Jump to content

د مالدیف تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د مالدیف تاریخ د هند د نیمه وچې او شاوخوا سیمو له پراخ تاریخ سره چې په هغو کې د سویلي اسیا او هند د سمندر سیمې هم شاملیږي، ګډ دی. دا هېواد د ۲۶ طبیعي مرجاني ټاپوګانو په ګډون له ۱۱۹۴ ټاپوګانو څخه جوړ دی. له تاریخي اړخه، دا چې مالدیف د هند په سمندر کې د اصلي سمندري لارو پر سر پروت دی نو ستراتیژیک اهمیت لري. د مالدیف تر ټولو نږدې ګاونډیان د بریتانوي هند سمندري قلمرو، سریلانکا او هند دی. بریتانیا، سریلانکا او ځینو هندي پاچاهیو د پېړیو لپاره له مالدیف سره کلتوري او اقتصادي اړیکې درلودي. له دغو هېوادونو ورهاخوا، مالدیف له اسي (Aceh) او نورو پاچاهیو سره هم سوداګری درلوده کوم چې نن ورځ د اندونیزیا او مالیزیا په نوم یادیږي. مالدیف د کاروي پوستکو اصلي سرچینه ده، چې وروسته بیا په ټوله اسیا او د افریقا د ختیځ په ساحلي هېوادونو کې د یوه اسعار په توګه کاریدل. په زیات احتمال سره، مالدیف د لرغوني هند د کالینګانو تر اغېز لاندې و، چې له هند څخه سریلانکا او مالدیف ته لومړني سمندري سوداګران او د بودا د دین مبلغین وو. د مالدیف په بېلابېلو سیمو کې د چینايي لوښو د زیرمو موندل ښیي چې د مالدیف او چین تر منځ هم مستقیم او غیرمستقیم سوداګرې اړیکې موجودي وي. په ۱۴۱۱ او ۱۴۳۰ کلونو کې، چینايي سمندرسالار ژنګ هي له مالدیف څخه لیدنه وکړه. کله چې د ټایوان په ټایپه کې د چین نشنلیست دولت په ۱۹۶۶ کال کې خپل سفارت په ماله کې پرانیست، نو چین لومړنی هېواد و چې خپل دیپلوماتیک دفتر یې په مالدیف کې جوړ کړ. وروسته بیا دا دفتر د چین د خلکو د جمهوریت پر سفارت باندې بدل شو. [۱][۲][۳]

له ۱۶مې پېړۍ وروسته، کله چې استعماري ځواکونو په هندي سمندر کې زیاتره سوداګرۍ تر خپل واک لاندې راوستلې، نو د مالدیف په سیاسي چارو کې هم لومړی پرتګالیانو، بیا هالنډیانو او فرانسویانو لاسوهنې وکړې.  خو کله چې په ۱۹مه پېړۍ کې مالدیف د بریتانیا تحت الحمایه هېواد وګرځېد، نو دا لاسوهنې هم پای ته ورسېدې او د مالدیف سلطنتي کورنۍ ته د حکومتي چارو د پر مخ وړلو لپاره ښه زمینه برابره شوه.[۴]

مالدیف له بریتانیا څخه د ۱۹۶۵ کال  جولای په ۲۶مه بشپړه خپلواکي تر لاسه کړه. که څه هم بریتانویانو تر ۱۹۷۶ کال پورې د مالدیف په سویل ختیځ کې د ګان په ټاپو کې یوه هوايي اډه په اختیار کې درلوده. د سړې جګړې په درشل کې په ۱۹۷۶ کال کې  بریتانیا په وتلو سره د همدې اډې د راتلونکې په اړه د بهرنیانو وسوسه ډېره شوه. د وخت شوروي اتحاد له مالدیف څخه د همدې اډې غوښتنه وکړه، خو مالدیف دا خبره و نه منله.[۵][۶]

په ۱۹۹۰یمه لسیزه کې دا جمهوریت له یو تر ټولو سترو ننګوونو سره مخ وه او هغه دا چې دې هېواد چټکې اقصادي ودې او عصري کېدو ته اړتیا درلوده، که څه هم د دې هېواد محدودې سرچینې یوازې پر کب نیولو او ګرځندوی باندې ولاړې وي. همداشان په اوږدمهال کې د سمندر د اوبو د کچې د را پورته کېدو له اړخه هم تشویش موجود و، چې کېدای شي د هغو ټاپوګانو لپاره چې د سمندر له کچې څخه لوړ نه دي ډېر خطرناک واوسي. [۷]

لومړي وختونه

[سمول]

د مالدیف زیاتره تاریخ معلوم نه دی؛ خو بیا هم، د افسانو او ریښتینو معلوماتو له مخې، ویلای شو چې په دې هېواد کې له تېرو ۲۵۰۰ کلونو څخه انسانان اوسېدلي دي. علامه احمد شهاب الدین (علامه شهاب الدین) د میهو اوسېدونکي په ادو اټول کې دا روایت د ۱۷مې پېړۍ د لومړني سلطان ابراهیم سکندر د حکومت پر مهال په عربي ژبه کې لیکلی دی. د علامه شهاب الدین له خوا لیکل شوی (کتاب فی الاطهری میدو القدیمیه) د میدهو په لرغوني ویجاړ شوي ځای کې و. دا روایت د سویلي اسیا له پېژندل شوي تاریخ له هغې ډلې د هند افسانوي سترواک، اشوکا ته په اشارې سره تر یوه بریده پورې سازګار ښکاري. همداشان د دې حقایقو ځینې برخې د زاړه مالدیف په اسنادو او د لوامافانو په مسي لوښو کې شته. پخوانۍ افسانې، هغه حقایق چې په یوه زاړه میسي لوښې لیکل شوي، پر مرجانونو باندې لرغونې حکاکي شوي لیکنې د مالدیف د د خلکو د ژبې، دودونو او قومونو په اړه حکایت لري.[۸]

د سویلي ټاپوګانو په پرتله، کوم چې ۸۰۰ کیلومتره لرې پراته دي، شمالي ټاپوګان ښايي بېل مهاجرتي او استعماري تاریخ ولري. [۹]

د سویلي مالدیف لومړني مېشت شوي خلک

[سمول]

له میلاد څخه ۳۶۲ کاله وړاندې د امیانوس مارسیلینوس له خوا د ۴مې پېړۍ د یوه خپاره شوي یادښت له مخې د ډیوي د خلکو یوه پلاوي رومي سترواک جولیان ته سوغاتونه لېږل. ډیوي په زیاته کچه له ډهیوي سره ورته ده او احتمال شته چې هغوی ورته خلکو ته اشاره لري. ریډي او کونیبي قبیلې دواړه د هند د مرهیټه سیمې څخه وو چې بیا وروسته هلته مېشت شول. اریایان (هندو-اریایان) مالدیف ته له میلاد څخه ۶ تر ۵ پېړۍ پورې راورسېدل، نږدې درې پېړۍ وړاندې تر هغه چې اشوکا په هند کې خپل دولت جوړ کړي. هندویزم هم مالدیف ته په همدې دوره کې راغی (شهاب الدین ۱۶۵۰ – ۱۶۸۷ میلادي کال).[۱۰]

ډهیوا ماري

[سمول]

د شهاب الدین په وینا دهیويانو سواډینمټي (هوادو اټول) د ایسډووا په اسدووماتي (هادهونماتي) کې له خپل استقرار وروسته وموندل. دغو خلکو به هر ټاپو ته چې دوی به موندل او هلته به ورتلل نو د (ډووا) اصطلاح به یې ورته کاروله. هغوی ډهیوا ماري رامنځته کړه.[۱۱][۱۲]

د ډهیویس لومړنۍ پېژندل شوې پاچاهي
[سمول]

د اډیټا وانسا پاچاهي په ډهیوا ماري کې د سري سوروډاسارونا ادیتیا له خوا جوړه شوه، کوم چې د هغه رسمي نوم و. دا د ډهیویس د ډهیوا ماري لومړنۍ پېژندل شوې پاچاهي وه. نوموړي د اډیتا وانسا پاچاهي وړاندې تر هغه چې د «ملیک عاشق» پاچاهي رامنځته شي، جوړه کړه.[۱۳]

ډهیوا محل
[سمول]

له بایرات څخه یوه ډله خلک ډهیوا ماري ته راغلل تر څو د بودايي عقایدو اواثارو تبلیغ وکړي. ډهیوا محل هغه نوم چې هغه مهال ډهیوا ماري ته ورکړل شوی و. [۱۴]

د شمالي مالدیف لومړني مېشت شوي کسان

[سمول]

د افسانوي روایاتو له مخې، د مالدیف شمالي ټاپوګان د هند د سویل د نورو قبیلو پر خلکو باندې اباد وو. هغه ټاپوګان چې هغوی هلته ژوند په کې کاوه، د نولهیوارام، کوروهیناواوارام او ګیراوارام نومونه یې درلودل (شهاب الدین ۱۶۵۰ – ۱۶۸۷ میلادي کال). دا ټاپوګان اوس مهال نولهیوارامو، هیناوارو او ګیراوارو په نومونو سره پېژندل کېږي. دا احتمال شته چې دغو نومونو د پېړۍ په اوږدو کې خپله اوسنۍ بڼه نیولې وي.[۱۵]

د مالدیف د خلکو د دودونو، ادب او شفاهي، ژبني او کلتوري رسم او رواج ښي چې د شمالي مالدیف یو له تر ټولو لومړني اوسېدونکي د سویل لویدیځ هند او د سریلانکا د شمال لویدیځو سیمو د کب نیوونکو اولادونه دي. یو له دغو ټولنو څخه د ګیراوارو خلک دي. هغوی په لرغونو افسانو او سیمه ییزو فولکلورونو کې په ماله کې د پلازمېنې او حکومت د جوړولو له امله یاد شوي دي. [۱۶]

سرچينې

[سمول]
  1. Ryavec 1995, p. 257.
  2. "Maldives". Commonwealth of Nations. نه اخيستل شوی 26 June 2024.
  3. "British Indian Ocean Territory". Government of the United Kingdom. نه اخيستل شوی 11 May 2024. The British Indian Ocean Territory has been under continuous British sovereignty since 1814. BIOT is close to the very center of the Indian Ocean, mid-way between Tanzania and Indonesia. Its nearest neighbours are the Maldives and Sri Lanka.
  4. "History". Embassy of the Maldives, Brussels (په انګليسي). Archived from the original on 4 June 2024. نه اخيستل شوی 26 May 2024.
  5. Colliers Encyclopedia (1989) VO115 P276 McMillan Educational Company
  6. Ryavec 1995, p. 257.
  7. Ryavec 1995, p. 257.
  8. Mohamed, Naseema (2005). "Note on the Early History of the Maldives". Persée. 70: 7–14. doi:10.3406/arch.2005.3970. Archived from the original on 14 January 2021. نه اخيستل شوی 5 June 2022.
  9. Pijpe, J.; Voogt, A.; Oven, M.; Henneman, P.; Gaag, K. J.; Kayser, M.; Knijff, P. (2013). "Indian Ocean Crossroads: Human Genetic Origin and Population Structure in the Maldives". American Journal of Physical Anthropology. 151 (1): 58–67. doi:10.1002/ajpa.22256. PMC 3652038. PMID 23526367.
  10. Mohamed, Naseema (2005). "Note on the Early History of the Maldives". Persée. 70: 7–14. doi:10.3406/arch.2005.3970. Archived from the original on 14 January 2021. نه اخيستل شوی 5 June 2022.
  11. Mohamed, Naseema (2005). "Note on the Early History of the Maldives". Persée. 70: 7–14. doi:10.3406/arch.2005.3970. Archived from the original on 14 January 2021. نه اخيستل شوی 5 June 2022.
  12. "Maldive Antiquity". antu.s5.com. Archived from the original on 11 February 2004.
  13. "Maldive Antiquity". antu.s5.com. Archived from the original on 11 February 2004.
  14. "Maldive Antiquity". antu.s5.com. Archived from the original on 11 February 2004.
  15. Mohamed, Naseema (2005). "Note on the Early History of the Maldives". Persée. 70: 7–14. doi:10.3406/arch.2005.3970. Archived from the original on 14 January 2021. نه اخيستل شوی 5 June 2022.
  16. Ellis, Royston (1 January 2008). Maldives (په انګليسي). Bradt Travel Guides. ISBN 9781841622668. Archived from the original on 3 May 2021. نه اخيستل شوی 2 October 2020.