د لومړۍ نړیوالې جګړې پایلې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د لومړۍ نړیوالې جګړې د پایلو په توګه په یوریشیا، افریقا او ان له هغو سیمو دباندې سیمو کې چې په جګړه کې نېغ په نېغه ښکېل وې، سخت سیاسي، کلتوري، اقتصادي او ټولنیز بدلونونه ولیدل شول. د دغې جګړې له امله څلور امپراتورۍ یا سترواکۍ ړنګې شوې، زاړه هیوادونه ړنګ شول، نوي جوړ شول، پولې له سره وټاکل شوې، نړیوال سازمانونه جوړ شول او ډېرو نویو او زړو ایډیالوژیو د خلکو په ذهنونو کې ټینګ ځای خپل کړ. لومړۍ نړیوالې جګړې همدا راز په جګړه کې د ډېرو اصلي ښکېلو لورو لپاره د سیاسي بدلون راوستلو اغېزې له ځان سره لرلې، دوی یې په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د رایې تقریبا-نړیوال حق له رامنځته کولو سره پر ټاکنیزو ډیموکراسیو بدل کړل، لکه په جرمني کې د (۱۹۱۹ کال د جرمني فدرالي ټاکنې)، په برتانیه کې د (۱۹۱۸ کال د انګلستان عمومي ټاکنې)، او په ترکیه کې د (۱۹۲۳ کال د ترکیې عمومي ټاکنې).

د جرمني محاصره یا کلابندي[سمول]

د ۱۹۱۸م کال د نوامبر د ۱۱ نېټې له اوربند څخه د ۱۹۱۹م کال د جون په ۲۸مه له جرمني سره د سولې د تړون تر لاسلیکیدو پورې، متحدینو د جرمني سمندري محاصره یا کلابندي، چې د جګړې پر مهال پیل شوې وه، لا هم ساتلې وه. دا چې جرمني پر وارداتو تکیه لرله، داسې اټکل کېږي چې ۵۲۳۰۰۰ ملکي وګړو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی. د شیفیلډ (Sheffield) پوهنتون اېن. پي. هاوارډ (N. P. Howard) وايي چې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د اتو میاشتو په موده کې د یوه میلیون څلورمه برخه نور بیا د ناروغۍ یا لوږې له امله مړه شوي. د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د بندیزونو او محاصرې دوام، لکه څنګه چې لیکوال رابرټ لیکي (Robert Leckie) په ډیلیورډ فرام ایول (Delivered From Evil) کې لیکلي: ډېر داسې څه یې وکړل چې "جرمنیان وځوروي... دوی يې د نا امیدۍ په غوسه کې د شیطان لاسونو ته وغورځول." د اوربند شرایطو دا اجازه ورکړه چې خواړه جرمني ته ولیږدول شي، مګر متحدینو غوښتل چې جرمني د دغه کار لپاره وسایل (لېږدوونکې بېړۍ) چمتو کړي. د جرمني حکومت اړ و چې خپلې د سرو زرو زېرمې وکاروي، ځکه له متحده ایالاتو څخه یې د پور اخیستلو توان نه درلود.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]

د پاریس د سولې کنفرانس[سمول]

په ۱۹۱۹م کال کې د پاریس د سولې له کنفرانس وروسته، د ۱۹۱۹ کال د جون پر ۲۸ مه د ورسیلز د تړون (Treaty of Versailles) له لاسلیک سره، له یوې خوا د جرمني او له بلې خوا د فرانسې، ایټالیا، بریتانیا او نورو کوچنیو متحدینو ترمنځ د دغو هېوادونو ترمنځ جګړه په رسمي ډول پای ته ورسېده. نورو تړونونو هم د متحده ایالاتو او نورو مرکزي قدرتونو اړیکې پای ته ورسولې. د وارسا د تړون په ۴۴۰ مادو کې هغه غوښتنې شاملې وې چې جرمني په رسمي ډول پکې د جګړې "د ټولو زیانونو او ویجاړیو" مسؤولیت او د اقتصادي خسارې ورکړه ومنله. د دغه تړون له مخې د جرمني پوځي ماشین خورا محدود شو: د جرمني د سرتېرو شمیر ۱۰۰۰۰۰ ته راټیټ شو او هېواد یې د لویو نظامي وسلو لکه ټانکونو، جنګي بیړیو، زغره والو موټرو او سمندري بېړیو (submarines) له لرلو منع شو.

توکمیز یا قومي لږه‌کي[سمول]

د جرمني، روسیې، اسټرالیا- هنګري او عثماني امپراتوریو له منځه تللو په ختیځه اروپا او منځني ختیځ کې یو شمېر نوي هېوادونه رامنځته کړل. په دوی کې ځینو یې، لکه چکوسلواکیا او پولنډ، پام‌وړ توکمیز لږه‌کي لرل چې کله ناکله له هغو نوو پولو او سرحدونو څخه په بشپړه توګه راضي نه وو چې دوی یې له نورو توکمونو څخه جلا کړي وو. د بېلګې په توګه، چکوسلواکیا جرمنیان، پولېشیان (Poles)، روتینیایان (Ruthenians)، او اوکراینیانو بیا سلواکیان او هنګریان درلودل. د ملتونو ټولنې (League of Nations) له دغې ستونزې سره د تعامل په هڅه کې د لږه‌کیو بېلابېل تړونونه سپانسر یا تمویل کړل، مګر په ۱۹۳۰مو کلونو کې د ملتونو د ټولنې له زوال سره، دا تړونونه بیا تر ډېره د پلي کېدو وړ نه وو. د جګړې په پایله کې د سرحدونو او پولو د پراخې بیاکتنې او سیاسي بدلونونو یوه پایله د اروپا د کډوالو لوی شمېر و. دا او د روسیې د کورنۍ جګړې کډوال د نانسن پاسپورټ (Nansen passport) رامنځته کولو لامل شول.[۷]

توکمیزو لږکیو د سرحدونو موقعیت عموما بې ثباته کړی و. چېرته چې سرحدونه له ۱۹۱۸م کال راوروسته پر خپل ځای پاتې وو، هلته بیا ډېری وختونه یوه توکمیزه ډله لکه سوډټین جرمنیان (Sudeten Germans) ایستل شوي دي. د دغو کوچنیو دولتونو ترمنځ اقتصادي او نظامي همکاري خورا کمه وه او دا یې شونې کړې وه چې د جرمني او شوروي اتحاد مات شوي قدرتونه لا هم په سیمه کې د تسلط لپاره یوه پټه وړتیا لري. د جګړې په سملاسي پایلو کې، ماتې د جرمني او شوروي اتحاد ترمنځ همکارۍ ته لاره هواره کړه، مګر دا باور هم موجود و چې بالاخره به دا دوه قدرتونه د ختیځې اروپا د لاندې کولو لپاره سیالي وکړي.

ټولنیز کړاو[سمول]

په لویدیځ کې د جګړې تجربې معمولا داسې انګېرل کېږي چې وروسته د ټولو ښکېلو هېوادونو لپاره د یو ډول ډله‌ییزې ملي صدمې یا کړاو لامل شوې دي. د ۱۹۰۰م کال خوشبیني (optimism of 1900) په بشپړه توګه له منځه تللې وه او هغه کسان چې جګړه یې کوله پر هغه څه بدل شول چې اوس "ورک شوی نسل" بلل کېږي، ځکه دوی بیا له هغو کړاوونو څخه په بشپړه توګه روغ نه شول. د راتلونکو څو کلونو لپاره، د اروپا ډېرې برخې په خصوصي او عامه توګه ماتم کاوه او په زرګونو کلیو او ښارونو کې یې یادګارونه جوړ شول.

د واده کولو پر عمر برابر ډېر برتانوي نارینه مړه یا داسې ټپیان شول چې یو ځل د نجونو د یوه ښوونځي زده کونکو ته خبرداری ورکړل شوی و چې یوازې 10٪ به یې واده وکړای شي. په ۱۹۳۱م کال کې د انګلستان سرشمېرنې (United Kingdom Census) په انګلستان او ویلز کې ۱۹۸۰۳۰۲۲ مېرمنې او ۱۸۰۸۲۲۲۰ تنه نارینه وموندل، چې د ۱.۷۲ملیون توپیر ښودنه کوي او ورځپاڼو دا توپیر "دوه ملیونه" یاد کړی. د ۱۹۲۱م کال په سرشمېرنه کې د هرو ۱۰۰۰ نارینه وو لپاره ۱۲۰۹ مېرمنې وې چې عمرونه یې له ۲۵ څخه تر ۲۹ کلونو پورې وو. خو په ۱۹۳۱م کال کې بیا 50٪ لا هم مجرد وو، او 35٪ یې واده نه کاوه په داسې حال کې چې لا یې هم د اولاد زیږولو توان درلود.[۸]

د ۱۹۲۳م کال په پیل کې، سټینلي بالډوین (Stanley Baldwin) یو نوی ستراتیژیک واقعیت روښانه کړ چې انګلستان د بې وسلې کولو په یوه وینا کې ورسره مخ شو. زهرجن ګازونه او پر ملکي وګړو هوايي بمبارۍ د لومړۍ نړیوالې جګړې نوي تحولات وو. برتانوي ملکي وګړو د ډېرو پېړیو لپاره له یرغل څخه د ډار لپاره کوم جدي دلیل نه درلود. له دې کبله د دښمن له بمباریو د زهرجن ګاز نوي ګواښ، د ملکي مرګ ژوبلې په اړه یوه مبالغه امیزه نظریه راوپاروله چې د راتلونکي جګړې په پیل کې یې د پېښېدو شونتیا ګڼل کېده. بالډوین په خپل بیان کې دا عبارت واکاراوه چې: "بم غورځوونکې الوتکې به تل ګرځي راګرځي." په اروپا کې د ځواک د توازن برتانوي دودیزې پالیسۍ هم د برتانوي کور وګړي خوندي نه کړل.

د دغه نسل د قربانیو یو ویرجن یاد دا حقیقت هم دی چې دا په نړیوالو شخړو کې لومړی ځل و چې په پایله کې یې د ناروغۍ په پرتله، چې په ډېری تېرو جګړو کې د مړینې اصلي لامل و، په جګړه کې ډېر سړي مړه شول.

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Asmuss, Burkhard (November 2, 2000). "Die Lebensmittelversorgung" [The Food Supply]. Deutsches Historisches Museum. مؤرشف من الأصل في ۰۲ نومبر ۲۰۰۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جون ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Howard, N. P. (April 1993). "The Social and Political Consequences of the Allied Food Blockade of Germany, 1918-19" (PDF). German History. 11 (2): 161–188. doi:10.1093/gh/11.2.161 – عبر libcom.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Marks, Sally (1986). "1918 and After: The Postwar Era". In Martel, Gordon (المحرر). The Origins of the Second World War Reconsidered. Boston: Allen & Unwin. د کتاب پاڼې 19. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-04-940084-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Gläser (1998). The Treaty of Versailles: A Reassessment After 75 Years. New York: Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 388–391. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-521-62132-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Germany. Gesundheits-Amt. Schaedigung der deutschen Volkskraft durch die feindliche Blockade. Denkschrift des Reichsgesundheitsamtes, Dezember 1918. (Parallel English translation) Injuries inflicted to the German national strength through the enemy blockade. Memorial of the German Board of Public Health, 27 December 1918 [Berlin, Reichsdruckerei,]The report notes on page 17 that the figures for the second half of 1918 were estimated based on the first half of 1918.
  6. "The Blockade of Germany". The National Archives. United Kingdom. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Mark Mazower, "Minorities and the League of Nations in interwar Europe." Daedalus 126.2 (1997): 47–63. in JSTOR
  8. Nicholson, Virginia (2008). Singled Out: How Two Million British Women Survived Without Men After the First World War. Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-537822-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)