د لوگر ولايت د بيارغونې ډله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د لوگر د ولایتي بیارغونې ټیم
Provinční rekonstrukční tým
هېواد د چېک جمهوریت
پیدایښت ۲۰۰۸
د عسکرو شمیر ۳۰۰
پوځ د چېک پوځ
قوماندان Petr Svačina

د لوگر د ولایتي بیارغونې ټیم (په چېکي ژبې کې:Provinční rekonstrukční tým) د چېک د دفاع وزارت او د بهرنیو چارو وزارت یوه پروژه ده. دغه ټیم یا ډله د لوگر په ولایت کی د ۲۰۰۸ کال څخه کار کوي او د ښوونځیو روغتونو او نورو عام المنغمه ودانیو په جوړولو کې مرسته کوي او د لوگر د حکومت سره همکاري کوي. د چېک جمهوریت د ولایتي بیارغونې ټیم هم ژمن دی چې په بېلابېلو برخو کې د خلکو له غوښتنو سره سم د بیارغونې کارونه ترسره کړي. د لوگر د ولایتي بیارغونې ټیم ۱۱ کارپوهان او ۲۹۲ عسکران لري. د لوگر د ولایتی بیارغونې ټېم څلورو اساسي مقصدونو ته د رسېدلو هڅه کوي چی هغه په لاندي ډول دي:

  • د کرهڼې د چارو پرمختیا
  • د پوهنې او روزنی د سطی لوړتیا
  • د مځکو آبیاري (خوړبولو ) په برخه کی پر مختگ
  • د خوارو او غریبو خلگو د ژوند د کچی لوړتیا
د لوگر په ولایت کې د چېک د جمهوریت مهم پروژې

دا هم وگورئ

لوگر ولايت