د ماشومانو لپاره ساينس
سائنس د علم يو قسم دی ، علم مانا پوهنه يا پېژندنه ده، نو ځکه د سائنس لفظي مانا د پوهنې او علم ده۔خپل گېر چاپېره څيزونه ليدل ژباړه. او د بېلابېل قدرتي څيزونو په اړه سوچ او فکر کولو ته سائنس ويلی کيږي۔ او هم د قدرت او د قدرت بېلا بېلو نظارو په اړه چې کوم کس سوچ او غور کوي او مونږ لپاره د سائنس په لاره نوي نوي څيزونه جوړوي دوي ته سائنسدانان ويلی کيږي۔ يعني يو سائنسدان هغه کس وي کوم چې د بېلابېلو څيزونو مشاهده (ليدل) کوي او بيا دغه څخه مالومات ترلاسه کوي او د هغو مالوماتو په لاره د انسانانو د گټې لپاره کار کوي۔
ماشومانو کچېري تاسو چېرته يو بوټی ووينئ چې هغه وچيگي يا سپېره کېږي نو چې کله ورته تاسو اوبه واچوئ نو هغه بېرته شين شي او وچوالی ورو ورو ختم شي۔ پدې تجرېبې کې تاسو دوه کاره وکړل، تاسې لومړی کار دا وکړو چې د بوټي د وچېدلو يا سپېر کېدلو او بيا بېرته شين کېدلو قدرتي عمل مو وليده او دوېم کار مو دا وکړو چې تاسې پدې بوټي سوچ او فکر وکړو او تاسو ته دا علم وشو چې دا بوټي اوچ شوی دی ځکه چې دې ته د اوبو ضرورت/اړتيا ده۔همدا رنگې يو څيز په غور سره ليدل او بيا د دې په اړه سوچ کول او بيا ددې څخه معلومات ترلاسه کولو ته سائنس ويلی کيږي۔
سائنس په دې نړۍ کې موجود د هر څيزه پورې پراخه دی۔ په دې نړۍ کې چې څه هم دي د هغو په اړه مالومات ترلاسه کول او د مالومات ترلاسه کولو په وخت چې کوم مشکلات راځي هغه حل کول او په دې سلسله کې چې نورو خلکو مخکې کوم مالومات ترلاسه کړي دي د هغو څخه مرسته ترلاسه کول، دا ټول څيزونه د سائنس په دائره کې شامل دي۔ همدارنگې د سائنس پلټنو او تحقيق آسان جوړولو لپاره په بنيادي توگه سائنس په دوه برخو کې ويشلی شوی دی:
- لومړۍ دا چې د سا لرونکو څيزونو په اړه مالومات ترلاسه کول
- دوېم دا چې د هغه څيزونو په اړه مالومات ترلاسه کول کوم څيزونو کې چې سا نه وي۔
ساينس په بنياد توگه په دې دوه وېشنيزو کې ويشلو مقصد صرف دا دی چې چې خلک پرې په آسانۍ سره پوهه شي۔دا دواړه وېشنيزه (سالرونکو په اړه ساينس او بې سا څيزونو په اړه سائنس) نور هم په بېلابېل ښاخونو/برانچونو کې ويشلی شوی دی پدې اړه يوه لنډه شان پېژندنه کوزه ورکړی شوې ده۔
ژوندي يا سالرونکي څيزونه ظاهره خبره ده هغه څيزونه ته ويلی کيږي کوم چې يا خو اوسني وخت کې ژوندي وي او يا پخوا ژوند وو او اوس مړه شوي دي۔ د سائنس هغه ښاخ يا برانچ کوم کې چې مونږ د ژوندي يا سالرونکي څيزونو په اړه لوستل کوو هغه ته ژوندپوهنه ويلی کيږي۔ دا ټکی ژوندپوهنه د دوه ټکو څخه جوړ دی يعني ژوند او پوهنه ، د ددې ټکو مانا ده د ژوندي څيزونو په اړه علم۔
ماشومانو تاسې ته به ددې خبرې هم ښه علم وي چې په بنيادي توگه د ژوند په اړه لوستنه په دوه برخو کې ويشلی شوې ده ، لومړی برخه د ونو بوټو په اړه ده او دوېمه د ځناورو په اړه وي۔
بې سا څيزونه په عامه توگه مادو ته ويلی کيږي د کومو څخه چې د نړۍ بېلابېل څيزونه جوړ وي لکه مثال په توگه کپړا،خاوره،ربړ،اوسپنه،وغيره۔ دا خبره هم د غور او فکر وړ ده چې انسان هم د مادو څخه جوړېږي خو ياد لرئ چې انسان د کومو مادو څخه جوړ وي اکثره په هغه مادو د ژوند عمل شتون لري۔
اوس تاسې په خپله اندازه ولگوئ چې کله هم مونږ د مادو په اړه زده کړه کوو نو لومړۍ خبره به دا گورو چې ددې مادې شکل څه ډول دی ؟ او دویمه خبره به دا گورو چې ددې مادې د نورو مادو سره څه تړون يا اړیکه ده؟ هم په دې سبب د بې سا څيزونو (په ځانگړي توگه د مادو) په اړه ساینس په دوه برخو کې تقسيم شوی چې په لاندې توگه دي:
- کیمیا/کيمسټري --- په کيميا کې مونږ د مادې د شکل او ترتيب په اړه لوست کوو۔
- طبیعیات/فزیک --- په فزیک کې مونږ د مادې د خواصو او د دې مادې د نورو مادو سره د اړیکو په اړه لوست کوو۔
کيميا لفظ اصل کې د عربې ژبې دی چې په عربۍ کې یې الکيمياء لیکل او ویل کېږي او د انگرېزۍ ټکی کيمسټري هم ددې عربي لفظ څخه جوړ شوی دی. لکه څنگه چې پږرنخ تاسې د طبعيات يا فزیک په اړه ولوستل چې په فزیک کې مونږ د مادې د خواصو او د دې مادې د نورو مادو سره تعلق په اړه لوست کوو۔
اوچت تاسې وليدل چې سائنس لومړی په دوه برخو کې يعني سالرونکي او بې سا څيزونو کې ويشلی شوی۔ بيا سالرونکي څيزونه په ونو بوټو او ځناور کې ويشلی شوي وو، همدارنگې بې سا څيزونه په فزکس او کيمسټري کې ويشلی شوي وو۔ يعني لنډ دا چې اوسه پورې چې مونږ څومره لوست وکړو د هغه په نتيجه کې مونږ ته د سائنس د يو څو ښاخونو/برانچونو په اړه علم وشو۔ هغه يو څو ښاخونه دا وو:
- ژوندپوهنه یعنی د سالرونکو سائنس
- ځناورپوهنه
- بوټوپوهنه
- بې سالرونکي څيزونو سائنس
- کیمیاء (کيمسټري)
- طبیعیات (فزکس)
ساينس په بنيادي توگه په بېلابېلو ښاخونو کې ويشلی شوی دی ، دا ويش صرف ددې لپاره شوی دی چې په لوستلو او پوهېدلو کې خلکو ته آساني وي ، ددې وېش هيچېرې دا مقصد نه دی چې ددې ښاخونو د يو بل سره تعلق نشته دی۔بلکې حقيقت خو دا دی چې ددې ټولو ښاخونو يو بل سره ډېر زيات تعلق شته ده۔ د دوي د تعلق په اړه به مونږ وروسته نور تفصيل زده کړو في الحال به يوه خبره زده کومه چې ددې ټولو ساينسو ترمينځه د تعلق په اړه مونږ پوهه کړي او هغه دا چې مخکې تاسې دا ولوستل چې د سالرونکي څيزونه هم د مادې څخه جوړ وي ، حال دا چې ماده خو بې سا څيز دی خو بيا هم سالرونکي څيزونه ددې بې سا مادو څخه جوړ دي، هم پدې خبره که تاسې غور او فکر وکړئ نو تاسې ته به معلوم شي چې د ساينس د هرې څانگې د بلې څانگې سره تعلق شته۔
که ددې ځای پورې تاسې زمونږ سره دا ټولې خبرې ښه په خوشحالۍ زده کړي وي نو راځئ ماشومانو چې د ساينس اړخ ته دوېم قدم واخلو، خو که بيا هم تاسې ته اوچت ذکر شوې خبرې سمې نه وي يادې نو غوره خبره دا ده چې دا مخ يو ځل بيا ولولئ، ددې لپاره چې تاسې پرې سم پوهه شئ۔