Jump to content

د مالتا لویه کلابندي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د مالتا لویه کلابندي په ۱۵۶۵ زکال کې هغه مهال پیل شوه چې عثماني سترواکۍ هڅه وکړه د مالتا جزیره ونیسي چې دغه مهال دهوسپیټالر عیارانو (شوالیه) په واک کې وه. دغې کلابندۍ د ۱۵۶۵ زکال د مۍ میاشتې له ۱۸مې نېټې څخه د سپټمبر میاشتې تر ۱۲مې نېټې پورې د نږدې څلورو میاشتو لپاره دوام وکړ.

په ۱۵۲۲ زکال کې د رودس محاصرې پرمټ د عثمانیانو له خوا د رودس له شړلو وروسته دغه جزیره له ۱۵۳۰ زکال راهیسې د هوسپیټالر عیارانو (شوالیه) مرکز و. عثمانیانو د لومړي ځل لپاره په ۱۵۵۱ زکال کې هڅه وکړه څو مالتا ونیسي، خو پاتې راغلل. په ۱۵۶۵ زکال کې عثماني واکمن لوی سلیمان د مالتا د نیولو په موخه دویمه هڅه وکړه. دغه عیاران چې شمېر یې شاوخوا ۵۰۰ تنه و او شاوخوا ۶۰۰۰ پیاده سرتېري یې لرل، د کلابندۍ پر وړاندې یې مقاومت وکړ او برید کوونکي یې پر شا وتمبول. دغه بریا د شپاړلسمې پېړۍ د اروپا په یوې مشهورې پېښې واوښته، آن تر دې چې والټر وویل: «د مالتا له کلابندۍ څخه هېڅ څه هم دومره ډېر مشهور نه دي». دغې چارې له شک پرته د دغه اروپايي فکر په له منځه وړو کې مرسته وکړه چې ګویا عثمانیان نه ماتېدونکي دي، په داسې حال کې چې لاهم د مدیترانې په سمندرګي باندې د عیسویانو د ائتلاف او مسلمانو ترکانو تر منځ سیالي د کلونو لپاره دوام درلود. [۱]

د مالتا عیاران

[سمول]

د ۱۵۲۲ زکال په وروستیو کې لوی سلیمان د رودس له شپږ میاشتنۍ کلابندۍ وروسته دغه عیاران په زور سره په رودس کې له خپل اصلي ځای وویستل. همدا و چې له ۱۵۲۳ زکال څخه یې تر ۱۵۳۰ زکال پورې دایمي استوګنځای نه درلود. د ۱۵۳۰ زکال د اکتوبر په ۲۶مه هغه مهال چې د عیارانو مشر فیلېپ ویلیرس دو آسله- ادام د مالتا لوی بندر ته له خپلو یو شمېر کسانو سره ولاړ څو د مالتا او ګوزو د مالکیت ادعا وکړي، د مالتا د عیارانو په نوم یې شهرت وموند. دوی ته دغه قلمرو د روم د سپېڅلۍ سترواکۍ د سترواک پنځم چارلز له خوا له دې امله ورکړل شوی و چې د ټولو قدیسانو په ورځ یې هرکال د سیسل او سولومون نایب السلطنت ته یو باز لېږه. چارلز همدارنګه له دغو عیارانو څخه وغوښتل چې د افریقا د شمالي سواحلو په طرابلس ښار کې ځای پر ځای شي؛ دغه ښار په داسې یوه سیمه کې موقعیت درلود چې د عثمانیانو د متحدینو یا بربري سمندري غلو (بربري کورسیانو) تر کنټرول لاندې وه. دغو عیارانو زړه نا زړه یاد وړاندیز ومانه. مالت یوه کوچنۍ او ړنګه جزیره وه چې له امله یې یاد عیاران د ډېرې مودې لپاره د رودس د بېرته نیولو په هڅه کې وو. [۲]

له دې سره ډیر ژر مالتا په یوه سمندریزه اډه واوښت. د مدیترانې په سمندرګي کې د دغې جزیرې موقعیت هغه د ختیځ او لویدیځ تر منځ په یوه ستراتیژیکه دروازه بدل کړ، په ځانګړې توګه هغه مهال چې کورسیانو د ۱۵۴۰مې او ۱۵۵۰مې لسیزې پر مهال د مدیترانې لویدیځ لوري ته خپل بریدونه زیات کړل.

په ځانګړې توګه کورسي تورګوت د مرکزي مدیترانې د عیسوي ملتونو لپاره لوی ګواښ ثابت شو. تورګوت او دغو عیارانو له یو بل سره دوامداره اختلاف درلود. په ۱۵۵۱ زکال کې تورګوت او عثماني اډمیرال سینان پرېکړه وکړه چې مالتا باید ونیسي؛ همدا و چې دوی د خپل ۱۰ زره کسیز پوځ پر مټ په دغه جزیره برید وکړ. ورته مهال یوازې څو ورځې وروسته تراګوت کلابندۍ ته شا کړه او د ګوزو ګاونډي ټاپو ته کډه شو، چېرې چې هغه د څو ورځو لپاره سیتادېلا په توپونو وویشته. په ګوزو کې د عیارانو له خوا ټاکل شوي والی ګلاتیان دوسا دې پایلې ته ورسېد چې مقاومت بې ګټې دی او د دغه ټاپو دروازې یې پرانیستې. کورسیانو ټاپو لوټ کړ او نږدې د دغه ټاپو ټول وګړي (شاوخوا ۵۰۰۰ تنه نفوس یې درلود) یې اسیران کړل. تورګوت او سینان له دې وروسته د سویل په لور کې طرابلس ته ولاړل چېرې چې دوی ډېر ژر د عیارانو سنګرونه ونیول. دوی په پیل کې دلته د آقا مراد په نامه یو سیمه ئیز مشر والي وټاکه، خو وروسته بیا تورګوت خپله د دغې سیمې کنټرول په لاس کې واخیست.

د یوه کال په ترڅ کې د عثمانیانو د بل برید په انتظار، د دغو عیارانو لوی استاد ژان ډي هومدیس د بېرګو په څوکه (اوس مهال ویتوریوزا) کې د سېنټ انجلو قلا د پیاوړي کولو او همدارنګه د سنګلا په دماغه کې د فورټ سېنټ مایکل او د سیبراس غره په وروستۍ برخه کې د فورټ سېنټ اېلمو په نومونو د دوه نوو قلاګانو د جوړولو امر وکړ. دغه دوه نوې قلاوې د ۱۵۵۲ زکال پر مهال د شپږو میاشتو په ترڅ کې جوړې شوې. دغه دریو واړو قلاوو د کلابندۍ پر مهال مهم رول درلود.

راتلونکي څو کلونه نسبتا آرام و، په داسې حال کې چې د مسلمانانو او عیسویانو سره جګړه په بې وقفې ډول روانه وه. په ۱۵۵۷ زکال کې دغو عیارانو ژان پاریزو دو ولټ خپل لوی مشر وټاکه. هغه عیسویانو ته له اړوندو بېړیو څخه پرته په نورو بېړیو بریدونه پیل کړل چې د مشرۍ پر مهال یې ده ته په اړوندو شخصي بېړیو کې شاوخوا ۳۰۰۰ مسلمان او یهودي غلامان لرل. [۳]

په ۱۵۵۹ زکال کې تورګوت د عیسوي قدرتونو لپاره بل سرخوږی جوړ کړ ځکه چې د هسپانیا په سواحلو یې هم برید وکړ؛ او دویم فیلېپ یې اړ کړ څو په تېرو پنځوسو کلونو کې په بې مخیني ډول سمندري ځواکونه تنظیم او له طرابلس څخه یې د کورسیانو د ویستلو لپاره ولېږي. عیاران هم په دغه لښکرکشۍ کې ورسره مل شول چې په دې سره یې په لښکر کې ۵۴ ګالي بېړۍ او ۱۴۰۰۰ سرتېري شامل وو. دغه لښکر د ۱۵۶۰ زکال په مۍ میاشت کې په جربه جګړه کې ښکېل شو، هغه مهال چې د تونس په جربه جزیره کې عثماني اډمیرال پیاله پاشا عیسویانو ته په اړوندو بېړیو حیرانونکی برید وکړ. دغه جګړه عیسویانو ته په یوه فاجعه واوښته او له امله یې په مدیترانه کې د عثمانیانو واک اوج ته ورسېد.

د کلابندۍ پر لور

[سمول]

د جربه له جګړې وروسته نورو نو هېڅ شک نه و چې ترکان دې بیاځلي پر مالتا برید ونکړي. مالتا د اروپا د نیولو لپاره د عثمانیانو په اوږد مهاله طرحه کې ستراتیژیک اهمیت درلود، ځکه چې مالتا د سیسیل په لار کې یوه پوړۍ وه او سیسیل هم په خپل نوبت سره کولای شو د ناپل په پاچاهۍ باندې د برید په موخه ګټمنه اډه واوسي. د ۱۵۶۰ زکال په اګست میاشت کې ژان دو والت خپلو نورو عیارانو ته پیغام ولېږه او څرګنده یې کړه چې د احضار د خبر په اورېدو سره باید په چټکۍ ځانونه مالتا ته ورسوي. ترکانو دغه لویه ستراتیژیکه تېروتنه وکړه چې ژر یې برید ونکړ؛ ځکه چې د هسپانویانو بېړۍ تر ډېره له منځه تللې وې او په برید کې پنځه کلن ځنډ هسپانیا ته فرصت ورکړ څو خپل ځواکونه بېرته تنظیم او سمبال کړي. [۴][۵][۶]

ورته مهال عیارانو د ترکیې د کشتیو نیولو ته دوام ورکړ. د ۱۵۶۴ زکال په نیمايي کې د عیارانو له ډلې څخه بدنامه عیار رومیګاس څو لوی سوداګران چې له هغو څخه یو یې د عثماني سترواکۍ لوی خواجه ته اړوند و او همدارنګه د قاهرې د والي، د الکسندریې د والي او د سلطان سلیمان د لور د پخوانۍ پالونکې په ګډون یې لوړ پوړي کسان ونیول. د رومیګاس دغې چارې ترکانو ته د جګړې پلمه جوړه کړه او سلیمان د ۱۵۶۴ زکال په وروستیو کې پرېکړه وکړه چې د مالتا عیاران د ځمکې له مخې ورک کړي.

د ۱۵۶۵ زکال په لومړیو کې په قسطنطنیه کې د مشر عیار دو والت جاسوسي شبکې هغه ته اطلاع ورکړه چې برید نږدې دی. دو والت په ایټالیا کې د سرتېرو په غونډولو لاس پورې کړ؛ هغوی یې ځای پر ځای کړل او همدارنګه یې د سېنټ آنجلو، سېنټ مایکل او سینټ اېلمو قلاګانو چارې بشپړې کړې. [۷]

تاکتیکونه او وسلې

[سمول]

د مالتا په کلابندۍ کې د کلابندۍ پر مټ د جګړې له ټولو تخنیکونو څخه کار واخیستل شو. ترکي ځواکونو د کلابندۍ په موخه یو لوی متحرک برج او همدارنګه یو متحرک پل درلود چې تیزبینه نښه ویشتونکو د هغو له دیوالونو څخه د سېنټ انجلو قلا په دیوالونو ډزې کولې. دغه برج داسې جوړ شوی و چې د اور پر وړاندې یې مقاومت درلود؛ ځکه چې چرمي پوښ یې درلود او دننه پکې اوبو دغه پوښ لوند ساته. ورته مهال مالتايي معمارانو توپونو ته په دیوالونو کې داسې ځای جوړ کړی و چې کاروونکي یې له لیدو څخه بشپړ پټ وي. [۸]

سرچينې

[سمول]
  1. Fernand Braudel, The Mediterranean and the Mediterranean World in the Age of Philip II, vol. II (University of California Press: Berkeley, 1995).
  2. Abbe de Vertot, The History of the Knights of Malta vol. II, 1728 (facsimile reprint Midsea Books, Malta, 1989).
  3. Godfrey Wettinger, Slavery in the Islands of Malta and Gozo, (Publishers Enterprise Group: Malta, 2002), p. 34
  4. Setton, Kenneth Meyer (1984). The Papacy and the Levant, 1204–1571. Philadelphia: American Philosophical Society. p. 854. ISBN 0-87169-162-0.
  5. Carmel Testa, Romegas (Midsea Book: Malta, 2002), p. 61.
  6. Braudel, op cit.
  7. "Malta prepares for an imminent Ottoman invasion". Heritage Malta. 17 May 2015. Archived from the original on 1 February 2016.
  8. Hindley, G. (2009). Medieval Sieges & Siegecraft. United States: Skyhorse Publishing, p. 88