د لېتوانیا-پولنډ مشترک المنافع تاريخ (۱۵۶۹-۱۶۴۸)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د پولنډ – لېتوانیا مشترک‌المنافع تاريخ (۱۵۶۹-۱۶۴۸) د پولنډ او لېتوانیا د تاريخ هغه دوره ده چې د دوی تر مشترک دولت مخکې د اولسمې پېړۍ په منځنۍ برخه کې له ورانوونکو جګړو سره مخ شوه. په ۱۵۶۹ کال کې د لوبلین اتحادیې د پولنډ-لېتواني مشترک المنافع په نوم یو لا متحد فېدرال دولت رامنځته کړ، چې په دواړو هېوادونو کې د پخوانیو شته شخصي اتحادیو ځای ناستی شو. اتحادیه تر ډېره د لېتوانیایايي اشرافو او په پراخ ډول پولندي شویو لېتوانیانو او اشرافي روتین‌یانو په‌واسطه د مرکزي پارلمان او سیمه‌ییزو ټولنو له لارې اداره کېده، خو له ۱۵۷۳ کال څخه یې مشري د منتخبو پاچاهانو پر غاړه وه. د اشراف‌والي رسمي حکومت په نسبي ډول تر ډېره د نورو اروپايي هېوادونو په پرتله له يو پېچلي دیموکراتیک سیستم څخه جوړ و، چې هغه مهال په اروپا کې د دود مطلقه واکمنیو خلاف و. [۱]

د پولنډ او لېوتوانیا اتحاديه په اروپا کې په یوه اغېزمن لوبغاړي او یو حیاتي کلتوري بنسټ بدله شوې وه، چې د لويديځ کلتور ته يې د ختيځ لور ته پراختيا ورکړه. د ۱۶مې پېړۍ په دويمه نيمه برخه او د ۱۷مې پېړۍ په لومړۍ نيمه برخه کې د پولنډ-لېتوانیا مشترک‌المنافع هېوادونه په مرکزي - ختيځه اروپا کې لوی ايالت و چې مساحت يې یو میلیون کیلومتره مربع ته نږدې و.

د سمونونو د لاسته‌راوړنو په دوام (په ۱۵۷۳ کال کې د ورشو کنفېدراسیون په اروپا کې د مذهبي زغم بې‌سارې پروسو اوج و) کاتولیک کلیسا په یو اېډيولوژیک ضد برید لاس پورې کړ او د سمونو/اصلاحاتو پر ضد یې داسې ادعا وکړه چې ډېری د پروتېستان مذهب له دایرې څخه اوښتي. د ختيځو مشترک المنافع هېوادونو د روټيني نفوس د مذهبي زغم اړوند د نظر اختلافونه او ستونزې په څرګند ډول د تشخیص وړ وې. په لومړني پړاو کې (د ۱۶مې پېړۍ له وروستیو څخه) هغوی خپل ځانونه د برست په مذهبي اتحادیه کې چې د مشترک المنافع هېوادونو ختيځ عيسویان يې سره ووېشل او د قزاق په یو لړ پاڅونونو کې په پوځي جبهه کې ښکاره کړل.

هغه مشترک المنافع هېوادونه چې د پاچا سټيفن باتوري پر مهال له پوځي نظره پرېکنده وو د واسا، درېیم سیګیزموند او څلورم ولاديسلاو پاچاهانو د سلطنت پر مهال له خانداني وسواس څخه کړېدل. همدارنګه د کورنیو نښتو د لوبو په ډګر بدل شوي وو، چې په هغه کې د پاچا ځواکمن نجبا او اشرافي ډلې په اصلي لوبغاړو بدل شوي وو. مشترک المنافع هېوادونه له روسیې، سویډن او عثماني امپراتورۍ سره وجنګېدل. د مشترک‌المنافع هېوادونو په اوج کې د هغوی ځينې ځواکمنو ګاونډيانو خپلې ستونزې تجربه کړې او د پولنډ – لېتواني دولت پر ختيځه اروپا په ځانګړي ډول پر روسیه د واک/تسلط په لټه کې و. د هابسبورګ له سلطنت سره متحد و چې په ۳۰ کلنه جګړه کې يې مستقیم ګډون ونه‌کړ.

د روسیې څلورم تزار ايوان په لیووني سیمه کې ځينې له دوښمنۍ سره مل کړنې وکړې چې د سیمې پر زیاته برخه د هغه د واکمنۍ لامل شو او په لیوون سیمه کې د پولنډ لیتوانیا د نښتې لامل شو. د باتوري پاچا او یان زامویسکي په مشرۍ د دې خلاف بریالی برید د ۱۵۸۲ کال د سولې او روسیې سره د مناقشې اړوند سیمو د بیا نیولو لامل شو او سویډني ځواکونو ځانونه په لرې شمال (استونيا) کې ځای پر ځای کړل. استونیا په ۱۶۰۰ کال کې د درېیم زیګیزموند په‌واسطه د مشترک المنافع هېوادونو د يوې برخې په توګه اعلان شوه چې د ليوونیا پر سر د جګړې لامل شوه. جنګ تر ۱۶۱۱ کال پورې له غوڅې پرېکړې پرته دوام وکړ. 

په ۱۶۰۰ کال کله چې روسیه د بې‌ثباتۍ دور ته دننه کېده مشترک المنافع هېوادونو له روسیې سره د اتحاد وړاندیز وکړ. دا نابریالی ګام له ډېرو ورته نابریالیو هڅو سره چې ځینې یې له پوځي لاس‌وهنې سره مل وې او نور پوځي بریدونه، دیپلوماتیکې او خانداني طرحې او نورې سنبالونې په‌کې شاملې وې. په داسې حال کې چې د دوو ټولنو او امپراتورۍ تر منځ اختلافات او پر هغوی برلاسی ډېر ستونزمن و، د پولنډ – ليتواني دولت په ۱۶۱۹ کال کې د ډیولینو تر اوربند وروسته د خپل قلمرو لويې پراختیا ته د پای ټکی کېښود. په هم‌هغه مهال له تر سره شوې سترې پوځي هڅې سره کمزورې شوه.  

په ۱۶۲۰ کال کې عثماني امپراتوري د دویم عثمان سلطان تر واکمنۍ لاندې د مشترک‌المنافع هېوادونو پر خلاف د جګړې اعلان وکړ. د توتورا هېتمان په ناوریني جګړه کې ستانیسلاو زولکیویسکي ومړ او د ترک – تاتا له یرغلګرو پوځیانو سره د مشترک‌المنافع وضعیت ډېر متزلزل شو. په پولنډ - لېتوانیا کې یوه عمومي سمبالونه شته وه او کله چې د هاتمن جان کارول چودکیويچ د خوتین په جګړه کې (۱۶۲۱) د دوښمن د شدیدو بریدونو پر وړاندې ودرېد د سویل ختیځې جبهې وضعیت ورغېده. د ۱۶۳۳- ۱۶۳۴ کلونو تر منځ له عثمانیانو سره ډېرې جګړې وڅارل شوې او د دې دورې په بهیر کې د مشترک‌المنافع هېوادونو پراخه برخه د تاتاریانو له یرغل او د غلام‌-نیولو له لښکر لېږدونو سره مخ شوه.

په ۱۶۲۱ کال کې پر ریګا له برید سره له سویډن سره جګړه چې اوس د ګوستاووس ادولفوس تر ولکې لاندې ده له سره پیل شوه او ورپسې سويډن د لیوونیا ډېره برخه اشغال کړه تر پوک پورې د بالتیک ساحلونو کنترول د دانزیګ له محاصرې سره مل و. مشترک المنافع هېوادونه چې په نورو ځایونو کې له جګړې څخه ستړي وو، د ۱۶۲۶-۱۶۲۷ کلونو تر منځ يې د هاتمان ستانیسلاو کونیک پولیسکي او اتریش په مرسته يې یو غبرګون ترلاسه کړ. د څو اروپايي قدرتونو تر فشار لاندې لښکرلېږدونه ودرول شول او د التمارک له اوربند سره پای ته ورسېدل او ډېر هغه څه چې ګوستاووس ادولفوس فتحه کړي وو د سویډن لاس ته ولوېدل.

له روسیې سره نوروې جګړې په ۱۶۳۲ کال کې وڅارل شوې او په شته وضعیت کې پرته له چندان بدلون پای ته ورسېدې. پاچا څلورم ولادیسلاو تر هغه وروسته سویډن ته له لاسه ورکول شویو ځمکو د بېرته اخیستلو په لټه کې شو. د جګړې په پای کې سويډن د پروس سلطنتي بنادر او ښارونه تخلیه کړل خو د لیوونیا ډېره برخه يې خوندي کړه. کورلند چې له مشترک‌المنافع هېوادونو سره پاتې شوی و، د بالتیک‌-لېتوانیا سوداګریز خدمتونه يې پر غاړه واخیستل. په ۱۶۴۱ کال کې د پولنډ د پاچا وېلیم پر وړاندې د فردریک د وروستي درناوي تر پر ځای کولو وروسته د پروس او د هغه د هوهنزولرن (اشرافي کورنۍ، ژباړن) واکمنانو په اړه د مشترک‌المنافع دريځ لا کمزوری شو.

ټاکنیز سلطنت او د اشرافو جمهوریت[سمول]

د مشترک المنافع د رامنځته کېدو په پیل کې پولند-لېتواني د ۱۶مې پېړۍ په دویمه نیمايي برخه کې په یو ټاکنیز سلطنت بدل شو چې په هغه کې پاچا د مورثي اشرافو له‌خوا ټاکل کېده. دې پاچا به تر خپلې مړينې پورې د پاچا په توګه خدمت کاوه او په هغه وخت کې به هېواد نورې ټاکنې لرلې. دا سلطنت معمولاً د رزرېچ‌پاسپولېتا/rzeczpospolita یا جمهوري په نوم یادېده، ځکه د ټولنې د اشرافو طبقو د لوړ نفوذ له امله چې تر ډېره د یوې غېرمتجانسې منفردې طبقې په نظر ورته کتل کېږي په‌دې نظام کې کار اخيستل کېږي.

په ۱۵۷۲ کال کې زېګزیموند دویم اګوستوس د جاګیلوني خاندان وروستی پاچا له هېڅ وارث پرته ومړ. سیاسي نظام د دې پېښې لپاره چمتو نه و، ځکه د نوي پاچا د ټاکنې لپاره هېڅ میتود نه‌شته و. تر ډېرو بحثونو وروسته دا مشخصه شوه چې د پولنډ او لېتوانیا ټول اشراف به پرېکړه وکړي چې پاچا به څوک شي. اشراف باید ورشو ته څېرمه په وولا کې راټول شي تر څو په سلطنتي ټاکنو کې رايې ورکړي.

د پولندي پاچاهانو ټاکنو د پولنډ د وېش تر مهال دوام درلود. د مهالني ترتیب پر اساس منتخب پاچاهان: هانري والوا، انایاګیلون، استفان باتوري، زیګزمومند درېیم واسا، څلورم ولادیسلاو، جان دویم کازیمر، میشایئل کوری‌بوت ویشنیوویسکي، جان درېیم سوبیسکي، اګوستوسلاو لسکي، اګوستوسلاو لسسکي او اګوستوسلاو درېیم پونیاتوفسکي دي.

سرچينې[سمول]

  1. Frost, Robert (2015). The Oxford History of Poland-Lithuania. Volume1: The Making of the Polish-Lithuanian Union, 1385-1569. Oxford: Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-880020-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)