د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال د کاناډا پوځي تاریخچه
په لومړۍ نړیواله جګړه کې د کاناډا پوځي تاریخ د ۱۹۱۴ز کال د اګسټ له ۴مې پیلېږي، دا هغه مهال و، چې په (۱۹۱۴زکال -۱۹۱۸زکال) کې بریتانیا له المان سره د جګړې اعلان وکړ او لومړۍ نړیوالې جګړې ته یې ور ودانګل. د بریتانیا د جګړې اعلان د دې لامل شو، چې پخپل سر کاناډا په لومړۍ نړیواله جګړه کې دخیله کړي؛ ځکه دا هېواد د بریتانیا د یوې مستعمرې په توګه و او د بهرنیو تګلارو پرېکړې یې د بریتانیا د پارلمان په اختیار کې ورکړې وې. په هر حال، د کاناډا حکومت د دې ازادي درلوده، چې په جګړه کې د خپل ګډون کچه معلومه کړي. د ۱۹۱۴ز کال د اګسټ په ۴مه ګورنر جنرال د کاناډا او المان تر منځ د جګړې اعلان وکړ. ملیشې چمتو نه شوې او پرځای یې یو خپلواک کاناډایي استول شوی ځواک جوړ شو. [۱][۲][۳]
لویې جګړې ته د کاناډا قربانیو او مرستو د دغه هېواد تاریخ بدل کړ او وتوانېد، چې لا خپلواک شي، خو د فرانسویانو او انګلیسي ژبو ترمنځ یې ژور درز رامنځته کړ. په لومړي ځل د کاناډا په پوځي تاریخ کې، کاناډایي ځواکونه د جلا واحد په توګه لومړی د یوه بریتانیایي قوماندان او په پای کې د کاناډایي الاصله قوماندان په قوماندې سره وجنګېدل. په لومړۍ نړیواله جګړه کې د کاناډا پوځي لویې لاسته راوړنې په سام، ویمي، پاسشندل جګړو کې رامنځته شوې او په هغه جګړه، چې وروسته «د کاناډا د سلو ورځو» په نامه یاده شوه، هم یې په کې لویې لاسته راوړنې لرلې. د جګړې په پای کې د کاناډا د ټولو تلفاتو شمېر ۶۷۰۰۰ مړه او ۱۷۳۰۰۰ ټپیان وو، چې له دې شمېر نه ۶۲۰۰۰۰ یې چمتو شوي ځواکونه وو (۳۹٪ چمتو شوي ځواکونه تلف شول).[۴][۵][۶]
د بریتانیايي توکمه کاناډایانو اکثریت استدلال کوي، چې کاناډایان دنده لري، چې د خپل مورني ټاټوبي لپاره وجنګېږي او له دې یې په کلکه ملاتړ وکړ. سر ویلفریډ لاریر که څه هم فرانسوی- کاناډایي و، خو د انګلیسي- کاناډایانو لپاره یې خبرې وکړې او کله یې چې اعلان وکړ: «زموږ دنده دا ده، چې لویې بریتانیې ته خبر وکړو او د لویې بریتانیې دوستان او دښمنان وپوهوو، چې په کاناډا کې یو ذهن او یو زړه شته او ټول کاناډایان د مور هېواد تر شا ولاړ دي». په هر حال، دا د دې لامل نه شو، چې لاریر له هنري بوراسا سره درې کاله وروسته په ۱۹۱۷ز کال کې مخالفین د سربازۍ خدمت لپاره راوبلي. د کاناډا لومړي وزیر رابرت بوردن لویې بریتانیې ته د مرستې وړاندیز وکړ، چې ډېر ژر ومنل شو. [۷]
چمتو والی
[سمول]تر جګړې مخکې، ځمکني پوځي ځواکونه د کاناډایي ملیشو په توګه، له فعالو دایمي او فعالو غیر دایمي ملیشو سره سمبال شول. د ملیشو او دفاع وزیر سام هیوز د لومړي وزیر سر رابرت بوردن له خوا امر وکړ، ترڅو یو پوځ له هېواده بهر وروزي او استخدام یې کړي. کاناډا هغه مهال یو منظم پوځ درلود، چې ۳۱۱۰ نارینه او یوه نوې سمندري قوه یې لرله. [۸][۹]
که څه هم لوی درستیز، ویلوبي ګواتکین د یو څه مودې لپاره د کاناډایي ملیشو ډله ییز سمبالول پلان کړي وو؛ نو دغه د چمتووالي پلان د نوي ځمکني ځواک په ګټه، چې یو کاناډایي استول شوی ځواک و او د شمېرو لرونکو کنډکونو پر اساس ټاکل کېدل؛ نو دوی یوې جلا وزارت خونې ته راپور ورکوي، دغه وزرات له کاناډا بهر ځواکونه په نامه یادېږي. که څه هم دغه ځواک په چټکۍ ډېر شو؛ ځکه له سیاسي ملاتړه برخمن و، خو د مسلکي او لوړ رتبه عسکرو یو غښتلی مرکز یې نه درلود.
کاناډایي پوځ
[سمول]د کاناډا پوځ د ۱۹۱۵ز کال په سپټمبر کې، فرانسې ته د کاناډا د دویم لښکر په ورتګ سره جوړ شو. د پوځ زیاتره سرتېري رضا کاران وو؛ ځکه د جګړې تر پایه پرې اجباري خدمت نه و. دغه پوځ د ۱۹۱۵ز کال په ډسمبر کې د کاناډا د درېیم لښکر او د ۱۹۱۶ز کال په اګسټ کې د کاناډا د څلورم لښکر په اضافه کولو سره ډېر شو. د کاناډا د پینځم لښکر تنظیم د ۱۹۱۷ز کال په فبرورۍ کې پیل شو، خو لا په بشپړه نه و جوړ شوی، چې د ۱۹۱۸ز کال په فبرورۍ کې ووېشل شو او کسان یې د څلورو نورو لښکرو د پیاوړتیا لپاره لاس پکار شول. که څه هم پوځ د بریتانیا د پوځ تر امر لاندې و؛ نو د کاناډایي مشرانو ترمنځ یو ډول فشار، په ځانګړي ډول د سام تر جګړې وروسته رامنځته شو، ترڅو د پراختیا پر ځای د یوه واحد په توګه وجنګېږي. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]
د کاناډا استول
[سمول]د کاناډا استول شوو ځواکونو خپله لومړۍ جګړه د ۱۹۱۵ز کال په مارچ کې په فرانسوي ښار Neuve Chapelle کې وکړه. په انګلستان کې سالزبري دښتې ته تر رسېدو وروسته، کاناډایي ځواکونو ته امر وشو، چې د المانیانو له خوا د Neuve Chapelle د سکټور د پیاوړې کېدو مخه ونیسي. د بریتانیا لومړی پوځ، چې د جنرال داګلاس هیګ تر قوماندې لاندې دی، اجازه ورکوي، ترڅو په بریالیتوب سره د المان له پولو تېر شي او په نیول شوي قلمرو کې د متحدینو یوه نوې پوله جوړه کړي. [۱۷][۱۸]
انګلیسان ونه توانېدل، چې د خپلو کمزورو اړیکو له امله له خپلو ګټو کار واخلي، خو کاناډایان یې پوه کړل، چې د توپخانې بمبار د دښمن د سنګرونو د له منځه وړلو لپاره ډېر کم دی؛ ځکه د توپخانې لپاره غوره نقطې اړینې وې؛ نو د توپخانې زېرمې د چټکو بریاوو د لاسته راوړلو لپاره ډېرې لږې وې او تر ټولو اړینه دا، چې پرمختللو ځواکونو ته د اطلاعاتو او دستورونو د لېږد بهیر ډېر سست او ستونزمن و او مخابراتي سیسټمونه ډېر زیانمن شوي وو. [۱۹]
د کاناډا سلطنتي سمندري ځواک
[سمول]د ۱۹۱۴ز کال د اګست په ۵مه د لومړۍ نړیوالې جګړې په پیل کې، دوه دولتي بېړۍ CGS Canada (HMCS Canada په نامه بدله شوې) او CGS Margaret سمدلاسه سمندري خدمتونو ته راودانګل او له HMCS Niobe, HMCS Rainbow او له دوو اوبتلوHMCS CC-1 او HMCS CC-2سره د سمندري ځواکونو د هستې د جوړېدو لپاره یوځای شوې. دا مهال، د کاناډا او بریتانیا دولتونو د RCN د پراختیا لپاره پلانونه نیول، خو پرېکړه وشوه، چې کاناډایانو ته به اجازه ورکوي، چې د کاناډا په سلطنتي سمندري ځواک کې نوملیکنه وکړي او زیاترو یې سمندري ځواکونه وټاکل.
د ۱۹۱۴ز کال په مني کې، HMCS Rainbow د شمالي امریکا په لوېدیځو څنډو کې د پاناما تر سویل پورې ګزمې وکړې، که څه هم دغه ګزمې په ارام اقیانوس کې د المان د سمندري ګواښ په له منځه وړلو سره د ۱۹۱۴ز کال په ډسمبر کې د ګراف ماکسیمیلیان وان سپي له ماتې سره کم ارزښتې شوې. رینبو بېړۍ د پاتې جګړې لپاره ختیځو ساحلونو ته واستول شوه او تر ۱۹۱۷ز کال پورې رینبو له خدمته واېستل شوه. [۲۰][۲۱]
پر کاناډا اغېزې
[سمول]ملي هویت
[سمول]د کاناډا پر تکامل باندې د لومړۍ نړیوالې جګړې اغېزې د تاریخپوهانو لپاره د بحث وړ دي. یو عمومي توافق شته، چې د شلمې پېړۍ په لومړیو کې، ډېری انګلیسي ژبي کاناډایانو د خپل هویت او بریتانیایي تابعیت ترمنځ هېڅ اختلاف نه لیده. په حقیقت کې، د بریتانیا نړیوال هویت یا د بریتانیا سترواکي د کاناډا د هویت یوه مهمه برخه وه. زیاترو کاناډایانو خپل هېواد د شمالي امریکا یوه برخه ګڼله، چې د بریتانیا د تاج و تخت د وفادارۍ منندوی دي. تاریخ لیکونکي کارل برګر وښوده، چې د دغه لیدلوري ډېر لږ مخالفین په انګلیسي ژبې کاناډا کې شته. په ۱۹۱۴ز کال کې، زیاترو انګلیسي ژبو کاناډایانو د سترواکۍ- ملي یو ګډ هویت درلود. [۲۲][۲۳]
سرچينې
[سمول]- ↑ James Ciment; Thaddeus Russell (2007). The home front encyclopedia: United States, Britain, and Canada in World Wars I and II. ABC-CLIO. p. 423. ISBN 978-1-57607-849-5.
- ↑ Karin Ikas (2010). Global Realignments and the Canadian Nation in the Third Millennium. Otto Harrassowitz Verlag. p. 37. ISBN 978-3-447-06134-6.
- ↑ Russell Hart (2001). Clash of arms: how the allies won in Normandy. Lynne Rienner Publishers. p. 39. ISBN 978-1-55587-947-1.
- ↑ Spencer Tucker; Priscilla Mary Roberts (2006). World War I: A Student Encyclopedia. ABC-CLIO. p. 176. ISBN 978-1-85109-879-8.
- ↑ Tim Cook (1999). "'A Proper Slaughter': The March 1917 Gas Raid at Vimy" (PDF). Canadian Military History. 8 (2): 7–24. خوندي شوی له the original (PDF) on March 27, 2009. بياځلي په April 10, 2010.
{{cite journal}}
: More than one of|archivedate=
and|archive-date=
specified (help); More than one of|archiveurl=
and|archive-url=
specified (help) - ↑ Norman Leach (2008). Passchendaele: Canada's Triumph and Tragedy on the Fields of Flanders : an Illustrated History. Coteau Books. p. 40. ISBN 978-1-55050-399-9.
- ↑ Robert Borden (1969). Robert Laird Borden: His Memoirs. McGill-Queen's Press. p. 216. ISBN 978-0-7735-6055-0.
- ↑ James A. Wood (2010). Militia Myths: Ideas of the Canadian Citizen Soldier, 1896–1921. UBC Press. p. 6. ISBN 978-0-7748-1765-3.
- ↑ Norman Leach (2008). Passchendaele: Canada's Triumph and Tragedy on the Fields of Flanders : an Illustrated History. Coteau Books. p. 7. ISBN 978-1-55050-399-9.
- ↑ Rene Chartrand (2012). The Canadian Corps in World War I. Osprey Publishing. p. 1898. ISBN 978-1-78200-845-3.
- ↑ John Alan English (1991). The Canadian Army and the Normandy Campaign: A Study of Failure in High Command. Greenwood Publishing Group. p. 15. ISBN 978-0-275-93019-6.
- ↑ Rita J. Simon; Mohamed Alaa Abdel-Moneim (2011). A Handbook of Military Conscription and Composition the World Over. Lexington Books. p. 27. ISBN 978-0-7391-6751-9.
- ↑ Mike Chappell (1985). The Canadian Army at War. Osprey Publishing. p. 8. ISBN 978-0-85045-600-4.
- ↑ Bernd Horn (2006). Perspectives on the Canadian Way of War: Serving the National Interest. Dundurn. p. 1. ISBN 978-1-55002-901-7.
- ↑ Godefroy, A. (April 1, 2006). "Canadian Military Effectiveness in the First World War". In Horn, Bernd (ed.). The Canadian Way of War: Serving the National Interest. Dundurn Press. pp. 191–193. ISBN 978-1-55002-612-2.
- ↑ Schreiber, Shane B (2004). Shock Army of the British Empire: The Canadian Corps in the Last 100 Days of the Great Wars. Vanwell Publishing Ltd. p. intro. ISBN 1-55125-096-9.
- ↑ Geoffrey Bridger (2000). The Battle of Neuve Chapelle. Leo Cooper. pp. 1–2. ISBN 978-0-85052-648-6.
- ↑ Paul Douglas Dickson (2007). A Thoroughly Canadian General: A Biography of General H.D.G. Crerar. University of Toronto Press. p. 35. ISBN 978-0-8020-0802-2.
- ↑ [۱] Archived December 17, 2004, at the Wayback Machine.
- ↑ Marc Milner, "The Original Rainbow Warrior: Navy, Part 3 Archived 2008-10-11 at the Wayback Machine.", Legion Magazine, 1 May 2004. Accessed 6 May 2010.
- ↑ Marc Milner, "Menace Below The Surface: Navy, Part 7 Archived 2012-03-25 at the Wayback Machine.", Legion Magazine, 1 January 2005. Accessed 6 May 2010.
- ↑ Berger, Carl (1969). Imperialism and nationalism, 1884–1914 : a conflict in Canadian thought. Toronto: Copp Clark Pub. Co.کينډۍ:Page needed
- ↑ Berger, Carl (1970). The sense of power : studies in the ideas of Canadian imperialism, 1867–1914. Toronto: University of Toronto Press.کينډۍ:Page needed