د ماراتا – پورتګال جګړه (۱۶۸۳-۱۶۸۴)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ماراتا – پورتګال جګړه (۱۶۸۳-۱۶۸۴) د پورتګالیانو تر ولکې لاندې د ګوا او کونکان پر سیمو تېري ته اشاره کوي. د ۱۶۸۳-۱۶۸۴ کلونو تر منځ د ماراتا کنفېدراسیون او پورتګالي هند تر منځ په بېلابېلو جبهو کې جګړې وشوې.

پورتګالیانو د شیواجي د واکمنۍ پر مهال له مارتایانو سره ډېرې نږدې پیاوړې اړیکې لرلې، ځکه هغوی  دکن مېشتي سلطانان په‌خپل کنترول کې لرل. دا چې پورتګالیان یوه سمندر مېشته سترواکي وه او په دې توګه دوی د یو څو ګټورو ساحلي بندرونو پرته له داخلي فتوحاتو سره مینه نه لرله. په دې توګه ماراتیانو د شیواجي تر مړینې دوه کاله وروسته په ۱۶۸۲ کال کې د سامباجي تر قوماندې لاندې له پورتګالي خاورې سره د خپلو پولې په اوږدو کې د پیاوړو سنګري ودانیو جوړول پیل کړل. دې کار پورتګالیان اندېښمن کړل او دوی یې دې ته اړ کړل چې په اکراه له خپلې مخالفې - مغولي سترواکۍ سره یوځای شي.  

دا اندېښنه په ګوا، بمبیي او د کونکان په ګڼو نورو برخو کې د پورتګالیانو پر قلمروونو د ماراتا د یو لړ حیرانووکو بریدونو په واسطه په حقیقي ډول څرګنده شوه. هغه د ګوا پر خاوره یرغل وکړ او د لنډمهال لپاره يې سنګریز برجونه ولکه او کلي يې ویجاړ کړل. د ماراتا پوځیان په انحصاري ډول بسیج شول او په پای کې د پورتګال وضعیت د اندېښنې وړ شو. سمباجي تر یوې میاشتې ډېر د کونکان په شمالي سیمه یرغل وکړ، د هغه ځواکونو په ګوا کې د سالسېټ او بارډېس سیمې لوټ کړې. سامباجي د ګوا د پخواني ښار ولکه کولو ته ډېر نږدې و، خو د ۱۶۸۴ کال د جنوري په دویمه د هغه پوځیان په ګوا او کونکان کې له ټولو پورتګالي خاورو څخه په شا شول تر څو د لومړي بهادرشاه په مشرۍ (معظم) په مشرۍ د مغلو د لوی وسله‌وال پوځ مخنیوی وکړي.

په دې نښتو کې د ساوانتوادي ایالت دسای (د فیوډال بادارانو لقب، ژباړن) د پورتګالیانو تر څنګ ودرېدل، ځکه هغوی د ماراتا تر ولکې لاندې واکمنۍ کې خپل ډېری امتیازات له لاسه ورکړل. دا جګړه لومړنی فرصت و چې بریتانیا په هند کې په پټه د پورتګالیانو له دوښمنانو سره مرسته وکړه او ماراتایانو ته یې وسلې، توپخانې او مهمات په واک کې ورکړل.   [۱]

شالید/پس‌منظر[سمول]

د پورتګال سترواکي یوه ځواکمنه سمندري سترواکي وه چې د هند په لویديځه سمندرغاړه کې يې څو محاصره‌يي سیمې رامنځته کړې وې. د پورتګالي قلمروونو دامان، چاول، باسین، ګوا او څو نورو سیمو له ماراتا سره پوله لرله.

ماراتایانو د شیواجي د ژوند پر مهال له پورتګالي هند سره نسبتاً ښې اړیکې لرلې. د شیواجي پېژندل شوې بهاواني او فیرنګي تورو پورتګالي سرچینه لرله. که څه هم د هغه پراختیا‌پال ځای ناستي سامباجي غوښتل د شمالي کانارای د سمندرغاړو په انجدیو ټاپو او د اوسني نوي بمبیي د پارسېک غونډۍ په څېر ستراتیژیکو سیمو کې د سنګري برجونو د جوړولو په واسطه پورتګالیان کنترول کړي. سامباجي همدارنګه د یاروبي له عمانیانو سره چې د پورتګالیانو دوښمنان وو ښې اړیکې جوړې کړې. پورتګالیان په خپله پوله د ماراتا پوځیانو له بسیج کېدو څخه اندېښمن شول او په ۱۶۸۳ کال کې يې هڅه وکړه چې د برجونو جوړول ودروي. پورتګالیانو د ۱۶۸۲ کال د مې میاشتې په پنځمه د انژدیوا ټاپو پیاوړې کړه او وروسته يې د پارسېک غونډۍ هم پیاوړې کړه. پورتګالیانو د ۱۶۸۲ کال په ډېسمبر کې د مغولو پوځ ته اجازه ورکړه تر څو په ماراتایانو د برید لپاره د هغوی له خاورې څخه تېر شي. پورتګالیانو د ۱۶۸۳ کال په جنوري کې پارسېک هم خپله ضمیمه کړه، په ګوا کې د پورتګالیانو وایسرای (نایب‌السطنه) له اورنګ زېب څخه یو لیک ترلاسه کړ او په هغه کې يې له پورتګالیانو څخه غوښتي و چې له ماراتایانو سره د جګړې اعلان وکړي، خو وایسرای دا ونه منله او ویې ویل چې پورتګالیان له جدي لاملونو پرته جګړه نه کوي، چې داسې څه قضیه نه‌شته. [۲][۳][۴]

کله چې سامباجي د پورتګالیانو او مغولو تر منځ اړیکې په اړه معلومات ترلاسه کړل خپله تېری‌کوونکې تګلاره يې پلې کړه. د پورتګال وایسرای فرانسیسکو ډي تاوورا د سامباجي نیول غوښتل.  [۵]

د باسین تیاتر[سمول]

ماراتایانو د ۱۶۸۳ کال د اپرېل او مې میاشتو تر منځ د کونکان په شمال کې د پورتګالیانو پر خاوره برید وکړ او د داهانو، اشري، تراپور او باسین په سیمو کې يې د پورتګالیانو تر ولکې لاندې کلي لوټ کړل. د سامباجي پېشوا نیلوپانت پینګل د چمبور، تالود، کولو، مهیم، دانتوره، سارګاون په ګډون د پورتګال ۴۰ مایله خاوره لوټ او ولکه کړه. [۶]

ماراتایانو په لنډمهال ډول د باسین او دامان ځینې شاوخوا خاورې اشغال کړې.  [۷]

د چاول تیاتر[سمول]

برهمن پېشوا نیلوپات پینګل پر چاول برج فشار وساته. ماراتایانو د ۱۶۸۳ کال په جولای کې خپل کلي لوټ کړل. هغوی د ۱۶۸۳ کال د اګست په لسمه د چاول په محاصره کې له ۲۰۰۰ سپرو او ۶۰۰۰ پلیو پوځیانو سره  چاول محاصره کړ.  [۸][۹]

د ګوا تیاتر[سمول]

دا چې په هغه کال کې پورتګال هند ته سرتېري ونه لېږل له دې امله د ماراتا پوځیانو وکولی شوی چې د باردس سیمې په شمال او د سالسیټ په سویل کې د پورتګال په اصلي سیمو برید وکړي او هر هغه څه چې يې مخې ته ورتلل ویې سوزول او کلیساګانې يې لوټ کړې. دا لومړی ځل و چې ماراتایانو په شمال کې د خپلو عملیاتو لپاره پر ګوا د برید په تخنیک کې له انحرافي تخنیک څخه کار واخیست.  [۱۰]

پورتګالیانو يې په ځواب کې په ګوا کې د ماراتایانو استازی یساجي ګمبر ونیوه. د ماراتا سوداګریزې بېړۍ هم ونیول شوې. [۱۱]

پورتګالي وایسرای فرانسیسکو ډي تاوورا د ښار مجتهدین او ملکیان د فرعي پوځیانو په یو دفاعي ځواک کې سره بسیج کړل او د مورموګایو په برج کې يې وروستۍ دفاعي کرښه رامنځته کړه.  [۱۲]

د پونډا جګړه[سمول]

د پونډا کلا د وېله ګوا مرکزي ښار ته نږدې د ماراتا یو ستراتیژیک مرکز و. له دې امله پورتګالي وایسرای فرانسیسکو ډي تاوورا د ۱۶۸۳ کال په اکتوبر کې پر یاده سیمه د برید مشري وکړه او هڅه يې وکړه چې پر ګوا له بریدونو څخه مخنیوی وکړي.د پورتګال وایسرای داسې انګېرلې وه چې سامباجي به پونډا له ډېرې ویجاړې شوې کلا څخه ووځي او د پانهالا کلا ته به لاړشي. هغه له ۱۲۰۶ پورتګالي او ۲۵۰۰ کومکي عیسوي سرتېرو سره د سالسېټ کلا په لور حرکت وکړ. د کونکان ډېری دسای‌یانو (اربابان) له پورتګالیانو سره دوستانه اړیکې لرلې. دسای بیچولیم او راناس سانقلم د پورتګال په خاوره کې ژوند کاوه. د پونډا دسای دولبا او د نانودی، ریووډا او پیرنا ستروجي راین د ماراتایانو پر خلاف له پورتګالیانو سره یوځای شول.  [۱۳]

وایسرای د ۱۶۸۳ کال د اوکتوبر په ۲۷مه د اګه‌کېم په سرحدي کلي کې پوځي اډه جوړه کړه. هغوی له سیند څخه تېر شول او د نوامبر په ۷مه د پوانډا لویدیځو کلیو ته ورسېدل. د ماراتا تجربه‌‌کار جنرال یساجي کانک او زوی يې کرېشنا جي له ۶۰۰ ماوالايي سرتېرو سره په پونډا کې مېشت شول. ماراتایانو د پورتګالي پوځ د لومړنیو پیاده بریدونو پر وړاندې مقاومت وکړ. له دغې نښتو څخه په یوه کې کرېشناجي کانک شدید ټپي شو او څو ورځې وروسته ومړ. په دې توګه د پورتکالیانو درنې بمبارۍ د کلا دیوالونه په بریالیتوب سره شدید زیانمن او ونړول. خو بیا هم شدیدو بارانونو د پورتګالیانو د پرمختګ مخنیوی وکړ.   [۱۴]

سامباجي ملاتړو ځواکونو ته امر وکړ چې پوانډا او نورو ځایونو کې د پورتګالي شاتګ په ګټه فشار زیات کړي. د نوامبر په ۹مه د سامباجي په ګډون د ماراتا کومکي ځواکونه له ۸۰۰ سپرو او ۶۰۰ پلیو سرتېرو سره د راجاپور له لارې د کلا د ژغورنې لپاره دننه شول. وایسرای فکر کاوه چې سامباجي به له شا پر هغه برید وکړي تر څو له ګوا سره د هغه ارتباطي کرښه پرې کړي، له دې امله يې د نوامبر په ۱۰مه د دوربهات بندر لور ته د عمومي شاتګ غوښتنه وکړه. ماراتایانو د شاتګ په حال کې د نږدې ویالې تر سر پورې غونډۍ څخه پر پورتګالیانو برید وکړ. وایسرای په دې برید کې ټپي شو. د نوامبر په ۱۲مه د پورتګال ډېر پوځ ګوا ته ورسېد. پورتګالیانو یو سازمان شوی په شاتګ وکړ او د تجهیزاتو له لاسه ورکولو پرته په خوندیتوب سره ستانه شول. پورتګالیانو د سامباجي بریا وستایله او هغه يې یو جګړه‌مار شهزاده یاد کړ. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

سرچينې[سمول]

  1. Alexandre Lobato: Relações Luso-Maratas 1658-1737, Centro de Estudos Históricos Ultramarinos, Lisboa, 1965, pp. 28-34.
  2. "SWORD OF THE MARATHA'S "BHAWANI". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Pissurlencar 1983, p. 81-118
  4. Pissurlencar 1983, p. 82–85
  5. Pissurlencar 1983, p. 82–85
  6. Pissurlencar 1983, p. 82–85
  7. Sarkar, Jadunath (1920). History of Aurangzib: Based on Original sources. IV. London: Longmans, Green and company. د کتاب پاڼې 331. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Portuguese-Mahratta Relations. p. 82.
  9. Alexandre Lobato: Relações Luso-Maratas 1658-1737, Centro de Estudos Históricos Ultramarinos, Lisboa, 1965, pp. 28-34.
  10. Alexandre Lobato: Relações Luso-Maratas 1658-1737, Centro de Estudos Históricos Ultramarinos, Lisboa, 1965, pp. 28-34.
  11. Kulkarni او Khare 1982، ص. 365.
  12. Alexandre Lobato: Relações Luso-Maratas 1658-1737, Centro de Estudos Históricos Ultramarinos, Lisboa, 1965, pp. 28-34.
  13. Pissurlencar 1983, p. 81-118
  14. Alexandre Lobato: Relações Luso-Maratas 1658-1737, Centro de Estudos Históricos Ultramarinos, Lisboa, 1965, pp. 28-34.
  15. Pissurlencar 1983, p. 81-118
  16. Kolarkar, S.G. (1995). History of Marathas. Nagpur: Mangesh Publishers. د کتاب پاڼې 133. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Alexandre Lobato: Relações Luso-Maratas 1658-1737, Centro de Estudos Históricos Ultramarinos, Lisboa, 1965, pp. 28-34.
  18. Kulkarni او Khare 1982، ص. 386.