د مار زهرو تکامل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په مارانو او ځینو مارمولکانو کې شته زهر په اصل کې د لعابو یوه بڼه ده چې د خپل تکامل تاریخ په اوږدو کې زهرو باندې بدله شوې ده. په مارانو کې یې، د خپل ښکار د وژلو یا تر کنټرول راوستلو او همدارنګه د خوراکي رژیم اړوند نورو کړنو ترسره کولو لپاره تکامل موندلی دی. اټکل کېږي چې د زهرو تکامل په ټوله نړۍ کې د مارانو د لویې پراختیا لامل دی.[۱][۲][۳][۴][۵]

د مار د زهرو تکاملي تاریخچه د بحث وړ موضوع ده. له ۲۰۱۴م کال وړاندې دې تاریخ په هکله دود شوی لیدلوری دا وو چې کابو ۱۷۰ میلیون کاله پخوا یوازې یوځل په ټولو ټوکسیکوفېرا ګانو کې سرچینه نیولې او وروسته یې بیا د زهرو هغو ډولونو پراخ طیف ته چې نن ورځ لیدل کېږي، تنوع کړې ده. د دې فرضیې په اساس، د تکوسیکوفېران لومړني زهر د پروټینونو ساده ټولګه وه چې د غدودو په یوه جوړه کې راټول شوي وو. ورپسې بیا، د پروټینونو دې ټولګې د ټوکسیکوفېران په بېلابېلو کورنیو کې، لکه سرپنټېس، آنګویمورفا او ایګوانیا کې تنوع وموندله. د مارانو ګڼو کورنیو له دې وروسته خپل د زهرو تولید وړتیا له لاسه ورکړه، ډېری په خوراکي رژیم کې د بدلون له امله.[۶][۷][۸]

د واحد اصل فرضیه څرګندوي چې په ډېری مواردو کې د تکامل میکانیزم د جېنونو تکرار او ورپسې د تطابقي صفتونو لپاره طبیعي ټاکنه وه. د دې پروسې له لارې ځینې بېلابېل تولید شوي تطابقات عبارت دي له ډېر زهرجن زهر د ځانګړو ښکارونو لپاره په ګڼو کورنیو کې، هغه پروټینونه چې ښکار مخکې له مخکې هضم کوي او له چیچلو وروسته د ښکار د څارلو یو میټوډ. د زهرو دا بېلابېل تطابقونه هم د زهرو او زهرجنو مارانو په تعریف کې د پام وړ بحثونو رامنځته کېدو لامل شول. دا نظر چې زهر د واحده تکاملي سرچینه لري په ۲۰۱۵م کال کې په یوه مطالعه کې تر پوښتنې لاندې راغله کوم چې ښکاره کړه چې د زهرو پروټینونه د برمایي پایټون مار په ګڼو نورو نسجونو کې هم هومولوګونه لري. له همدې کبله دې مطالعې څرګنده کړه چې زهرو په خپلواک ډول د مارانو په ځینو کورنیو کې وده کړې ده.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

تکاملي تاریخ[سمول]

اټکل کېږي چې د زهرو سرچینې به په سینوزوئیک دوره کې د مارانو د چټکې تنوع لپاره کاټالیسټ چمتو کړی وي، په ځانګړې توګه د کولوبریډا او د امریکا براعظم کې د هغوی استعمار لپاره. څېړونکي په دې باور دي چې د دې لویې پراختیا لامل، د ښکار تابع کولو لپاره له میخانیکي چلند نه بایوکیمیاوي چلند ته بدلېدل دي. د مار زهر بیولوژیکي لارو او پروسو باندې برید کوي چې د نورو ډولونو د زهرو لخوا هم تر برید لاندې راځي؛ د بېلګې په توګه، د کلسیم چینل بلاک کوونکي چې په مارانو، غڼو او مخروطي حلزونونو کې پیدا کېږي، له همدې کبله څرګندوي چې زهر متغیر تکامل ښکاروي.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

د ټوکسیکوفېرا فرضیه[سمول]

تر هغه چې د فیلوجنټیکي ونو جوړولو لپاره د جین ترتیب کولو کارونه عملي شوه، فیلوجنيان د مورفولوژي په اساس رامنځته شول. دودیز فیلوجنیان ښکاروي چې زهر د سکواماټا د ګڼو شاخو له منځ څخه کابو ۱۰۰ میلیون کاله پځوا سرچینه اخیستې ده. د هستوي جېنونو ترتیب په کارونې سره نوي مطالعاتو د «ټوکسیکوفېرا» په نوم یوه کلاډ کې په څو مارمولکانو کې د ورته زهرجنو پروټینونو شتون څرګند کړ. دا کار د دې ټیوري لامل شو چې کابو ۱۷۰ میلیون کاله پخوا زهر یوازې یوځل په ټوله کورنۍ کې سرچینه نیولې ده. دې پلارني زهرو کې د پروټینونو ډېره ساده ټولګه شامله وه چې په یوه جوړه غدودو کې راټول شوي وو. له دې وروسته د بېلابېلو کورنیو زهرونو، ښکار ته د زهرو د ننه کولو لارې سره، په خپلواک‌ ډول تنوع او تکامل وموند. په دې تکامل کې مخکې خوا څخه د زهرو د لېږد سیسټم خپلواک تکامل شامل وو کوم چې له پلرني شاخوا نېش څخه د زهرو لېږد سیسټم څخه توپیر درلود. د واحد اصل فرضیه همدارنګه څرګندوي چې د زهرو سیسټمونو له دې وروسته په خپلواکه توګه په ځینو کورنیو کې اټروفي وکړه یا هم په بشپړ ډول له منځه لاړل. امریکایي «موږک خوړونکي ماران» لکه پانټېروفیس ګوټاټوس، د ښکار لارې په توګه د انقباض له تکامل کولو وروسته خپل زهر له لاسه ورکړل. د انقباض خپلواک تکامل په کب خوړونکو اوبیزو آکروکورډوس مارانو کې هم د زهري سیسټم د ویجاړېودو لامل شو. دوه خپلواکې کورنۍ، یوه ځمکنۍ او یوه سمندري، چې د چرګې هګۍ خوراکي رژیم ته یې مخ اړولی دی، هغوی هم د زهري سیسټم اټروفي پاتې شونو لرونکي دي.[۸][۱۰][۲۱]

د خپلواک اصل فرضیه[سمول]

دا لیدلوری چې زهرو یوازې یوځل تکامل کړی په ورستیو کې پرې شک شوی دی. هغه مطالعه چې په ۲۰۱۴م کال کې ترسره شوه ښکاروي چې د زهرو ۱۶ پروټینونو هومولوګونه چې د واحدې سرچینې فرضیې لپاره کارول شوي وو،‌ ټول په پورته کچه د بدن په ځینې نسجونو کې راڅرګند شول. له همدې کبله، لیکوالانو سپارښتنه وکړه چې پخوانۍ څېړنې، چې په ټولې ټوکسیکوفېران فرضي کورنۍ کې یې د زهري پروټینونه ساتلي وو، کېدای شي د ډېر عام «د کورساتنې» جینونو شتون په دې کورنۍ کې په غلطه تفسیر کړې وي، ځکه چې یوازې د خزندګانو بدن ځانګړو نسجونو څخه نمونه اخیستل شوې ده. له همدې کبله، لیکوالانو سپارښتنه وکړه چې د دې پرځای چې په پلارني خزنده کې یوازې یو ځل تکامل وکړي، د مار زهرو په خپلواک ډول په ځینو کورنیو کې تکامل موندلی دی. په ۲۰۱۵م کال کې یوې مطالعې ښکاره کړل چې د یوه غیر زهري مار، برمایي پایټون، په ګڼ شمېر نسجونو کې په اصطلاح «زهري» جینونو هومولوګونه شتون لري. کاسټو وویل چې دې ټیم د زهري جینونو هومولوګونه د خولې له غدودو پرته په ډېرو نورو نسجونو کې هم موندلي دي، چېرته چې د زهري‌ جینونو د شتون تمه کېده. دې کار یوازې د ټرانسکریپټوم (په حجره کې ټوله پیغام لېږونکې RNA) ارزونې ضعف څرګند کړ. دې ټیم سپارښتنه وکړه چې پایټون ماران د مارانو په تکامل کې یوه دوره ښکاروي چې د زهرو له عمده تکامل څخه وړاندې ده. څېړونکو همدارنګه وموندله چې د زهري جینونو کورنیو پراختیا ترټولو زیاته په ډېرو زهرجنو ساینوفیډیان مارانو کې (چې هغوی ته کولوبرویډي ماران هم ویل کېږي) رامنځته شوې ده، له همدې کبله ښکاروي چې د زهرو ډېر تکامل له هغه وروسته ترسره شوی چې دا کورنۍ له نورو مارانو څخه جلا شوه.[۹][۲۲]

سرچينې[سمول]

  1. Lomonte et al. (a) 2014، ص. 326.
  2. Wuster et al. 2008.
  3. Fry et al. 2012، صص. 441-442.
  4. Casewell et al. 2013، صص. 218-220.
  5. Hargreaves et al. (a) 2014.
  6. Casewell et al. 2013، صص. 224-227.
  7. Fry et al. 2012، صص. 424-436.
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Fry et al. 2012، صص. 434-436.
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Reyes-Velasco et al. 2015.
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Fry et al. 2012، ص. 443.
  11. Saviola et al. 2013.
  12. Mackessy 2010.
  13. Li et al. 2005.
  14. Calvete et al. 2012، صص. 4094-4098.
  15. Barlow et al. 2009، صص. 2447-2448.
  16. Casewell et al. 2013، صص. 222-223.
  17. Casewell et al. 2013، صص. 225-227.
  18. Mackessy 2010، ص. 1464.
  19. Lomonte et al. (a) 2014، صص. 326-327.
  20. Fry et al. 2012.
  21. Fry او Wuster 2004، ص. 870.
  22. Hargreaves et al. (b) 2014، صص. 153-155.