Jump to content

د لومړۍ نړيوالې جګړې اقتصادي تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د لومړۍ نړيوالې جګړې په اقتصادي تاريخ، د لومړۍ نړيوالې جګړې (1914-1918) پر مهال کارول شويو لارو چارو تر څنګ له جګړې څخه وروسته اړوندو موضوعاتو، لکه د جګړې پورونو او تاوانونو (جبران/غرامت) ته پوښښ ورکوي. همدا راز د کار، صنعت، او کرنې خوځښت ته هم پوښښ ورکوي، چې د اقتصادي ناکامۍ لامل وګرځېدل. په دې کې اقتصادي جګړه هم تر بحث لاندې نيول شوې ده لکه د المان محاصره (لارې بندول، ځانګړي ډول اقتصادي برخه کې)، او يو شمېر نور موضوعات چې له اقتصاد سره نږدې اړيکې لري، لکه د ترانسپورت پوځي موضوعات. د پراخه ليدلوري لپاره د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال کورنۍ محاذ ته مراجعه وکړئ.

په 1914ز کال کې ټولو قدرتونو د لنډې جګړې تمه درلوده؛ هيڅ يو يې د خوراکي توکو د زېرمو او خامو توکو په څېر، د اوږدې جګړې لپاره اقتصادي چمتوالي نه و نيولي. څومره چې جګړه اوږدېده، هومره متحدو قدرتونو زياته ګټه ترلاسه کړه، لامل يې پراخه، ژورو، ډېرو هر اړخيزو اقتصادونو او نړيوالو توکو ته د هغوی ښه لاسرسی و. لکه چې «سټيفن براډبيري» او «مارک هيريسن» دې پايلې ته رسېدلي دي، چې د 1914ز کال په وروستيو کې يو ځلې جمود منځ ته راغی: "د خطر منلو، تېروتنو د بيې جذب کولو، زیانونو د ځای ډکولو، او ډېرې مقداري پياوړتيا راټولولو په برخه کې د متحدو قدرتونو ډېرې وړتيا، بالاخره توازن د المان پر ضد وګرځاوه".[۱]

متحدو قدرتونو ډېره زياته احتمالي شتمني درلوده، چې پر جګړه يې لګولای شوه. يو اټکل (د 1913 د امريکايي ډالرو په کارولو سره) دا دی چې متحدو قدرتونو په جګړه 147 ميليارده ډالره مصرف کړي دي، او مرکزي قدرتونو يوازې 61 ميليارده ډالره مصرف کړي و، خو المان د «راينلينډ« په سيمه کې تر ټولو زياته صنعتي ډله راټوله کړې وه. د متحدو قدرتونو په منځ کې، برتانيې او د هغې سترواکۍ اوه ويشت ميليارده امریکايي ډالر (امریکا د جګړې له پيل وروسته شامله شوه) لګولي و، په داسې حال کې چې مرکزي قدرتونو کې المان پنځه څلوېښت ميليارده ډالر لګولي و.[۲]

ټولې جګړې د يو شريک هدف لپاره د ټولو هېوادونو د سرچينو د يوځای کولو غوښتنه کوله. بايد بشري ځواک لومړيو لیکو ته لېږدول شوی وای (له متحده ايالاتو او برتانيې پرته ټولو قدرتونو سره شته لويې رزول شوې زېرمې يوازې د دې لباره جوړې کړې وې). له ليکو شاته کاري ځواک بايد د کمو اړينو فعاليتونو څخه لېرې کړای شوی وای، چې د ټولې جګړې په اوږدو کې ښه هوسا وو. په ځانګړي ډول، د مرميو، ټوپکونو، جنګي بېړيو، جنګي لباسونو، الوتکو، او د زړو او نويو سلګونه نورو وسلو د چمتو کولو لپاره د وسلو د پراخه صنعتونو جوړول اړين و. کرنې بايد ولسي وګړو او پوځيانو (په کومو کې چې یو شمېر يې کروندګر وو چې بايد ښځو، ماشومانو او عمر خوړلو د هغوی ځای نيولی وای، چې اوس يې د څارويو له مرستې پرته کار کاوه) او اسونو ته د وسايلو د لېږدولو لپاره خواړه چمتو کړای وای. ترانسپورت یوه عمومي ننګونه وه، په ځانګړي ډول کله چې برتانيې او المان هر يو د دوښمن پر لور تلونکو سوداګريزو سمندري بېړيو د مخنيوي هڅه وکړه. مالي تمويل يوه ځانګړې ننګونه وه. المان مرکزي قدرتونو ته مالي تمويل چمتو کاوه. برتانيې تر 1916ز کال پورې متحدينو ته مالي تمويل برابر کړ، کله چې له هغوی سره پيسې ختمې شوې، او له متحده ايالاتو څځه پور اخيستلو ته اړ شول. متحده ايالاتو په 1917ز کال کې د پورونو په ورکولو سره د متحدو قدرتونو سمبالښت په لاس کې واخيست، چې له جګړې وروسته يې د دې پورونو په تاديه کولو ټينګارکاوه. بريمنو متحدينو په 1919ز کال کې المان ته د ماتې ورکولو لپاره د غرامت تاديه کول غوښتل، کومو چې کولای شول د دوی يو شمېر لګښتونه پوره کړي. تر ټولو زيات، اړينه وه چې دا تحرک په داسې ډول پر مخ یوړل شی، چې د خلکو لنډ مهالی باور پر ځای وساتل شي، د سياسي ادارې اوږدمهالي ځواک پر ځای پاتې شی، او د ولس اوږدمهالې اقتصادي روغتيا خوندي شي.[۳]

اروپا

[سمول]

د درې متحدو قوتونو (برتانيې، ايټاليې او متده ايالاتو) لپاره ناخالص کورنی توليد (GDP) زيات شو، خو په فرانسه او روسيه، بې پرې نيدرلینډ، او درې مهمو مرکزي قدرتونو کې کمښت راغی. د اتريش، روسيې، فرانسې او عثماني سترواکۍ په GDP کې کمښت له 30 څخه تر 40٪ پورې ورسېد. د بېلګې په ډول په اتريش کې، ډيری خنزيران ذبح کړای شول، له همدې امله د جګړې په پای سره هلته غوښه نه وه.

لوېديځ محاذ په چټکۍ سره ثبات پيدا کړ، او نږدې له څو سوه ګزو څخه ډېر حرکت پکې نه و. له دواړو اړخونو څخه ډېر لګښت د توپخانې په مرميو وشو، چې په جګړه کې تر ټولو ستره وسله وه. له دې امله چې دا محاذ ډېر باثباته و، دواړو خواوو د اور ګاډي پراخه شبکه جوړه کړه، چې لومړيو ليکو ته يې په يوه يا دوه ميلونو کې مهمات رسولای شول، وروستيو لېږدونو لپاره په اسونو له کش کېدونکو بګيو کار اخيستل کېدو. په «ورډن» کې د لسو مياشتو جګړې پر مهال، فرانسويانو او المانيانو په ټوليز ډول شا اوخوا لس ميليونه مرمۍ ويشتې وې، چې وزن يې 1.4 ميلیونه ټنه فولادو ته رسېدو.[۴]

متحدين

[سمول]

د U-boats (د المانيانو یو ډول جنګي اوبتلونه وو) په مرسته د المانيانو ځوابي محاصره د قافلې د سيستم او پراخه کچه امريکايي بېړۍ جوړولو سره له ماتې سره مخ شوه. برتانيې د خپلو ډېرو متحدينو جنګي لګښتونه تاديه کړل، تر دې چې پيسې ورسره ختمې شوې، بيا يې مسئوليت متحده ايالاتو واخيست، چې دا متحدينو او تر څنګ يې برتانيه هم تمويلوله.[۵]

انګلستان

[سمول]

اقتصاد (د GDP له پلوه) له 1914 څځه تر 1918ز کال پورې په خدمت کې د ډېرو افرادو د نه شتون سره سره شا اوخوا 7٪ وده وکړه؛ د دې په پرتله د المان اقتصاد 27٪ کم شو. د جګړې پر مهال، په پراخه کچه د جګړه ييزو وسايلو د بيا وېش سره د ملکيانو استهلاک کم شو. په GDP کې د دولت برخه په 1913ز کال کې 8٪ څخه لوړه او په 1918ز کال کې 38٪ ته ورسېده (چې په 1943ز کال کې له 50٪ سره پرتله شي).[۶]

په 1915-16ز کلونو کې د دې وېرې سره سره چې د جګړه ييزو وسايلو په تولید کې کمښت منځ ته راغلی و، په اوږد مهال کې توليد له مناسب څخه هم زيات و. د توپخانې کلنی توليد په 1914ز کال کې له 91 ټوپکونو څخه لوړ او په 1918ز کال کې 8039 ته ورسېد. جنګي الوتکې په 1914ز کال کې له 200 څخه زیاتې په 1918ز کال کې 3200 ته ورسېدې، په داسې حال کې چې د اتومات ټوپکونو توليد له 300 څخه زیات تر 121000 ته ورسېد. د جګړه ييز وسايلو په چمتوالي کې د ابتدايي ناکاميو له امله په جنګي توليد کې د برتانيې د حکومت بشپړه مداخله منځ ته راغله. دې کنترول د برتانيې په صنعت کې تر 1918ز کال پورې شا اوخوا څلور ميليونه ټوپکونو، 250000 اتومات ټوپکونو، 52000 الوتکو، 2800 ټانکونو، 25000 ټوپخانې دستګاوو او له 170 ميلیونه څخه زياتو توپ مرميو په چمتو کولو کې مرسته وکړه.[۷][۸]

په 1915ز کال کې، د انګلستان او فرانسې مالي کميسیون د خصوصي امریکايي بانکونو څخه د 500 ميلیونه ډالرو پور اخيستلو پر سر توافق وکړ. تر 1916ز کال پورې، برتانيې د دې سترواکۍ ډېر جګړه ييز لګښتونه، د ټولې ايټاليې او د فرانسې او روسيې د دوه برخو جګړه ييزو لګښتونو سربېره، کوچني هيوادونو ته هم مالي تمويل برابراوه. له دې وروسته د سرو زرو زېرمې، له هېواده بهر پانګونه، او خصوصي پانګه پای ته ورسېده، او برتانيه اړ شوه چې په 1917-18ز کلونو کې د متحده ايالاتو له خزانې څخه څلور ميليارده ډالره پور واخلي. د امریکا خامو توکو او خوړو لېږدولو له برتانيې سره مرسته وکړه چې د خپل توليد وړتيا پر ځای وساتي، او خپل ځان او خپل پوځ ته خواړه چمتو کړي. دا مالي تمويل په عموم کې بریالی و، ځکه چې د ښار پياوړی مالي حالت د انفلاسیون (قیمتي يا دپيسو پړسوب) زيانونو اغېزې کمې کړې، چې دا وضعيت په المان کې د ډېر خرابه وضعيت په عکس و. په ټوليز ډول له 1914 څخه تر 1919ز کال پورې، د مصرف کونکو په استهلاک کې 18٪ کمښت منځ ته راغی.[۹][۱۰][۱۱][۱۲]

سرچينې

[سمول]
  1. Stephen Broadberry and Mark Harrison, eds. The Economics of World War I (2005) ch 1 online p 2
  2. H.E. Fisk, The Inter-Allied Debts (1924) pp 13 & 325 reprinted in Horst Menderhausen, The Economics of War (1943 edition), appendix table II
  3. Gerd Hardach, First World War: 1914–1918 (1981)
  4. John Horn, ed. Companion to World War I (2012) pp 58, 218
  5. David Stevenson, With Our Backs to the Wall: Victory and Defeat in 1918 (2011) pp 350–438
  6. Niall Ferguson, The Pity of War (1998) p 249
  7. "5 Things You Need To Know About The First World War". Imperial War Museums (په انګليسي). نه اخيستل شوی 24 November 2023.
  8. Paul Kennedy, The Rise and Fall of the Great Powers (1987) p 267
  9. M. J. Daunton, "How to Pay for the War: State, Society and Taxation in Britain, 1917–24," English Historical Review (1996) 111# 443 pp. 882–919 in JSTOR
  10. Steven Lobell, "The Political Economy of War Mobilization: From Britain's Limited Liability to a Continental Commitment," International Politics (2006) 43#3 pp 283–304
  11. B.R. Mitchell, Abstract of British Historical Statistics (1962) p 371
  12. T. Balderston, "War finance and inflation in Britain and Germany, 1914–1918," Economic History Review (1989) 42#2 p p222-244. in JSTOR