د لوهانسک د خلکو جمهوریت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د لوهانسک د خلکو جمهوریت، چې د لوګانسک د خلکو جمهوریت په نامه هم یادیږي. (په روسي ژبه: Луга́нская Наро́дная Респу́блика، په رومي ژبه: Luganskaya Narodnaya Respublika، نړیواله فونوټیکه الفبا (IPA) یې [lʊˈɡanskəjə nɐˈrodnəjə rʲɪˈspublʲɪkə]؛ اختصاري لیکنه یې LPR  یا LNR ده.) یو جلاغوښتونکی هېواد چې په اوکراین کې پروت دی او په اوکراین کې د یو ترهګریز سازمان په توګه پېژندل کېږي. دا سیمه د لوهانسک ولایت په دونباس سیمه کې موقعیت لري، هغه خاوره چې د روسیې له فېدراسیون پرته (د اوکراین یوه برخه یې بولي)، په نړیواله کچه په رسمیت پېژندل شوې ده. د یاد قلمرو تر ټولو لوی ښار لوهانسک د مرکز په توګه پېژندل شوی. د یاد جمهوریت د وګړو شمېر(نفوس) شاوخوا ۱.۵ میلیونه کسان دي. د هېواد اوسنی مشر لئونید پاسکنیک دی. [۱][۲]

LPR (د لوهانسک د خلکو جمهوریت) په ز کال کې د اوکراین‌یانو تر انقلاب وروسته د ډونېتسک د خلکو جمهوریت (DPR) او د کریمیې جمهوریت تر څنګ له اوکراین څخه خپله خپلواکي اعلام کړه، چې د خپلې خپلې خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره له اوکراین سره په یوه روانه نښته کې ښکېل و. LPR او DPR له روسیې څخه بشري مرستې ترلاسه کولې. د ناټو او اوکراین په وینا روسيې له یاغیانو سره هم خپلو پوځي مرستو ته دوام ورکړ، هغه ادعا چې روسیې مخکې رد کړې وه. [۳][۴][۵][۶]

د اوکراین قانون د LPR سیمه د لنډمهاله اشغال شوې خاورې په توګه یادوي او د LPR دولت د روسیې د فېدراسیون د اشغالګرې ادارې په توګه یادوي. د ۲۰۱۴م کال په سپټمبر میاشت کې د مېنسک تړون د اروپا د همکارۍ او امنیت سازمان د استازو، روسیې، اوکراین او د DNR  او LNR د مشرانو تر منځ  لاسلیک شو، پرته له دې چې دوی ته کوم دريځ په پام کې ونیسې، چې دا د نښتې د درولو او بېرته یې د اوکراین له سوداګریز قلمرو سره د یو ځای کېدلو په معنا وه او په بدل کې يې سیمې ته ډېره خپلواکي ورکوله، خو دا پرېکړه‌لیک هېڅ‌کله هم په بشپړ ډول ترسره نه شو. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د ۲۰۲۲ ز کال د فبروۍ په ۲۱مه د ملګرو ملتونو د سازمان لومړنۍ غړې وه چې LPR او DPR یې په رسمي ډول وپېژندل دواړه جمهوریتونه د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ زکلونو په ترڅ کې د روسیې او اوکراین د کړکېچ (2021–2022 Russo-Ukrainian crisis) مرکز دي. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د نفوسو ګڼوالی او جغرافیه[سمول]

LPR په وچه کې پروت هېواد دی چې له شمال څخه د اوکراین (د مثال په ډول د اوکراین پاتې برخه) له لویديځ څخه د ډونتسک د خلکو له خپلواک جمهوریت او له ختیځ څخه له روسیې سره ګاونډی دی. LPR نږدې د لوهانسک سیمې نیمايي برخې چې له ډلې يې د هغه د ګنه‌ګوڼې سیمې، د لوهانسک سیمې پلازمېنه او همدارنګه د الکفسک (Alchevsk ) او کرانسوډن لویو ښارونو ته غزېږي. نږدې ۶۴.۴ سلنه د اوبلاسټ (په بېلاروس، قزاقستان، قېرغېستان، بلغاریا، روسیې، ترکمنستان او اوکراین کې د اداري وېش يو ډول دی) نفوس په LPR کې ژوند کوي. د لوهانسک شمالي برخه له ۲۰۱۴او ۲۰۱۵ز کلونو راهیسې د اوکراین تر کنترول لاندې پاتې ده. د LPR تر ولکې لاندې خاوره په بشپړ ډول نه خو تر ډېره د ډونېتس له ښۍ سویلي څنډې سره په یوه وخت رامنځته شوې. [۱۷][۱۸]

د دونباس او ټول LPR تر ټولو لوړه څوکه د ګرېو مچېتنا (Grave Mechetna) غونډۍ ده، چې ۳۶۷.۱ متره (۱.۲۰۴ فوټه) لوړوالی لري او د پېټروسکي ښار ته څېرمه پرته ده. [۱۹]

د LPR تر ولکې لاندې خاورې د سرشمېرنې ادارې د اټکل له مخې ۱.۵ میلیون کسه دی، که څه هم د دې اټکل کره‌والی د خپلواکو سرچينو د نه موجودیت او د جګړې پرمهال د مهاجرتونو له امله له شک سره مخ دی. د نفوس نږدې ۴۳۵۰۰۰ افراد په لوهانسک کې ژوند کوي. ترلاسه شوي اسناد ښيي چې د نفوس نږدې  ۳۸ سلنه برخه تقاعد شوي کسان دي. تر جګړې د مخه نفوس له نیمایي څخه زیاتې برخې د LPR او ډونتسک د خلکو جمهوریت تر کنترول لاندې سیمې پريښې دي.  [۲۰][۲۱][۲۲]

تاریخچه[سمول]

د لوهانسک او ډونیتسک د خلکو جمهوریت د دونباس په تاریخي سیمه کې پروت دی، چې په ۱۹۹۲ ز کال کې اوکراین ته ورزیاته شوه. ډېری وګړي يې د لومړۍ ژبې په توګه په روسي ژبه خبرې کوي. د اوکراین د خپلواکۍ له اعلام راهیسې د اوکراین د بېلابېلو دولتونو له خوا په اوکراین کې د روسي کلتور د پوښتنې لاندې راوستلو لپاره هڅې د سیاسي نښتو لامل شوې دي. د اوکراین په ملي ټاکنو کې د پام‌وړ باثباته بېلګه رامنځته شوه، چېرته چې د دونباس او د اوکراین لویدیځو سیمو د ۱۹۹۴ ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې خپلو مخالفو نوماندانو ته رایه ورکړه. د ډونېتسک اوسېدونکی وېکتور يانوکووېچ په ۲۰۱۰ کال کې د اوکراین د ولسمشر په توګه وټاکل شو. د ۲۰۱۴م کال په انقلاب کې د هغه نسکورېدل د اوکراین په ختيځ کې د لاریونونو لامل شول، چې په ورو ورو د اوکراین د نوي رامنځته شوي دولت او سیمه‌ییزو وسله‌والو پوځیانو تر منځ په وسله‌واله نښته بدل شو. [۲۳][۲۴]

د دولتي ودانیو ولکه کول[سمول]

د ۲۰۱۴ ز کال د مارچ په پنځمه، ۱۲ ورځې وروسته له دې چې لاریون‌کوونکو په کې‌یف کې د ولسمشر دفتر ترلاسه کړ د اوکراین د وخت ولسمشر وېکتور يانوکووېچ مخکې له اوکراین څخه تښتېدلی و. یوه ډله خلکو د لوهانسک د اداري ساختمان مخې ته الکساندر خاریتونوف د لوهانسک سیمې د خلکو د واکمن په توګه اعلام کړ. د ۲۰۱۴ز کال د مارچ په نهمه لوګانسکایا ګوادیا له خاریتونوف څخه د لوهانسک پر دولتي ودانۍ برید وکړ او د لوهانسک نوی ګمارل شوی مشر میخایلو بولوتسکیخ یې استعفالیک ته اړ کړ. [۲۵][۲۶][۲۷]

د ۲۰۱۴ ز کال د اپرېل په ۶مه، زر روسي پلوه فعالانو په لوهانسک ښار کې د اوکراین د امنیتي خدماتو ودانۍ (SBU) ولکه کړې، په دونېتسک او خارکيف کې يې هم ورته اشغال ترسره کړ. فعالانو د هغه جلاغوښتونکو مشرانو د ازادولو غوښتنه وکړه، چې په وروستیو اونیو کې نیول شوي وو. د ودانیو د بېرته ترلاسه کولو لپاره د دولت د وړاندینې په هڅو کې د فعالانو د دريځ د پیاوړي کولو لپاره سنګرونه رامنځته شول. فعالانو وړاندیز وکړ چې د ۲۰۱۴ ز کال د اپرېل په اتمه د لوګانسک پارلماني جمهوریت اعلام شي. خو داسې ونه شول، دولت د اپرېل په ۱۲ د سیمه‌ییزو پولیس ځواکونو په مرسته د SBU کنترول بیا په لاس کې واخیست.   [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

زرګونه لاریون‌کوونکي د اپرېل په ۲۱ مه د خلکو د اسامبلۍ لپاره د لوهانسک په ښار کې د دولتي ادارې (RSA) له ودانۍ څخه بهر راغونډ شوي وو. دغې لاریونکوونکو د خلکو د واکمنۍ د رامنځته کولو غوښتنه وکړه او د اوکراین د فېدرالي کولو او یا د روسیې له فېدراسیون سره د لوهانسک د یوځای کولو غوښتونکي شول. هغوی وېلري بولوتوف د لوهانسک د خلکو د واکمن په توګه وټاکه. د فعالانو د مشرتابه له خوا دوه ټول‌پوښتنې اعلام شوې، یوه د مې میاشتې د یولسمې لپاره د دې د تعينولو په موخه پلان شوه چې ایا سیمه به په اوکراین کې د خپل مخکيني اساسي قانون وضعیت خوندي کړي او که به په بالقوه توګه د لا ډېرې خپلواکۍ په لور لاړه شي. که چېرې لومړۍ ټول‌پوښتنه د خپلواکۍ په ګټه وه، بله ټول‌پوښتنه د مې میاشتې په ۱۸ ترسره کېده، چې دا يې تعینوله چې سیمه باید خپلواکه پاتې شي، که د روسیې له فدراسیون سره یوځای شي. [۳۵][۳۶][۳۷]

سرچينې[سمول]

  1. Lugansk People's Republic head resigns Archived 7 August 2019 at the Wayback Machine., TASS news agency (24 November 2017)
  2. "Lugansk Media Centre". en.lug-info.com. مؤرشف من الأصل في ۲۱ فبروري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Ukraine crisis: Russian troops crossed border, Nato says Archived 31 December 2019 at the Wayback Machine., BBC News (12 November 2014) Putin defends rebel leaders in eastern Ukraine Archived 27 December 2019 at the Wayback Machine., BBC News (19 December 2019) Ukraine conflict: Front-line troops begin pullout Archived 10 February 2020 at the Wayback Machine., BBC News (29 October 2019)
  4. "Database and Video Overview of the Russian Weaponry in the Donbas". InformNapalm.org (English) (په انګلیسي ژبه کي). 17 September 2016. مؤرشف من الأصل في ۲۰ ډيسمبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په 13 September 2014 باندې). Second Russian aid convoy arrives in Ukrainian city of Luhansk: agencies. Reuters.
  6. "Lugansk Media Centre — Russian humanitarian aid convoy arrives in Lugansk". en.lug-info.com. مؤرشف من الأصل في ۲۲ ډيسمبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Law about occupied territories of Ukraine Mirror Weekly. 15 May 2014
  8. Higher educational institutions at the temporarily occupied territories of Ukraine will not work – the minister of education. News. 1 October 2014
  9. "Minsk Protocol" (PDF). OSCE. 1 September 2014. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۱ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Package of Measures for the Implementation of the Minsk Agreements" (Press release) (په روسي ژبه کي). Organization for Security and Co-operation in Europe. 12 February 2015. مؤرشف من الأصل في ۱۳ فبروري ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په 12 February 2015 باندې). Minsk agreement on Ukraine crisis: text in full. The Daily Telegraph.کينډۍ:Cbignore
  12. Explainer: What Is The Steinmeier Formula -- And Did Zelenskiy Just Capitulate To Moscow? Archived 7 October 2019 at the Wayback Machine., Radio Free Europe (2 October 2019) Ukraine conflict: Can peace plan in east finally bring peace? Archived 8 May 2021 at the Wayback Machine., BBC News (10 December 2020) Ukraine conflict: Guns fall silent but crisis remains Archived 8 March 2021 at the Wayback Machine., BBC News (23 October 2015)
  13. (په 21 February 2022 باندې). Putin recognizes breakaway regions' independence from Ukraine, raising attack fears. Corporation for Public Broadcasting (USA)
  14. "Ukraine invaded: Casualties as fighting rages after Russian attack". مؤرشف من الأصل في ۲۱ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Leader of Kremlin-Backed Separatists in Ukraine Planning 'Referendum' to Join Russia". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Leader of east Ukraine separatist region says it may hold vote on joining Russia". The Times of Israel. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Self-proclaimed Luhansk People's Republic governs most residents". en.itar-tass.com. 25 September 2014. مؤرشف من الأصل في ۲۷ سپټمبر ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ سپټمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "'Luhansk Will Never Be The Same Again:' In Kyiv, A Blogger Reflects On His Native City". RadioFreeEurope/RadioLiberty. مؤرشف من الأصل في ۳۰ جون ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "На даху Донбасу". Club-tourist. مؤرشف من الأصل في ۲۵ جنوري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ سپټمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. (په 2 March 2018 باندې). Four Years of the Luhansk People's Republic – Geopolitical Futures. Geopolitical Futures.
  21. What is the background to the separatist attack in east Ukraine? Archived 21 February 2022 at the Wayback Machine., The Guardian (18 February 2022)
  22. What is the background to the separatist attack in east Ukraine? Archived 21 February 2022 at the Wayback Machine., The Guardian (18 February 2022)
  23. Andrés, César García (2018). "Historical Evolution of Ukraine and its Post Communist Challenges" (PDF). Revista de Stiinte Politice (RST). 58. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۴ فبروري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ سپټمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Petro, Nicolai N., Understanding the Other Ukraine: Identity and Allegiance in Russophone Ukraine (1 March 2015). Richard Sakwa and Agnieszka Pikulicka-Wilczewska, eds., Ukraine and Russia: People, Politics, Propaganda and Perspectives, Bristol, United Kingdom: E-International Relations Edited Collections, 2015, pp. 19–35. Available at SSRN: https://ssrn.com/abstract=2574762
  25. Ukraine Leader Was Defeated Even Before He Was Ousted Archived 24 June 2018 at the Wayback Machine., New York Times (3 January 2015)
  26. . Protesters seize Ukraine president's office, take control of Kiev.
  27. Nikulenko, T. The SBU Colonel Zhyvotov: with torture they were forcing the father of former chief of Luhansk SBU to convince his son to come to Donetsk, and when he refused, they killed him (Полковник СБУ Животов: Отца экс-главы Луганской СБУ пытками принуждали вызвать сына в Донецк, а когда он отказался – убили) Archived 8 February 2018 at the Wayback Machine.. Gordon.ua. 2 November 2016
  28. "Ukraine's eastern hot spots – GlobalPost". GlobalPost. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ اپرېل ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ نومبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "Over a dozen towns held by pro-Russian rebels in east Ukraine & Updates at Daily News & Analysis". dna. 30 April 2014. مؤرشف من الأصل في ۱۵ اکتوبر ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ نومبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "Возле СБУ в Луганске готовятся к штурму и продолжают укреплять баррикады (фото)". 8 April 2014. مؤرشف من الأصل في ۲۶ جون ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. (په 16 April 2014 باندې). The Ukraine crisis: Boys from the blackstuff – The Economist.
  32. "Здание луганской СБУ удерживают полторы тысячи вооруженных сепаратистов – журналист : Новости УНИАН". Ukrainian Independent Information Agency. مؤرشف من الأصل في ۱۴ اپرېل ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اپرېل ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "There's Violence on the Streets of Ukraine—and in Parliament A news roundup for April 8". The New Republic. 8 April 2014. مؤرشف من الأصل في ۰۸ اپرېل ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مې ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Alan Yuhas (16 April 2014). "Crisis in east Ukraine: a city-by-city guide to the spreading conflict". The Guardian. مؤرشف من الأصل في ۱۹ اکتوبر ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ نومبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. "Luhansk". Interfax-Ukraine. مؤرشف من الأصل في ۲۹ جون ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. "В Луганске выбрали "народного губернатора" – Донбасс – Вести". Вести. 21 April 2014. مؤرشف من الأصل في ۲۳ جون ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ نومبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. "У Луганську сепаратисти вирішили провести два референдуми — Українська правда". مؤرشف من الأصل في ۱۴ نومبر ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ نومبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)