د لیتویا تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د لیتویا تاریخ له میلاد وړاندې د ۹۰۰۰ کلونو په شاوخوا کې په شمالي اروپا کې د وروستۍ یخې دورې د پای ته رسېدو سره پیل شوه. لرغونۍ بالتیک وګړي دغې سیمې ته له میلاد وړاندې د دويمي زر یزي په اوږدو کې راغلل او څلور بېلابېلي قبیلي د لیتویا په قلمرو کې د لومړنیو زرو کلونو په پای کې د پيژندګلوي وړ وي. د لیتویا اصلي سیند داوګاوا، د بالتیک سیمې څخه د روسیې له لارې لوېديځي اروپا ته او منځني ختیځ ته د سوداګري یوه مهمه لاره وه، چې د ویکینکمیانو وروسته د نورډیک او جرمني سوداګرو له خوا کارول کېده.  

د منځنیو پېړیو په لومړیو کې، د دې سیمي وګړي د عیسوی کېدلو پر خلاف مقاومت وکړ او په شمالي صلیبي جګړو کې د یرغل لاندې راغلل. د لیتویا پلازمېنه ریګا په ۱۲۰۱ ز کال د جرمنیانو له خوا د داوګاوا په خوله کې جوړه شوه، چې دا د دې سیمي د پاپل له خوا په تصویب شوي فتح کې د لیوانیان د تورو وروڼود یوه پوځي نظم له خوا په سټراتیژيک مرکز  بدل شو. چې دا به د لوېديځ بالتیک لومړۍ لوی ښار وي، له ۱۲۸۲ ز کال وروسته، په هانیسټیک اتحادیې کې د سوداګرې یو اصلي مرکز و.  

په شپاړسمه پېړي کې، په تیرا مارینا کې د بالتیک جرمني واکمنۍ په زیاتېدونکي توګه د نورو قدرتونو له خوا ننګول کېده. د لیتویا د سټراتیژیک موقعیت او د ریګا د سوکاله سوداګریز ښار له امله، دا سیمې  په پرله پسې توګه د څلورو لویو قدرتونو تر منځ د جګړې او فتح کولو یو مهم مرکزي ټکی و: د تیوټونیک حاکم دولت، د پولنډ ــ لیتوانی ګډ دولت، سویډن او د روسیې امپراتورۍ تر منځ د بهرنۍ واک وروستۍ دوره په ۱۷۱۰ ز کال کې پیل شوه. هغه وخت کله چې د ریګا او نننۍ ورځي لیتویا ځينو برخو کنټرول د لويې شمالي جګړې په اوږدو کې د سویډن څخه د روسیې لاسو ته وغورځېد. د روسیې تر کنټرول لاندې، لیتویا د صنعتي کېدلو او د غلامۍ له منځه وړلو پر لور روانه شوه، نو د ۱۹ پېـړۍ په پای کې دا د روسیې د امپراتورۍ  له پرمختللو برخو څخه یوه وه. مخ په زیاتېدونکي ټولنيزې ستونزې او د ناخوښۍ ډېريدل دا معنا درلوده چې رایګا هم د ۱۹۰۵ ز کال د روسیې په انقلاب کې مهم رول لوبولی دی.

د لیتویا ملي لومړنۍ ویښتیا په ۱۸۵۰ ز کال کې پیل شوه او د لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته یې  ګټه تر لاسه کړه. هغه وخت کله چې د لیتویا د خپلواکۍ په دوه کلنې جګړه کې لیتویا په پایله کې خپلواکۍ ترلاسه کړه او د روسیې له خوا په ۱۹۲۰ ز کال کې او د نړیوالې ټولنې له خوا په ۱۹۲۱ ز کال کې په رسمیت وپېژندل شوه. د لیتویا اساسي قانون په ۱۹۲۲ ز کال کې تصویب شو. سیاسي بې ثباتي او د ډېرو فشارونو د اغېزې پايله  په ۱۹۳۴ ز کال کې د مۍ په پنځلسمه د لومړي وزیر کارلیس یولمینیس له خوا د کودتا لامل شوه. د لیتویا په خپلواکۍ کې د ۱۹۴۰ ز کال په جون او جولای کې مداخله وشوه، هغه وخت کله چې دا هېواد د شوروي اتحاد له خوا اشغال شوی و. په ۱۹۴۱ ز کال کې دا هېواد د نازي جرمني له خوا یرغل او ونیول شو، چې بېرته له ۱۹۴۴ز کال څخه تر ۱۹۴۵ ز کلونو پورې د شوریانو له خوا ونیول شو.

د ۱۹۴۰ ز کال په لسیزه کې د لیتویا شوروي سوسیالسټ جمهوریت د شوروي اقتصاد تر څار لاندې شو او ډېری وګړي یې روسيان شول. په هر حال، د لیتویا کلتور او بنسټونه ژوندی پاتې شول او د میخایل ګوربا چوف په مشرۍ د شوروي آزادۍ په دوره کې، لیتویا یو ځل بیا د خپلواکۍ لپاره هڅه وکړه چې په پایله کې د ۱۹۹۱ز کال په اګست کې بریالي شول او په ورپسې میاشت کې د روسیې له خوا په رسمیت وپېـژندل شوه. له هغه وخت راهیسې، لیتویا د یوې بېرته رغول شوي خپلواکۍ لاندې، د ملګرو ملتونو غړې شوه او ناټو ته داخل او د اروپايي اتحادیې سره یوځای شوه.

د لیتویا اقتصاد د لوی بحران په وخت کې چې د ۲۰۰۸ ز کال د لیتویا د مالي بحران لامل شو، خورا زیانمنه شوه. په لوېديځه اروپا کې د اقتصادي حالت خرابېدل او د کار ښه چانسونه ددې لامل شول، چې د لیتویا ډېری وګړي کډوال شي.   [۱]

تر تاریخ وړاندې[سمول]

د نن ورځې د لیتویا په سیمه کې د ګنګل دوره کابوله ۱۴۰۰۰ څخه تر ۱۲۰۰۰ کاله وړاندې پای ته ورسېده. دې سیمې ته لومړني انسانان د پیالوټیک دورې په اوږدو کې د ۱۱۰۰۰ څخه تر ۱۲۰۰۰ کاله پخوا راغلل. دوی ښکاریان وو، څوک چې د غرڅو د رمو په لټه کې د بالتیک د یخ جهیل سره نژدې اوسېدل پيل کړل. د بالتیک د سمندر ځمکه پېژندنه دا ښيې چې: ساحلي کرښه په وچه کې نوره هم پسې وغځېده. لومړني توکي چې د سالاسپیل ښار سره نژدې موندل شوي، د پیالوټیک وروستۍ دورې پورې اړوند دي او کابو ۱۲۰۰۰ کاله پخوا د سویډیریا کلتور پورې اړه لري.  

د میسولتیک دورې ( تر میلاد وړاندې ۹۰۰۰ څخه تر ۵۴۰۰ کلونو پورې) په اوږدو کې ، د ښکارکوونکو دایمي استوګنځایونه جوړ شول. دوی ښکار او کب نيونه کوله او د سیندونو او جهیلونو تر څنګ مېشت شول. شاوخوا ۲۵ استوګنځایونه د لوبان د جهیل تر څنګ موندل شوي، د کندا د کلتور دغو وګړو له لرګیو، هډوکو، ښکرونو او ځلېدونکو ډبرو څخه وسلې او توکي جوړول. [۲]

د نیولتیک دوره، تر میلاد وړاندې د ۵۰۰۰ څخه تر ۱۸۰۰ کلونو[سمول]

د نیولتیک ( تر میلاد وړاندې ۵۴۰۰ څخه تر ۴۱۰۰ کلونو ) لومړنۍ دوره د لوښو جوړولو، څارویو پالنې او د کرنې د پیل په توګه ښودل شوي ده.

د منځني نیولتیک دورې ( تر میلاد وړاندې ۴۱۰۰  څخه تر ۲۹۰۰ کلونو ) په اوږدو کې د نروا سیمه ييز کلتور په دغه سیمه کې وده وکړه. د دې دورې اوسېدونکي د فنني وګړي وو چې د لیوانیانو نیکونه دي، څوک چې د فننیانو او استونیانو سره نږدې اړیکې لري او د پیټ ــ کامب ویر کلتور سره تړاو لري.

د وروستۍ نیولتیک دورې ( تر میلاد وړاندې ۲۹۰۰ څخه تر ۱۸۰۰ کلونو )  په پیل کې د نن ورځې په لیتویا کې د بالتیک وګړي مېشت شوي وو، چې د کورډ ویر کلتور سره یې تړاو درلود. دوی د لتوانیانو نیکونه وو، څوک چې تر میلاد وړاندې د درېیمي زريزې راهیسې د لیتویا په سیمو کې مېشت دي. [۳]

د برونز دوره، تر میلاد وړاندې د ۱۸۰۰ څخه تر ۵۰۰ کلونو پورې[سمول]

د اوسپنې دوره، تر میلاد وړاندې د ۵۰۰ کلونو څخه تر میلاد وروسته ۱۲۰۰ کلونو پورې[سمول]

د اوسپنې دورې په لومړیو کې ( ۵۰۰ څخه تر لومړنۍ پېړي تر میلاد وړاندې ) د اوسپنـیزو توکو د پېژندلو سره کرنې په خورا ښه توګه وده وکړه او د مهمو اقتصادي فعالیتونو په توګه را څرګنده شوه. برونز، د بهرنیو څخه را واردېدل، ځکه چې لیتویا مس  یا ټین نه درلود او دا د بېلابېلو سینګار توکو د جوړولو لپاره کارول کېده. [۴]

د منځني اوسپنې دورې ( ۴۰۰ څخه تر ۸۰۰ کلونو ) په پیل کېدو سره سیمه يیزو اوسیدونکو د جلا قومیت او سیمه ييز هویت په جوړولو پیل وکړ. د بالتیک وګړي په پای کې کورنیان، نیمه ګالیان، لاتګالیان او سیلونیان شول. په داسې حال کې چې د فنني وګړي لیوانیان، استونیان او وندیان شول او سیمه ییز سیاسي سازمانونه جوړ شول.

د اوسپني دورې په پیل کې، دا سیمه چې د نن ورځ د لیتویا په نوم پېژندل کېـږي، د سوداګریزې لارې په نوم مشهوره شوه. د ورانګیانو څخه یونان ته د سوداګري دا مشهوره لار په لرغونو تاریخونو کې ذکر شوې ده چې د سکیندنویا څخه د لیتویا له خاورې څخه د دواګاوا په لارې لرغونې کیوان روی او د بامنطین تر امپراتورۍ پورې غځېدلې ده. لرغونو بالتانو په دې سوداګریزي شبکه کې فعاله ونډه درلوده. په ټوله اروپا کې، د لیتویا ساحل د کهرابا د قېمتي ډبرې د لاسته راوړلو ځای ګڼل کېده او لیتویا ځينې وختونه د ډامینټارمیز ( د کهرابا ډبرې د ځمکې) په توګه یادېـږي. د منځنیو دورو پورې، په ډېرو ځایونو کې کهرابا ډبره، له سرو زرو څخه ډېره ارزښتناکه وه. د لیتویا د کهرابا قېمتي ډبره تر ډېرو لري ځايونو پورې، لکه په لرغوني یونان او روم سترواکي کې پېژندل کېده او د کهرابا د قیمتي ډبرې لاره سویلي اروپا ته د کهرابا د لېـږلو لپاره ډېره کارول کېده.

د وينډل دورې په اوږدو کې د ګروبینا د ښار تر څنګ د سکندویانو مېشتېدنه پیل شوه او په ډېر احتمال سره د ګوتلیند د وګړو له خوا پیل شوه. دغه مېنه چې د وګړو شمېر یې څو سوه تنه وو، د ۶۵۰ ز کال څخه تر ۸۵۰ ز کال پورې شتون درلود. ډېری تاریخونه د دې یادونه کوي چې کورونیانو د سویډن واکمنانو ته باج ورکاوه. [۵]

سرچينې[سمول]

  1. "22.6 thousand Latvian residents chose to emigrate in 2013". د اصلي آرشيف څخه پر May 23, 2018 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 25, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Ancient History of Latvia (11000 BC – 1200)
  3. Data: 3000 BC to 1500 BC – The Ethnohistory Project Archived June 22, 2006, at the Wayback Machine.
  4. Ancient History of Latvia (11000 BC – 1200)
  5. Vēlais dzelzs laikmets