Jump to content

د لوېدیځې اروپا د منځنیو پېړیو طب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په لوېدیځه اروپا کې د منځنیو پېړیو طب د لرغونو زمانو څخه د کاذب علم د نظریاتو له ترکیب څخه جوړ شوی ؤ. د منځنۍ دورو په لومړیو کې، د لوېدیځ روم د سترواکۍ له ړنګېدو وروسته، معیاري طبي پوهه اصلا د یونانیانو او رومیانو د پاتې شوو نصوصو پر بنسټ ولاړه وه، چې په خانقاوو او نورو ځایونو کې ساتل کېدل. د منځنۍ پېړۍ طب په پراخه کچه ناسم درک کېږي، د یوشان انګیرنې په څېر چې د ناروغیو د درملنې لپاره کلیسا او خدای ته د هیلو لرلو څخه جوړه شوې، تصور کېږي، پداسې حال کې چې ناروغي پخپله د تقدیر، ګناه او د ستوریز اغېزو چې فزیکي لاملونه دي، د محصول په توګه وجود لري. له بلې خوا، د منځنیو پېړیو طب، په ځانګړې توګه د منځنۍ دورې په دوهمه نیمایي کې (شاوخوا ۱۱۰۰ - ۱۵۰۰میلادي)، د نظري پوهې یوه رسمي ټولګه شوه او په پوهنتونونو کې بنسټیز شو. د منځنیو پېړیو طب ناروغۍ ګناه لرونکي چلند ته نه بلکې طبیعی لاملونو ته یې منسوب کړې او ګناه په عام مفهوم کې یوازې په دې نظر سره د ناروغۍ سره تړلې وه، چې ناروغي د خدای له خوا د بشریت د زوال حالت په پایله کې څرګنده شوه. د منځنیو پېړیو طب دا هم تشخیص کړ دا چې ناروغۍ له یوه کس څخه بل ته خپریږي، دا چې د ژوند ځینې چارچاندونه ممکن د خرابې روغتیا لامل شي او یو شمېر کسان د نورو په پرتله بدې روغتیا ته ډېر تمایل لري.   [۱]

اغېزې

[سمول]

هایپوکرات طب  

[سمول]

د لوېدیځ طبي دود ریښې، تقریباً د لوېدیځ د ټولو ټولنو د بنسټ په څېر، اکثراً په مستقیم ډول د یونان لومړني تمدن ته را ګرځي. بې له کوم شک څخه یونانیانو د لوېدیځ طبي عمل بنسټ کېښود، خو د لوېدیځ طب ډېره برخه د منځني ختیځ، آلمان او سلټ په کلتورونو کې موندل کېدای شي. د یونان د طب بنسټ د هغو لیکنو له ټولګې څخه سرچینه اخلي چې نن ورځ د هایپوکرات ټولګه (Hippocratic Corpus) په نوم یادېږي. د هایپوکرات ټولګې پاتې شوني په عصري طب کې د هایپوکرات لوړې (Hippocratic Oath) په څېر په بڼو، لکه "ضرر نه رسول" کې شته دي.   [۲][۳]

هایپوکرات ټولګې لیکنې، عموماً هايپوکرات (Hippocrates)  په نوم د لرغوني یونان طبيب ته منسوب شوې، چې د روغتیا پاملرنې بنسټیزه طرحه جوړوي. یوناني فیلسوفانو د انسان بدن د داسې یوه سیسټم په توګه په پام کې ونیو، چې د طبیعت عملکرد منعکس کوي او هایپوکرات دا باور په طب کې پلی کړ. بدن د طبیعي ځواکونو د انعکاس په توګه، څلور اصلي خاصیتونه لري چې یونانیان یې د څلورو خویونو به نوم یادوي. خویونه د تاوده، ساړه، وچ او مرطوب خاصیتونو په وسیله په ترتیب سره اور، هوا، ځمکه او اوبه ښودل. د انسان د بدن روغتیا او سلامتۍ، په هر انسان کې د دې خوی په توازن ساتلو پورې تړاو لري.   [۴]

په ناروغ کې د خوی توازن ساتل په څو بڼو پېښېدل. لومړنۍ معاینه د یوه ډاکټر لپاره د معیار په توګه ترسره کېده، ترڅو د ناروغ سمه ارزونه وکړي. د مشورې په اوږدو کې د ناروغ د کور اقلیم، د نورمال رژیم او ستوریز چارټونه په پام کې نیول کېدل. آسمانونه په عناصرو باندې د اغېزې په وسیله چې د ځانګړو خویونو سره تړلي دي، په هر چا باندې په مختلفو بڼو اغېزه کوله، دا تشخیص ته په رسېدو کې مهم معلومات وو. د معاینې وروسته، طبیب کولای شو چې په ناروغ کې غیر متوازن خوی (طبع) معلوم کړي او د دې توازن د بېرته راګرځولو لپاره یې د نوی رژیم تجویز کاوه. په رژیم کې نه یوازې هغه خواړه چې ځنې پرهېز وشي او وخوړل شي، شامل وو، بلکې د تمرین رژیم او درمل هم په کې شامل وو.   [۵]

د هایپوکرات طب په هایپوکرات ټولګه کې لیکل شوی، نو له همدې وجهې طبیبانو ته لازمه ده چې سواد ولري. په دې ټولګه کې لیکل شوي رسالې ډول ډول دي او له هرې سرچینې څخه چې یونانیان ورسره په اړیکه کې شوي وو، طبي نظریه شامله ده. یونانیانو د مصر په اسکندریه کې د جراحۍ او د بدن پرانیستې هنر زده کړ؛ په دې ډګرونو کې د مصريانو مهارت د یونانیانو او رومیانو په پرتله د مړو د درملنې په اړه د ټولنیز بندیز له امله زیات ؤ. د هایپوکرات لومړني طبیب هروفیلوس په بدن پرانیسته کې بوخت شو او د انسان د عصبي سیسټم په حوزه کې، د سترګو داخلي عملکرد، د وریدونو او شریانونو په توپیر او په درملنه کې د نبض څخه د تشخیصي وسیلې په توګه کارولو کې یې د انسان اناتومي ته نوې پوهه اضافه کړه. جراحي او بدن پرانیستې د انسان د بدن په اړه ډېره پوهه ترلاسه کړه، چې د هایپوکرات طبیبانو په ناروغانو کې د خلاط د توازن لپاره د خپلو میتودونو تر څنګ کاروه. په رژیم، جراحۍ او درملو کې د پوهې ترکیب د طبي زده کړې بنسټ جوړ کړ، چې جالینوس وروسته خپلو آثارو سره  وده وکړه.    [۶][۷][۸]

سرچينې

[سمول]
  1. Black, Winston. The Middle Ages: Facts and Fictions. ABC-CLIO, 2018, pp. 169–190.
  2. Lawrence Conrad, Michael Neve, Vivian Nutton, Roy Porter, Andrew Wear. The Western Medical Tradition 800 BC to AD 1800. Cambridge University Press, New York, 1995, p16–17
  3. Nutton, The Western Medical Tradition, p19
  4. Nutton, The Western Medical Tradition, p25
  5. Nutton, The Western Medical Tradition, p23-25
  6. Lindberg, David C. The Beginnings of Western Science: The European Scientific Tradition in Philosophical, Religious, and Institutional Context, Prehistory to A.D. 1450. University of Chicago Press, Chicago and London, 2007, p118
  7. Lindberg, The Beginnings of Western Science, p119
  8. Lindberg, The Beginnings o f Western Science, p120