جيکسن» ښځو روغتيايي سازمان په وړاندې د «ډوباس» (2022) قضيې تر شا پرېښودې، او اوس ايالتونه کولای شي د حمل په سقط هر ډول قوانين وضع کړي، په دې شرط چې د عقلي بنسټونو پر اساس له بيا کتنې سره سمون ولري، او په بل صورت کې له فدرالي قانون سره په ټکر کې نه وي. د «ډوبيس» په قضيه کې د محکمې له پرېکړې مخکې، ډېرو ايالتونو د ځانګړو شرايطو پر مهال نافذيدونکي قوانين عملي کړل، تر څو د «رو» قانون د ختمېدو په صورت کې د حمل پر ضياع بنديزونه ولګوي. سربېره پر دې، ډېر ايالتونه يا خو له «ډوبس» څخه وروسته د حمل ضياع سخت قوانین عملي کړي دي، يا يې د عملي کولو په جريان کې دي، او ځينو يې بيا له 1973 څخه مخکې قوانينو عملي کول بيا پيل کړي دي. په داسې حال کې چې دا ډول قوانين له دې وروسته د متحده ايالاتو د اساسي قانون څخه سرغړونکي نه بلل کېږي، دوی بيا هم په ايالتي محکمو کې د ځينو قانوني ننګونو سره مخ دي.

په ټول هېواد کې عمومي قانوني حيثيت[سمول]

انفرادي ايالتونه د حمل ضياع مخنيوي يا د هغې د تنظيم کولو لپاره پراخه اختيارات لري، او قانوني حيثيت يې په هر ايالت کې يو له بل سره تر ډېره بريده توپير لري. سترې محکمې دا واک لرې کړ، او د «رو» په وړاندې د «وډ» د پرېکړې پر بنسټ 1973 يې د حمل د ضياع اړوند فدرالي حق منځ ته راووړ، خو نهه څلوېښت کاله وروسته په 2022ز کال کې د «جيکسن» په وړاندې د «ډوبس» قضيه کې د سترې محکمې د پرېکړې پر اساس دا قانون بېرته بدل کړای شو. ايالتونو داسې قوانين تصويب کړي و، تر څو د وروسته مودې سقط جنين محدود کړي، د کوچنيانو لپاره يې د مور او پلار خبرداری اړين ګرځولی و، او له عمل مخکې يې ناروغانو ته د اسقاط حمل د خطر اړوند معلومات ورکول لازمي اړين ګرځولو لپاره قوانين تصويب کړای شول. اوسمهال، د دوه ويشتو ايالتونو مقننه قوه وايي چې دوی به په ټولو متحده ايالاتو کې د حمل غورځول بند يا به ورباندې محدوديتونه ولګوي.

د متحده ايالاتو د اساسي قانون يوه مهمه ماده څوارلسم تعديل دی، په کوم کې چې ويل شوي دي:

په متحده ايالاتو کې ټول زېږېدلي يا په طبيعي ډول جوړ شوي افراد، او هلته د قضايي قلمرو تابع، د متحده ايالاتو او د هغه ايالت تبعه دي، چېرته چې دوی ژوند کوي. هېڅ ايالت بايد داسې يو قانون نه جوړ او نه پلی کړي، کوم چې د متحده ايالاتو د اتباعو امتيازات يا خونديتوب کموي؛ نه بايد هېڅ ايالت کوم شخص له کومې مناسبې پروسې پرته، له ژوند، ازادۍ، يا شتمنۍ څخه محروم کړي؛ او نه بايد په خپل قضايي واک کې د کوم فرد د قوانينو مساوي خونديتوب رد کړي.[۱]

د متحده ايالاتو د سنا نجلس د قضائيه کميټې رسمي راپور، چې په 1983ز کال کې د انساني ژوند اړوند تعديل په اړه د پراخه استماعيه جلسو څخه وروسته خپور شوی و (د سناتورانو «اورين هيچ» او «تامس ايګلټن» له خوا وړانديز کړای شوی) وايي:

په همدې بنسټ، دې [قضاييه قوه] کميټې مشاهده کړې چې په متحده ايالاتو کې اوسمهال هيڅ ډول کوم د يادونې وړ قانوني خنډونه نه شته، چې ښځه د خپل حمل په کوم پړاو کې د کوم لامل پر بنسټ خپل حمل غورځولای شي.[۲]

ډيری ايالتونه په خپله خوښه د حمل ضايع کول د حمل تر ټولو ډېرو اونیو پورې محدودوي، عموماً له هغې مخکې چې کله له رحم څخه په ايستلو سره جنين ژوندی پاتې کېدای شي. د پرتليزې موخې لپاره، په متحده ايالاتو کې له وخت مخکې زېږېدو څخه خوندي شوي تر ټولو کوچنی ماشوم «کرټس مينز» و، چې د 2020ز کال د جولای د مياشتې په پنځمه نېټه د الاباما په برمنګم کې زېږيدلی و، د يو ويشت اونيو او يوې ورځې اميدوالۍ عمر يا يو سل او اته څلوېښت ورځې، د دې په پرتله په ممکنه ډول متوقع اميدواري د څلوېښتو اونيو موده ده، چې تقريباً دوه سوه او اتيا ورځې کېږي.[۳]

د نورو پرمختلليو هېوادونو په پرتله، په متحده ايالاتو کې دا عمل له دې اړخه ډېره مهيا دی چې په قانوني ډول حمل څومره وروسته غورځول کېدای شي. په هر حال، د دولت د تمويل، د نابالغانو لپاره محرميت، يا جغرافيايي رسېدګۍ په څېر نورو اړخونو له پلوه، يو شمېر امريکايي ايالتونه ډېر محدوديتونه لري. په ډېرو اروپايي هېوادونو کې په خپله خوښه د حمل ضياع ته پاملرنه يوازې په لومړيو درې مياشتو کې ورکول کېږي، په داسې حال کې چې د حمل په وروستيو پړاوو کې د حمل غورځولو ته يوازې د ځانګړو دلايلونو پر اساس اجازه ورکول کېږي (د بېلګې په ډول، بدني يا اعصابي روغتيا دلايل، د زېږون د نيمګړتياوو خطر، که په ښځه جنسي تيری شوی وي، او داسې نور). له لومړيو درې مياشتو وروسته چې د حمل د غورځولو هيله لرونکې ښځې له خوا کوم دلايل غوښتل کېدای شي، هغه د هېوادونو پر بنسټ سره توپير لري، د ډنمارک په څېر ځېنې هېوادونه، د ټولنيزو او اقتصادي په څېر ګڼ دلايل وړاندې کوي.[۴]

په کاناډا کې د حمل د غورځولو تنظيم کولو لپاره کوم ډول ملي قوانين يا بنديزونه نه شته، که څه هم هر ايالت خپلې لارښونې لري. په استراليا کې، د حمل د غورځولو په اړه قانون په هر ايالت/سيمه کې توپير لري. په ډېرو هېوادونو کې، د حمل غورځولو ته د هغو هېوادونو د پارلمانونو له خوا قانوني حيثيت ورکول شوی دی، په داسې حال کې چې په متحده ايالاتو کې د حمل غورځول په تېر کې د سترې محکمې له خوا د اساسي قانون تر مخې يو حق بلل شوی و، خو په 2022ز کل کې بدل کړای شوی و.

د فدرالي او ايالتي قانون تر منځ د جلا والي له امله، د حمل غورځولو ته لاسرسی په هر ايالت کې توپير لري. په هر حال، جغرافيايي شتون، په هېښونکي ډول توپير لري، په داسې حال کې چې د متحده ايالاتو اوه اتيا سلنه ولسواليو کې د حمل غورځولو د خدماتو وړاندې کونکي نه شته. سربېره پر دې، د «هيډ» د تعديل له امله، د ډېرو ايالاتونو روغتيايي پروګرامونه، چې بې وزله ښځې د خپلې روغتيا په برخه کې پر هغوی متکي دي، د حمل غورځولو ته پوښښ نه ورکوي؛ اوسمهال يوازې اولس ايالتونه (د کلفورنيا، الينوايي او نيويارک په ګډون) يا دا ډول پوښښ وړاندې کوي يا يې غوښتنه کوي. [۵][۶]

په 1992ز کال کې د «کيسي» په وړاندې د خپلې خوښې اولاد زېږولو قضيې د «رو» سخته درې مياشتينۍ فارموله منسوخه کړه، خو د حمل غورځولو پر حق يې ټينګار وکړ، چې د متحده ايالاتو په اساسي قانون کې د څوارلسم تعديل د مناسب عمل د فقرې سره سمه تنظیم شوې ازادي او محرميت عمومي معنا لري:

"که د محرميت حق څه معنا لري، دا د فرد حق دی، که متأهل وي که مجرد وي، چې په معاملو کې د غېرو اړینو دولتي مداخلو څخه ازاد و اوسي، تر څو په بنسټيز ډول کوم شخص ته د اولاد زېږولو يا د زېږولو پر پرېکړه اغېز ولري".

په طبي ټيکنالوژۍ کې پرمختګ دا معنا درلودله چې جنين د ژوند کولو وړ بلل کېدای شي، او په دوه ويشتو يا درويشتو اونيو کې په همدې بنسټ د ژوند کولو حق لپاره ځينې اساسات درلودلای شي، نه د اته ويشتو اونيو موده کې، کومه چې د «رو» په اړوند پرېکړې پر مهال ډېره عامه وه. د همدې لامل پر بنسټ، پخوانۍ درې مياشتنۍ فارموله پرېښودل شوې وبلل شوه، په داسې حال کې چې د جنين د ژوند کولو پر وړتيا تمرکز لرونکې نوې فارموله منځ ته راوړای شوه.

سرچينې[سمول]

  1. "The Constitution of the United States of America: As Amended" (PDF). 2007-07-25. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ فبروري ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Report, Committee on the Judiciary, U.S. Senate, on Senate Joint Resolution 3, 98th Congress", 98–149, June 7, 1983, p. 6.
  3. (په November 11, 2021 باندې). Alabama boy certified as world's most premature baby. BBC News.
  4. "DENMARK". cyber.harvard.edu. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Access to Abortion" (PDF). National Abortion Federation. 2003. مؤرشف (PDF) من الأصل في June 19, 2007. د لاسرسي‌نېټه June 17, 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. ""Public Funding for Abortion" (map)" (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)