د مالیزیا تاریخ
مالیزیا په یو ستراتیژیک سمندریزمسیر کې موقعیت لري چې له امله یې دغه هېواد د نړیوالې سوداګرۍ او بېلابېلو کلتورونو سره مخامخ دی. په کره ډول د «مالیزیا نوم» یوه معاصره اصطلاح ده چې د ۲۰ مې پېړۍ په دویمه نیمايي کې رامنځته شوې. په داسې حال کې چې معاصره مالیزیا د مالایا او بورنئو تاریخ چې له تاریخ وړاندې مهال نه زرګونه کلونو پخوا ته اړوندېږي، د خپل تاریخ په توګه بولي او له همدې امله په دغه پاڼه کې ورته اشاره شوې ده.
دغې سیمې ته اړونده لومړنۍ لوېدیځه کتنه د بطلیموس په جغرافیا نومي کتاب کې شوې او هغه یې د «طلايي ټاپووزمې» په توګه یاده کړې چې اوس د مالایي ټاپووزمې په نوم پېژندل کېږي. له چین او هند نه هندويزم او بوديزم د دغې سیمې په لومړني تاریخ واک لرلی چې له ۷ مې پېړۍ نه تر دیارلسمې پېړۍ پورې په سوماترا ټاپو کې د سریویجایا د تمدن د واکمنۍ پر مهال یې اغېز اوج ته ورسېد او له سوماترا نه یې لوېدیځې جاوا، ختیځ بورنئو او مالای ټاپووزمې ته یې پراختیا ومونده.[۱]
په داسې حال کې چې مسلمانان د ۱۰ مې پېړۍ په پیل کې له مالای ټاپووزمې تېر شول، خو تر ۱۴ مې پېړۍ پورې اسلام دلته واکمن نه شو. په ۱۴ مه پېړۍ کې د اسلام په منلو سره دغه سیمه د څو سلطنتونو د رامنځته کېدو شاهده وه، چې تر ټولو پېژندل شوي یې د مالاکا او برونئی سلطنتونه دي. اسلام په مالايي وګړو ژور اغېز درلود، خو د هغوی تر اغېز لاندې هم و. پرتګالیان لومړنی اروپايي استعماري ځواک و چې په ۱۵۱۱ ز کال کې یې د مالاکا په نیولو د مالایي په ټاپووزمه او سوېل ختیځه آسیا کې واک وموند، چې وروسته په ۱۶۴۱ ز کال کې هالنډیان هم دغې سیمې ته ورسېدل. په داسې حال کې چې دا یوازې بریتانویان و چې په جسلټون، کوچینګ، پنانګ او سنګاپور کې یې د اډو له جوړولو وروسته وکولای شول، په پایله کې په ټول دغه قلمرو کې چې اوس مهال مالیزیا ده، خپل واک خوندي کړي. په ۱۸۲۴ ز کال کې د بریتانویانو او هالنډیانو ترمنځ د هوکړې له مخې د بریتانوي مالایا او هالنډي ختیځ هند (چې اوس اندونیزیا ده) ترمنځ پوله وټاکل شوه. له بله پلوه په ۱۹۰۹ ز کال کې د انګلیس – سیام هوکړې له مخې د بریتانوي مالایا او سیام (اوس تایلنډ دی) ترمنځ پوله څرګنده شوه. د بهرني نفوذ څلورم پړاو بیا د چینايي او هندي کاریګرو کډوالي وه، څو په مالایي ټاپووزمه او بورنئو کې د استعماري اقتصاد اړتیاوې پوره کړي.[۲]
په دویمه نړیواله جګړه کې د جاپانیانو یرغل په مالایا کې د بریتانیا واکمنۍ ته د پای ټکی کېښود. د مالایا، شمالي بورنئو او سارواک راتلونکي اشغال له ۱۹۴۲ ز کال نه تر ۱۹۴۵ ز کال پورې د ملت پالنې (نېشنلېزم) موج رامنځته کړ. جاپانیانو په جګړه کې د متفقینو له خوا له ماتې خوړولو وروسته مالایا پرېښوده او د بریتانوي ادارې له خوا په کې په ۱۹۴۶ ز کال کې د مالایا اتحادیه رامنځته شوه، خو د مالايي قومي مخالفتونو له امله دغه اتحادیه په ۱۹۴۸ ز کال کې د مالایا په فدراسیون واوښته، چې تر ۱۹۵۷ ز کال پورې د یوه تحت الحمایه ایالت په توګه پاتې شو. په دغه ټاپووزمه کې مالايي کمونېست ګوند د بریتانویانو پر وړاندې وسلې ته لاس کړ، چې د دغو ستونزو له امله له ۱۹۴۸ ز کال نه تر ۱۹۶۰ ز کال پورې د ۱۲ کلونو لپاره بېړنۍ حالت اعلان شو. دغه کمونیستي بغاوت ته جدي پوځي ځواب او په ۱۹۵۵ ز کال کې بالېنګ خبرو اترو (Baling Talks) د ۱۹۵۷ ز کال د اګست په ۳۱ مه نېټه د مالایا خپلواکۍ ته له بریتانیا سره د دیپلماتیکو خبرو اترو له لارې لار برابره کړه. تونکو عبدالرحمن د مالیزیا لومړنی لومړی وزیر شو. په ۱۹۶۰ ز کال کې د کمونیستي ګواښونو په کمېدو او د مالیا او تایلنډ ترمنځ پولو ته د هغوی په شاتګ سره بېړنی حالت پای ته ورسېد.
د ۱۹۶۳ ز کال د سپټمبر په ۱۶مه نېټه، د مالایا، سنګاپور، ساراواک او شمالي بورنئو (صباح) د فدراسیون له ادغام وروسته د مالیزیا فدراسیون رامنځته شو. نږدې دوه کاله وروسته، د مالیزیا پارلمان د ۱۹۶۳ ز کال د مالیزیا هوکړې د لاسلیک کوونکو له رضایت پرته له دغه فدراسیون نه د سنګاپور د اېستلو اړوند لایحه تصویب کړه. د ۱۹۶۰ مې لسیزې په لومړیو کې یې له اندونیزیا سره جګړه ونښته. په ۱۹۶۹ ز کال کې نژادي بغاوتونه د بېړني حالت د اعلان، د پارلمان د ځنډېدو، د عملیاتو د ملي شورا (NOC) د جوړېدو او په ۱۹۷۰ ز کال کې د NOC له خوا د رکن نګارا (Rukun Negara) اعلامیې د خپرېدو لامل وګرځېدل چې دغه اعلامیه د وګړو ترمنځ د یووالي د ترویج کولو په ملي فلسفه واوښته. په ۱۹۷۱ ز کال کې نوي اقتصادي سیاستونه تصویب شول چې د بېوزلۍ د له منځه وړو او اقتصادي لارو چارو نه په کار اخیستو د نژادي هویت د له منځه وړو له لارې د ټولنې د بیارغونې په موخه تر ۱۹۹۱ ز کال پورې وکارول شول. دغو سیاستونو د ملي پراختیا د پالیسي په اډانه کې له ۱۹۹۱ ز کال نه تر ۲۰۰۰ ز کال پورې دوام وکړ. د ۱۹۹۰ مې لسیزې په وروستیو کې دغه هېواد د لومړي وزیر د مرستیال انور ابراهیم له ګوښه کولو وروسته د آسیايي اقتصادي کړکېچ او سیاسي ستونزو تر اغېز لاندې راغی. [۳][۴][۵][۶]
له ۱۹۷۰ ز کال راهیسې، د متحد مالايي ملي سازمان ((UMNO تر مشرۍ لاندې باریسان (Barisan) ملي ائتلاف د ۲۰۱۸ ز کال د عمومي ټاکنو تر مهاله چې پاکاتان هاراپان (Pakatan Harapan) ائتلاف ورته ماتې ورکړه، په دغه هېواد واکمني وکړه. د ۲۰۲۰ ز کال په فبروري میاشت کې د مالیزیا وروستی سیاسي کړکېچ هغه مهال رامنځته شو چې پاکاتان هاراپان ائتلاف وشیندل شو او د BERSATU, BN, PAS, GPS او GBS ګوندونو غړي سره راغونډ شول، څو د BERSATU ګوند د مشر محی الدین یاسین تر مشرۍ لاندې د Perikatan Nasional په نامه دولت جوړ کړي.[۷][۸][۹]
معاصره مالیزیا
[سمول]په ۱۹۷۰ ز کال کې د فقر تر کرښې لاندې درې پر څلور مالیزیايي وګړي مالایان و، ډېری مالایان کلیوالي کارګر و او دوی تر ډېره بریده له معاصر اقتصاد نه بې برخې وو. دغې چارې ته د دولت غبرګون په ۱۹۷۱ ز کال کې نوی اقتصادي سیاست و چې په پام کې و، له ۱۹۷۱ ز کال نه تر ۱۹۹۰ ز کال پورې د څلورو یا پنځو کلونو پروګرامو په لړ کې پلی شي. دغه پلان دوه موخې لرلې: د بې وزلۍ له منځه وړل، په ځانګړې توګه د کلیوالي بېوزلۍ او د سوکالۍ په موخه د نژادي هویت له منځه وړل. د دغې وروستۍ پالیسي معنا دا وه چې له چینایانو نه مالایانو ته په غوڅه توګه اقتصادي واک ولېږدول شې، ځکه هغوی (مالایانو) تر هغه مهاله یوازې ۵ سلنه حرفوي طبقه جوړوله.[۱۰]
بېوزلي د یوې کرنیزې پالیسي له لارې، چې له مخې یې ۲۵۰۰۰۰ مالایان په نویو پاکو شوو کرنیزو کې هستوګن کړای شول، په کلیوالي زیربناوو باندې د زیاتې پانګونې او په کلیوالي سیمو کې د آزادو سوداګریزو زونونو په جوړولو سره د نوو صنعتي دندو د رامنځته کولو له لارې له منځه ولاړه. په کرنیزو ځمکو کې د کم معاش لرونکو کارکوونکو د ژوندانه د معیارونو د ودې په برخه کې چندانې کار ترسره نه شو، خو د کاري قوې د برخې په توګه د دغې ډلې نسبت (شمېر) راکم شو. په ۱۹۹۰ ز کال کې د مالیزیا تر ټولو بېوزله برخې، کلیوالي صباح او ساراواک وې چې په پام وړ توګه د هېواد له نورو برخو شاته پاتې وې.
د دولتي سیاست دویم مټ، چې مالایانو ته د اقتصادي واک لېږد و، تر ډېره د مهاتیر له خوا چې په پیل کې د ښوونې او روزنې وزیر او بیا لومړی وزیر شو چلول کېده. مهاتیر د عالي ښوونځيو او پوهنتونونو شمېر په ټول هېواد کې زیات کړ او د انګلیسي پر ځای یې په مالايي ژبه د زده کړو پالیسي پلې کړه. دغه چارې په لویه کچه د نوې مالايي حرفوي طبقې په رامنځته کېدو کې اغېز درلود. لوړو زده کړو ته یې د چینایانو د لاسرسي په برخه کې غیررسمي خنډونه رامنځته کړل، ځکه ډېر کم شمېر چینایان په کافي اندازه په مالایي ژبه پوهېدل او کولای یې شول، په پوهنتونونو کې په مالايي ژبه زده کړې وکړي. له همدې امله چینايي کورنیو خپل بچیان سنګاپور، اسټرالیا، بریتانیا او د امریکا متحده ایالاتو ته د زده کړې په موخه لېږل. د بېلګې په توګه: تر ۲۰۰۰ ز کال پورې، ۶۰۰۰۰ مالیزیايي وګړو له اسټرالیايي پوهنتونونو نه دیپلومونه ترلاسه کړي و.
سرچینې
[سمول]- ↑ Imago Mvndi. Brill Archive. 1958.
- ↑ Annual Report on the Federation of Malaya: 1951 in C.C. Chin and Karl Hack, Dialogues with Chin Peng pp. 380, 81.
- ↑ "Road to Independence". US Government. بياځلي په 3 August 2013.
- ↑ Othman, Al-Amril; Ali, Mohd Nor Shahizan (2018-09-29). "Misinterpretation on Rumors towards Racial Conflict: A Review on the Impact of Rumors Spread during the Riot of May 13, 1969". Jurnal Komunikasi: Malaysian Journal of Communication (in انګليسي). 34 (3): 271–282. doi:10.17576/JKMJC-2018-3403-16. ISSN 2289-1528.
- ↑ Esa, Mohd Sohaimi; Ationg, Romzi (2020-12-02). "Majlis Gerakan Negara (MAGERAN): Usaha Memulihkan Semula Keamanan Negara Malaysia" [National Operations Council (NOC): Efforts to Restore Malaysia's National Peace]. Malaysian Journal of Social Sciences and Humanities (in انګليسي). 5 (12): 170–178. doi:10.47405/mjssh.v5i12.585. ISSN 2504-8562.
- ↑ Jomo, K. S. (2005). Malaysia's New Economic Policy and 'National Unity. Palgrave Macmillan. pp. 182–214. doi:10.1057/9780230554986_8. ISBN 978-1-349-52546-1. بياځلي په 24 September 2020.
- ↑ "Malaysian taskforce investigates allegations $700m paid to Najib". The Guardian. 6 July 2015. بياځلي په 24 March 2018.
- ↑ "Dismissal of Corruption Charges Against Malaysian Prime Minister Prompts Scorn". Time. 27 January 2016. بياځلي په 2021-08-27.
- ↑ "Former Malaysia PM Mahathir calls for removal of PM Najib Razak". BBC news. 30 August 2015. بياځلي په 2021-08-27.
- ↑ World and Its Peoples: Eastern and Southern Asia. Marshall Cavendish. 2007. ISBN 978-0-7614-7642-9.