د لومړۍ نړیوالې جګړې مرګ ژوبله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په لومړۍ نړیواله جګړه کې شاوخوا ۴۰ میلیونه ملکي او پوځي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته: د اټکلونو له مخې په دغه جګړه کې له ۱۵ څخه تر ۲۲ میلیونو پوځیان مړه او شاوخوا ۲۳ میلیونه نور ټپیان شوي دي چې له امله یې دغه جګړه د بشري تاریخ تر ټولو خونړۍ جګړه بلل کېږي. [۱]

د ټولو وژل شوو کسانو ترمنځ له ۹ څخه تر ۱۱ میلیونو تنو پورې پوځيان شامل دي. د وژل شوو ملکي وګړو شمېر هم له ۶ میلیونو څخه تر ۱۳ میلیونو پورې دی. درې ګوني اتحاد (چې متفقین یې هم بولي) خپل شپږ میلیونه سرتېري له لاسه ورکړل په داسې حال کې چې د مرکزي ځواکونو له اړخه یې بیا شمېر ۴ میلیونه و. لږ تر لږه ۲ میلیونه کسان د ناروغیو له امله مړه او ۶ میلیونه نور بیخی نادرکه شول چې ګمان کېږي هغوی هم وژل شوي دي. دلته یادې شوې شمېرې د رسمي سرچینو له خوا د خپرو شوو معلوماتو پر بنسټ دي.[۲][۳]

د نوولسمې پېړۍ د نورو نښتو پر خلاف چې په هغو کې به د مړینې ډیرې کچې له ناروغیو سرچینه اخیسته، په لومړۍ نړیواله جګړه کې د پوځیانو د مړینې دوه پر دریمه برخه د جګړې په ډګر کې وه. ورته مهال ناروغیو هم خپل رول درلود؛ له دې ډلې د ۱۹۱۸ زکال کې د انفلونزا وبا په جګړه کې د نیول شوو پوځي بندیانو د پریمانه مړینې لامل وګرځېده او د ټولو ښکېلو غاړو د پوځي تلفاتو یو په دریمه برخه یې جوړوله.

له جګړې وروسته (۱۹۲۴ زکال) پولو بنسټ مرګ ژوبله[سمول]

په دغه جګړه کې د لویې بریتانیا، فرانسې، جرمني، روسیې، اتریش – هنګري او ترکیې په څېر څو قومي سترواکیو ونډه لرله. په دغو قلمروونو کې ډیری قومي ډلې پوځي خدمت ته اړ کړای شوې. له جګړې وروسته ۱۹۲۴ زکال د پولو پر بنسټ د دغې جګړې د مرګ ژوبلې اټکلونه د روسي تاریخ لیکونکي وادیم ارلیکمن له خوا په شلمه پېړۍ کې د انساني تلفاتو په لارښود نومي کتاب کې خپاره شوي چې په ۲۰۰۴ زکال کې چاپ شو؛ د هغه له خوا د وړاندې شوو شمېرو منابع د شوروي پر مهال او یا هم له شوروي وروسته د روسیې په دوره کې خپاره شوي دي. د ۱۹۱۴ – ۱۹۱۸ زکال د انلاین پوهنغونډ مطابق «په دغه جګړه کې د پریمانه افریقايي پوځیانو او هغو کارګرانو له مړینې سربېره چې د دوی له عملیاتو څخه یې ملاتړ کاوه، د جګړې پر مهال پریمانه خو نامعلوم شمېر افریقايي ملکي وګړي هم وژل شوي دي». دغه پوهنغونډ د وادیم ارلیکمن د څېړنې پر بنسټ په افریقا کې د ملکي وګړو د تلفاتو شمېر ۷۵۰ زره تنه اټکل کړی دی. هغوی څرګندوي چې د ارلیکمن له خوا وړاندې شوې شمېرې د روسي ټولنپوه بوریس اورلانیس د کار پر بنسټ دي، له دې سره چې څرګندوي دغه اټکلونه «ناسم» دي، خو «کولای شي د لا زیاتو څېړنو په موخه د مرجعي اډانې په توګه کار ورکړي». د لومړۍ نړیوالې جګړې اړوند د اکسفورډ تاریخ څرګندوي چې «د افریقا په ختیځ او مرکز کې، د جګړې له امله راولاړې شوې ستونزې د خوراکي توکو د کمښت او قحطۍ لامل وګرځېدې چې په یو شمېر سیمو کې د وګړو د شمېر د کمښت او ساري وژونکو ناروغیو د رامنځته کېدو لامل شوې او له امله یې په سلګونو زره کسان او همدارنګه غویان مړه شول». [۴][۵][۶]

اتریش[سمول]

د معاصرو پولو له مخې د اتریشي وژل شوو وګړو دغه اټکل د روسي تاریخ لیکونکي ارلیکمن له خوا په خپل اثر؛ د شلمې پېړۍ د انساني تلفاتو لارښود کې وړاندې شوی. د دغه اثر پر بنسټ په یاده جګړه کې ۱۷۵۰۰۰ اتریشي وګړي وژل شوي چې په دغو کې ۱۲۰ زره د اتریش – هنګري په پوځ کې اتریش ته اړوند سرتېري او ۳۰ زره نور جنګي بندیان شامل دي. ورته مهال یې د قحطۍ او ناروغیو له امله د وژل شوو کسانو شمېر ۲۵۰۰۰ تنه و. [۷][۸]

بلاروس[سمول]

روسي تاریخ لیکونکي ارلیکمن په دغه جګړه کې د بلاروسي وژل شوو کسانو شمېر په پورته یاد شوي خپل اثر کې ۱۳۰ زره تنه ښوولی: په دغو کې د روسي پوځ په اډانه کې ۷۰ زره بلاروسي پوځیان او همدارنګه ۶۰ زره ملکي وګړي شامل دي. [۹]

اوکراین[سمول]

د معاصرو پولو پر بنسټ په دغه جګړه کې تاریخ لیکونکي ارلیکمن د اوکرایني وژل شوو کسانو شمېر ۵۹۰ زره تنه ښيي: په دغو کې ۴۵۰ زره پوځیان او ۱۴۰ زره ملکي وګړي شامل دي. [۱۰]

د کانګو دیموکراتیک جمهوریت[سمول]

د جګړې پر مهال بلژیکي کانګو د بلجیم د پاچاهۍ برخه وه. روسي تاریخ لیکونکي ارلیکمن د ۲۰مې پېړۍ د انساني تلفاتو د لارښود کتاب په نامه اثر کې چې په ۲۰۰۴ زکال کې خپور شوی د شوروي اتحاد او روسیې د خپرو شوو منابعو پر بنسټ په بلژیکي کانګو کې د وژل کسانو شمېر ۱۵۵ زره تنه ښوولی دی. [۱۱]

چکسلواکیا[سمول]

چکسلواکیا د جګړې پر مهال د اتریش – هنګري د سترواکۍ برخه و. ارلیکمن په خپل اثر کې د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال د دغه هېواد د وژل شوو کسانو شمېر ۱۸۵ زره تنه ښوولی: د وژل شوو په دغه شمېره کې د اتریش – هنګري په پوځ کې دغه هېواد ته د اړوندو ۱۱۰ زره پوځیانو په ګډون ۴۵ زره بندیان هم شامل وو. د ناروغیو او قحطۍ له امله د وژل شوو کسانو شمېر هم ۳۰ زره تنه و. په دغه جګړه کې چکسلواکیایي لښکرو د متفقینو پر وړاندې جګړه وکړه. [۱۲]

استونیا[سمول]

استونیا د جګړې پر مهال د روسیې د سترواکۍ برخه و او دغه مهال شاوخوا ۱۰۰ زره استونیايي وګړو د روسیې په پوځ کې خدمت کاوه. له دغو څخه ۱۰ زره یې د جګړې په اوږدو کې ووژل شول. [۱۳]

فنلنډ[سمول]

فنلنډ له ۱۸۰۹ زکال راوروسته د ۱۹۱۷ زکال تر پایه پورې د روسیې په سترواکۍ کې لویه دوک نشینه سیمه وه. د فنلنډ کورواکه وضعیت په دې معنی و چې فنلنډي وګړي د روسیې په پوځ کې له اجباري خدمت کولو څخه معاف وو. خو له دې سره هم نږدې ۸۰۰ فنلنډي وګړو په دواطلبانه ډول د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال د روسیې د پوځ په لیکو کې خدمت وکړ. فنلنډي تلفاتو ته د اړوندو منابعو پر بنسټ له ۱۹۱۴ زکال څخه تر ۱۹۱۷ زکال پورې په دغه جګړه کې ۳۱۷ تنه فنلنډي وګړي ووژل شول. [۱۴][۱۵]

هنګري[سمول]

د معاصرو پولو پر بنسټ د هنګري د تلفاتو شمېر ارلیکمن په خپل اثر کې ۳۸۵ زره تنه ښوولی دی: په دغو کې د اتریش هنګري د پوځ په اډانه کې د دغه هېواد ۲۷۰ زره سرتېري او همدارنګه ۷۰ زره جنګي اسیران شامل وو. د قحطۍ او ناروغیو له امله د وژل شوو کسانو شمېر هم ۴۵ زره تنه وو. [۱۶]

پولنډ[سمول]

پولنډ له ۱۷۹۵ زکال راوروسته تر ۱۹۱۸ زکال پورې د جرمني او اتریش – هنګري د سترواکۍ برخه و او یوه اندازه برخه یې بیا روسیې ته اړوند وه. د ۱۹۱۵ زکال په وروستیو کې جرمني په معاصر پولنډ بشپړ کنټرول ترلاسه کړ. په ۲۰۰۵ زکال کې یوه پولنډۍ څېړنه ښیي چې د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال ۳۳۷۶۸۰۰ پولنډیان په جبري ډول د جګړې لیکو ته بوتلل شول او او ۳۰۰ زره نور هم د جرمنانو له خوا د اجباري کار په کمپونو کې په دندو ترسره کولو مکلف شول. ورته مهال روسانو او اتریشیانو په زوره سره د جګړې له ډګره ۱.۶ تر ۱.۸ میلیونه پولنډي وګړي کډه کېدو ته اړ کړل. د مایکل کلودفلتر په خبره، د پولنډ په جګړه کې ۱۰۸۰۰۰۰ پولنډیان ووژل شول، په داسې حال کې چې ۲۰۰ زره ملکي پولنډیانو هم په ختیځه جبهه کې د جګړې پر مهال خپل ژوندونه له لاسه ورکړل. ورته مهال ۸۷۰ زرو پولنډیانو د جرمني، اتریش او روسیې په پوځونو کې خدمت کاوه. بل پلو روسي تاریخ لیکونکي ارلیکمن بیا د معاصرو پولو پر بنسټ د دغه هېواد د وژل شویو کسانو شمېر ۶۴۰ زره تنه ښوولی چې په دغو کې ۲۷۰ زره پولنډي سرتېري، د پوځي عملیاتو له امله وژل شوي ۱۲۰ زره ملکي وګړي او همدارنګه د قحطۍ او ناروغیو له امله وژل شوي نور ۲۵۰ زره ملکي وګړي شامل دي.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

سرچينې[سمول]

  1. "World War I - Killed, wounded, and missing | Britannica". Britannica.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "World War I - Killed, wounded, and missing | Britannica". Britannica.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "War Losses | International Encyclopedia of the First World War (WW1)". Encyclopedia.1914-1918-online.net. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Erlikman, Vadim (2004). Poteri narodonaseleniia v XX veke : spravochnik. Moscow. کينډۍ:ISBN.
  5. "War Losses (Africa)". 1914–1918 Online Encyclopedia. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Strachan, Hew (1999). World War I: A History. Oxford University Press. کينډۍ:ISBN p. 100
  7. Erlikman, Vadim (2004). Poteri narodonaseleniia v XX veke : spravochnik. Moscow. p. 36 کينډۍ:ISBN.
  8. Erlikman, Vadim (2004). Poteri narodonaseleniia v XX veke : spravochnik. Moscow. p. 36 کينډۍ:ISBN.
  9. Erlikman, Vadim (2004). Poteri narodonaseleniia v XX veke : spravochnik. Moscow. p. 25 کينډۍ:ISBN.
  10. Erlikman, Vadim (2004). Poteri narodonaseleniia v XX veke : spravochnik. Moscow. p. 34 کينډۍ:ISBN.
  11. Erlikman, Vadim (2004). Poteri narodonaseleniia v XX veke : spravochnik. Moscow. p. 88 کينډۍ:ISBN.
  12. Erlikman, Vadim (2004). Poteri narodonaseleniia v XX veke : spravochnik. Moscow. p. 54 کينډۍ:ISBN.
  13. "Estonian War Museum – General Laidoner Museum". esm.ee. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ جنوري ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اپرېل ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Haapala, Pertti (2014). “The Expected and Non-Expected Roots of Chaos: Preconditions of the Finnish Civil War,” in The Finnish Civil War 1918: History, Memory, Legacy, ed. Tuomas Tepora and Aapo Roselius (Leiden ; Boston: Brill Academic Pub, 2014), 36–37 کينډۍ:ISBN.
  15. "The registry of names of the war dead between 1914-1922". vesta.narc.fi. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ جولای ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Erlikman, Vadim (2004). Poteri narodonaseleniia v XX veke : spravochnik. Moscow. p. 41 کينډۍ:ISBN
  17. Fergus Campbell, Land and Revolution, Nationalist Politics in the West of Ireland 1891–1921, p. 196
  18. David Fitzpatrick, Militarism in Ireland, 1900–1922, in Tom Bartlet, Keith Jeffreys ed's, p. 392
  19. Dúchas The Heritage Service, Visitors Guide to the Gardens
  20. . Irish soldiers in the first World War: who, where and how many?.
  21. (په 2 August 2014 باندې). Irish soldiers in the first World War: who, where and how many?.
  22. Dúchas The Heritage Service, Visitors Guide to the Gardens
  23. . Irish soldiers in the first World War: who, where and how many?.