Jump to content

د لږه کیو(اقلیت) نفوذ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د لږه کیو(اقلیت) نفوذ، د ټولنیز نفوذ یو ډول دی او دا هغه مهال پېښېږي، چې د اقلیتونو د ډلې یو غړی پر اکثریت داسې اغېز وکړي چې د اقلیتونو باورونه او چلند ومني. دا هغه مهال پېښېږي چې یوه کوچنۍ ډله یا کس د ټولنیز بدلون د استازي په توګه عمل وکړي،د رامنځته شوې ټولنیزې مفکورې په اړه پوښتنې وکړي او د شته ټولنیزو ارزښتونو خلاف اصلي او بدیل نظرونه وړاندې کړې. ټولنیز نفوذ په دوه ډوله دی: د اکثریت نفوذ چې(د موافقت او عامه توافق پایله ده) او د اقلیت نفوذ چې (د بدلون پایله ده). د اکثریت نفوذ پر اقلیت د اکثریت عملي هڅو ته اشاره کوي. په داسې حال کې چې د اقلیت نفوذ د اکثریت د بدلون هڅه کوي چې د اقلیت له فکر سره توافق وکړي. د نفوذو د نورو بڼو خلاف، د اقلیت نفوذ د ټولنیز بدلون د تر ټولو نوې بڼې په توګه په پام کې نیول کېږي، ځکه معمولاً په خصوصی افکارو کې شخصي بدلون په کې شامل دی. د اقلیت نفوذ بېلګې په امریکا کې د مدني حقونو غورځنګ او په سویلي افریقا کې د اپارټاید ضد غورځنګ دی.  [۱][۲]

تاریخچه

[سمول]

نږدې ټولې لومړنۍ څېړنې د اکثریت پر نفوذ د اقلیت نفوذ پر اغېزو متمرکزې وې، د دې اټکل له مخې ډېری ارواپوهان په دې اند وو چې، اقلیتونو ته دا ډېره ستونزمنه ده چې پر اکثریت اغېز وکړي. موسکويچي (Moscovici) بېل نظر درلود، ځکه هغه باوري و چې پر اکثریت نفوذ د اقلیت نفوذ د برلاسي امکان شته، په پایله کې هغه په ۱۹۶۹ ز کال کې د اقلیت د نفوذ خپله څېړنه تر سره کړه. هغه د ۱۹۵۱ ز د «آبي-شین» تجربې ته ورته تجربه ترسره کړه، چې وګوري، ایا د ګډون‌والو یوه څلور کسیزه ډله د یوه اقلیت تر اغېز لاندې ده یا نه ده.

د هغه څېړنې اړینې وې، ځکه لومړنۍ څېړنې وې چې څرګنده یې کړه، اقلیت کولی شي د اکثریت نظریاتو ته بدلون ورکړي. موسکويچي او همکارانو یې په دې برخه کې نورو څېړنو ته لار پرانیسته.

میکانیزم

[سمول]

د موسکويچي (۱۹۸۰-۱۹۸۵ز) د بدلون تیوري، د ټولنیز نفوذ د دوه‌ګونې بهیرل مفردات ښيي. کله چې د یوه کس نظریات د اکثریت له نظریاتو سره توپير ولري، دا چاره په ټولنه کې د داخلي ګډوډۍ لامل کېږي او د پرتلنې د پروسې له کارولو سره کس هڅوي چې شخړه راکمه کړي او په عام ډول د اکثریت د منلو وړ ګرځي، تر څو د احتمالي ملنډو او په ملي کچه د ټولنیزو حقوقو له محرومیت نه مخنیوی وکړي. پر دې بنسټ، د اکثریت نفوذ ته د ټولنیز نورمال نفوذ په توګه لیدل کېږي، ځکه تر ډېره له یوې ډلې سره د تمایل او تطابق پر نسبت رامنځته کېږي، د مثال په ډول: په ۱۹۵۱ز کال کې د اش (Asch) د کرښو مطالعه. د دې خلاف د اقلیت نظر پام ځانته وراړوي، ډېر غوره دی اوپه پایله کې کله چې خلک په غور سره د اقلیت د نظر او خپل نظر تر منځ توپير ارزوي، باورتیا رامنځته کوي. په پایله کې دا تر ډېره، د چال چلند بڼه بدلوي، چېرې چې یو کس په دې قانع کېږي چې د اقلیت لېدلوری سم دی، چې په ډېر احتمال د عامه پرتلنې پر ځای، ډېر ځانی( شخصي )دی. [۳]

د اکثریت نفوذ هغه مهال پېښېږي، چې افراد د نورو په واسطه د ځانګړو بارونو او چلندونو له منلو سره سمون ولري. د دې خلاف د اقلیت نفوذ په  ندرت سره کولی شي، د ټولنیزې ګډوډۍ د نفوذ له لارې پر نورو اغېز ولري، ځکه اکثریت د اقلیت د ليدلوري په پرتله بې پروا دی. پر اکثریت باندې د اغېز شېندلو لپاره اقلیت د ټولنیزو اطلاعاتو له طرحې نه کار اخلي (ووډ - Wood ۱۹۹۴ ز). دا د تمې خلاف یا نوي معلومات د داسې معلوماتو په وړاندې  کولو سره چې اکثریت پرې نه پوهېږي یا یې تمه نه لري، د اکثریت پام ځان ته راګرځوي، تر څو د اقلیت ليدلوری په غور سره وارزوي. تر ارزونې وروسته، کله چې د اقلیت نظر ډېر باور او وړتیا تر لاسه کړي، د اکثریت ډلې له لوري د اقلیت د ټولو نظریاتو یا د یوې برخې د منلو چانس ډېریږي.   [۴]

که څه هم، ښايي اکثریت ډله د اقلیت د نظریاتو یوه برخه یا ټول ومني، خو دا واقعیت په لازمي ډول ښيي چې، اکثریت په بشپړ ډول د اقلیت تر اغېز لاندې دی. په ۲۰۰۵ز کال کې د اليزابیت مانېکس (Elizabeth Mannix) او مارګارېټ ان نیل (Margaret Ann Neale) له خوا یوه مطالعه شوې چې ښيي، د اکثریت ډلو د مشرانو ملاتړ د اقلیت د نظرونو په منلو او اورېدلو کې کېدی شي، تر ټولو اړین لامل وي. د یوه مشر ملاتړ په اکثریت کې د اقلیت د باور وړتیا ته لا زیات باور ورکوي او د اقلیت د ټولیز باور لامل کېږي. په ۱۹۹۶ ز کې د روڼ‌اروماټ د نظریې له مخې، د کلیدي خلکو ځواک د دوی د چلندونو او نظریو له اړوند شهرت نه رامنځته کېږي.  د کلیدي خلکو ګډون به د اقلیت د نظریو په ګټه وي، ځکه چې خلک له هغو نورو نه د نظر اورېدلو ته لېوال دي چې باور پرې لري او درناوی ورته کوي. د اقلیت په نفوذ کې څو بانفوذه مشران کولی شي،د اکثریت له فکر سره پرمخالف اکثریت اغېز وکړي. په پای کې یوه ډېره ملاتړ لرونکې فعاله اکثریت ډله کولی شي ،نوښت رامنځته کړي او د غوره پریکړو د نیولو لامل شي.   [۵][۶][۷][۸]

اغیزمن فکتورونه/عوامل

[سمول]

د اقلیت اندازه

[سمول]

په ۱۹۷۴زکال کې موسکويچي او نیمېث (Nemeth) پر دې بحث وکړ چې، د یوه کس اقلیت د ډېرو کسانو تر اقلیت لا اغیزمن دی، ځکه یو کس له ډېر احتمال سره په ټولو مهالنیو پړاوونو کې ثابت دی او د اکثریت پام نه وېشي. هغوی څرګندوي چې: ښايي یو کس له خپل ځان نه وپوښتي: «دوی څه ډول کولی شي، له دومره غلطۍ سره لا هم په ځان ډاډه وي؟ »، په پایله کې د اقلیت له نظره، د ټولو ممکنو بدیلونو په پام کې نیولوسره، د حالت نوې او ټوليزې ارزونې ته تمایل رامنځته کېږي. له بلې خوا دوه کسان د یوه کس په پرتله ډېر متنفذ اواغېزناک دي، ځکه د دې احتمال ډېر لږ دی، چې غیر عادي یا عجیب وبرېښي. ډېرې وروستۍ څېړنې له وروستي مورد نه د دې باور له مخې ملاتړ کوي چې، اقلیت که چېرې له دوه یا ډېرو سره ثابت وي، ډېر اعتبار لري او له همدې امله پر اکثریت اغېز کوي. [۹][۱۰]

د اکثریت اندازه

[سمول]

د ټولنیز اغېز موډل(طرحه) چې په ۱۹۸۱ز کال کې د لاتین او وولف (Latané & Wolf) له خوا رامنځته شوه، داسې وړاندوینه کوي، څومره چې د اکثریت اندازه وده کوي، د اقلیت نفوذ کمېږي، په دواړو عامه او شخصي چلندونو کې بدلون راځي. سربېره پر دې ټولنیز موډل دا تشرېح کوي چې، ټولنیز اغېز د ځواک(ځواکمنتیا، درېځ، پوهه)، سملاسي مستقیم (فزیکي نږد ېوالی او نویتوب) او د یوې ډلې د یو شمېر غړو له نظر نه د ملاتړ مضاعف اغېز دی، چې د دې نظر له مخې به اقلیت پر اکثریت لږ نفوذ ولري.  [۱۱]

په ۱۹۹۰ز کال کې کلارک او ماس (Clark and Maass) په بېلابېلو اندازو کې د اکثریت او اقلیت نفوذ تر منځ دوه‌ګونې اغېزې وکتلې او ویې موندله چې، د لاتېن او وولف (Latané & Wolf) د موندنو په څېرد اقلیت نفوذ د ځواک د منفي ګړندي‌توب په یوه تابع  کې د اکثریت له زیاتېدو سره کمېږي. په موندنو کې دا منعکسېږي چې، د اقلیت ملاتړ باید د اکثریت له څو لومړیو غړو سره د پام ‌وړ راکم شي. خو اضافي غړي به د اکثریت درېځ د منلو لپاره پر خلکو ډېر کوچنی او لږ اغېز ولري.  [۱۲]

سرچینې

[سمول]
  1. Gardikiotis, A. (2011). "Minority influence". Social And Personality Psychology Compass. 5 (9): 679–693. doi:10.1111/j.1751-9004.2011.00377.x.
  2. Sampson, E. (1991). Social worlds, personal lives: An introduction to social psychology. (6th Ed.) San Diego, CA: Harcourt Brace Jovanovich.
  3. Crano, W. D.; Seyranian, V. (2007). "Majority and minority influence". Social and Personality Psychology Compass. 1 (1): 572–589. doi:10.1111/j.1751-9004.2007.00028.x.
  4. Wood, W., Lundgren, S., Ouellette, J., Busceme, S., & Blackstone, T. (1994). "Minority Influence: A Meta-Analytic Review of Social Influence Processes". Psychological Bulletin. Vol 115, No 3, pp. 323-345.
  5. Van Avermaet, E. (1996). "Social influence in small groups". Introduction to Social Psychology: A European Perspective (2nd Ed.). Blackwell.
  6. Sunitiyoso, Y., Avineri, E., & Catterjee, K. (2010). "A multi-agent simulation for investigating the influence of social aspects on travellers' compliance with a demand management measure". A Planners Encounter with Complexity. Ashgate, Aldershot, pp. 209-226.
  7. Compare: Sunitiyoso, Yos; Avineri, Erel; Chatterjee, Kiron (2016). "12: Complexity and Travel Behaviour: Modelling Influence of Social Interactions on Travellers' Behaviour Using a Multi-Agent Simulation". In de Roo, Gert; Silva, Elisabete A. (eds.). A Planner's Encounter with Complexity. Routledge. ISBN 9781317187080. نه اخيستل شوی 2016-08-15. 'Key people' are not necessarily traditional leaders, but they can be 'trusted persons' with a respected reputation in community. The influence of these 'key people' is called minority influence.
  8. Mannix, E. & Neale, M. (2005). "What Differences Make a Difference? The Promise and Reality of Diverse Teams in Organizations". Psychological Science in the Public Interest. Vol 6, No 2, pp. 31-55.
  9. Moscovici, S. & Nemeth, C. (1974). Social psychology: Classic and contemporary integrations (7th Ed.). Oxford, England: Rand Mcnally.
  10. Arbuthnot, J; Wayner, M (1982). "Minority Influence: Effects of size, conversion, and sex". The Journal of Psychology: Interdisciplinary and Applied. 111 (2): 285–295. doi:10.1080/00223980.1982.9915370.
  11. Latané, B. & Wolf, S. (September 1981). "The social impact of majorities and minorities". Psychological Review. Vol 88, Issue 5, pp. 438-453.
  12. Clark, R. D. and Maass, A. (1990), The effects of majority size on minority influence. European Journal of Social Psychology, 20: 99–117. doi:10.1002/ejsp.2420200203