د مالتا تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مالتا د یو اوږد تاریخ لرونکې ده چې له میلاد کابو ۵۹۰۰ کاله وړاندې په دې سیمه کې وګړي د لومړۍ ځل لپاره مېشت شول. د دې ځای لومړنۍ اوسیدونکي بزګران وو او د دوی د کرنې لارو چارو دا سیمه خرابه کړه، تر دې چې دا ټاپوګان نور د استوګنې وړ نه و. په دې ټاپو ګانو کې مېشتیدنه یو ځل بیا له میلاد وړاندې د ۳۸۵۰ کلونو په شاوخوا کې پیل شوه او یو تمدن په کې مېشت شو چې په خپل اوج کې یې د میګالیتیک عبادت ځایونه جوړ کړل. نن ورځ په نړۍ کې له لرغونو پاتې شوني ودانیو له جملې څخه دي. د دوی تمدن له میلاد وړاندې د ۲۳۵۰ کلونو په شاوخوا کې ړنګ شو، خو په ټاپوګانو کې یې د برونز د دورې جنګیالي مېشت شول. [۱][۲]

د ملتا له تاریخ وړاندې دوره له میلاد څخه ۷۰۰ کاله پخوا شاوخوا کې پای ته ورسېده. هغه وخت کله چې دا ټاپوګان د فونیسیانو له خوا مستعمره شوي و، دوی په دې ټاپوګانو تر هغه وخته واکمنۍ وکړه، تر دې چې له میلاد ۲۱۸ کاله وړاندې یې د روم جمهوریت څخه ماته وخوړه. دا ټاپوګان په شپـږمه پـېړۍ کې د ختیځو رومیانو یا بازنطینانو له خوا تر لاسه شول ،څوک چې د اغلبیانو له خوا په ۸۷۰ ز کال کې د یوه محاصرې وروسته وشړل شول. مالتا کېدای شوی چې د یو څو پېـړیو لپارو لږ نفوس درلود، تر دې چې په ۱۱ پېـړۍ کې عربان په کې مېشت شول. دا ټاپوګان په ۱۹۰۱ ز کال کې د نورمن سیسلي د دولت له خوا اشغال شو او ورپسې په دې ټاپو ګانو کې عیسوي کېدل ورو ورو پيل شول. په دې وخت کې، دا ټاپوګان د سیسلي د پاچهۍ برخه شوه او په پرله پسې ډول د سوبیانو، آرګونیانیو او په اخېر کې د اسپانویانو په ګډون فیوډالي واکمنان پرې واکمن و.

دا ټاپوګان په ۱۵۳۰ ز کال کې د سینټ جان په امر سره ورکړل شول، چا چې دوی د سیسلي د یو تابع ایالت په توګه اداره کول. په ۱۵۶۵ ز کال کې عثماني امپراتورۍ هڅه کوله، تر څو دا ټاپوګان د مالتا په لویې محاصرې کې ونېسي، خو دا یرغل په شا وتمبل شو. دغه نظم د دوو پېړیو څخه ډېر په مالتا واکمنۍ وکړه او دغه دوره د هنرونو او معمارۍ د ودې او په دې ټولنه کې د هر اړخیز پرمختګونو ښکارونديي کوي . دا حکم په ۱۷۹۸ ز کال کې په ټاپوګانو باندې د فرانسې د لومړنۍ جمهوریت د برید وروسته لرې شو او د فرانسې له خوا په مالتا باندې یې د اشغال پیليدلو ته اشاره کوله.

د فرانسې د واکمنۍ څخه یو څو میاشتې وروسته مالتایانو بغاوت وکړ او د بریټانیا، ناپل او پرتګال په مرسته په ۱۸۰۰ ز کال کې فرانسویان وشړل شول. ورپسې مالتا د بریټانیا ملاتړ ترلاسه کړ او په ۱۸۱۳ ز کال کې په حقیقت کې په یوه مستعمره بدله شوه، چې د یوه کال وروسته د پاریس د تړون له خوا ومنل شوه. دا ټاپو ګان د بریټانیا لپاره یوه مهمه سمندري اډه شوه، چې د مدیترانې بیـړیو د مرکزي دفتر په توګه یې کار کاوه، نو له همدې امله، په مالتا د دوېیمې نړیوالې جګړې په جریان کې د محور قدرتونو له خوا برید وشو او په ۱۹۴۲ ز کال کې دا ټاپو جورج کراس ته ورکړل شو، چې نن ورځ د مالتا په بیرغ او د پوځیانو په واسکټونو کې ښکاري. د مالتا د تاج مستعمره له ۱۹۲۱ ز کال څخه تر ۱۹۳۳ز کال پورې، د ۱۹۴۷ ز کال څخه تر ۱۹۵۸ ز کال او د ۱۹۶۲ ز کال څخه تر ۱۹۶۴ ز کال پورې په خپله واکمنۍ کوله.

مالتا په ۱۹۶۴ ز کال کې یو خپلواک کډ قلمرو په توګه چې د مالتا دولت بلل کېده پېژندل کېده او ۱۹۷۴ زکال کې یو جمهوریت شو. له ۲۰۰۴ز کال راهیسې دا هېواد د اروپايي اتحادیې یو غړی هېواد دی .

ځمکه پېژندنه او تر تاریخ وړاندې[سمول]

مالتا د اوبو لاندې په مستقیمو کرښو  پروت دی چې د شمالي افریقا څخه تر سیسلي پورې غځيـږي. په ډېرو لرې وختونو کې مالتا تر اوبه لاندې شوي وه چې دا د مالتا د ډیرو لوړو ځایونو په ډبرو کې د سمندري فوسیلونو په واسطه ښودل کېـږي. لکه څنګه چې دا کرښې را پورته شوي او د جبرالټر تنګي د ځمکې د جوړښتیز فعالیتونو له امله وتړل شو، د سمندر کچه تیټه وه ، همدرانګه مالتا د دوو لويو وچو تر منځ په وچه ځمکه کې د یوه پله په بڼه پراته وه چې د دوو لویو جهیلونو لخوا محاصره وه. د مالتا په ځېنو غارونو کې د فیلانو، د اوبو د اسونو او نورو لویو حیواناتو هډوکي موندلي چې اوس مهال دا حیوانات په افریقا کې موندل کېـږي. په داسې حال کې چې نورو بیا د داسې حیواناتو هډوکي موندلي چې د اروپا حیوانات دي.

نیولټیک او د معبدونو دوره[سمول]

په داسې حال کې چې تر دې وروستیو پورې، داسې انګېرل کېده چې د مالتا لومړني اوسېدونکې دې ټاپوګانو ته له میلاد ۵۷۰۰ کاله وړاندې رارسېدلي دي. لکه څنګه چې د لرغونې خاوري د مطالعاتو څخه ښودل شوي ده، اوس دا ثابته شوې چې دا له میلاد وړاندې د ۵۹۰۰ کلونو په شاوخوا کې پېښ شوي دي، دغه لومړني نیولټیک وګړي عموماً داسې انګېرل کېـږي چې د سیسلي څخه ( د ۱۰۰ کیلومتره یا ۶۲ شمالي میله ) را رسیدلي، خو د DNA څېـړنې دا ښیې چې د اروپا او افریقا په شمول دوی د مدیترانې له بېلابېلو برخو څخه سرچینه اخېستي ده. [۳]

دوی په عمومي توګه د کرنې او کب نیونې ټولنې وي، او همدارنګه د ښکار ځینې نښې نښانې یې هم شته دي. دوی اکثراً په غارونو او خلاصو استوګنځايانو کې ژوند کاوه. د دې څخه وروسته پېـړیو په اوږدو کې د نورو کلتورونو سره د اړیکو نښې نښانې وجود لري، چې په سیمه ییزو ټولنو یې خپل آثار پرېښودلي دي چې دا د دوی د لوښو د ډيزاین او رنګونو د نښو نښانو څخه څرګندېـږي. د دوی د کرنې طریقو خاوره خرابه کړه، په همدې وخت کې اوږده وچکالۍ پیل شوه او دا ټاپوګان ډېر وچ شول، چې نور د کرنې فعالیتونو ته دوام ورکول ناممکن شول. دا تر ډېره د موسم د بدلېدو او وچکالۍ له امله پېښ شول، همدارنګه دا ټاپوګان کابو زر کاله له خلکو څخه خالي و. [۳]

دا څېړنې د پریګساس پروژې د یوې برخې په توګه تر سره شوی، چې د درې د خاورو د هستې څيـړنه هم په کې شامله وه، په کوم کې چې د پخواني چاپیریال د لرغونو خاورو او حیواناتو نښې وجود لري او دا روښانه کوي چې د موسم د بدلون له امله تر تاریخ وړاندې په ځینو دورو کې مالتا د استوګنې وړ نه وه. په دې سیمه کې د لومړيو اوسېدونکو او ورپسې بلې ډلې چې په دایمي توګه د مالتا په ټاپوګانو کې مېشت شول او میګالټیک معبدونه یې جوړ کړل، تر منځ شاوخوا زر کاله واټن دي. [۳]

د استعمار دویمه څپه تر میلاد ۳۸۵۰ کاله پخوا د سیسلي څخه راغله. پروفیسور کیرولین میلون ویلي دي: د مالتا د محدودې ځمکې ته په پام سره، دا څرګندېـږي چې دویم استعمار د ۱۵۰۰ کلونو لپاره ژوندی پاتې شو. د استوګنې دا ډول ټیکاو په اروپا کې بي مثاله دی او دا ډېره اغیزناکه ده چې دوی څنګه کولای شوی چې د دومره وخت لپاره په داسې یوه خرابه ځمکه کې ژوند وکړي. [۳]

د مالتا د تاریخ یوه د یادونې وړ دوره د معبدونو دوره وه چې له میلاد وړاندې ۳۶۰۰ کلونو شاوخوا کې پیل شوه. په ګوزو کې د ګنتیجا معبد په نړۍ کې یو له پخوانیو ولاړو ودانیو څخه دی. د دې نوم د ملتايي لغت ګګینټ څخه اخیستل شوی چې د معبد د اندازې لويوالي ښيي. د دې ځای ډېری معبدونه د نیمه  ګومبزي بڼه لري چې د مرکز سره نښتي وي. داسې انګېرل کېـږي چې کېدای شي، دا د دوی د خدای ګوټي د سر، پښو او لاسونو استازیتوب کوي، ځکه چې په دې معبدونو کې موندل شوي عام ډوله مجسمو څخه یوه د چاغو انسانانو شخصیتونه دي، چې دوی د جنسیت د ابهام له امله د( چاغو مېرمنو ) په نوم یادېـږي او ډېری وختونه د زرغونتیا استازیتوب کوي. [۳]

هغه تمدن چې معبدونه یې جوړول، تر میلاد وړاندې د ۲۳۵۰ په شاوخوا کې د ۱۵۰۰ کلونو لپاره دوام وکړ، تر دې چې په هغه وخت کې دا کلتور نور ورک شوي و. داسې ډېر اټکلونه وجود لري چې څه پېښ شوي دي، ایا دوی په بشپړ ډول له منځه تللي او که جذب شوي دي، خو تر ډېره داسې انګېرل کېـږي چې سقوط کېدل یې د موسم د شرایطو او وچکالۍ له امله پېښ شوي دي. [۳]

سرچينې[سمول]

  1. (په 2018-03-19 باندې). First inhabitants arrived 700 years earlier than thought.
  2. (په 16 March 2018 باندې). 700 years added to Malta's history.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ ۳٫۳ ۳٫۴ ۳٫۵ (په 16 March 2018 باندې). 700 years added to Malta's history.