د لومړۍ نړیوالې جګړې د منځني ختيځ صحنه
د لومړۍ نړيوالې جګړې د منځني ختيځ صحنه د ۱۹۱۴ز کال د اکتوبر د نهه ويشتمې او د ۱۹۱۸ز کال د اکتوبر د دېرشمې نېټې تر منځ د يو لړ کارونو شاهده وه. په يو لوري کې جګړه کوونکي عثماني سترواکي (د کردانو او اکثريت عربانو په ګډون) وه چې د ځينو نورو مرکزي ځواکونو مرسته هم ورسره وه، بل لوري ته يې برتانويان (د يهوديانو، يونانيانو، اشوريانو او ځينو عربي قبايلو او دولتونو په ګډون، د برتانوي سترواکۍ لاندې هندوستانيان هم د هغوی ملاتړي وو)، روسان (چې ارمينيايان او اشوريان يې مرستندويان وو) همدا راز فرانسويان و چې دوی ټول متحد قوتونه وو. پنځه مهمې جګړې موجودې وې: د سيناء او فلسطين جګړه، د بین النهرين جګړه، د قفقاز جګړه، پارسي جګړه او د ګاليپولي جګړه. ګڼې کوچنۍ جګړې هم موجودې وې: عرب جګړه او د سويلي عرب جګړه.
دواړو خواوو په سيمه کې نامتناسب سيمه ييز ځواک څخه کار واخيست. د متحدينو په لور کې عربان وو، چا چې په عربي بغاوت کې برخه واخېسته او ارمينيايي مليشه، کومو چې د ارمينيايي نسل وژنې پر مهال په ارمينيايي مقاومت کې برخه اخېستې وه؛ تر څنګ يې ارمينيايي رضاکار واحدونه، ارمينايي مليشې په ۱۹۱۸ز کال کې د ارمينيا د لومړي جمهوريت ارمينيايي قول اردو جوړ کړ. سربېره پر دې اشوريان د اشوري نسل وژنې څخه وروسته له متحدينو سره يو ځای شول، کوم چې د اشوري رضاکارانو او زموږ کوچني متحد په نوم پېژندل کېدل. دې صحنې د جګړې په ټولو صحنو کې تر ټولو زياتې سيمې ته پوښښ ورکړی و.[۱][۲]
په دې صحنه کې د روسيې ګډون د «ايرزنکن» (د ۱۹۱۷ د ديسمبر ۵) د اوربند په پايله کې ختم شو، له کوم وروسته چې د « Brest-Litovsk» (د ۱۹۱۸ د مارچ ۳) د تړون د شرايطو سره سم روسي انقلابي حکومت له جګړې څخه په شا شو. ارمينيانو د «ترابازون» سولې کنفرانس (۱۹۱۸ مارچ ۱۴) کې ګډون وکړ، د کوم په پايله کې چې د ۱۹۱۸ز کال د جون په څلورمه نېټه د «باتوم» تړون وشو. د ۱۹۱۸ز کال د اکتوبر په دېرشمه نېټه عثمانيانو له متحدينو سره د مودروس اوربند ومانه او د ۱۹۲۰ز کال د اګست په لسمه نېټه يې د «Sèvres » تړون لاسليک کړ له هغې وروسته د ۱۹۲۳ز کال د جولای په څلوروېشتمه نېټه لوزان تړون تر سره شو.
موخې
[سمول]عثمانيان او مرکزي ځواکونه
[سمول]عثماني سترواکي د يو پټ عثماني-الماني اتحاد له لارې له مرکزي ځواکونو سره يو ځای شوه، په کوم اتحاد چې د ۱۹۱۴ز کال د اګست په دويمه نېټه لاسليک شوی و. په قفقاز کې د عثماني سترواکۍ مهمه موخه د هغو سيمو بېرته تر لاسه کول وو، کومې يې چې د روسيې-ترکيې د جګړې (۱۸۷۷-۱۸۷۸) پر مهال له لاسه ورکړې وې، په ځانګړي ډول ارټيوين، اردهان، کارس او د باتوم بندرګاه. په دې سيمه کې برياليتوب روسيه اړ کوله چې له پولنډي او ګاليشيايي محاذونو څخه پوځونه لرې کړي.[۳][۴]
له عثماني سرتېرو سره الماني سلاکارانو له همدې امله د دې جګړې ملاتړ وکړ. له اقتصادي ليدلوري څخه، د عثمانيانو يا المانيانو ستراتيژيکه موخه دا وه چې د کسپين بحېرې په شا اوخوا کې د هايډرو کاربن له سرچینو څخه د روسيې لاسونه لنډ کړي.[۵]
د لومړۍ نړیوالې جګړې په پيل سره المانيانو د ختيځ لپاره يوه استخباراتي اداره جوړه کړې وه. دا اداره د استخباراتي معلوماتو په راټولولو او په فارس، مصر او افغانستان کې تخريبي ماموريتونو کې ښکېله وه، څو وکولای شي د انګريز-روسيې تړون له منځه يوسي. د عثمانيانو د جګړې وزير انور پاشا ادعا کړې چې که د پارس په مهمو ښارونو کې روسانو ته ماتې ورکړای شوې وای، نو اذربايجان او همدا راز منځني ختيځ او د قفقاز پر لور به يې لاره پرانيستې وای.[۶][۷]
که دا نوي ملتونه د لوېديځ له اغېز څخه لېرې کول و، نو انور د دې نويو منځ ته راغليو ترکي دولتونو تر منځ د همکارۍ ليد درلود. د انور طرحه د اروپايي ګټو سره په ټکر کې وه، کومه چې د ګڼو مهمو امپرياليستي ځواکونو تر منځ د هلو ځلو په توګه منځ ته راغله. عثمانيانو همدا راز له هندوستان سره او هم د سويس کانال له لارې له ختيځ سره د انګريزانو اړيکې هم وګواښلې. المانيانو هيله درلوده چې دا کانال د مرکزي ځواکونو په ګټه ونيسي، يا لږ تر لږه د متحدينو له خوا د مهمې بېړۍ چلونې د لارې په توګه د کارولو په مخ کې خنډ پيدا کړي.
متحدين
[سمول]برتانيه
[سمول]له برتانويانو سره وېره وه چې کېدای شي عثمانيان بريد وکړي او د منځني ختيځ (او وروسته کسپين) د تيلو زېرمې ونيسي. د برتانيې شاهي سمندري ځواکونه په سويلي پارس کې د پتروليمو د زېرمو په تېلو متکي وو، کومو زېرمو ته چې د برتانيې په واک کې انګلو-پارسي د تېلو شرکت ځانګړی لاسرسی درلود.[۸]
د اکسفرډ تاريخ پوه (او د پارملان محافظه کار غړی) « J.A.R. Marriott»د نژدې ختيځ او بالکان د صحنې لپاره د تګلارې په اړوند د برتانيې د بحثونو لنډيز په دې ډول وړاندې کړی دی:
په دې صحنه کې جګړه ډېرې ستونزې ښيي او ډېرې پوښتنې وړاندې کوي. ايا په خپل وخت د ځواک په ښودلو سره ترکانو له برتانيې او فرانسې سره خپلې لرغونې اړيکې پر ځای ساتلای شوې؛ ايا د ډېرې ځيرکې ديپلوماسۍ سره د بلغاريې دوښمنۍ مخه نيول کېدای شوای او د يونان همکاري به خوندي وای؛ ايا د متحدو قواوو له خوا د پوځي مداخلې سره له سربيا او مونټي نيګرو څخه ظالمانه ګوزارونه اړول کېدای شوای؛ ايا د دردنيل جګړه يواځې په عملي کېدو کې نيمګړط وه يا په تصوراتي ډول هم سمه نه وه، ايا رومانيه ډېره وروسته راغله يا يې ډېر ژر او په ناسم لوري حرکت وکړ.[۹]
روسيه
[سمول]روسانو د قفقاز محاذ ته د ختيځ محاذ په پرتله په فرعي حيثيت کتل. دوی په قفقاز کې له يوې داسې جګړې څخه اندېښمن وو چې موخه يې د «کارس»، کوم چې د روسيې-ترکي جګړې (۱۸۷۷-۱۸۷۸) پر مهال له عثماني سترواکۍ څخه نيول شوي و او د باتوم بېرته نيول و.[۱۰]
د ۱۹۱۵ز کال د مارچ په مياشت کې، کله چې د روسيې د بهرنيو چارو وزير «سرګی سازونوف» د برتانيې له سفير «جورج بوکانن» او فرانسې له سفير «موريس پيلولوګ» سره وکتل، نو هغه وويل چې له جګړې وروسته پايدلي جوړجاړي د عثماني سترواکۍ د پلازمېنې قسطنطنيې، د باسفورس ابناوې او دردنيل، د مارمارا سمندرګي، سويلي تراکيه د «اينوس-ميډيا» تر ليکې پورې، همدا راز د باسفورس، سکاريا سمندر او د ايزمت د ابنا سره نژدې د يوې نا مشخصې نقطې تر منځ د تورسمندرګي د اناتوليا د څنډو پر ځينو برخو د روسيې د بشپړ واک غوښتنه کړې وه. د روسيې امپرياليستي حکومت اراده درلود چې د شمالي اناتوليې او استامبول د مسلمانانو پر ځای هلته زیات باوري قزاقان ځای پر ځای کړي.[۱۰]
ارمينيايان
[سمول]ارمينيايي ملي خپلواکۍ خوځښت د ارمينيا په لوړو سيمو کې د يو ارمينيايي دولت د جوړولو هڅه وکړه. ارمينيايي انقلابي فدراسون وروسته په جګړه کې دا موخه تر لاسه کړه، کله يې چې د ۱۹۱۸ز کال د مۍ په مياشت کې په نړيواله کچه پېژندل شوی لومړی جمهوريت جوړ کړ. له دې وړاندې په ۱۹۱۵ز کال کې، د لوېدېځې ارمينيا اداره او وروسته د غره ييزې ارمينيا جمهوريت د ارمينيايي هستو له خوا اداره کېدل، په داسې حال کې چې د مرکزي کاسپين ديکتاتوري د ارمينيا په ګډون منځ ته راغلې وه. د دې هستو له منځه يوه هم تلپاتې نه شوه.
عربان
[سمول]مرکزي لوبغاړی د حجاز د سلطنت د مشر په توګه پاچا حسين و. نوموړي د هغه څه مشري کوله، کوم څه چې اوس د عرب پاڅون په نوم يادېږي، د کوم اصلي موخې چې خپله واکمني او په سیمه باندې د عثماني واکمنۍ پای ته رسول و.
سرچينې
[سمول]- ↑ Wigram, William Ainger (1920). Our Smallest Ally ; Wigram, W[illiam] A[inger] ; A Brief Account of the Assyrian Nation in the Great War. Introd. by General H.H. Austin (in انګليسي). Soc. for Promoting Christian Knowledge.
- ↑ Naayem, Shall This Nation Die?, p. 281
- ↑ Hinterhoff, Marshall Cavendish Illustrated Encyclopedia, pp. 499–503
- ↑ The Treaty of Alliance Between Germany and Turkey Archived 16 November 2001 at the Library of Congress 2 August 1914
- ↑ The Encyclopedia Americana, 1920, v.28, p. 403
- ↑ Popplewell, Richard J (1995), Intelligence and Imperial Defence: British Intelligence and the Defence of the Indian Empire 1904–1924, Routledge, ISBN 0-7146-4580-X, خوندي شوی له the original on 26 March 2009, بياځلي په 4 April 2009
- ↑ Richard James Popplewell. Intelligence and Imperial Defence: British Intelligence and the Defence of the Indian Empire, 1904–1924 Psychology Press, 1995 ISBN 071464580X p. 176
- ↑ The Encyclopedia Americana, 1920, v.28, p. 403
- ↑ J. A. R. Marriott, Modern England: 1885–1945 (4th ed. 1948) p. 365
- ↑ ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ R. G. Hovannisian. Armenia on the Road to Independence, 1918, University of California Press, Berkeley and Los Angeles, 1967, p. 59