Jump to content

د لویې چاودنې د تیورۍ تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د لویې چاودنې تیورۍ تاریخ د مشاهداتو او تیوریکي ملاحظو له لارې د بېګ بنګ (Big Bang) له پرمختګ سره پیل شو. په کاینات پېژندنه کې ډېر نظري کار اوس د لویې چاودنې موډل ته انکشاف ورکول او د هغې تقویه شاملوي. دا تیوري په پیل کې د بلجیمي کاتولیک کشیش، نظري فزیک پوه، ریاضی پوه، ستورپوه، او د فزیک پروفېسور جورج لېمیتر Georges Lemaître)) له خوا وړاندې شوه. د هبل د کایناتو د پراختیا موندنې قانون د نوموړې تیورۍ لپاره بنیادي ملاتړ وړاندې کړ.

فلسفه او د منځنیو مهالنۍ متناهیت پالنه

[سمول]

د منځنیو پېړیو په فلسفه کې په دې اړه ژور بحثونه کېدل چې ایا کاینات د یو متناهي که لا یتناهي ماضي درلودونکي دي (Temporal finitism وګورئ). د ارسطو فلسفې په دې ټینګار کاوه چې کایناتو یوه لایتناهي ماضي لرله، یادې فلسفې یهودي او اسلامي فیلسوفانو ته ستونزې وزیږولې، ځکه چې د ارسطو د پایښت له فرضیو سره د پیدایښت اړوند د ابراهیمي دینونو (یهودیت، عیسویت او اسلام) لیدلوری هېڅ ډول جوړجاړي ته چمتو نه و. د پایلې په توګه، د کایناتو د یو متناهی ماضي د لرلو په اړه بېلابېل منطقي ثبوتونه د جان فېلپونوس، الکِندي، سعید الفیومي (Saadia Gaon)، الغزالي، او ایمانوئیل کانت او نورو له خوا رامنځته شول.  [۱][۲]

انګلیسي نظریه ورکوونکي رابرټ ګراستست په خپلې د ۱۲۲۵ز کال اړوندې علمي رسالې ډي لوس De Luce (On Light) کې، د مادې او کایناتو د ماهیت په اړه څېړنه وکړه. نوموړي د کایناتو زیږون د ​​یوې چاودنې په پایله کې او د ځمکې چاپېره د شبکه يي کُرو د یوې مجموعې په بڼه کې  د ستورو او سیارو رامنځته کېدلو په پار د مادې کرېسټال کېدل بیان کړل. ډي لوس لومړنۍ هڅه ده چې د فزیکي قوانینو د یوې واحدې مجموعې په کارولو سره یې د اسمانونو او ځمکې په اړه تشرېحات ورکړي دي.[۳]

په ۱۶۱۰ز کال کې، ژان کېپلر، د تورې شپې له اسمان څخه په ګټې اخیستنې سره د یو متناهي کایناتو په اړه استدلال وکړ. اوه اویا کاله وروسته، اسحاق نیوټن په ټولو کایناتو کې د لویې پیمانې خوځښت څرګندونه وکړه .

د کایناتو په اړه هغه توضېحات چې کایناتو په ځنځیري بڼه انبساط او انقباض موندلی د لومړي ځل لپاره په ۱۷۹۱ز کال کې د ایراسموس ډاروین له لوري په تلیف شوي شعر کې وړاندې شوي. اډګر آلن پو (Edgar Allan Poe) په ۱۸۴۸ز کال کې په خپله یوه مقاله یوریکا: یو نثري شعر (Eureka: A Prose Poem) کې د ایراسموس هغه ته ورته ځنځیري سېستم وړاندې کړ. که څه هم دغه نظر په ښکاره ډول یو ساینسي کار نه و، اما آلن پو، د مېتافزیکي اصولو څخه په پیل کولو سره، هڅه وکړه چې د معاصرې فزیکي او ذهني پوهې د کارولو په مرسته کاینات تشریح کړي. څرنګه چې نوموړي توضېحات د ساینسي ټولنې له پامه لوېدلې وو او کله نا کله د ادبي نقادانو له خوا یې په اړه غلط پوهاوی کېده، له همدې امله د دغو توضېحاتو ساینسي اغېزې په وروستیو وختونو کې بیا ارزول شوې او اصلاح شوې دي.

د الن پو له نظره، ماده په پیل کې یوه "لومړنۍ ذره" وه. "الهی ارادې"، خپل ځان د دفعې د یوې قوې په توګه راڅرګند کړ، یاده ابتدايي ذره یې په اتومونو باندې ټوتې ټوټې کړه. اتومونه په ټوله فضا کې په مساوي بڼې سره تر هغه وخته پورې خپاره شول تر څو چې نوموړې تدافعي قوه ودرېده او پر وړاندې یې جذب د یو غبرګون په توګه راښکاره شو: وروسته ماده د ستورو او ستوریزو سېستمونو په رامنځته کولو سره سره بېرته سره یو ځای شوه، په داسې حال کې چې په پای کې به مادي کاینات د جاذبې په واسطه بېرته یوځای کیږي، نظم به یې له منځه ځي او د هماغې ابتدایي ذرې مرحلې ته به ورستنېږي، تر څو د دفعې او جذب پروسه یو ځل بیا پیل کړي. د یوریکا اثر دغه برخه د نیوټن پراخېدونکي کاینات بیانوي کوم چې له یو شمېر نسبیتي موډلونو سره ځینې ګډې ځانګړتیاوې لري، او د همدغه دلیل لپاره پو د عصري کاینات پېژندنې د ځینې مبحثونو وړاندوینه کوي.[۴]

د شلمې پیړۍ په لومړیو کې ساینسي پرمختګونه

[سمول]

د  مشاهداتو پر بنسټ، په ۱۹۱۰مه زېږدیزه لسیزه کې، ویستو سلیفر او ورپسې، کارل ویلیم ویرټز، دا تشخیص کړه چې زیات مقدار مارپېچه نېبولا (چې اوس په سمه توګه ورته مارپېچ کهکشانونه ویل کیږي) د ځمکې څخه تېر شوي. سلیفر د سپکټروسکوپۍ په کارولو سره  د سیارو د تاوېدو دورې، د سیاروي اتموسفیرونو جوړښت په اړه څېړنه وکړه، او نوموړی لومړی کس و چې د کهکشانونو دوراني سرعت یې مشاهده کړ. ویرټز د یوې هستې چاپېره په سېستماتیکه بڼه سور رنګ خوا ته د نېبولا لېږد (سور ابتعاد یا Redshift ) مشاهده کړ، د کوم تشرېح چې د کاسمولوژۍ له لیدلوري څخه ستونزمنه وه ځکه د کازمولوژۍ پر بنسټ کاینات په لږې یا ډېرې منظمې بڼې سره له ستورو او نیبولا څخه ډک دي. هغوی د کاسمولوژیکي اغېزو په اړه معلومات نه درلودل، او نه یې هم دا انګېرله چې فرضي نېبولا په حقیقت کې زموږ له خپل د شیدو لارې (Milky Way) کهکشان څخه بهر نور کهکشانونه وو.[۵]

همدارنګه په نوموړې لسیزه کې، د البرټ انشټاین د عمومي نسبیت له تیورۍ څخه داسې اخځ کېده چې د لویې چاودنې د نظریې په اړه په تایید شوو پایلو کې اساسي فرضیو ته په کتو سره نوموړې تیوري هېڅ ستاتیک کاسمولوژیکي حل نه مني. کاینات (یعنې د ځای وخت متریک) د متریک ټنسر د معادلې په واسطه تشرېح شوي چې انبساط او انقباض مومي (یعنی ثابت یا نامتغیر نه دي). دې پایلې چې د عمومي تیورۍ د ساحوي معادلاتو له ارزونې څخه راوتلې وه، په لومړیو کې خپله انشټاین هم په دې نظر کړ چې د عمومي تیورۍ د ساحې د معادلاتو فارمول بندي ښایي نا سمه وي، او هغه هڅه وکړه چې نوموړي فارمولونه  د یو کاسمولوژیکي ثابت په اضافه کولو سره سم کړي. یاد ثابت د دې لپاره اضافه کړای شوی و چې  د خلا/وجود د جوړښت لپاره عمومي تیورۍ د خلا-وخت تشرېح د یو ثابت متریک ټنسر په توګه راسمه کړي[۶]

الکساندر فریډمن لومړنی هغه کس و چې د کاسمولوژیکي تقویه کوونکي ثابت څخه پرته یې په کاسمولوژۍ باندې عمومي نسبیت په ژوره بڼه پلی کړ،. فریډمن په ۱۹۲۲ز کال کې د عمومي نسبیت د ساحې معادلاتو ته د پراخیدونکو-کایناتو حل راوویست. د فریډمن په رسالو کې د ۱۹۲۴ز کال د "Über die Möglichkeit einer Welt mit konstanter Negativer Krümmung des Raumes" (د یوې ثابت منفي منحني والي لرونکې نړۍ د احتمال په اړه) رساله شامله وه، چې یاده رساله د برلین د علومو اکاډمۍ له لوري د ۱۹۲۴ز کال د جنورۍ ماشتې په اوومه خپره شوه. د فریډمن معادلې د فریډمن – لیمیټر – رابرټسن – واکر (Friedmann–Lemaitre–Robertson–Walker) کاینات تشرېح کوي.

په ۱۹۲۷ز کال کې بلجیمي کاتولیک راهب جورج لېمیتر په کایناتو کې د مارپېچې نېبولا د سور رنګ ته د لېږد (سور ابتعاد) د مشاهده کولو لپاره د کایناتو د یو انبساط کوونکي موډل وړاندیز وکړ، او د هبل قانون یې محاسبه کړ. نوموړي خپله تیوري د انشټاین او ډې سيټر په کارونو باندې بنا کړه او په خپلواکه توګه یې د پراخېدونکو کایناتو لپاره د فریدمن معادلې راوویستلې. همداراز، سور ابتعاد هم پخپله ثابت نه و، بلکې په داسې یوه بڼه یې سره توپیر درلود چې یو څوک یې دې پایلې ته رسول چې د نیبولا د سور ابتعاد د مقدار او له هغه څخه د مشاهده کوونکو د فاصلې تر منځ یوه څرګنده اړیکه موجوده وه. [۷]

په ۱۹۲۹ز کال کې، اډوین هبل د لیمیټر د نظریې لپاره په مشاهدو ولاړ یو جامع بنسټ وړاندې کړ. د هبل تجربوي مشاهدو دا کشف کړه چې، د ځمکې او نورو ټولو مشاهده شویو اجسامو په نسبت، کهکشانونه چې هر لوري ته په سرعت کې تېرېږي (د دوی له مشاهده شوي سور ابتدعاد څخه محاسبه کیږي) له ځمکې او یو له بل څخه د دوی له واټن سره مستقیم تناسب لري. په ۱۹۲۹ز کال کې، هبل او ملټون همسن د کهکشانونو د سور ابتعال د فاصلې تجربوي قانون فارمول بندي کړ، چې اوسمهال د هبل د قانون په نامه پېژندل کېږي، کوم چې یوځل د سور ابتعاد د نزولي سرعت د اندازې په توګه تعریفوي، د یوې متجانسې، اېزوتراپیکې او انبساط کوونکې فضاء لپاره د انشتاین د عمومي نسبیت د معادلاتو له حل سره پایدرار دی. [۷]

د انبساط اېزوتروپیک  ماهیت د دې مستقیم  ثبوت و چې دا پخپله فضا (د وجود جوړښت) وه چې د پراخېدو په حال کې وه، نه په فضا کې هغه اجسام چې یواځې بهر خوا ته او لرې د یوې نا محدودې لویې ازلي (تلپاتې) موجودې تشې خالیګاه ته په حرکت کې وو. دا هماغه تفسیر و چې د پراخیدونکو کایناتو فرضیې ته یې لاره هواره کړه. یاد قانون وايي چې هر څومره چې د دوو کهکشانونو تر منځ فاصله ډېره وي، هغومره به د دوی تر منځ د بېلېدو نسبتي سرعت هم جګ وي. په ۱۹۲۹ز کال کې، اډوین هبل وموندله چې د کایناتو ډېره برخه د پراخېدو او له بل هر څه نه د لرې کېدو په حال کې ده.[۷]

که چېرې هر څه له یو بل څخه د لرې کېدو په حال کې دي، نو باید فکر وشي چې دا هر څه یو وخت له یو بل سره نږدې وو. منطقي پایله دا ده چې په یو وخت کې، ټولې مادې له یوې نقطې څخه یوازې د څو ملي مترو په شاوخوا کې، مخکې له دې چې بهر لوري ته وچوي، پیل شوې دي. یاده نقطه دومره ګرمه وه چې مخکې له دې چې ماده ترې جوړه شي د سلګونو زرو کلونو لپاره یې یواځې د خامې انرژۍ څخه په ترکیبېدو سره خپل شتون ته ادامه ورکوله. هر هغه څه چې پیښ شوي دي ښایي یوه نه تمامېدنکې قوه یې آزاده کړې وي، ځکه چې کاینات له میلیاردونو کلونو وروسته لا هم د پراخېدو په حال کې دي. هغه نظریه چې هبل د ټولو هغو څه د تشرېح کولو لپاره اختراع کړه چې موندلي یې وو د لویې چاودنې د تیورۍ (Big Bang theory) په نامه یادېږي.[۸]

سرچينې

[سمول]
  1. Seymour Feldman (1967). "Gersonides' Proofs for the Creation of the Universe". Proceedings of the American Academy for Jewish Research. Proceedings of the American Academy for Jewish Research, Vol. 35. 35: 113–137. doi:10.2307/3622478. JSTOR 3622478.
  2. Craig, William Lane (June 1979). "Whitrow and Popper on the Impossibility of an Infinite Past". The British Journal for the Philosophy of Science. 30 (2): 165–170 [165–6]. doi:10.1093/bjps/30.2.165.
  3. McLeish, Tom C. B.; Bower, Richard G.; Tanner, Brian K.; Smithson, Hannah E.; Panti, Cecilia; Lewis, Neil; Gasper, Giles E. M. (2014). "History: A medieval multiverse" (PDF). Nature. 507 (7491): 161–163. doi:10.1038/507161a. PMID 24627918.
  4. Cappi, Alberto (1994). "Edgar Allan Poe's Physical Cosmology". Quarterly Journal of the Royal Astronomical Society. 35: 177–192. Bibcode:1994QJRAS..35..177C.
  5. "Big Bang: The Accidental Proof | Science Illustrated" (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2020-07-04.
  6. Friedman, A. (1922). "Über die Krümmung des Raumes". Zeitschrift für Physik. 10 (1): 377–386. Bibcode:1922ZPhy...10..377F. doi:10.1007/BF01332580. S2CID 125190902. (English translation in: Gen. Rel. Grav. 31 (1999), 1991–2000.) and Friedman, A. (1924). "Über die Möglichkeit einer Welt mit konstanter negativer Krümmung des Raumes". Zeitschrift für Physik. 21 (1): 326–332. Bibcode:1924ZPhy...21..326F. doi:10.1007/BF01328280. S2CID 120551579. (English translation in: Gen. Rel. Grav. 31 (1999), 2001–2008.)
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ ۷٫۲ "Hubble's law", Wikipedia (په انګليسي), 2020-07-02, نه اخيستل شوی 2020-07-04
  8. "What is The Big Bang Theory?". TheBuZzyBrain (په انګليسي). 2020-06-24. نه اخيستل شوی 2020-07-22.