Jump to content

د مالیزیا سیاست

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د مالیزیا سیاسی نظام د استازیتوب پر بنسټ فدرال دیموکراسۍ په اډانه کې مشروطه شاهي نظام دی، چې یانګ دی پرتوګونګ د دولت مشر او د مالیزیا لومړی وزیر د حکومت مشر دی. اجراییوي قوه د فدرالي حکومت او ۱۳ ایالتي حکومتونو په واک کې ده. په داسې حال کې چې مقننه قوه له فدرالي پارلمان او ۱۳ ایالتي اسمبلۍ په اختیار کې ده. که څه هم قضایه قوه له اجراییه او مقننه قوې نه خپلواکه ده، خو اجراییه قوه په محکمو کې د قاضیانو په ټاکلو سره د خپل نفوذ ساتلي.

د مالیزیا حکومتي سیسټم د ویسټ منسټر سیسټم په بنسټ دی او د واکونو سلسله مراتب یې د فدرالي اساسي قانون په بنسټ ده او د مالیزیا د حکومت درې څانګو (اداري څانګي) چې اجرایوي، قضایه او مقننه قوه دي تعینوي. په داسې حال کې چې پارلمان له ملي شورا ( مشرانو جرګې یا سنا) او استازو جرګې (ولسي جرګې ) نه جوړ دی.[۱]

مالیزیا په ۱۹۵۵ز کال کې فدرالي مقننه شورا لپاره له لومړني مستقیمو ټاکنو راهیسې څو ګوندي نظام لري. دغه راز د مالیزیا واکمن ګوند د اتحاد ګوند ایتلاف (مالیزیایي کې: Parti Perikatan) و، چې له ۱۹۷۳ز کال راهیسې د نوموړي ګوند ځایناستی د ملي ایتلاف (ملي جبهه) ګوند شو. ملي ایتلاف (BN) حکومت ۶۱ کاله په واک کې و چې په نړۍ کې ترټولو اوږد مهاله حکومتونو نه ګڼل کېږي. دغه راز د مالیزیا د عمومي ټاکنو ۱۴ پړاو په پایله کې چې د ۲۰۱۸ز کال د مې په ۹مه نیټه ترسره شوې د امېد ائتلاف (PH) ګوند واک تر لاسه کړ، خو د مالیزیا د ۲۰۲۰-۲۰۲۲ز کلونو سیاسي کړکېچ وروسته د امېد ائتلاف ملي حکومت د ۲۰۲۰ز کال د مارچ له لومړۍ نېټې نه تر د ۲۰۲۱ز کال د اګسټ تر ۱۷ مې له هغه وروسته چې د ملي ایتلاف ګوند د یاد ګوند له ملاتړ نه لاس واخیست او له ایتلاف نه ووت حکومت وکړ. چې ملي ایتلاف ګوند له هغه وخت راهیسې د مالیزیا له سراواک ګوندونو اتحاد (GPS)، د مالیزیا ملت ګوند (PBM) او متحده صباح ګوند (PBS) سره د اعتمادي شریکانو په توګه حکومت کړی.

د امید ایتلاف ګوند چې په کې ډیموکراټیک عمل ګوند (DAP)، د خلکو عدالت ګوند (PKR)، د ملي باور ګوند (امانه) او د صباح میراث ګوند او له متحده پرمختیایي کینابالو سازمان (UPKO) سره د اعتمادي شریکانو په توګه یو ځای دي د مالیزیا د اپوزیسیون زیاتره برخه جوړوي. همدارنګه د اپوزیسیون نورو ګوندونو کې د مالیزیا متحده ډیموکراټیک اتحاد (MUDA)، د وطنپال ګوند (PEJUANG) او متحد سراواک ګوند (PSB) شامل دي.[۲]

په ۲۰۱۶ز کال کې د اقتصادي اطلاعاتو څانګې مالیزیا د «نیمګړې ډیموکراسۍ» په توګه وګڼله، خو مالیزیا په ۲۰۱۸ز کال کې د اقتصادي اطلاعاتو څانګې له خوا د کال غوره هېواد په توګه ونومول شو، ځکه د ۱۴مې عمومي ټولټاکنو وروسته واک په سوله ایزه توګه له مهاتیر محمد نه چې د هېواد توکمپاله تګلارو کمولو لپاره  زړه نازړه وه، انور ابراهيم ته ولېږدول شو.[۳][۴]

لومړني سیاسي سازمانونه

[سمول]

د مالیزیا اتحادیه

[سمول]

د مالیزیا اتحادیه (مالای: Kesatuan Melayu؛ KM) په ۱۹۲۶ز کال کې د محمد یونس عبدالله، ټینګکو قادرعلي او امبوک سولو له خوا رامنځته شوه، چې د یادې اتحادیې له جوړولو نه یې موخه د خلکو ژوند کې د مالیزیا د ونډې زیاتوالۍ، د استعماري چارواکو په وړاندې د مالیزیا له ګټو ملاتړ او د مالیزیایانو لپاره د لوړو او تخنیکي زده کړو وده ورکول و. دغه راز یونس عبدالله د سولې د عدالت ، د لومړۍ نړیوالې جګړې پرمهال د استعماري حکومت له خوا رامنځته شوی د مسلمانانو مشورتي شورا او د سینګاپور ښاروالۍ د شورا غړي په توګه هم دنده تر سره کړي. همدارنګه یونس د KM د مشر په توګه د تنګیو د مېشت ځایونو د مقننه شورا لومړی مالیزیایې غړی شو. یو له لومړنیو مسلو نه چې KM مطرح کړه د مالیزیا مېشته کېدو لپاره د ځمکې غوښتنه وه، چې دا غوښتنه ومنل شوه او د ځمکې د پېرودلو او پراختیا لپاره ۷۰۰،۰۰۰ امریکایي ډالره ورکول شو. دغه راز یادو مېشت ځایونو اوس ډېره پراختیا موندلي چې په سینګاپور کې د یونس سیمې برخه ده.[۵][۶][۷]

KM په نورو برتانوي مالیزیایي ایالتونو کې هم د ورته سازمانونو لکه د مالیزیا د پینانګ ټولنه (په ۱۹۲۷ز کال کې) او د پیراک مالیزیایي ټولنې (په ۱۹۳۷ز کال کې) جوړولو کې لویه ونډه درلوده. دغه راز KM له دویمې نړیوالې جګړې نه روغ پاتې شو او د سنګاپور د یووالي ګوند جوړولو لپاره د مالیزیا متحد ملي سازمان او د مالیزیا چینایي ټولنې سره سیاسي ایتلاف ته ننوت، خو په پای کې KM په سنګاپور کې د ۱۹۵۵ز کال په مقننه ټاکنو کې د انتخاباتي ماتې په پایله کې له منځه لاړه.[۸][۹]

د ځوانې مالیزیا اتحادیه

[سمول]

د ځوان مالیزیا اتحادیه (مالایی: Kesatuan Melayu Muda؛ KMM) په ۱۹۳۸ز کال کې په کوالالمپور کې د ابراهیم یعقوب په مشرۍ تاسیس شو. که څه هم نوموړي اتحادیه د یوې ټولنیزې اتحادیې په توګه ثبت شوی و؛ چې د سپورټ، تعلیم، کرنې، روغتیا او نورو تفریحی برخو کې د مالیزیاي ځوانانو د اصلاح لپاره کار کاوو، خو د KMM اصلي موخه له بریتانیا نه د ټولو مالیزیایې ایالتونو د سیاسي خپلواکۍ لپاره مبارزه او د بریتانیا له سترواکۍ سره مخالفت کول وو. په داسې حال کې چې KMM د مالیزیایې ټولنې ملاتړ ترلاسه کړ، خو د مالیزیا د اشرافو او بیوروکراسۍ د ملاتړ په تر لاسه کولو کې پاتې راغۍ او په مالیزیا باندې د جاپاني یرغل په وخت کې د KMM له ۱۰۰ نه ډېر غړي د چارواکو له خوا د همکارۍ په تور ونیول شول.

د KMM ټول نیول شوي غړي د ۱۹۴۲ ز کال د فبروري په میاشت کې د سینګاپور له سقوط وروسته خوشې شول. د ۱۹۴۲ ز کال د جنورۍ په ۱۴مه د مرستیال ولسمشر مصطفی حسین په مشرۍ د KMM یوه پلاوي له جاپاني چارواکو سره د مالیزیا د خپلواکۍ په اړه خبرې اترې وکړې، خو جاپاني چارواکو د دې غوښتنې په غبرګون کې KMM منحل کړ او د هغې په ځای یې د Pembela Tanah Ayer ( یا د مالیزیاي مخفف سره PETA)  په نوم ملیشې رامنځته کړه.

ډیری هغه کسان چې د PETA سره یوځای شوي وو د KMM یا د ځوانانو اتحادیې غړي هم وه، چې د یوې خپلواکې مالیزیا لپاره یې مبارزې ته دوام ورکړ او ځینو یې د جاپان ضد پوځ او نورو جاپاني ضد چریکي ځواکونو لکه؛ ۱۳۶ ځواک او د Wataniah سره همکاري وکړه. دغه راز د ۱۹۴۵ز کال په اګسټ کې د جاپان له تسلیمېد وروسته د KMM پخوانیو کدرونو د راپورته کیدونکي سیاسي خوځښتونو بنسټ جوړ کړ لکه د مالیزیا نشنلیسټ ګوند، انګکاتان پیمودا انصاف او انګکاتان وانیتا سیدر.[۱۰][۱۱][۱۲]

حکومتي سیسټم

[سمول]

مالیزیا د ۱۳ ایالتونو او ۳ فدرالي سیمو فدراسیون دی، چې د مالیزیا حکومتي نظام د ویسټ منسټر پارلماني سیسټم په اساس ده چې یاد سیسټم د برتانوي استعمار میراث ده. دغه راز په عمل کې د مقننه قوې په پرتله د حکومت په اجرائیوي څانګه کې ډېر واک شتون لري او قضایه قوه د مهاتیر په مشرۍ د حکومت د پرله پسې بریدونو له امله کمزورې شوې ده. پارلماني ټاکنې لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې یو ځل ترسره کیږي.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

دیني اصلاح غوښتونکي

[سمول]

دیني اصلاح غوښتونکو د یو شمېر مجلو په خپرولو لکه د ۱۹۰۶ او ۱۹۰۸ ز کلونو ترمنځ په سنګاپور کې د طاهر جلال الدین له خوا د الامام په نامه مجله او د المنیر مجله چې د عبدالله احمد له خوا په ۱۹۱۱ او ۱۹۱۶ ز کلونو کې په پینانګ کې خپره شوه د خلکو افکارو په پراختیا او خپرولو کې لوی ونډه درلوده. چې دا مجلې په اصل کې د مصر له اسلامي اصلاحي مجلې المنار نه اغېزمنې شوې وې، کوم چې د ۱۸۹۸ز کال نه تر ۱۹۳۶ز کال پورې په قاهره کې د رشید رضا له خوا خپرېده . که څه هم دا خپرونې زیاتره د اسلام دین سره تړاو درلودې؛ خو دوی په پراخه کچه د مالیزیا ټولنیز، سیاسي او اقتصادي وضعیت په هکله وي. [۱۸][۱۹]

د دې ډول حرکتونو نه لومړۍ حرکت د نوي امید ټولنه (مالیزیایی: Persekutuan Pengharapan Belia) وه، چې په ۱۹۱۶ز کال کې په جوهر بهرو کې تاسیس شوه. همدارنګه د ۱۹۲۳ز کال د سپټمبر په ۱۴مه د مصر په قاهره کې د الازهر په پوهنتون کې د برتانوي مالیزیایې محصلینو له خوا یو غورځنګ تاسیس شو، چې یاد غورځنګ کې زیاتره هغه زده کونکي وو چې د ځوان ترک غورځنګ او وروسته د اخوان المسلمین له خوا متاثره شوي وو، دغه غورځنګ د عثمان عبدالله او پیلهان تیمور په څېر د مجلو له لارې قصدي سیاسي او مذهبي خبرې هڅولې.[۲۰][۲۱]

سرچينې

[سمول]
  1. Jeong Chun Hai @Ibrahim, & Nor Fadzlina Nawi. (2012). Principles of Public Administration: Malaysian Perspectives. Kuala Lumpur: Pearson Publishers. ISBN 978-967-349-233-6
  2. "Conclusion". In John Funston (Ed.), Government and Politics in Southeast Asia, p. 413. Singapore: Institute of Southeast Asian Studies. ISBN 1-84277-105-1.
  3. solutions, EIU digital. "Democracy Index 2016 - The Economist Intelligence Unit". www.eiu.com (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2017-11-30.
  4. "The Economist Names Armenia "Country of the Year" | CIVILNET". Archived from the original on 29 December 2018. نه اخيستل شوی 28 December 2018.
  5. W. Roff 'Origins of Malay Nationalism' p. 190
  6. "Muhammad Eunos Bin Abdullah". MSN Encarta. Archived from the original on 1 November 2009. نه اخيستل شوی 25 June 2008.
  7. Lim, Lee Chin; Chan Soon Onn (2004). Pioneers of Singapore: Builders of Our Land. Singapore: Asiapac Books. p. 139. ISBN 981-229-387-6.
  8. Kernial Singh Sandhu; A. Mani (2006). Indian Communities in Southeast Asia. Singapore: Institute of Southeast Asian Studies. p. 1006. ISBN 981-230-418-5.
  9. Roff, William R. (1995). The Origins of Malay Nationalism. New York: Oxford University Press (USA). p. 352. ISBN 967-65-3059-X.
  10. Ooi, Keat Gin (2004). From PKI to the Comintern, 1924–1941: The Apprenticeship of the Malayan Communist Party. Oxford: ABC-CLIO. p. 1791. ISBN 1-57607-770-5.
  11. Mohamed Amin; Malcolm Caldwell; Bertrand Russell Peace Foundation (1977). Malaya: The Making of a Neo-colony. Nottingham: Bertrand Russell Peace Foundation. p. 265. ISBN 0-85124-190-5.
  12. Vasil, R. K. (1971). Politics in a plural society: a study of non-communal political parties in West Malaysia. Kuala Lumpur: Oxford University Press for the Australian Institute of International Affairs. p. 338. ISBN 0-19-638127-4.
  13. "Malaysia country brief". dfat.gov.au. October 2010. نه اخيستل شوی 19 February 2011.
  14. Milne, Robert Stephen; Diane K Mauzy (1999). Malaysian Politics Under Mahathir. New York: Routledge. pp. 29–50. ISBN 978-0-415-17143-4.
  15. Salles Abas, Mohamed; K. Das (1989). May Day for Justice. Kuala Lumpur: Magnus Books. ISBN 983-9631-00-4.
  16. Robertson, G (1991). "Malaysia: Justice Hangs In The Balance". UBC Law Review. Vancouver: University of British Columbia. 25 (1).
  17. "Malaysia Information". Fita.org. Archived from the original on 26 December 2010. نه اخيستل شوی 27 October 2010. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  18. "Al Imam". Encyclopaedia of Singapore. 
  19. Riddell, Peter G.; Tony Street; Anthony Hearle Johns (1997). Islam: Essays on Scripture, Thought and Society : A Festschrift in Honour of Anthony H. Johns. Leiden: Brill Academic Publishers. pp. 297–298. ISBN 90-04-10692-8.
  20. Mohammad Redzuan Othman (2005). Islam dan Masyarakat Melayu. Peranan dan Pengaruh Timur Tengah. Kuala Lumpur: University of Malaya Press. p. 210. ISBN 983-100-270-9.
  21. "Sejarah dan Perkembangan PPMI Mesir". Persatuan Pelajar dan Mahasiswa Indonesia – Mesir (Indonesian Students and Graduates Society – Egypt). Archived from the original on 9 January 2008. نه اخيستل شوی 25 June 2008.