د لومړۍ نړیوالې جګړې لاملونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د لومړۍ نړیوالې جګړې د لاملونو پېژندنه د بحث وړ موضوع په توګه پاتې شوې. لومړۍ نړیواله جګړه د ۱۹۱۴ زکال د جولای په ۲۸ مه په بالکان کې پیل شوه چې د ۱۹۱۸ زکال د نومبر په ۱۱ مه پای ته ورسېده او له ځانه یې ۱۷ میلیونه مړي او ۲۵ میلیونه ټپیان پرځای پرېښول.

هغه څېړونکي چې اوږد مهال ته پام کوي، د دې موضوع د وضاحت په لټه کې دي چې ولې د واک پر سر سیالو دوو ځواکونو (د جرمني سترواکۍ او اطریش - هنګري) د روسیې سترواکۍ، فرانسې، بریتانوي سترواکۍ او وروسته هم د متحده ایالاتو پر وړاندې په ۱۹۱۴ زکال کې جګړه پیل کړه. دوی دغو فکتورونو ته د سیاسي، ځمکنیو او اقتصادي سیالیو په سترګه ګوري، نظامي کېدل چې د اتحادونو او ډلو جوړولو پېچلې شبکه وه، امپریالیزم چې د ملت پالنې پراخونکی یې بولي او همدارنګه د عثماني سترواکۍ له پاشل کېدو وروسته د قدرت تشه د دغې جګړې په لاملونو کې بولي. نور هغه اوږد مهالي لاملونه چې تر ډېره تر مطالعې لاندې نیول کېږي، ناحل شوي ځمکني اختلافات، په اروپا کې د قدرت د توازن د درک ماته، پېچلې او تیتې حکومتولۍ، له جګړې څخه په وړاندې لسیزه کې د وسلو سیالۍ او پوځي طرحې جوړول دي.[۱][۲][۳]

هغه څېړونکي چې د لنډ مهاله لاملونو په لټه کې دي، د ۱۹۱۴ زکال په اوړي تمرکز لري او پوښتنه کوي، چې آیا کېدای شي، دغه شخړې دې له منځه تللې وای، که یا هم یو شمېر نورو پېچلو لاملونو دغه چاره ناشونې کړې وه. دوی د دغې جګړې فوري لاملونه د جولای د کړکېچ پر مهال د واکمنانو او جنرالانو په فوري پرېکړو او هغه کړکېچ کې نغښتې بولي چې د اطریشي فرانتس فردیناند په ترور سره چې د بوسنیايي صربي ملت پال ګاوریلو پرینسپ له خوا د صربستان د ملت پاله سازمان له خوا یې ملاتړ کېده پیل شول. دغه کړکېچ هغه مهال زور واخیست چې د اطریش – هنګري او صربیا په جګړه کې نورو متحدینو، لکه: روسیې، جرمني، فرانسې او بالاخره بلجیم او بریتانیا ونډه واخیسته. په نورو هغه عواملو کې چې د دیپلماتیک کړکېچ پر مهال د جګړې لامل وګرځېدل، د انتانت په اړه ناسم درک (لکه دا چې جرمني باور درلود، بریتانیا به بې پلوه پاتې شي)، برخلیک پالنه چې جګړه یې حتمي بلله او همدارنګه د کړکېچ چټکتیا چې په دیپلماتیکو اړیکو کې یې د ناسم درک له امله زور واخیست، شاملېږي.[۴]

دغه کړکېچ د لویو ځواکونو (ایټالیا، فرانسې، جرمني، بریتانیا، اطریش – هنګري او روسیې) ترمنځ د اروپايي او استعماري موضوعاتو پر سر له دیپلماتیکو ستونزو سرچینه اخیسته چې له ۱۹۱۴ زکال څخه په وړاندنۍ لسیزه کې یې اندېښنې زیاتې کړې. بل پلو یو شمېرهغه عامه شخړې یې هم لامل بلل کېږي چې له ۱۸۶۷ زکال څخه وروسته، په اروپا کې د واک د توازن د له منځه تلو لامل وګرځېدې.[۵]

د جګړې د سرچینې په اړه اجماع تر اوسه نه ده رامنځته شوې، ځکه تاریخ لیکونکي د هغو د کلیدي عواملو پر سر اختلاف لري او په بېلابېلو عواملو ټینګار لري. دغه چاره د وخت په اوږدو کې طبقه بندي شوو تاریخي آرشیفونو ته د لاسرسي له امله په تاریخي استدلالونو کې بدلونونو ته اړونده ده چې د تاریخ لیکونکو د آیډیالوژیو او لیدلورو له بدلون سره ترکیب کېږي. د تاریخ لیکونکو ترمنځ ستر درز، د هغو کسانو ترمنځ مهم رول لري چې په جرمني او اطریش – هنګري کې په روانو پېښو تمرکز لري او د هغو کسانو ترمنځ چې د پرېمانه لوبغاړو او فکتورنو ترمنځ د واک په تحرکاتو تمرکز کوي. دویمي ناسمې کرښې د هغو کسانو ترمنځ شتون لري چې باور لري، جرمني په قصدي ډول یوه اروپايي جګړه طراحي کړې وه، بل د هغه کسانو ترمنځ چې باور لري چې جنګ په قصدي ډول نه و طراحي شوی، خو تر ډېره دغه ګواښ د جرمني او اطریش – هنګري له لوري رامنځته شوی و، همدارنګه د هغو کسانو ترمنځ چې باور لري، یو شمېر یا ټولو ځواکونو (روسیې، فرانسې، صربیا، بریتانیا) د جګړې په رامنځته کولو کې د دې پر ځای چې په دودیزه بڼه جګړه رامنځته شي، مهم رول لوبولی.

د جولای کړکېچ : د پېښو لړۍ[سمول]

  • د ۱۹۱۴ زکال د جون ۲۸ مه: صربستاني الحاق غوښتونکو اطریشي – هنګري آرشیدوک فرانتس فردیناندز ترور کړ.
  • د جون ۳۰ مه: د اطریش – هنګري د بهرنیو چارو وزیر کنت لئوپولد برشتولد او سترواک فرانتس یوزف هوکړه وکړه چې د صربستان اړوند د «صبر پالیسي» نوره باید پای ته ورسېږي او یو پرېکنده درېځ باید غوره شي.
  • د جولای ۵ مه: د اطریش – هنګري دیپلمات برلین ته سفر وکړ څو د جرمني په دریځ ځان پوی کړي.
  • د جولای ۶ مه: جرمني له اطریش – هنګري څخه بې قید او شرطه ملاتړ وکړ یا په دې معنی چې «سپین چک» یې ورکړ.
  • د جولای له ۲۰ مې تر ۲۳ مې نېټي: د فرانسې ولسمشر ریمون پوانکاره، سن پترزبورګ ته د رسمي سفر په ترڅ کې له خپل تزار روسي سیال سره ولیدل او د صربستان پر وړاندې یې د اطریش – هنګري د هر اقدام پر وړاندې د سخت غبرګون ښوولو غوښتنه وکړه.
  • د جولای ۲۳ مه: اطریش هنګري د خپلو محرمو څېړنو وروسته صربستان ته یو ضرب الاجل ولېږه او په هغو کې یې یو لړ غوښتنې کړې وې چې ۴۸ ساعته وخت یې درلود چې باید صربستان پرې عمل کړی وای.
  • د جولای ۲۴ مه: سر اډوارد ګرې (د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر) چې د بریتانیا د دولت په استازولۍ یې خبرې کولې له جرمني، فرانسې، ایټالیا او بریتانیا څخه (چې په صربستان کې یې مستقیمې ګټې نه لرلې) وغوښتل چې هم مهاله د سولې هڅې وکړي.[۶]
  • د جولای ۲۴ مه: صربستان د روسیې د ملاتړ ترلاسه کولو هڅه وکړه څو له صربستان سره مرسته وکړي ضرب الاجل رد کړي. جرمني په رسمي ډول د اطریش – هنګري له دریځ ملاتړ وکړ.
  • د جولای ۲۵ مه: روسي تزار د وزیرانو د شورا پرېکړه تائید کړه او روسیې د اطریش – هنګري پر وړاندې د ۱.۱ میلیونو سرتېرو بسیج کول پیل کړل.[۷]
  • د جولای ۲۵ مه: صربستان د اطریش – هنګري غوښتونو ته په نږدې بشپړه توګه د منلو ځواب ورکړ، خو د لاهې له محکمې څخه یې د قضاوت غوښتنه وکړه. اطریش – هنګري له صربستان سره خپلې دیپلماتیکې اړیکې له منځه یووړې او خپل ځواکونه یې په حرکت راوستل.
  • د جولای ۲۶ مه: د صربستان ریزرف ځواکونه په تصادفي ډول د اطریش – هنګري له Temes-Kubin پولې واوښتل.کينډۍ:Sfnp
  • د جولای ۲۶ مه: یوه ناسته مدیریت شوه چې د بریتانیا، جرمني، فرانسې او ایټالیا سفیران د کړکېچ په اړه په کې خبرې وکړي. جرمني په دغه ناسته کې د ګډون بلنه رد کړه.
  • د جولای ۲۸ مه:اطریش – هنګري د صربستان د جولای د ۲۵ مې ځواب رد کړ او د صربستان پر وړاندې یې د جګړې اعلان وکړ. د اطریش – هنګري ځواکونو حرکت پیل شو.
  • د جولای ۲۹ مه: سر اډوارډ ګری له جرمني وغوښتل، د سولې په موخه لاسوهنه وکړي.
  • د جولای ۲۹ مه: په برلین کې د بریتانیا سفیر سر اډوارد ګوش ته د جرمني لومړي وزیر خبر ورکړ چې جرمني د فرانسې پر وړاندې د جګړې په فکر کې دی او غواړي څو ځواکونه د بلجیم له لارې هلته ولېږي. هغه هڅه وکړه چې په دې اړه د بریتانیا له بې پلویتوب ځان ډاډمن کړي[۸][۹]
  • د جولای ۲۹ مه: د دغې ورځې په سهار روسیې د اطریش – هنګري او جرمني پر وړاندې د عمومي تیارسئ امر ورکړ؛ په ماښام کې تزار له قیصر ویلهلم سره له ګڼ شمېر تلګرامونو وروسته نسبي بسیج غوره کړ.
  • د جولای ۳۰ مه: د سرګی سازونوف په هڅونه د تزار له خوا د روسیې د عمومي بسیج بیاځلي امر ورکړل شو.
  • د جولای ۳۱ مه: د اطریش – هنګري د عمومي بسیج امر ورکړل شو.
  • د جولای ۳۱ مه: جرمني د جګړې مقدماتي دورې ته دننه شو او روسیې ته یې ضرب الاجل ولېږه څو په ۱۲ ساعتونو کې له عمومي بسیج لاس پر سر شي، خو روسیې هغه رد کړ.
  • د جولای ۳۱ مه: بریتانیا له فرانسې او جرمني وغوښتل چې د بلجیم له دایمي بې پلویتوب ملاتړ اعلان کړي، فرانسې هوکړه وکړه، خو جرمني ځواب ورنکړ.
  • د جولای ۳۱ مه: جرمني له فرانسې وپوښتل چې ایا د جرمني او روسیې ترمنځ په جګړه کې بې پلوه پاتې کېږي که نه؟.
  • د اګست لومړۍ نېټه: جرمني د عمومي بسیج اعلان وکړ او Aufmarsch II یې د ځواکونو د بسیج کولو مسئول وټاکه.
  • د اګست لومړۍ نېټه: فرانسې د عمومي بسیج اعلان وکړ او Plan XVII یې د بسیج مسئول وټاکه.
  • د اګست لومړۍ نېټه: جرمني د روسیې پر وړاندې د جګړې اعلان وکړ.
  • د اګست لومړۍ نېټه: تزار د قیصار د تلګرام په ځواب کې څرکنده کړه چې:« که چېرې د جرمني سفیر نن له غرمې وروسته زما له دولت سره د جګړې د اعلان یادښت زما دولت ته نه وای لېږلی، ما به په ډېرې لېوالتیا ستا وړاندیزونه منلي وای».
  • د اګست ۲ مه: جرمني او عثماني سترواکۍ یوه پټه هوکړه وکړه چې له مخې یې د عثماني سترواکي او جرمني اتحاد رامنځته شو.[۱۰]
  • د اګست ۳ مه: فرانسې د بې پلویتوب په اړه د جرمني غوښتنه رد کړه.[۱۱]
  • د اګست ۳ مه: جرمني د فرانسې پر وړاندې د جګړې اعلان وکړ او بلجیم ته یې وویل چې: هغوی به بلجیم «د دښمن په توګه وګڼي، که چېرې له خپل قلمرو څخه د جرمني ځواکونو د آزاد تېرېدو اجازه ورنه کړي».
  • د اګست ۴ مه: جرمني د شلیفن له طرحې څخه په الهام تهاجمي عملیات پیل کړل.
  • د اګست ۴ مه (نیمه شپه): بریتانیا جرمني ته د بلجیم د بې پلویتوب څخه د ملاتړ اړوند د ګواښ ځواب ترلاسه نه کړ او د جرمني پر وړاندې یې د جګړې اعلان وکړ.
  • د اګست ۶ مه: اطریش – هنګري د روسیې پر وړاندې د جګړې اعلان وکړ.
  • د اګست ۲۳ مه: جاپان د انګلیس-جاپان د هوکړې په درناوي، د جرمني پر وړاندې د جګړې اعلان وکړ.
  • د اګست ۲۵ مه: جاپان د اطریش – هنګري پر وړاندې د جګړې اعلان وکړ.

سرچينې[سمول]

  1. Van Evera, Stephen (Summer 1984). "The Cult of the Offensive and the Origins of the First World War". International Security. 9 (1): 58–107. doi:10.2307/2538636. JSTOR 2538636. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Fischer, Fritz (1975). War of illusions: German policies from 1911 to 1914. Chatto and Windus. د کتاب پاڼې 69. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-3930-5480-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Sagan, Scott D. (Fall 1986). "1914 Revisited: Allies, Offense, and Instability". International Security. 11 (2): 151–175. doi:10.2307/2538961. JSTOR 2538961. S2CID 153783717. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Henig, Ruth (2006). The Origins of the First World War. Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-134-85200-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Lieven, D. C. B. (1983). Russia and the Origins of the First World War. St. Martin's Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-312-69611-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. H E Legge, How War Came About Between Great Britain and Germanyکينډۍ:Full citation needed
  7. McMeekin, Sean (4 July 2013). July 1914: Countdown to War. Icon Books Limited. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781848316096 – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Joll, James; Martel, Gordon (5 November 2013). The Origins of the First World War. Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781317875369 – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "The Willy-Nicky Telegrams - World War I Document Archive". wwi.lib.byu.edu. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "The Treaty of Alliance Between Germany and Turkey 2 August 1914". Avalon Project. Lillian Goldman Law Library, Yale Law School. 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Taylor, A.J.P. (1954). The Struggle for Mastery in Europe, 1848-1918. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 524. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-822101-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)