د ماسونیان اصل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ماسونیانو اصل:


ماسونیانو خپل ډیری تعلیمات د لرغوني مصر له ظالم او شیطاني حکومت څخه ترلاسه کړي، او څه اندازه تعلیمات یې د نورو ملحدو حکومتونو څخه زده کړي په هرصورت، د پخوانیو مصري واکمنیو ظلمونه د ماسونیانو د مطالعې په اوږدو کې موندل کیدی شي.


د ماسونیانو هدف دا دی چې د نړۍ ټول حکومتونه ونیسي او د خدای د انکار پر بنسټ ولاړ حکومتونه او جمهوري حکومتونه د یوه بې مذهبه یا د "یوه نړیوال شیطاني مذهب" پر بنسټ رامینځته کړي

"بلیو جین" د ماسونیانو د ناوړه حکمونو د اووم راز په توګه پېژندل کیږي، او دوی باور لري چې "بلیو جین" د عامه افکارو د لیږد رول په نرمه او ښکلې طریقه سره لوبوي، ماسونیان ځکه دا کار تر سره کوي چې ترڅو جین د انسان د غوره ملګری په توګه معرفي شي

دا په یقین سره ویلای شو چې د کابالا/قباله مثلث¹، فری میسنری او شیطانیزم، د ګډ اصل، عقیدې، سمبولونو او وسیلو په درلودلو سره د نړۍ د حاکمیت لپاره ګډ اهداف تعقیبوي دوی دې هدفونو ته د رسیدو لپاره له هیڅ ډول هڅو څخه دریغ نه کوي او له هر ډول وسیلو او منځګړو مرسته اخلي.

که موږ څو لسیزې وړاندې د هالیووډ د سینما واکمنۍ ته وګورو، نو په لویدیزو فلمونو او انیمیشنونو کې د دې دریو قطبونو مشترک سمبولونه په پراخه کچه لیدل کیدی شي، چې د دوی ځواک او د دوی د ناوړه موخو د ترلاسه کولو لپاره د دوی هڅې په ګوته کوي. دوی د نړۍ ماشومانو ته چې د بشري نسل راتلونکي دی، ځانګړې پاملرنه کوي ،ماسونیان خپل افکار ماشومانو او ځوان نسل ته د فلم/کارتون په حرکتونو کې د سمبولونه په ډول معرفي کوي او دا دوی له مهمو ستراتیژیو څخه شمیرل کیږي. په لنډه توګه، موږ کولی شو په دې قضیو کې د کبالیسټانو²، فری میسن او شیطانانو مشترک اهداف وپیژنو هغه اهداف چې د هالیوډ په سینما او انیمیشن کې د نړۍ ترټولو پیاوړي رسنۍ په توګه، فکري تخم کري.


۱- په نړۍ کې د ښکاره توحید او یووالي له منځه وړل.

2- د نړۍ په ټولو هیوادونو کې د پراخې میسونیک (ماسوني) شبکې له لارې د نړۍ په ټولو هیوادونو کې د حکومت او واک غصب کول.

۳- د مسجد الاقصی ویجاړول او د سلیمان د معبد کشف او بیا رغونه د ۲۱ پیړۍ په پیل کې

4- د سلیمان معبد د میسونیک(ماسوني) بتانو او سمبولونو سره ډکول او د اصلي میسونیک(ماسوني) عبادت ځای په توګه معرفي کول

5- په بیت المقدس کې د سلیمان معبد د پلازمینې په توګه پېژندل او د شیطاني نړۍ حکومت رامینځته کول.

6-د ۲۱پېړۍ په پیل کې حکومت، قدرتمندو ماسونیانو ته د یو سترګي یا د مسیح ضد تر عنوان لاندې سپارل

په لنډه توګ باید ووایو چې: ▫️ د ماسونیانو هدف د نړۍ ټول حکومتونه په لاس کې نیول دي او دوی دین د انسانیت یوازینی دښمن ګڼي، له همدې امله دوی له دین څخه د آزادۍ مفکوره تبلیغوي او ترویج کوي او باور لري چې "ماسونیزم" یوازینی ګوند دی چې د مذهبونو، عقایدو او مذهبي مقدساتو په وړاندې کلکه مبارزه کوي


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ¹کابالا/قباله د شیطانیزم بل نوم دی، چې د تور جادو یا پټ ساینس معنی لري ² له کبالیســټانو څخه مراد د کابالا غړي دي چې پورته یې یادونه وشوه

  1. وضاحت