د لومړۍ نړيوالې جګړې پر مهال د جرمني تاريخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د لومړۍ نړيوالې جګړې پر مهال د جرمني سترواکي يو له مرکزي ځواکونو څخه وه. دې سترواکۍ وروسته له هغې په جګړه کې ګډون پيل کړ، چې متحد يې اطريش – هنګري د سربيا پر وړاندې جګړه اعلان کړه. جرمني ځواکونو په ختيځ او لويديځ دواړو جبهو کې له متحدينو سره جګړه وکړه، که څه هم جرمني سيمه په ۱۹۱۴ ز کال کې د يوې لنډې دورې څخه پرته، د جګړې په ډېره موده کې له پراخ بريد څخه يو څه خوندي پاتې شوه. ياده لنډ مهاله موده پر ختيځ پروس باندې د بريد وخت و. د شاهي سمندري ځواک (Royal Navy) له لوري سخت لار بنديز [محاصره] ولګول شوه، چې په ښارونو کې د خوړو توکو د سخت کمښت سبب شو، په ځانګړي ډول د ۱۷-۱۹۱۶ ز کلونو په ژمي کې، چې د ټېپر ژمي (Turnip Winter) په نوم پېژندل کېږي. د جګړې په پای کې د جرمني ماتې او پراخه نامتو ناخوښي د ۱۹۱۹-۱۹۱۸ ز کلونوجرمني اوښتون (German Revolution of 1918-1919) ز کال لامل شو، چې پاچهي( سلطنت) يې له منځه يووړ او د Weimar جمهوريت يې رامنځته کړ. )

کتنه[سمول]

جرمني وګړو په ۱۹۱۴ ز کال کې د جګړې خپرېدنې ته د اروپا په نورو هېوادونو کې د وګړو په ورته لاره چاره کې د احساساتو په يو پېچلي يو ځای کولو سره ځواب ورکړ. د څرګندې لېوالتيا نظريې چې د ۱۹۱۴ ز کال د روح په توګه پېژندل کېږي، د يو څه وروستيو پوهو په واسطه ګواښل شوې وې. جرمني حکومت چې د Junkers له لورې اداره کېده، جګړې ته له داسې ليد څخه وکتل، چې په واسطه يې د دښمن ځواکونو يعنې فرانسې، روسيې او بریتانيې له لورې احاطه کېدل پای ته ورسوي. جګړه د ملت لپاره د دې موکې په توګه د جرمني دننه راوړل شوه، چې لکه څرنګه چې د باندينيو چارو وزير Bernhard von Bulow ځای پر ځای کړی دی «تر لمر لاندې زموږ ځای» خوندي کړي، چې د عامو خلکو له منځه يې شته ملت پالنې په اسانۍ سره ملاتړ وکړ. د جرمني رامنځته کېدنې هيله څرګنده کړه، چې جګړه به عام ولس د پاچهۍ تر شا يو ځای کړي او د جرمني د سوسيال ديموکراتيک [ټولنيز ولسواک] ګوند د ناڅاپي ودې له لوري لګول شوی ګواښ به لږ کړي، چې له جګړې څخه مخکې په Reichstag کې د Kaiser تر ټولو سيمه ژبنی يا فصيح کره کتونکی و. په دويم نړيوال (Second International) کې د خپل غړيتوب تر څنګ، د جرمني د سوسيال ديموکراتيک ډلې له لنډ مهالي حکومت سره خپلې ستونزې حل کړې او د جګړې د هڅې د ملاتړ په موخه يې د نړيوال اصالت خپل اصول پرېښودل. د جرمني دولت د جګړې پر مهال ۱۷۰ بېليون مارکس [پولي واحد] مصرف کړل. يادې پيسې له بانکونو څخه د پور اخيستلو او د عمومي ګمرکي او مالياتي ډاډ پر مخ وړلو په واسطه پورته شوې. د مېخونو نمونه يي پېر، چې عمومي لرګينو صليبونو [چليپا] ته لېږدول کېده، اشرافي حکومت او منځنی ټولګی [خلک] د ګمرکي او مالياتي ډاډونو يا bonds پېرلو ته وهڅول. ياده ډاډونه د ۱۹۲۳ ز کال د پيسو په لوړ پړسوب يا انفلاسيون سره بې ارزښته شول. [۱]

په چټکۍ سره روښانه شوه، چې جرمني د څو مياشتو څخه زياتې جګړې ته چمتو نه و. په لومړيو کې د جګړې د وخت لپاره د اقتصاد د منظمولو په موخه لږه هڅه وشوه او د جرمني جګړې اقتصاد به د جګړې په وختونو کې په بد ډول تنظيم شوی پاتې شي. دې هېواد د خوراکي توکو او اومه موادو پر رالېږباندې تکيه وکړه، چې د جرمني د برتانوي بنديز لګونې له امله ودرېد. په لومړيو کې د خوراکي توکو بيې ټاکلې وې او وروسته د خرڅ ورکولو خپرونه دود شوه. په ۱۹۱۵ ز کال په تش په نوم Schweinemord کې ۵ ميليونه خوګان د خړو د توليد او غلو جاتو د ساتلو په موخه په ټوليز ډول ووژل شول. د ۱۷/۱۹۱۶ کال ژمي يې ځکه د ټيپر ژمی نوماوه، چې د الوګانو درمند کمزوری و او خلکو د ناخوښه خوند لرونکو ټېپرو په ګډون د ژوو خواړه وخوړل. د ۱۹۱۴ له اګسټ څخه د ۱۹۱۹ تر نيمايي پورې د ناسم مړښت، د ستړيا لوړې کچې، ناروغۍ او مايوسۍ له امله د مرګونو زياتوالی د سوله ايز وخت په پرتله نږدې ۴۷۴۰۰۰ ملکيانو ته ورسېد. [۲][۳]

حکومت[سمول]

د Konard H. Jarausch په نوم د ژوندليکوني د نظر له مخې: د ۱۹۱۴ ز کال په جولای کې د Bethmann Hollweg لپاره يوه بنسټيزه اندېښنه د روسي ځواک ثابته وده او د بریتانوي او فرانسوي نظامي ګډو مرستو مخ پر وده نږدېوالی و. تر ذکر شويو حالتونو لاندې نوموړي د هغه څه د پرمخ وړلو پرېکړه وکړه، چې نوموړي د سربستان پر وړاندې په يوه کوچنۍ کچه سيمه یيزه جګړه کې د Vienna بېرته په شا کولو په موخه يو شمېرلی ګواښ انګېره. نوموړي ګومان وکړ چې فرانسه به د روسيې ملاتړ ونه کړي. دا فکر هغه وخت بې پايلې شو، چې د عمومي سمبالونې په اړه پرېکړه وکړه او خپل سور پوځ يې د کمزورې چمتو شوې پر وړاندې د چټکې بریا په موخه د Schlieffen پلان د کارولو د موکې غوښتنه وکړه. د بلجيم له لارې د بريد په واسطه جرمني د انګليستان د رانغاړلو په موخه جګړه پراخه کړه. [۴]

کړکېچ د ۱۹۱۴ ز کال د جولای په ۵ مه نېټه هغه مهال زيات شو، چې د ملګرتيا لپاره د اسټرو - هنګري د باندينيو چارو د وزير د غوښتنې په ځواب کې د Count Hoyos Mission [پوځي ماموريت دی] برلين ته راورسېد. Bethmann Hollweg ته ډاډ ورکړل شو، چې بريتانيا به د اروپايي ځواکونو د وېرېدونکو سياسي پړاوونو تر منځ نه راځي. که څه هم، د دې انګېرنې په اړه يووالي اطريش وهڅاوه، چې د سربستان د امتيازونو غوښتنه وکړي. د نوموړي اصلي اندېښنه د روسيې د پولې نظامي تمرينونه وو، چې د نوموړي د سفيرانو له لورې هغه مهال لېږدول شوي وو، چې Raymong Poincare په خپله سينت پيټرزبرګ ته يو پټ ماموريت چمتو کاوه. نوموړي Count Sergey Sazonov ته وليکل چې: «د روسيې د سمبالونې معيارونه به موږ سمبالولو ته اړ کړي او له دې وروسته به بيا په سختۍ سره د اروپايي جګړې مخنيوی وشي». [۵]

د ۱۹۱۴ ز کال د جون پر ۲۸ مه په Sarajevo کې د Archduke Franz Ferdinand له وژنې څخه وروسته Bethmann Hollweg او د نوموړي د باندينیو چارو وزير Gottlieb von Jagow د سربستان پر وړاندې د اطريش چارو ته له پاملرنې پرته، د جرمني د نامشروط ملاتړ په اړه د اطريش – هنګري ته په ډاډ ورکولو کې د الې په ډول کارېدونکي وو. هغه مهال چې Grey د اطريش – هنګري او سربستان تر منځ د منځګړيتوب وړانديز کاوه، Bethmann Hollweg له اطريش – هنګري څخه وغوښتل، چې پر سربستان باندې بريد وکړي او په دې ډول يې په بریتانوي پيغام کې ګوتې ووهلې [په پټه] او د ليک وروستۍ کرښه يې ړنګه کړه: «همدارنګه دلته ټوله نړۍ هڅېدلې ده او زه مې له خپلو مرستندويانو [همکارانو] څخه اورم، چې د حالت کیلې په برلين کې پرته ده او دا چې، که چېرې برلين په رښتيا سره سوله غواړي، نو دا به Vienna د يوې بې ځايه زړورې تګلارې له څارلو څخه منع کړي.[۶]

کله چې Wilhelm د جولای په ۲۶ مه ماښام ناوخته Potsdam تمځای ته ورسېد، له يو رنګ الوتي [ژيړ]، هيجاني او يو څه وېرېدلي صدراعظم سره يې وکتل. د Bethmann Hollweg اندېښنه د تتې جګړې له ګواښونو څخه نه؛ بلکې هغه وخت د Kaiser له غوسې څخه د نوموړي وېره وه، چې د نوموړي د غولونو کچه ښکاره شوه. هغه ته د Kaiser لومړنۍ خبرې په مناسب ډول بې ادبه وې: «دا هر څه څنګه وشول» صدراعظم د تشرېح د هڅې پر ځای د بښنې له لارې خپله استعفا وړاندې کړه، Wilhelm رد کړه او له ځان سره وډونګېده: «تاسې دا قورمه پخه کړې ده او اوس به يې همدا تاسې خورئ». [۷]

سرچينې[سمول]

  1. Jeffrey Verhey, The Spirit of 1914: Militarism, Myth and Mobilization in Germany (Cambridge U.P., 2000).
  2. N.P. Howard, "The Social and Political Consequences of the Allied Food Blockade of Germany, 1918-19," German History (1993), 11#2, pp. 161-88 online p. 166, with 271,000 excess deaths in 1918 and 71,000 in 1919.
  3. Strachan, Hew (1998). World War 1. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 125. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780198206149. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Konrad H. Jarausch, "The Illusion of Limited War: Chancellor Bethmann Hollweg's Calculated Risk, July 1914." Central European History 2.1 (1969): 48-76.
  5. Trachtenberg, Marc. "The Meaning of Mobilization in 1914." International Security 15#3 (1990), pp. 120–50, https://doi.org/10.2307/2538909.
  6. Fritz Fischer, "1914: Germany Opts for War, 'Now or Never'", in Holger H. Herwig, ed., The Outbreak of World War I (1997), pp. 70-89 at p. 71.online Archived 2022-01-29 at the Wayback Machine.
  7. Butler, David Allen (2010). The Burden of Guilt: How Germany Shattered the Last Days of Peace, Summer 1914. Casemate Publishers. د کتاب پاڼې 103. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781935149576. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جولای ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)